خو مېړه یې هیڅ وخت محکمې ته نه دی غوښتل شوی. د مدینې د عدالت غوښتنې دا هڅې په داسې حال کې دي، چې د هغې په وینا، د خاوند د یوه ګوزار له امله یې د سر هډوکی مات شوی، حافظه یې کمزورې شوې او روغتیا یې له جدي ستونزو سره مخ ده. هغه اوس ۲۶ کلنه ده، خو د واده په ۱۲ کلونو کې یې د خسرګنۍ او مېړه په چلند کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.
د واده په لومړي کال یې ماشوم وزېږاوه. له دې سره د کور کارونه او د ماشوم پالنه هم ورترغاړې شول، خو مورولۍ او د کورنیو مسوولیتونو زیاتېدو د تاوتریخوالي مخه ونه نیوله.
یوه ورځ د ډوډۍ پر سر د شخړې پر مهال یې خاوند غوسه شو او د دیګ بخار په سر یې په ککرۍ وویشتله. د همدې ګوزار له امله یې د سر هډوکی مات شو او وروسته یې حافظه او روغتیا اغېزمنې شوې.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « سر مې ښه نه دی، ډېر څه مې هېرېږي، په کارونو نه پوهېږم، څو ځله د طالبانو محکمې ته ولاړم، هغوی به ویل کور ته ولاړه شه، موږ به دې خاوند راوغواړو، خو هیڅکله یې ور ونه غوښت».
مدینې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ته هم مراجعه کړې ده. د هغې په وینا، د دې ادارې چارواکو یې خاوند ورغوښتی و، خو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې جدي اقدام ونه کړ. پر ځای یې هغې ته سپارښتنه کړې وه چې خوش خويي او له خاوند سره ګذاره وکړي.
«طلاق ښه کار نه دی، ګذاره وکړئ»
مدینه لا ۱۴ کلنه وه چې پلار یې واده کړه. لا یې د ماشومتوب له نړۍ سره مخه ښه نه وه کړې چې د بل چا په کور کې یې د یوه داسې ژوند تجربه پیل کړه چې له نابلدۍ، سپکاوي، وهلو ټکولو او وېرې سره مل و.
د واده له لومړیو ورځو خاوند، خواښې، خسر او لیوره ورسره ناوړه چلند کاوه. د کور له ټولو کارونو سره بلده نه وه، خو د زده کړې او مرستې پر ځای به یې د کورنۍ له غړو سپکاوی، ښکنځل او وهل ټکول زغمل.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « خاوند، خواښې، خسر او لېوره مې بد چلند راسره کاوه. کله به مې سپکې خبرې اورېدې او کله به وهل او ټکول کېدم. ځینې وخت یې په درندو شیانو ویشتلم».
د مدینې د واده ۱۲ کاله تېر شوي، خو د هغې په وینا، د ژوند کړاوونه یې لا پای ته نه دي رسېدلي. دومره ناهیلې شوې چې ددې په خپله وینا، « څو ځله یې د ځان وژنې هڅه» هم کړې ده.
مدینه وايي، په محکمو کې یې د ځان په څېر ګڼې نورې ښځې هم لیدلې چې د خپلو مېړونو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ وې. ځینو به د وهلو ټکولو شکایتونه کول او ځینو به د طلاق غوښتنه کوله، خو د ډېرو ښځو شکایتونه بېځوابه پاتې کېدل.
محکمې ته په تللو دغو ښځو کې یوه هم د ارزګان د مرکز اوسېدونکې خاطره ده، چې له کلونو راهیسې پرې خاوند تاوتریخوالی کوي، په نورو کورونو کې کار کوي، خو په خپل لاس ګټلې پیسې یې په خپل واک کې نه وي.
هغې څو ځله د طلاق غوښتلو لپاره د طالبانو محکمو ته مراجعه کړې، خو قاضیانو د شکایت د څېړلو پر ځای ورته ویلي چې «طلاق ښه کار نه دی او باید له خپل خاوند سره ګذاره وکړئ».
د ښځو ډېری ملاتړې پروژې طالبانو بندې کړې
په کندهار او ارزګان کې ځینو ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې هم د کورني تاوتریخوالي پېښې وې، خو هغه مهال یو شمېر دولتي او نادولتي بنسټونو د ښځو شکایتونه اورېدل او د حقوقي مرستو، رواني ملاتړ او نورو خدمتونو له لارې یې د ښځو د ستونزو د حل هڅه کوله.
ددوی په وینا، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د ښځو لپاره د حقوقي مرستو او ملاتړ ګڼې لارې له خنډونو سره مخ شوې دي.
د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د معلوماتو، مشورې او حقوقي مرستو (ICLA) پروګرام له لارې له اړو کسانو، په ځانګړي ډول بېځایه شویو او زیانګالو ښځو سره د حقوقي مشورو او د مدني حقونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوله، خو په سپتمبر کې د یادې شورا د حقوقي مرستو (ICLA) پروګرام ځینو غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه پروګرام د طالبانو عدلیې وزارت ځنډولی.
سره له دې چې د ناروې د کډوالو شورا یوې مسوولې افغانستان انټرنشنل ته د خپلو پروګرامونو د دوام خبر ورکړی، د افغانستان په جنوب کې له تاوتریخوالي سره مخ ښځې وايي، چې هغو ملاتړو بنسټونو ته اوس لاسرسی نه لري چې پخوا یې ورسره مرسته کوله.
د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د محکمو د پرېکړو، د کورني تاوتریخوالي د شکایتونو او د طلاق د غوښتنو په اړه منظم او هر اړخیز معلومات نه خپرېږي. له همدې امله، دا هم روښانه نه ده چې په جنوبي ولایتونو کې څومره ښځو د کورني تاوتریخوالي شکایتونه کړي، د هغوی له ډلې څو قضیې څېړل شوې او څومره ښځې خپلو قانوني حقونو ته رسېدلې دي.
په کندهار او ارزګان کې دوو مېرمنو له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې که څه هم طالبان ادعا کوي چې ښځې د خپلو شرعي حقونو د ترلاسه کولو لپاره محکمو ته مراجعه کولای شي او د مهر او میراث په څېر حقونه یې خوندي دي، خو د کورني تاوتریخوالي او د طلاق د غوښتنو په څېر قضیو کې د ښځو تجربې له دغو ادعاوو سره توپیر لري.
یوې ښځې، چې د محکمې له چارو او د ښځو د شکایتونو له بهیر سره نږدې پاتې شوې، وویل، « کله چې ښځې محکمې ته د شکایت لپاره ځي، د قضیې د څېړلو پر ځای ورته یوه یا دوې میاشتې وروسته د بیا ورتګ وخت ورکول کېږي. دا انتظار د هغو ښځو لپاره لا سخت دی چې ښايي په همغه کور کې له تاوتریخوالي سره ژوند کوي».
د طالبانو په محکمو کې هیڅ ښځینه قاضي او وکیله نشته
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ۲۰۲۵ کال په اګست کې وویل، چې طالبانو د ښځو او نجونو د ځپلو لپاره قضايي نظام په وسیله بدل کړی او دا کړنې ښايي د بشریت ضد جرمونو کچې ته ورسېږي.
د بېنېټ په وینا، طالبانو د واک له نیولو وروسته د پخواني حکومت ۲۷۰ ښځینه قاضیانې له دندو لرې کړې او اوس په قضايي نظام کې ښځینه قاضیانې، څارنوالانې او په رسمي توګه ثبت شوې ښځینه وکیلانې نشته. هغه خبرداری ورکړی چې دې وضعیت د ښځو او نجونو لپاره د ناوړه چلند د راپورولو او عدالت ته د لاسرسي خوندي لارې محدودې کړې دي.
د کندهار او ارزګان یادې دوې مېرمنې وايي، چې کله کله د ښځو د ځان وژنې او مشکوکو مړینو راپورونه هم ورکول کېږي، خو د دغو پېښو د اصلي لاملونو د روښانه کېدو د مخنیوي لپاره د قربانیانو پر کورنیو فشار راوړل کېږي.
د طلاق، د ماشومانو د حضانت او کورني تاوتریخوالي ګڼ شکایتونه یا رد کېږي او یا منځګړې لارې ورته لټول کیږي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د ښځو څانګې او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ګډ راپور کې ویل شوي چې افغانې ښځې د نارینهوو په پرتله عدالت ته نږدې څلور برابره لږ لاسرسی لري. د راپور له مخې، یوازې ۱۴ سلنه ښځو ویلي چې رسمي حقوقي خدمتونو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې د نارینهوو په منځ کې دا کچه ۵۳ سلنه ده.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او عدالت ته د هغوی د لاسرسي د پیاوړتیا په موخه ملګري ملتونه د نومبر پر ۲۵مه، «۱۶ ورځنی کمپاین» پیلوي. د سږني کمپاین شعار «عدالت تضمین کړئ، د تاوتریخوالي له قربانیانو ملاتړ وکړئ او د مجازاتو معافیت پای ته ورسوئ» دی، خو په افغانستان کې د ښځو وضعیت ښيي چې د عدالت غوښتنې او عدالت ته د عملي لاسرسي ترمنځ لا هم لوی واټن شته.