نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د واک انحصار، ځپونکې تګلارې او له دې امله له هېواده د خلکو تېښته او د طالبانو خلاف درېدو ته اړ وتل او تر څنګ یې د پاکستان له لوري پر خپلو سیاسي مخالفانو فشارونه به طالبان او پاکستان یوې اوږدې جګړې ته راکاږي.
د طالبانو انحصار او د کدرونو تېښته
عبدالرحیم ایوبي د طالبانو پر ځپونکو تګلارو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د دغې ډلې اداره یوازې د ملایانو لپاره ده او هر څه یې د «ملا» په نوم ځان ته ځانګړي کړي دي. هغه زیاته کړه چې د طالبانو لومړیتوب د خلکو هوساینه نه، بلکې «لونګۍ او ږیره» ده.
ایوبي وویل: «که سبا په افریقا کې د ښاروالۍ د ۲۰۰ کارکوونکو د ګومارنې اعلان وشي، نو د افغانستان ۲۰۰ زره لوستي کسان به له طالبانو څخه د تېښتې لپاره نوملیکنه وکړي.»
نوموړي همدارنګه پر طالبانو تور ولګاوه چې په خپلو کړنو سره یې ټولنه د «منافقت» پر لور روانه کړې ده او خلک یې د ظاهري بڼې بدلولو ته اړ ایستلي دي. د هغه په وینا، ډېرو کسانو ورته ویلي چې په ادارو کې د کار کولو لپاره یې یوازې له مجبورۍ اوږدې ږیرې پرېښې دي. ایوبي زیاته کړه چې طالبانو د «ګناه» په نوم له خلکو روزګار اخیستی او د دوی غلطو روایتونو خلک له دینه زړهتوري کړي دي، تر دې چې ماشومان له ښوونځي زړه توري شوي او فکر کوي چې دلته هر څه یوازې له ملا سره دي.
د پاکستان داخلي ناورین او د مخالفانو ځپل
د پخوانۍ ولسي جرګې دغه غړي وویل، پاکستان له جوړښته تر ننه د افغانستان د هرې واکمنۍ پر ضد درېدلی او بقا یې د لوېدیځ له ګټو سره تړلې ده. هغه په پاکستان کې د پوځ پر واکمنۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، هلته رایه په صندوق کې پاتې کېږي او پرېکړې پوځ کوي.
د ایوبي په خبره، طالبان او پاکستان دواړه خپل مخالفان نه مني؛ طالبان خپل مخالفان اړ باسي چې د ګاونډیانو غېږې ته ولوېږي او بیا ورته د دښمن په سترګه ګوري، او پاکستان هم له عمران خان، ماهرنګ بلوڅ او منظور پښتین سره ورته چلند کوي او اوس یې د مولانا فضلالرحمان ګوند پسې اخیستې ده او ورته وايي چې «ته افغان یې او دلته د ژوند حق نه لرې.»
نوموړي وویل، که څه هم پاکستان اوس د طالبانو مخالفان په غېږ کې نیولي، خو دغه کسان د طالبانو د ناسمو تګلارو له امله دې کار ته اړ شوي دي.
«د طالبانو واکمنۍ پاکستان وژغوره»
ایوبي په دې باور دی چې د طالبانو واکمنۍ او د هغوی د مشر هبتالله اخوندزاده تګلارې په غیرمستقیم ډول پاکستان له سقوطه وژغوره. هغه وویل: «که طالبانو د افغانانو ۵۰ سلنه غوښتنې منلې وای، پاکستان به وخته له منځه تلی و؛ خو طالبانو د مولانا فضلالرحمان، محمود خان اڅکزي او منظور پښتین په څېر مشران ووېرول چې که پاکستان سقوط وکړي، نو هلته به هم د طالبانو په څېر د ټيټيپي واکمني رامنځته شي.»
هغه د پاکستان دا غوښتنه غیرعملي او غیرمنطقي وبلله چې ګواکې طالبان دې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) غړي ونیسي او اسلاماباد ته دې یې وسپاري.
د ده په وینا، یاده ډله له طالبانو سره نه شلیدونکې اړیکې لري او د طالبانو مخینې ته په کتو سره، چې د اسامه بن لادن په نه سپارلو یې تېر ځل خپله واکمني سقوط کړه، دا شونې نه ده، چې دغه ډله دې د ټي ټي پي پر ضد له پاکستان سره ودریږي.
د اوږدې جګړې او متقابل سقوط خبرداری
عبدالرحیم ایوبي د خپلو خبرو په پای کې خبرداری ورکړ، چې د پاکستان او طالبانو دغه دوهګونې لوبه به د دواړو په زیان تمامه شي. هغه وویل: «د پاکستان ګناه مطلقه خپله ده؛ یا به سقوط کوي او خیبر پښتونخوا او بلوچستان به یې له لاسه وځي، او یا به له طالبانو سره جګړه کوي؛ یا به آمو پاکستان کېږي او یا به اټک افغانستان کېږي.»
نوموړي ټینګار وکړ، کله چې پاکستان او طالبان دواړه خپل بچیان تېښتې ته اړ باسي او د یو بل لاس ته یې ورغورځوي، نو دا چاره به په سیمه کې د یوې اوږدې جګړې د دوام او د دواړو لورو د سقوط لامل شي.