• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هوسۍ اندړ: د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۰۰ GMT+۰

د جرمني د یوه ایالتي پارلمان غړې هوسۍ ظریف اندړ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځو او نجونو پر حقونو د ټینګار ترڅنګ، په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د بېرته پرانیستلو او ښځو ته د زده‌کړو او کار د حق د ورکړې غوښتنه کړې ده.

د جرمني د فرانکفورټ ایالتي پارلمان دغې غړې زیاته کړې، ښځې د ټولنې نیمايي برخه او د ژوند د پرمختګ بنسټ جوړوي، خو لا هم د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له تاوتریخوالي، تبعیض او بې عدالتۍ سره مخ دي.
هوسۍ ظریف اندړ په ځانګړي ډول په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو او له کار او زده‌کړو څخه د ښځو د محرومیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ښځو له اساسي حقونو محرومول هم د تاوتریخوالي یوه بڼه ده.
نوموړې له اړوندو لورو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټول ډولونه پای ته ورسوي، د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي او ښځو ته د کار، زده‌کړو او خپلواک ژوند زمینه برابره کړي.
هغې په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې ښځې امتیاز نه، بلکې حق غواړي؛ له محرومیت پرته زده‌کړې او له تاوتریخوالي پرته باعزته ژوند غواړي.
د یادونې وړ ده چې د نومبر ۲۵مه هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. دا ورځ د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب، د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې او د برابرۍ د غوښتنې لپاره ځانګړې شوې ده.

ډېر لیدل شوي

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»
۱
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۲

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۳
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۴

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

۵

د طالبانو واکمني به څومره پایښت ولري؟

•
•
•

نور خبرونه

۲۲ زره افغانۍ؛ د طالبانو له خوا د «ناقانونه» موټرو د یو کلن جواز بیه

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۱۳ GMT+۰
•
عبدالله همیم
100%

د کندهار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو له‌خوا د ښي لاس موټرو د ثبت او سټیکر کولو پروسه ډېره پیچلې ده او له موټر چلوونکو څخه په دې پلمه ډېرې پیسې اخیستل کیږي. د کندهار اوسېدونکي وايي، طالبان د یوه عادي موټر د یو کلن سټیکر پر سر تر ې۲۲ افغانۍ غواړي.

طالبانو نن په کندهار کې د ښي لاس (کانټینري) موټرو د سټېکر او ثبت بهیر پیل کړ. طالبانو د موټرو د سټېکر لپاره اصول او لارښود چمتو کړی دی او موټرو ته د سټېکر د ورکړې او په یوه ولایت کې د چلېدو لپاره د یوه کال جواز ورکوي.

په کندهار کې د طالبانو د ترافیکو مدیریت ویاند نذیراحمد ځايي رسنیو ته ویلي، چې د موټرو د سټېکر ورکړې په بدل کې د پیسو اندازه د موټرو د سلنډر او ماډل له مخې ټاکل شوې ده. نوموړي ویلي: «که د یوه موټر ماډل له ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۰ وي او څلور سلنډره وي، نږدې ۲۲ زره افغانۍ فیس به بانک ته تحویلوي او وروسته به په همدې ولایت کې د موټر د ګرځېدو لپاره د یوه کال جواز ورکول کېږي.»

100%

طالبان موټرو ته د سټېکر د ورکړې پر مهال د موټرو څښتنان هم بایومېټریک کوي او د هغوی ټول معلومات له ځان سره ساتي.

100%

طالبانو ویلي چې په هر ولایت کې سټېکر کېدونکي موټرونه یوازې په هماغه ولایت کې د ګرځېدو اجازه لري او بل ولایت ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

په ورته مهال په کندهار کې ګڼو کسانو د خپلو موټرو د ثبت او سټیکر کولو لپاره مراجعه کړې ده، خو دوی وايي د طالبانو له لوري اخېستل کېدونکي پیسې خورا ډېرې دي.

د کندهار ښار اوسېدونکی محب الله وايي:«نقلیه وسایط د تګ راتګ د اسانتیا لپاره ده، نو په یوه ولایت کې د ګرځېدو د اجازې لپاره دومره ډیرې پیسې ورکول په درد نه خوري. خلک د دومره لوړ فیس ورکولو توان نه لري، نه هر څوک دنده لري، نه کاروبار لري. خلک له لوږې مړه کېږي او دومره ډیرې پیسې ورکول خو بیخې لرې خبره ده».

په ورته مهال په کندهار کې د یو شمېر موټر پلورنځیو مسوولان وايي چې د طالبانو له لوري د موټرو د راجسټر او سټیکر د پروسې له پیلېدو سره د موټرو بیې هم ټیټې شوې دي. د دوی په خبره ډیری کسان د موټرو د راجسټر د پیسو د ورکړې توان نه لري.

په کندهار کې د موټرو د یوه پلورنځي مسول چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي وايي:«څو ورځې مخکې چې د موټرو د سټیکر اعلان وشو، نو ځینو کسانو چې کوچني موټر لرل اوس یې بېرته خرڅوي. ځکه د ځینو موټرو قیمت او د سټیکر فیس کله پرتله شي نو د موټر نیم قیمت د سټیکر په فیس کې ځي. خلک شورمانو ته موټرونه راولي خو د رانیولو لپاره یې ګیراکان نشته».

د موټرو د سټیکر او په یوه ولایت کې د ګرځېدو اجازې ته په ټولیزو رسنیو کې هم ځینو کسان غبرګون ښودلی دی.

د رفیع الله په نوم د کندهار یو اوسېدونکی وايي:«زما د ۲۰۱۲ ماډل اکوا موټر د سټیکر مصرف ۲۲زره افغانۍ کېږي. په دې پیسو یو کال په کرایي موټر کې تګ راتګ کېدای شي».

که څه هم د موټرو د سټیکر فیسونه افغانستان بانک ته جمع کېږي، خو یو شمېر کسان وايي چې طالبانو له لوري د یادو پیسو اخېستل عامو خلکو لویه اقتصادي ضربه ورکوي. د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طالبانو اداره د عایدو لویه تکیه پر عامو خلکو د لوړو مالیاتو پر لګولو ده. د دوی په وینا طالبانو خلکو ته د عامه خدماتو وړاندې پر ځای د عامو خلکو لوټولو ته مخه کړې ده.

د « ناقانونه» موټرو په اړه بدلیدونکی چلند

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لیندۍ په دویمه اعلان وکړ چې له کابل پرته د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د «ښي لاس» اسټرینګ لرونکو موټرو د ثبت او سټیکر د وېش نوې لړۍ یې پیل کړه. د طالبانو د دغې اقدام له‌مخې به سټیکر شوې موټرونه د خپل اړوند ولایت پرته بل ولایت ته د تګ اجازه ونه لري.

په افغانستان کې که څه هم د ترافیکو د اصولو له مخې د ښي لاس موټرو چلول ناقانونه کړنه بلل کېږي، خو دا ډول موټرونه لا هم په پراخه کچه هېواد ته واردېږي او پر سړکونو تګ راتګ کوي. طالبانو د بشپړ بندیز پر ځای، یوازې د ولایتونو ترمنځ د دغو موټرو پر تګ راتګ او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې پر فعالیت محدودیتونه لګولي دي.

ننګرهار، کونړ، پکتیا، خوست، هلمند او کندهار هغه ولایتونه دي چې «بهرني لاس» موټرونه پکې خورا ډېر چلول کېږي.
نیوکې دا دي چې طالبان له بهرني لاس موټرو څخه د مالیاتو پر راټولولو خوښ دي، خو ترافیکي ګواښونو ته یې چندان پاملرنه نه کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تېر کال د وږي په اتمه، پر دغو موټرو چې په هېواد کې د «پاکستان لاس» موټرو په نوم هم یادېږي، محدودیتونه لګولي وو او یوازې په هماغه ولایت کې یې د تګ راتګ اجازه ورکړې وه چې سټېکر یې ترې اخیستی وي. چارواکو دغه وسایط په هېواد کې د خونړیو ترافیکي پېښو یو له اصلي لاملونو بللي دي، ځکه د افغانستان سړکونه او ترافیکي قوانین د «کیڼ لاس» اسټېرنګ لرونکو موټرو لپاره جوړ شوي دي.

راشد خان ته اشاره؛ شېخ حماسي: د افغانستان یو کرکټي مې له هندو هم بد اېسي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۰
•
زیار خان یاد
100%

د طالبانو یوه مخکښ مبلغ او دیني عالم شیخ عبدالحمید حماسي ویلي چې افغان کرکټ راشد خان د «کفارو» له لوري تمویل کېږي او که د دوی حکومت ړنګ شي، نو بهرنیان به یې د واک لپاره رامخکې کړي. هغه زیاتوي: «د افغانستان یو کرکټي دی، هندو دی او له هندو مې هم بد اېسي».

د شیخ حماسي د دغې تازه رسنیزې شوې وینا کره نېټه نه ده روښانه، خو داسې ښکاري چې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې یې کړې ده. دغه طالب ملا د تدریس پر مهال خپلو شاګردانو ته وویل، چې د افغانستان له دغه کرکټر سره د طالبانو غړي هم په ډېر ویاړ سره انځورونه اخلي او دا کار باید ونه‌شي.

حماسي زیاتوي: «دا کرکټر د کفر د روح لپاره کار کوي؛ دې ته ای‌سي‌سي پیسې ورکوي، بله ورځ ته دلته پرې شفاخانه جوړوي. افغانان خو محتاج خلک دي، بله ورځ د سرطان یوه لویه شفاخانه ورته جوړه کړي او د افغانانو په زړونو کې هر قسم محبت ورته پیدا کړي.»

نوموړي وړاندې وویل: «د کفر په روح کې چې ښه سپین‌ږیری شي، افغانستان کې بل سړی نه وي او نظام ړنګ شي او بیا خلکو ته ذهن کې ور واچوي چې هغه سړی خو هم د پاچاهۍ لپاره جوړ دی او د هغه سړي روح خو د کفر دی او هندو دی او له هندو هم بدتر دی.»

د طالبانو دغه غړي د طالبانو پر غړو هم نیوکې کړې دي چې د کرکټ له دغه لوبغاړي سره انځورونه اخلي. د عبدالحمید حماسي په خبره: «ما چې عکسونه وکتل چې وسله‌وال مجاهدین ورسره ولاړ دي او عکسونه ورسره اخلي. دا ټوپک دې ستا اور واخلي چې د کفر په مقابل کې دې چلولی دی او نن د هغه کافر له روح سره عکس اخلې.»

دې طالب په خپله وینا کې زیاته کړې چې پخواني ولسمشران محمد اشرف غني او حامد کرزی هېڅ چا نه پېژندل، خو د نړۍ غېرمسلمانو هېوادونو پر افغانانو واکمن کړل. د خواله رسنیو افغان کاروونکو او د کرکټ مینه‌والو د حماسي دا څرګندونې په سختو ټکو غندلې دي. یو شمېر کاروونکو لیکلي چې د طالبانو دغه دیني عالم په خپلو خبرو کې راشد خان ته اشاره کړې ده.

د چهارشنبې په ورځ د لړم په ۴مه نېټه د عبدالحمید حماسي یو بل غږیز پیغام خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې پکې د خپلو څرګندونو ملاتړ کوي او زیاتوي چې په شعوري توګه یې د کرکټ یو لوبغاړي پسې دغه څرګندونې کړې دي.

حماسي که څه هم په خپلو خبرو کې مخامخ د راشد خان نوم نه اخلي، خو نیوکه کوي چې په کندهار کې دغه لوبغاړي ته یو سوداګر کور هم ډالۍ کړی دی. نږدې یوه میاشت وړاندې د اعمار په نوم یوه ودانیز شرکت د کندهار په عینومېنه کې راشد خان ته یو کور ډالۍ کړ؛ راشد خان هم د دغو مراسمو لپاره کندهار ته تللی و.

عبدالحمید حماسي زیاتوي: «دا خبره مې د فکري اشغال لپاره کړې او پرې پښېمانه نه یم. کوم انسانان چې رامخته کېږي سرونه یې کله د انګرېزانو په شکل جوړ وي. دا کور باید دې تجار هغه مجاهد ته ورکړی وای چې د کفر د اشغال په مقابل کې شهید شو.»

د طالبانو دغه دیني عالم د راشد پر ضد له خپلو څرګندونو په دفاع کې زیاتوي، چې د کرکټ لوبغاړي په کفري روحیه سنبال دي او باید د غربي روحیې پر ځای دې ځانونه پر اسلامي روحیه سنبال کړي.

د حماسي څرګندونو ته غبرګونونه

په دې وروستیو کې د طالبانو او کرکټ مینه‌والو ترمنځ سختې ناندرۍ راپارېدلې دي. هم‌مهاله په کندهار کې طالبانو راډیوګانو ته سپارښتنه کړې چې د کرکټ لوبې او تبصرې (کمېنټري) باید نورې خپرې نه کړي. تر دې مخکې هلمند کې هم طالبانو د کرکټ یو لوبغالی ړنګ کړ او پر عیدګاه یې بدل کړ.

د کرکټ لوبو مبصر او خبریال جعفر هاند په یوه ویډیو کې د عبدالحمید حماسي دغه څرګندونې غندلې او دا چاره یې له یوه مسلمان لوبغاړي سره زیاتی بللی دی. هغه زیاتوي: «د حماسي مشخص هدف راشد خان دی او راشد خان موږ پوهېږو چې د خیر په کارونو کې تر ډېرو افغانانو مخکښ دی او ډېرو مسلمانانو ته یې خیر رسېدلی دی. ما له راشد خان سره وخت تېر کړی او زه یې په مسلمانۍ شاهدي ورکوم.»

د هغه په خبره، د حماسي په څرګندونو کې کینه ښکاري.

لیکوال عمادالدین دوران پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، چې د راشد خان پر ضد د حماسي په دغه پیغام کې د کارول شوې ژبې ترمینالوژي پاکستانۍ ده. هغه لیکي: «وايي راشد خان هندو دی. په دې جمله کې پرته سایکالوژي زموږ د ټولنې نه ده، ځکه موږ په خپلو وطني ژبو کې اصلاً له هندوانو څخه د کرکې ادبیات نه لرو؛ بلکې د مذهبي توپیر سربېره زموږ په شفاهي او مکتوبي ادب دواړو کې له هندوانو سره د مینې او ټولنیز نږدېکت روحیه پالل شوې ده.»

د وحدت‌الله په نوم د کرکټ یو مینه‌وال وايي، د طالبانو د دغه ملا فتوا سیاسي او بهرنی بوی لري. هغه لیکي: «ده ته هم د بادار له‌خوا د عمران خان مثال ورکړل شوی دی.»

عمران خان په ۱۹۹۰ کال کې د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان و، چې وروسته یې بیا د دغه هېواد په کچه د سرطان روغتون جوړ کړ، ګڼ خیریه کارونه یې وکړل، سیاسي ګوند یې جوړ کړ او په ټاکنو کې تر بریالي کېدو وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو.

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکي باور لري چې طالبان هم او شیخ حماسي هم په افغانستان کې د کرکټ لوبغاړو له محبوبیت څخه ډار لري او غواړي په قصدي ډول د دوی پر ضد ناوړه تبلیغات وکړي.

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۰
•
زیار خان یاد
100%

زبیر د چهارشنبې په ورځ د سهار په لس بجو د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د خپلې مور، پلار، خویندو او ورونو قبرونو سره څنګ کې خاورو ته وسپارل شو. سرچینې وایي، د کونړ دا یتیم ۱۲ کلن ماشوم د دوشنبې په شپه د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ په یوه مدرسه کې د چاودنې پر مهال ووژل شو.

د زبیر یوه خپلوان وویل، دا ماشوم لا ۸ کلن و چې پلار یې پرته له کومې ناروغۍ او حادثې ومړ؛ خو د یتیمۍ څپېړو هغه کرار پرېنښود او څه باندې درې کاله وروسته یې د ژوند یوه بله غمیزه هم ولیده. د ۲۰۲۵ کال د اګسټ به ۳۱مه نېټه د کونړ په دېوه ګل درې، مزار درې او بېلابېلو سیمو کې نیمه شپه سخته زلزله وشوه.

زبیر هغه مهال په جلال اباد ښار کې ښوونځی لوست، خو کونډه مور یې، دوه خویندې او دوه ورونه یې د دېوه ګل درې په اندرلچک کلي کې اوسېدل. د دې وژل شوي ماشوم د ماما ګانو د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې په یاده زلزله کې د زبیر مور، خویندې او ورونه هم د کورونو د نړېدو پېښه کې مړه شول.

سرچینه زیاتوي: «تر دې غجمنې پېښې وروسته زبیر جلال اباد څخه راوړل شو، په خپلو سترګو یې د مور، خویندو او ورونو جنازې ولیدې. ډېره سخته ورځ وه، کلي کې ډېر خلک مړه وو، خو د زبیر یوازیتوب ته خلکو ډېر اوښکې بهولې».

100%
تر زلزلې مخکې د زبیر انځور چې لا یې مور، خویندې او ورونه ژوندي وو

د اندرلچک کلي یو اوسېدونکی افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي، تر دې پېښې وروسته د کاپیسا یوه طالب قوماندان د زبیر د کفالت مسوولیت واخیست او ژمنه یې وکړه چې «ملا» به ترې جوړ کړي او له ځان سره یوړ. د سرچینې په خبره، د کونړ ځینو نورو کورنیو هم د زبیر پالنې ته سینې ډبولې وې.

زبیر د طالبانو په مدرسه کې

زبیر چې له سختې بې کسۍ او بې وسۍ سره مخ و، د ژوند پاتې شپې ورځې یې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند نوروز خېلو کلي کې د ملا نجیب مدرسې ته ورسېدې. د قاري مفتون په نوم د طالبانو قوماندان چې د هغه د پالنې مسوولیت یې په غاړه اخیستی و، دا کونړی ماشوم هلته یوړ او په مدرسه کې یې مېشت کړ.

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته په یوې رسېدلې ویډیو کې ښکاري چې د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر میاشت کې قاري مفتون د کونړ د دېوه ګل درې اوسېدونکو ته وایي چې د «د ماشوم دا وخت د سبقونو دی» او ټول لګښت یې دی په غاړه اخلي.

100%
هغه شېبه چې قاري مفتون زبیر له کونړ څخه کاپیسا ته وړي

د کونړ دې یتیم ماشوم له خپلې سیمې لیرې د کاپیسا په یاده مدرسه کې زده‌کړې پیل کړې، خو د ژوند د کږلېچونو مزل یې یو کال وروسته پای ته ورسېد. سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته خبر ورکړی و چې د دوشنبې په ماسخوتن یو نامالوم کس د ملا نجیب مدرسې ته لاسي بم غورځولی دی. سرچینو خبر ورکړی و چې دغه پېښه کې د مدرسې یو زده کوونکی وژل شوی او درې کسان نور ټپیان دي.

پر سبا سهار د کاپیسا د نورو خېلو کلي اوسېدونکو او د کونړ د دېوه ګل درې اوسېدونکو ته روښانه شوه چې وژل شوی زده کوونکی هغه یتیم کونړی ماشوم دی چې د کورنۍ ټول غړي یې لا له وړاندې مړه شوي وو.

100%
تګاب ولسوالۍ کاپیسا - د ملا نجیب مدرسه کې تر لاسي بم غورځېدو وروسته شېبې

د زبیر مړی یې خپلوانو د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ دېوه ګل درې ته یوړ.

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د سیمې اوسېدونکو رالېږلو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سیمې لسګونه اوسېدونکي د هغه جنازه په یوې داسې سیمه کې ادا کوي چې لا هم پکې د زلزلې د قربانیانو ټپونه ښکاري. جنازې کې د سیمو کوچنیان هم ښکار‌ي او ځنې یې له شاوخوا خېمو ننداره کوي.

100%
دېوه ګل دره، کونړ - د زبیر د جنازې مراسم

د جنازې څنګ ته په خېمو کې هغه زلزله ځپلې کورنۍ په خېمو کې مېشتې دي چې کورونه یې ړنګ شوي وو. ګڼو سوداګرو، نړیوالو بنسټونو او ان طالبانو ژمنې وکړې چې د کونړ د تېر کال زلزله ځپلو ته به کورونه جوړوي، خو ښکاري چې دا کورنۍ لا د سرپناوو له نشتوالي سختې کړېږي.

د زبیر جنازه له همدې کېږدیو لږ ور اخوا په اندرلچک کلي کې د خپلې مور، پلار، دوو خویندو او دوو ورونو قبرونو تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه. تر اوسه هېڅ کومې وسله‌والې ډلې په کاپیسا کې د دغه برید چې زبیر یې قرباني شو مسوولیت نه دی منلی.

100%
د زبیر د تابوت انځور

د طالبانو مدرسې خوندي دي؟

دا لومړی ځل نه دی چې په کاپیسا کې د طالبانو یوه مدرسه په نښه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي. د روان لمریز کال په غويي میاشت کې هم د تګاب ولسوالۍ په پاینده خېلو کلي په خیرالناس مدرسه کې چاودنه شوې وه او یو شمېر کسان پکې ټپیان شوي وو. د چاودنې پر مهال کاپیسا کې د طالبانو والي احسان الله بریال هم دغه مدرسه کې و، خو روغ وتلی و.

له دې وړاندې د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۱۱مه نېټه کابل کې د رحیم الله حقاني په نوم د طالبانو ډلې یو مخښکښ ملا د یوې مدرسې دننه د تدریس پر مهال د ځانمرګي بریدګر له لوري ووژل شو. تر پېښې وروسته د داعش خراسان څانګې ادعا وکړه چې برید د دوی د ډلې یو ځانمرګي بریدګر کړی دی.

طالبان چې په ټول افغانستان کې د سراسري امنیت دعوې کوي، اوس د خپلو مدرسو د امنیت به ټینګښت کې هم پاتې راغلي‌ دي. داعش خراسان څانګه له طالبانو سره سخت مذهبي اختلافات لر‌ي او دغه ډلې ډېر کله د طالبانو مدرسې او دیني عالمان په نښه کړې دي. طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې هېواد کې زرګونه مدرسې جوړې کړې دي او د کارپوهانو په وینا، اوس یې د امنیت ټینګښت ورته تر ټولو لویه او جدي ننګونه ده.

افغان ډ‌ېپلومات د افغانستان د سیاسي لېږد لپاره د لارنقشې پر جوړولو ټینګار کړی

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۰
100%

په جنیوا کې د افغانستان سفیر نصیراحمد اندیشه وايي، پر طالبانو د کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو فشارونو زیاتېدو داسې یو فرصت رامنځته کړی چې د هېواد د سیاسي لېږد لپاره یوه ګډه نقشه جوړه شي.

ښاغلي اندیشه په مادرید کې د «باور او پیوستون پر لور» د درېیم پړاو غونډې په څنډه کې له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د دې غونډې موخه د افغانستان د ‌ډیموکراتیکو بهیرونو، ښځو او ولسي جریانونو ترمنځ د سیاسي تفاهم رامنځته کول دي، څو سولې او داسې سیاسي لېږد ته زمینه برابره شي چې د افغانستان د خلکو، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د منلو وړ وي.

د افغانستان د فعالانو او سیاستوالو د غونډې درېیم پړاو د چهارشنبې په ورځ د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې پیل شو.

په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو، خوځښتونو، مدني شبکو، دیپلوماتانو، د پوهنتون استادانو، څېړونکو، دیني عالمانو او مدني فعالانو استازي د افغانستان د راتلونکي د احتمالي سناریوګانو او پر وړاندې یې د شته فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې کوي.

په جنیوا کې د افغانستان سفیر، په اسلام‌اباد او لندن کې د دې غونډې د تېرو دوو پړاوونو د جوړېدو په یادولو سره وویل، ګډونوال هڅه کوي پر ګډو اصولو او بنسټونو هوکړې ته ورسېږي، څو د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو اترو بنسټ وګرځي. د هغه په وینا، که څه هم بېلابېل سیاسي او مدني جریانونه متفاوت لیدلوري لري، خو کولای شي تر یوه ګډ چتر لاندې راټول شي او د هېواد د راتلونکي لپاره په ګډه کار وکړي.

نصیراحمد اندیشه زیاته کړه، د خبرو اترو تمرکز داسې یوې ګډې پایلې ته پر رسېدو دی چې پکې سیمه‌ییز واقعیتونه، نړیواله ټولنه او منل شوي نړیوال ارزښتونه په پام کې ونیول شي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د قانون‌واکۍ، ولسواکۍ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د بېرته ګرځېدو لپاره هڅې روانې دي.

اندیشه د افغانستان په اړه نړیوالو بهیرونو ته په اشارې وویل: «ملګرو ملتونو هم ونه شوای کولای هغه بهیر چې خپله یې پیل کړی و، پر مخ یوسي».

هغه زیاته کړه، اوس د طالبانو پر ضد د سیاسي، مدني او ان پوځي فشارونو یوه ټولګه رامنځته شوې او اوس هغه وخت دی چې د دې ډلې مخالفان پر یوې سیاسي لارې نقشې تمرکز وکړي.

هغه همدارنګه د «ټول‌شموله حکومت» مفهوم یوازې د قومونو د استازو تر سمبولیک حضور پراخ وباله او ویې ویل، د افغانستان په راتلونکي سیاسي جوړښت کې باید هېڅ ډله، جریان، ارزښت یا غږ له پامه ونه غورځول شي. د هغه په وینا، د طالبانو د مخالفو ځواکونو ترمنځ د فکري توپیرونو منل یوه اړتیا ده؛ که هغه جریانونه وي چې پر مدني مبارزه ټینګار کوي او که هغه ډلې چې د امنیتي لارو چارو ملاتړ کوي.

اندیشه خبرداری ورکړ چې د نورو د غږ نه اورېدل او د یوه واحد لیدلوري تپل، له طالبانو سره ورته چلند دی. هغه وویل: «طالبان له خپل لیدلوري پرته د بل چا نظر نه اوري او هماغه پر ټولو تپي».

په جنیوا کې د افغانستان سفیر د سیاسي بهیرونو په برخه کې د ښځو پر رول هم ټینګار وکړ او ویې ویل، د ښځو حضور باید یوازې سمبولیک نه وي، بلکې هغوی باید په پرېکړو کولو کې اغېزناک او مانادار سیاسي رول ولري.

دا غونډه د فوزیې کوفي په مشرۍ د «د افغانستان لپاره ښځې» سازمان په نوښت جوړه شوې او په اسلام‌اباد او لندن کې د تېرو دوو غونډو پر پایلو ولاړه ده.

د غونډې جوړوونکي وايي، د دې خبرو اترو موخه د سیاسي او مدني جریانونو ترمنځ د باور پیاوړتیا، د ښځو د حقونو ملاتړ، ټول‌شموله حکومتولي، د قانون حاکمیت، عدالت او په افغانستان کې د یوه دیموکراتیک او ټول‌ګډونه نظام رامنځته کول دي.

سیاحت او که تبلیغ؛ افغانستان د بهرنیو سیلانیانو په کامرو کې

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۰
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د امریکايي سټریمر «سنېکو» سفر او له طالب چارواکو سره لیدنو دا پوښتنه راپورته کړې چې بهرني سیلانیان نړۍ ته د افغانستان کوم انځور وړاندې کوي؟ د دوی ویډیوګانې طبیعي ښکلا او مېلمه‌پالنه ښيي، خو د ښځو او نجونو محدودیتونه او د خلکو اقتصادي ستونزې پکې نه منعکسېږي.

د کابل، بامیان، بند امیر او د افغانستان د لوړو غرونو، نیلي جهیلونو، تاریخي سیمو او د خلکو د تودې مېلمه‌پالنې انځورونه په دې وروستیو کې د بهرنیو ټولنیزو رسنیو د محتوا جوړوونکو په ویډیوګانو کې په پراخه کچه خپرېږي. خو د دې ښکلي انځور تر شا د یوه بل افغانستان انځور پټ پاتې دی. په دغه پټ انځور کې د افغانستان هغه میلیونونه وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې شاملې دي، چې له ګڼو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي.

په یوه ویډیو کې بهرنی سیلانی د کابل په واټونو کې ګرځي، په بله کې د بامیان د غرونو او د بند امیر د نیلي اوبو ننداره کوي او په یوه بله ویډیو کې له طالب سرتېرو سره په دوستانه فضا کې خبرې کوي. د دغو ویډیوګانو په پای کې ډېری لیدونکي له افغانستان څخه د یوه ښکلي، خوندي او د سیاحت لپاره مناسب هېواد انځور له ځان سره وړي.

دا ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې زرګونه او کله ناکله میلیونونه لیدونکي راجلبوي. د افغانانو مېلمه‌پالنه، د هېواد طبیعي ښکلا او د ځینو سیمو ظاهري امنیت د دغو محتواوو مهم توکي دي.خو ایا د یوه بهرني سیلاني څو ورځنی سفر کولای شي د یوه هېواد د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت بشپړ انځور وړاندې کړي؟ یا د بند امیر ښکلا لیدل، د کابل په یوه رستورانت کې ډوډۍ خوړل او له طالب سرتېرو سره دوستانه خبرې کول او انځورونه د میلیونونو افغانانو د ژوند د واقعیتونو د درک لپاره کافي دي؟

د سیاحت تر شا د یوه سیاسي روایت جوړېدل

د ټولنیزو شبکو د نفوذ زیاتېدو د طالبانو لپاره د عامه افکارو د اغېزمنولو یوه بله لاره هم رامنځته کړې ده.

د شنونکو له نظره، طالبان په کور دننه او بهر له ځینو محتوا جوړوونکو سره اړیکې پالي او افغانستان ته یې ور غواړي. ددې یو لامل دا کېدای شي چې طالبان په دودیزو او معتبرو نړیوالو رسنیو کې د محدود لاسرسي او تر ډېره د انتقادي پوښښ له امله، د خپلو دریځونو د وړاندې کولو لپاره بل مناسب ټربیون نه لري. دا ډول کسان د دودیزو رسنیو په پرتله د خپرونو په بڼه، د محتوا په انتخاب او د روایت په جوړولو کې ډېره خپلواکي لري او کولای شي د افغانستان په اړه داسې انځور نړیوالو مخاطبینو ته وړاندې کړي چې د طالبانو له رسمي دریځونو سره نږدې وي.

وروستۍ جنجالي بېلګه کابل ته د امریکايي سټریمر نیکولاس کین ډي بالینتازي، مشهور په «Sneako»، سفر دی. نوموړي د ۲۰۲۶ کال په نومبر کې کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې ولیدل او د خپلو لیدنو ویډیوګانې یې خپرې کړې.

د نوموړي څرګندونې او ویډیوګانې د افغان ښځو او د بشري حقونو د فعالانو له نیوکو سره مخ شوې.

هغه د نجونو د زده‌کړو په اړه د نړیوالو راپورونو ځینې برخې تبلیغات وبللې او د نجونو یوه لومړني ښوونځي ته له تګ وروسته یې داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې منتقدانو د افغانستان د تعلیمي وضعیت د نیمګړي انځور وړاندې کول وبلل.

د نوموړي د سفر پر مهال یوه بله جنجالي صحنه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه طالب غړي ورته د افغانې مېرمنې د پیدا کولو وړاندیز وکړ. دې د افغان ښځو د حقونو د فعالانو او پخوانیو سیاسي څېرو غبرګونونه راوپارول. هغوی دا ډول چلند له افغاني فرهنګ او د افغان ښځو له انساني کرامت سره په ټکر کې وباله، په داسې حال کې چې په هېواد کې ښځې له زده‌کړو او ګڼو کاري فرصتونو محرومې دي.

د نوموړي سفر یو ځل بیا دا بحث راپورته کړ چې بهرني محتوا جوړوونکي د خپلو محدودو لیدنو او له طالب چارواکو سره د خبرو پر بنسټ د افغانستان د ټولنیز وضعیت په اړه څومره بشپړ انځور وړاندې کولای شي.

سنیګو له خپلو څرګندونو دفاع کړې او ویلي یې دي چې موخه یې د افغانستان مستندول او له خلکو سره خبرې کول دي. نوموړي د دې ادعا هم کړې چې د سفر لپاره یې له چا پیسې نه دي ترلاسه کړې.

د سیلانیانو له کمرو پټ واقعیتونه

د بهرنیو سیلانیانو په ویډیوګانو کې ډېری وخت د افغانستان طبیعي ښکلا، د خلکو مېلمه‌پالنه، امنیتي وضعیت او له طالب سرتېرو سره د سیلانیانو دوستانه اړیکې ښودل کېږي خو د هېواد له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لږه اړیکه نیسي.

که څه هم ټول بهرني سیلانیان افغانستان ته د تبلیغاتي موخو لپاره نه ځي او ډېری یې د سیاحت او شخصي تجربو د شریکولو لپاره سفر کوي، خو د هغوی خپرې شوې ویډیوګانې د طالبانو د واکمنۍ په اړه د یوه ځانګړي روایت په خپرېدو کې رول لوبولی شي.

د رسنیزو محتواوو منتقدین باور لري چې د افغانستان د وضعیت په اړه یوازې د مثبتو صحنو خپرول د دغه هېواد بشپړ انځور نه شي وړاندې کولای، ځکه په دغو ویډیوګانو کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او د بیان د ازادۍ وضعیت نه منعکس کېږي او یا داسې صحنې ښودل کیږي، چې طالبانو د نړیوال ذهنیت د غولولو لپاره واردمخه تنظیم کړې وي.

د افغانستان د اوسني وضعیت تر ټولو مهم اړخ د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو لګېدلي محدودیتونه دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په میلیونونو نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو څخه محرومې شوې دي. ښځې له ګڼو کاري فرصتونو بې‌برخې شوې او د هغوی پر ټولنیز حضور، تګ راتګ او د ژوند پر نورو برخو محدودیتونه لګول شوي دي.

د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو راپورونو په وار وار د دغو محدودیتونو پراخوالی مستند کړی دی.

په داسې شرایطو کې د یوې بهرنۍ سیلانۍ او سیلاني څو ورځنی سفر، په یوه ځانګړي ښار یا سیاحتي سیمه کې ګرځېدل او له ځینو طالب سرتېرو سره دوستانه تعامل د افغان ښځو د وضعیت د ښه‌والي یا عادي ژوند ثبوت نه شي کېدای.

د یوه سیلاني تجربه، هر څومره چې رښتینې او صادقانه وي، بیا هم محدوده ده. هغه ښايي هغه ښوونځي ته ولاړ نه شي چې نجونې یې له زده‌کړو محرومې شوې دي، له هغې ښځې سره خبرې ونه کړي چې د کار اجازه نه لري، یا د هغې کورنۍ د ژوند شرایط ونه ویني چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول هم ستونزمن شوي دي.

دا هغه واقعیتونه دي چې د سیاحتي ویډیوګانو په ښکلو منظرو کې نه لیدل کېږي.

د شنونکو په باور، ځینې بهرني محتوا جوړوونکي د طالبانو له سرتېرو سره د دوستانه لیدنو پر مهال د ښځو د وضعیت په اړه ټوکې او څرګندونې هم کوي. دا ډول چلند هغه مهال لا ډېرې پوښتنې راپورته کوي چې د افغان ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور په اړه د هغوی له واقعي تجربو سره پرتله شي.

د واقعیتونو او سیاحتي انځور ترمنځ واټن

د افغانستان سیاسي، امنیتي او په ځانګړې توګه اقتصادي وضعیت د سیاحتي ویډیوګانو له لارې په بشپړ ډول نه شي ارزول کېدای.

په کابل کې د یوه فعال بازار لیدل، په یوه عصري رستورانت کې ډوډۍ خوړل، له هوټلونو لیدنه او د ښار په ځینو واټونو کې د خلکو تګ راتګ د ټول هېواد د اقتصادي وضعیت استازیتوب نه کوي.

د بېوزلۍ، بېکارۍ، د کورنیو د پېرلو د ځواک کمښت، د ماشومانو د خوارځواکۍ او د بشري مرستو پر اړتیا د میلیونونو وګړو د ژوند اتکا د افغانستان د اقتصادي وضعیت مهم اړخونه دي.

یو سیلانی ښايي په څو ورځو کې د یوه ښار له ګڼو برخو لیدنه وکړي، خو دا په دې معنا نه ده چې د کلیوالو سیمو، بې‌وزلو کورنیو، راستنېدونکو کډوالو او د اقتصادي بحران له امله زیانمنو شویو خلکو وضعیت یې هم درک کړی وي.

د ټولنې د اقتصادي وضعیت ارزونه د څو ظاهري صحنو پر ځای دقیقو معلوماتو، احصایو، خپلواکو څېړنو او د خلکو د ژوند د تجربو پر بنسټ ترسره کېږي.

ځینې بهرني محتوا جوړوونکي د طالب چارواکو او سرتېرو له لیدنو وروسته د هغوی چلند او دریځ د افغان ټولنې د کلتوري ارزښتونو د استازیتوب په توګه وړاندې کوي.خو افغانستان یوه تاریخي، تمدني او فرهنګي ټولنه ده او د یوې ډلې چلند د ټول هېواد د خلکو د فرهنګ او کولتور استازولي نه شي کولی. د افغانستان په فرهنګي میراث کې علم، ادب، شعر، موسیقي، هنر، تاریخي تمدن، فکري تنوع، ټولنیز مشارکت او انساني کرامت مهم ځای لري، چې طالبانو پر اکثریت دغو ارزښتونو بندیزونه لګولي دي.

منتقدان په دې باور دي، چې د یوه هېواد په اړه مسلکي او مسوولانه راپور جوړول یوازې د ښکلاوو په ښودلو یا د منفي پېښو په راټولولو نه بشپړېږي. د ژورنالیزم اساسي اصل د واقعیتونو انډولیز وړاندې کول، د بېلابېلو سرچینو خبرې اورېدل او د ادعاوو کره ارزول دي.

هغه کسان چې افغانستان ته د سیاحت لپاره سفر کوي، کولای شي د هېواد طبیعي ښکلا، تاریخي میراث او د خلکو مېلمه‌پالنه نړۍ ته معرفي کړي. دا کار په خپل ذات کې مثبت فرهنګي او اقتصادي ارزښت لري، خو که غواړي د افغانستان په اړه بشپړ او باوري انځور وړاندې کړي، باید د سیاحتي سیمو ترڅنګ د خلکو د ژوند شرایط هم وڅېړي.

د افغانستان د واقعیتونو د درک لپاره یوازې له طالب چارواکو او سرتېرو سره خبرې کافي نه دي. د افغان ښځو، ښوونکو، خبریالانو، محصلانو، سوداګرو، مدني فعالانو، کډوالو او عادي کورنیو نظرونه هم باید واورېدل شي.

د یوه هېواد په اړه د حقیقت موندلو لپاره باید دا پوښتنه هم مطرح شي چې څوک د خبرو کولو فرصت لري، څوک له خبرو پاتې دي او د کمرې له چوکاټه بهر د خلکو ژوند څنګه روان دی؟