دا څېړنه د روسیې د دولتي احصایې ادارې د هک شویو اسنادو او د هغو مړینو د ارزونې پر بنسټ شوې چې لا هم په رسمي توګه نه دي ثبت شوې.
«مدوزا» او «مېدیا زونا» د دوشنبې په ورځ، د لېندۍ په ۲مه، په یوه ګډ راپور کې لیکلي چې د دوی د اټکل له مخې، په اوکراین جګړه کې شاوخوا ۷۲۰ زره روسي سرتېري وژل شوي دي.
د دغو دوو رسنیو په وینا، د روسیې دولتي احصایې ادارې په دې جګړه پورې د تړلو ۴۹۰ زره او ۳۳۴ سرتېرو مړینې ثبت کړې دي.
د «بېلاروس سایبر پارتیزان» او «سایلنټ کرو» په نوم دوو هکري ډلو د یادې ادارې اسنادو ته لاسرسی موندلی و. د مدوزا او مېدیا زونا خبریالانو تر دوو اوونیو زیاته موده دغه اسناد څېړلي دي.
دوی وايي، له نورو سرچینو سره د اسنادو د معلوماتو له پرتله کولو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې دغه اسناد په ډېر احتمال سره کره دي.
د دغو رسنیو په وینا، د روسیې حکومت کله ناکله د یوه سرتېري مړینه تر شپږو میاشتو ډېر ځنډ وروسته ثبتوي او په ځینو مواردو کې د دې بهیر بشپړېدل څو کاله وخت نیسي.
د هغو سرتېرو برخلیک هم لا نه دی روښانه چې په جګړه کې ورک شوي دي.
دغو دوو رسنیو د احصایوي محاسبو له لارې د هغو سرتېرو شمېر هم اټکل کړی چې وژل شوي، خو مړینه یې لا هم په رسمي اسنادو کې نه ده ثبت شوې. دوی ټینګار کوي چې د جګړې د وروستیو میاشتو د مرګژوبلې په اټکل کې د تېروتنې احتمال ډېر دی.
د ګارډین موندنې
ورځپاڼې ګارډین هم په یوه جلا څېړنه کې په روسیه کې د مړینو څه باندې ۱۱ میلیونه ثبت شوي اسناد څېړلي دي.
د دې ورځپاڼې د موندنو له مخې، د اوکراین جګړې په تړاو تر ۴۶۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
ګارډین لیکلي چې په ۲۰۲۵ کال کې جګړې د روسیې د ۶۵ کلونو څخه د کم عمر لرونکو نارینهوو ژوند تر بل هر عامل ډېر اخیستی دی.
الکساندر کورپانوف د ۲۰۲۳ کال په اګست کې په خپله خوښه د اوکراین جګړې ته د تلو لپاره نوملیکنه وکړه. هغه دوه ځله ټپي شو، خو دواړه ځله بېرته جګړې ته ولېږل شو.
په پای کې، له ۲۰ میاشتو جګړې وروسته، هغه د ۵۲ کلونو په عمر د اوکراین په ختیځ کې د پوکروفسک ښار ته نږدې، د اوسپېنووکا په کلي کې ووژل شو.
د روسیې پوځ په همدې یوه اوونۍ کې تر پنځو زرو ډېر سرتېري له لاسه ورکړل.
د اوکراین په ختیځ کې د پوکروفسک سیمه د جګړې د تر ټولو خونړیو ډګرونو په ډله کې وه. په دې سیمه کې نږدې ۱۱۶ زره کسان وژل شوي دي.
د اودیییفکا ښار له نیولو وروسته، د روسیې پوځ ته ۲۱ میاشتې وخت ولګېد چې ۳۹ کیلومتره وړاندې لاړ شي او د پوکروفسک ښار څنډو ته ورسېږي.
په همدې موده کې د روسیې شاوخوا ۸۸ زره او ۷۰۰ سرتېري په دې سیمه کې وژل شوي دي. په دې حساب، د روسیې پوځ د هر یوه کیلومتر پرمختګ په بدل کې له ۲۲۰۰ ډېر سرتېري له لاسه ورکړي دي.
د روسیې بېوزلې سیمې د جګړې درنه بیه پرې کوي
د راپور له مخې، د جګړې مرګژوبله د روسیې پر بېوزلو سیمو تر نورو ډېره درنه تمامه شوې ده.
په هغو اتو سیمو کې چې د بېوزلۍ کچه پکې تر ټولو لوړه وه، د وژل شویو سرتېرو کچه د هغو سیمو په پرتله څلور برابره لوړه وه چې د بېوزلۍ کچه پکې تر ټولو ټیټه وه.
د وژل شویو روسي سرتېرو منځنی عمر هم په ۲۰۲۲ کال کې له ۳۴ کلونو څخه په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۴۰ کلونو ته لوړ شوی دی.
ګارډین لیکلي چې د کرملېن له خوا د پوځ د لیکو د پیاوړتیا لپاره د نغدي امتیازونو او مالي انعامونو ورکولو، په ځانګړې توګه د زړو نارینهوو د جذبېدو زمینه برابره کړې ده.
د ګارډین د اټکل له مخې، په وژل شویو کسانو کې تر ۷۳۰۰ ډېر کسان ښايي بهرني سرتېري وي. دې ورځپاڼې د اوکراین اتباع په دې شمېر کې نه دي شامل کړي.
د دغو بهرنیو وژل شویو سرتېرو څه باندې درې پر څلورمه برخه د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو اوسېدونکي وو، چې ډېری یې د قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او بېلاروس اتباع وو.
مسکو د خپلو تلفاتو رسمي شمېر نه دی تازه کړی
د روسیې دفاع وزارت وروستی ځل د ۱۴۰۱ کال په وږي میاشت کې اعلان وکړ چې په اوکراین جګړه کې یې ۵۹۳۷ سرتېري وژل شوي دي.
مسکو له هغه راهیسې په دې جګړه کې د خپلو وژل شویو سرتېرو په اړه تازه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړې.
د روسیې دولتي احصایې ادارې تر دې وړاندې پر خپلو کمپیوټري سیسټمونو د هکري برید پخلی کړی و، خو ویلي یې وو چې هکرانو د ادارې حساسو معلوماتو ته لاسرسی نه دی موندلی.