• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضل‌الرحمان په ټول پاکستان کې د پرلتونو د ځنډولو او لاریونونو اعلان وکړ

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۰

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان په ټول پاکستان کې د روانو پرلتونو د ځنډولو او د جمعې له لمانځه وروسته د لاریونونو د ترسره کولو اعلان کړی دی. نوموړي ویلي، چې پولیسو نیولی، خو پولیسو د هغه د نیول کېدو ادعا رد کړې ده.

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د اعلان له مخې، د جمعیت علمای اسلام پلویانو د پنجاب ایالت په سرګودها کې د ګوند پر کنفرانس د بندیزونو او د ګوند د مشرانو او کارکوونکو د نیولو پر ضد په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه پیل کړي دي. په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې د لاریونوالو له خوا ځینې مهمې لارې هم تړل شوې دي.

د جمعیت علمای اسلام ویاند اسلم غوري ویلي، په پېښور، ډېره اسماعیل خان، سوات او چکدره کې پر سوله‌ییزو لاریونوالو پولیسو اوښکې بهوونکي ګاز کارولي دي.

هغه د پولیسو دا چلند د غندنې وړ بللی او ویلي یې دي چې سوله‌ییز لاریون د هر وګړي اساسي او ولسواکه حق دی او د زور له لارې یې ځپل به وضعیت نور هم خراب کړي.

مولانا فضل الرحمن خپلو پلویانو ته په وینا کې د هغوی د زغم او استقامت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د نیونو له لارې د ګوند د مبارزې مخه نه شي نیول کېدای.

هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې له احساساتي غبرګون څخه ډډه وکړي او د راتلونکو ګامونو په اړه د ګوند د مشرتابه پرېکړې ته انتظار وباسي.

نوموړي اعلان کړی چې په ټول هېواد کې به روان پرلتونه وځنډول شي او د جمعې تر لمانځه وروسته به په بېلابېلو سیمو کې لاریونونه ترسره شي.

د هغه په وینا، د ګوند اړوندې څانګې به په خپلو سیمو کې د دغو لاریونونو د تنظیم او څرنګوالي په اړه پرېکړې وکړي.

مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې ویلي چې اوس د پولیسو عمومي مشر راغلل. هغوی زه نیولی یم او اوس د هغوی په توقیف کې یم. چېرته مې چې بیایي، بیایي دې. تاسو اندېښنه مه کوئ موږ به په پوره استقامت له دې وضعیت سره مقابله وکړو.»

خو د پولیسو مرستیال عمومي مشر فیصل کامران ویلي چې مولانا فضل الرحمن نه دی نیول شوی او له خپل کاروان سره بېرته خپل استوګنځي ته ستون شوی دی. د نوموړي په وینا، د ملتان سړک او موټروی ټرافیک هم روان و.

د جمعیت علمای اسلام او د پاکستان د مرکزي حکومت ترمنځ سیاسي اختلافات په تېره اکتوبر میاشت کې په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمنۍ له اعلان وروسته زیات شوي دي. مولانا فضل الرحمن د دغه اقدام مخالفت کړی او دا یې د ایالت په سیاسي چارو کې مداخله بللې ده.

ډېر لیدل شوي

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي
۱
ځانګړی

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۲

ایوبي: طالبان او پاکستان به د یو بل د سقوط سبب شي

۳

د طالبانو نه رسمیت او له پاکستان سره کړکېچ د ټاپي پروژې د بشپړېدو پر وړاندې خنډونه دي

۴

جرمني له ۷۵۳ افغان پناه غوښتونکو غوښتي چې د طالبانو کونسلګریو ته ورشي

۵

طالبانو له روسیې وغوښتل چې د ترکمنستان له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر اسانه کړي

•
•
•

نور خبرونه

منظور پښتین: استعمار او استعماري نظام د محکومو ولسونو دوست نه شي کېدای

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۰
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جمعیت علمای اسلام ګوند پر سیاسي فعالیتونو د محدودیتونو لګول غندلي او ویلي یې دي، چې استعمار او استعماري نظام هېڅکله د محکومو ولسونو دوست نه شي کېدای. نوموړي د دغه نظام پر وړاندې د ګډې مبارزې غوښتنه کړې ده.

پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان د پوځ پر ظالمانه او ځپونکو تګلارو تر نیوکو وروسته، لومړی د هغه او د کورنۍ پر وړاندې ناسم او منفي تبلیغات وشول او اوس یې د سیاسي فعالیتونو د محدودولو هڅې کېږي.

نوموړي د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشرانو او غړو نیول، د مولانا فضل الرحمان پر وړاندې د خنډونو جوړول او د دغه ګوند د کاروانونو پر مخ د لارو تړل غیرډیموکراتیک او غیرانساني اقدامات بللي دي.

پښتین ویلي: «د سوله‌ییزې سیاسي غونډې پر وړاندې د جنرالانو دا ډول کړنې استعماري، ظالمانه او غیرانساني دي، چې د برېتانوي استعمار د دورې د تګلارو دوام دی.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د دغو اقداماتو د غندلو ترڅنګ د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشرتابه او غړو سره خپل پیوستون څرګند کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ، د بلوڅانو د پیوستون کمېټې، د کشمیر د پیوستون کمېټې او په ګلګت بلتستان او سند کې پر ولسي غورځنګونو هم په زور محدودیتونه لګولي دي.

پښتین ویلي: «دا مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه ملګري په زندانونو کې بندیان دي او درې ملګري مو له یوه کال راهیسې لادرکه دي.»

د هغه په وینا، د بلوڅانو او کشمیریانو د غورځنګونو مشران او غړي هم زنداني شوي او د کشمیر د غورځنګ ګڼ غړي وژل شوي دي. نوموړي ویلي، چې په سند او ګلګت بلتستان کې هم ورته وضعیت حاکم دی.

پښتین ویلي، ان هغه سیاسي ګوندونه چې د پاکستان پر پارلماني نظام باور لري، د پوځي جنرالانو پر تګلارو د نیوکو له امله له منفي تبلیغاتو او نیونو سره مخ کېږي.

نوموړي زیاته کړې: «په دغه استعماري نظام کې یوازې هغو ګوندونو ته د غونډو، لاریونونو او سیاسي فعالیتونو اجازه ورکول کېږي، چې سل په سلو کې د دوی له خوښې سره سم عمل کوي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستان اوسنی نظام پر بې‌عدالتۍ ولاړ بللی او ویلي یې دي، چې دغه نظام د یوه پرازیت په څېر د نورو په زبېښلو خپل پایښت تضمینوي.

پښتین ټینګار کړی: «دا خبره باید په یاد ولرو، چې استعمار او استعماري نظام د هېچا دوست نه وي. دغه نظام به وخت ناوخت له ټولو سره همدا ډول ظلم او جبر کوي.»

نوموړي د سیاسي او ولسي غورځنګونو ترمنځ د اختلافونو پر شتون سربېره، د ګډې مبارزې غوښتنه کړې او ویلي یې دي: «له ګڼو تضادونو او اختلافونو سره سره، په پراخ زړه د دغه استعمار پر وړاندې ګډه مبارزه د ولسونو او دغو ټولو سازمانونو په ګټه ده.»

پاکستان کې نوې ناندرۍ؛ مولانا فضل‌الرحمان او پوځي اداره ولې وران شوي؟

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۰۸ GMT+۰
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د حکومت له لوري د هغه پر تګ راتګ د محدودیتونو او د سرګودها ښار ته د نوموړي د تګ د مخنیوي په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې که د ده د تګ مخه پرانیستل نه شي، ټول هېواد به تړلی پاتې شي.

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان د پنجشنبې په ورځ د خپلې وینا پر مهال وویل، چې حکومت په قصدي ډول د دوی د لارې بندولو لپاره خنډونه جوړ کړي دي.

هغه زیاته کړه چې دوی سوله‌ییز خلک دي او په منظم ډول خپل منزل ته روان دي. د نوموړي په وینا، دوی د کوم جرم یا ګډوډۍ د رامنځته کولو په موخه نه، بلکې د خپلو اساسي او ولسواکو حقونو د کارولو لپاره حرکت کوي.

مولانا فضل‌الرحمان له حکومته وغوښتل چې سرګودها ته د تګ اجازه ورکړي او خبرداری یې ورکړ، چې که یې غوښتنه ونه منل شي، د ټول هېواد لارې به تړلې پاتې شي.

هغه د خپلو پلویانو د لاریونونو او د سړکونو د بندېدو په اړه وویل: «له کوهستانه تر چتراله، له چمنه تر مکرانه او تر کراچۍ پورې ستاسو د ټینګ هوډ له امله هېواد تړل شوی دی. هغوی به ستړي شي، خو موږ به ستړي نه شو.»

نوموړي ټینګار وکړ چې ګوند یې تل سوله‌ییزه مبارزه کړې او د انسان ژوند ته ارزښت ورکوي. هغه له خپلو پلویانو وغوښتل چې پر خپلو دریځونو ټینګ پاتې شي.

مولانا فضل‌الرحمان وویل: «موږ چمتو یو چې خپله وینه ورکړو، خو خپلو موخو ته به رسېږو، که څه هم د دې لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړو.»

هغه د حکومت او خپلو پلویانو ترمنځ روان وضعیت د زغم سیالي وبلله او ویې ویل، چې له یوې خوا د حکومت د زور کارونې وروستۍ کچه ده او له بلې خوا د دوی د زغم وروستۍ کچه ده.

دغه مذهبي سیاستوال وویل، دوی غواړي خپل حق ترلاسه کړي او خلکو ته هم د هغوی حقونه ورکړل شي. د نوموړي په وینا، د دوی موخه د ملکي واکمنۍ پیاوړتیا ده.

هغه ټینګار وکړ چې پولیس، مرستیال کمېشنران او کمېشنران باید د قانون تابع وي، نه دا چې د کومې زورواکې ادارې په اشاره عمل وکړي.

مولانا فضل‌الرحمان زیاته کړه چې دوی غواړي اداري چارواکي له فشارونو ازاد کړي او د ده په وینا، د چارواکو د خپلواکۍ لپاره هم مبارزه کوي.

د فضل‌الرحمان او حکومت اختلاف

تر دې وړاندې مولانا فضل‌الرحمان په یوه ویډیويي پیغام کې له خپلو پلویانو غوښتي وو، چې په ټول هېواد کې لویې لارې وتړي.

له دې غوښتنې وروسته د بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې د جمعیت علمای اسلام پلویان سړکونو ته راووتل او پر لویو لارو یې خنډونه جوړ کړل، چې له امله یې د ترافیکو بهیر اغېزمن شو.

په بلوچستان کې مېشت خبریال او شنونکي هزار خان بلوچ له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د مولانا فضل‌الرحمان او پوځي ادارې ترمنځ پخوا اړیکې ښې وې، خو په تېرو څو میاشتو کې د حکومت او پوځي ادارې په اړه د هغه په دریځ کې بدلون راغلی او نیوکې یې ورځ تر بلې سختې شوې دي.

د هزار خان بلوچ په وینا، د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د طبیعي زېرمو په اړه تګلارو، پوځي عملیاتو او په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر د واکمنۍ د لګولو موضوعاتو د مولانا فضل‌الرحمان او پوځي ادارې ترمنځ اختلافات زیات کړي دي.

هغه وایي، مولانا فضل‌الرحمان له دغو پرمختګونو وروسته د پوځي ادارې پر ضد په ښکاره نیوکې پیل کړې، چې ورپسې د هغه د ګوند د یو شمېر مشرانو او پلویانو پر ضد قضیې ثبت شوې دي.

د نوموړي په وینا، ان د مولانا فضل‌الرحمان د زوی اسعد محمود پر ضد هم د احتساب ملي ادارې (نېب) د فساد قضیه ثبت کړې ده.

هزار خان بلوچ د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف بل لامل د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنۍ تګلاره بولي. د هغه په خبره، مولانا فضل‌الرحمان څو ځله د افغانستان د تګلارې په اړه پر حکومت او پوځي ادارې نیوکې کړې دي.

نوموړي د دې وضعیت په اړه ویلي، چې پوځي اداره نه شي کولای د اوږدې مودې لپاره له مولانا فضل‌الرحمان سره په مخالفت کې پاتې شي او نه هم تمه کېږي چې مولانا دې وغواړي وضعیت تر همدې کچې خراب شي.

پر مولانا فضل‌الرحمان د پنجاب حکومت محدودیتونه

د یادونې وړ ده چې د پنجاب حکومت مولانا فضل‌الرحمان او د هغه د ګوند پر نهو نورو مشرانو د دغه ایالت د سرګودها ولسوالۍ ته د ننوتلو لپاره د ۳۰ ورځو بندیز لګولی دی.

تر دې وړاندې، د روانې میاشتې پر ۲۴مه، مولانا فضل‌الرحمان ته د لاهور عالي محکمې ته د ورتګ او په یوه غونډه کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

مولانا فضل‌الرحمان هغه مهال ادعا کړې وه چې حکومت هغه نظربند کړی دی؛ خو د پنجاب حکومت دا ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو چې نوموړی نظربند شوی نه دی.

ټاکل شوې وه چې مولانا فضل‌الرحمان د خپل ګوند په جوړه شوې غونډه کې د ګډون لپاره د پنجاب سرګودها ولسوالۍ ته ولاړ شي، خو د نوموړي په وینا، حکومت یې د دغه سفر مخه نیسي.

د طالبانو نه رسمیت او له پاکستان سره کړکېچ د ټاپي پروژې د بشپړېدو پر وړاندې خنډونه دي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۳ GMT+۰
100%

د رویټرز د راپور له مخې، ترکمنستان هڅه کوي چې د ټاپي ګاز نللیکې د هرات اړوند برخه د روان میلادي کال تر پایه بشپړه کړي، خو د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندنې او پاکستان سره روانې ترینګلتیاوې لا هم د دې سترې پروژې د بشپړېدو لپاره د بهرنیو پانګونو د جذب پر وړاندې لوی خنډونه دي.

د ترکمنستان چارواکو رویټرز ته ویلي، د ټاپي ګاز نللیکې د هرات برخې د جوړولو چارې چې په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوې، د روان میلادي کال تر پایه به بشپړې شي او هرات ته به د ګازو لېږد د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې پیل شي.
د عشق‌اباد د معلوماتو له مخې، د سرحداباد او هرات ترمنځ د ۱۵۳ کیلومتره اوږدې لارې شاوخوا ۱۲۴ کیلومتره پایپونه غځول شوي او د نښلولو چارې یې هم ترسره شوې دي. که څه هم د دې برخې بشپړېدل په افغانستان کې د پروژې د عملي کېدو چارې وروستي پړاو ته رسوي، خو دا د پاکستان او هند پر لور د ټولې ۱۸۰۰ کیلومتره لارې له لسمې برخې هم کمه ده.
د راپور له مخې، یوازې د هرات د برخې لګښت شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی، چې دا د یوې لویې پروژې برخه ده. ټاکل شوې چې ټاپي په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت ولري، په داسې حال کې چې افغانستان به په لومړیو کې هر کال یوازې ۵۰۰ میلیونه متر مکعب ګاز ترې واخلي.
د دې نللیکې پاتې ظرفیت پاکستان او هند ته د ګازو د صادرولو لپاره په پام کې نیول شوی دی. دغه دواړه هېوادونه په ګډه هر کال شاوخوا ۴۵ تر ۵۰ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز واردوي، چې ډېره برخه یې د مایع طبیعي ګاز په بڼه د سمندر له لارې ترلاسه کوي.
شنونکي، پانګه‌وال او د انرژۍ برخې فعالان د ټاپي پروژې ټول لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره اټکلوي او وايي، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل کېدل به د دې پروژې لپاره د پانګوالو لېوالتیا کمه او د هغوی احتیاط زیات کړي.
د هند او پاکستان تاریخي سیالي، له طالبانو سره د اسلام‌اباد روانې نښتې او ترینګلتیاوې او همدارنګه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې بېلتون‌پالې جګړې د دې نللیکې د بشپړېدو پر وړاندې نور مهم خنډونه بلل شوي دي.
خو د ترکمنستان چارواکي هیله لري چې د انرژۍ د بیو لوړېدل او د امریکا او اسراییلو له ایران سره د جګړې په پایله کې د منځني ختیځ د انرژۍ سرچینو لپاره د بدیلو لارو د لټون زیاتېدل به د انرژۍ د سرچینو تنوع ته لېوالتیا زیاته کړي.
ترکمنستان چې د نړۍ د طبیعي ګازو څلورمې سترې زېرمې لري، اوس مهال د خپلو ګازو په صادراتو کې تر ډېره پر چین متکي دی.
د ټاپي پروژې لپاره د ترکمنستان د دولتي شرکت مشر محمدمراد امانوف ویلي، د هرات برخې بشپړېدل کولای شي د عوایدو لومړنۍ سرچینه رامنځته او د پور ورکوونکو باور زیات کړي.
نوموړي د اسیا پراختیايي بانک او اسلامي پراختیايي بانک د دې پروژې د احتمالي تمویل کوونکو په توګه یاد کړي دي.
اسیا پراختیايي بانک رویټرز ته ویلي، وروسته له هغې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته ورسېدل، دغه بانک له افغانستان سره خپلې عادي مرستې ودرولې، خو د ټاپي په پروژه کې یې ښکېلتیا دوام موندلی دی.
دغه بانک زیاته کړې، د تخنیکي مرستو یا مالي ملاتړ په اړه هر ډول پرېکړه به د وخت له شرایطو، اړینو ارزونو او د بانک له رسمي تاییدونو سره تړلې وي.
اسلامي پراختیايي بانک د رویټرز د نظر غوښتنې په اړه ځواب نه دی ورکړی.
په عشق‌اباد کې یوه لوېدیځ مېشتی ډیپلوماټ چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي، پر یوه پېرودونکي د ترکمنستان د ګازو د صادراتو ډېره تکیه د دغه هېواد لپاره ستر ستراتیژیک خطر دی او یاد پېرودونکي ته د ترکمنستان پر اقتصاد د پام وړ نفوذ ورکوي.
د نوموړي په وینا، اروپا ته د کسپین سمندر له لارې د ګازو د لېږد په ګډون د صادراتو د بدیلو لارو چارې هم له سیاسي او تخنیکي ستونزو سره مخ دي، چې د سمندر د تل د پولو ټاکل یې یوه بېلګه ده.
دغه ډیپلوماټ ویلي، د نړیوالې پانګونې جذب به خورا ستونزمن وي، خو ترکمنستان چمتو دی چې د پروژې د ژوندي ساتلو او د نورو شریکانو د جلبولو لپاره د افغانستان تر پولې او ان تر هغې لږ هاخوا د زیربناوو د جوړولو لګښت له خپلو سرچینو ورکړي.
د رویټرز په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په ډېرو سیمو کې امنیتي وضعیت ښه شوی او عشق‌اباد، سره له دې چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت نه دی پېژندلی، له کابل سره نسبتاً دوستانه اړیکې لري.
په ورته وخت کې، په ترکمنستان کې د پاکستان سفیرې فریال لغاري رویټرز ته ویلي، اسلام‌اباد لا هم د ټاپي ګاز نللیکې او همدارنګه د ترکمنستان د ګازو د لېږد د تکمیلي طرحې ملاتړ کوي، چې له مخې به یې ګاز د ګوادر او کراچۍ بندرونو ته ولېږدول شي او له هغه ځایه به په مایع بڼه نورو بازارونو ته صادر شي.

ماهرنګ بلوڅ: د جبري لادرکه کېدو او وژنو له لارې بلوڅان له خپلو حقونو محرومېږي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۰
100%

د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشرې ماهرنګ بلوڅ د بلوچستان د خلکو پر وړاندې د جبري لادرکه کېدو، له قضايي بهیر پرته د وژنو او جبري بې‌ځایه کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې بلوڅان له خپل هویت او په خپله خاوره کې د ژوند کولو له حق څخه محرومېږي.

ماهرنګ بلوڅ، چې دامهال د کوټې په هډه زندان کې بندي ده، د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) په یوه پیغام کې ویلي: «په بلوچستان کې د حقیقت ویل، په ازاده توګه ژوند کول او د خپل هویت ساتل جرم ګڼل کېږي او د خلکو ژوند هره ورځ له ګواښ سره مخ دی».
نوموړې زیاته کړې، چې په بلوچستان کې دولتي بنسټونه د ظلم او زور زیاتي پر وسیلو بدل شوي او د قضايي نظام پر بې‌طرفۍ او د قانون پر حاکمیت یې هم نیوکه کړې ده. د هغې په وینا، ځینې کسان د داسې محاکمو له لارې پر بند محکوم شوي چې د عادلانه محاکمې اصول په‌کې نه‌دي مراعات شوي.
ماهرنګ بلوڅ ټینګار کړی، چې د بلوچستان د خلکو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې باید د نړۍوالې ټولنې له‌خوا وڅېړل شي او د زیانمنو کورنیو غږ باید په نړۍواله کچه واورېدل شي. نوموړې ویلي، د خپلو حقونو، عدالت او برابرۍ لپاره به خپلې سوله‌ییزې سیاسي مبارزې ته دوام ورکړي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په سویډن کې مېشت اډلسټام بنسټ (د نومبر په ۲۴مه) اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۶کال د اډلسټام نړۍواله جایزه یې ماهرنګ بلوڅ ته ورکړې ده. دغه بنسټ ویلي، نوموړې د جبري ورکېدنو د قربانیانو د حقونو، عدالت او بشري حقونو په برخه کې د زړورتیا او سوله‌ییزو فعالیتونو له امله د یادې جایزې ګټونکې شوې ده.
ماهرنګ بلوڅ د یادې جایزې په اړه ویلي: «په داسې شرایطو کې د اډلسټام جایزه یوازې یو ویاړ نه‌دی؛ بلکې د بلوچستان د هغو غږونو د حقانیت څرګند ثبوت دی، چې په دوامداره توګه د ډب کولو هڅې یې کېږي. زه د یادې جایزې له تنظیموونکو او د ارزونې له پلاوي مننه کوم، چې زموږ مبارزه یې وپېژندله او د بلوچستان د بشري حقونو سرغړونې یې د نړۍوالې ټولنې پام ته ورسولې».
نوموړې دغه جایزه د ځورېدلو او تر ظلم لاندې کسانو ویاړ بللی او زیاته کړې یې ده: «دا ویاړ یوازې زما نه دی؛ بلکې د هغو ټولو کورنیو دی چې زموږ له سوله‌ییز خوځښت سره تړاو لري؛ د هر سیاسي فعال، مور، خور او هر هغه انسان دی چې د نیونو، ځورونو او دولتي فشارونو سربېره یې خپلې سوله‌ییزې سیاسي مبارزې ته دوام ورکړی دی. دا ویاړ د هغو کسانو هم دی چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي او له خپلو کورونو په زور بې‌ځایه شوي؛ خو بیا یې هم د عدالت او برابرۍ غوښتنه نه ده پرېښې».
د اډلسټام بنسټ د معلوماتو له مخې، ماهرنګ بلوڅ د بلوچستان د بلوڅانو د یووالي کمېټې (BYC) له مخکښو څېرو ده او له کلونو راهیسې د جبري ورکېدنو د قربانیانو د کورنیو د حقونو لپاره مبارزه کوي. د نوموړې پلار هم په ۲۰۰۹کال کې تری تم شوی و او درې کاله وروسته یې مړی وموندل شو.
د دغه بنسټ په وینا، ماهرنګ بلوڅ د ۲۰۲۵کال په مارچ میاشت کې د خپلې یوې همکارې د جبري ورکېدنې پر وړاندې د اعتراض او پرلت پرمهال نیول شوې وه. نوموړې د ۲۰۲۶کال په جون کې د کوټې په هډه زندان کې د محاکمې له بهیر وروسته په دوو جلا قضیو کې پر عمري بند محکومه شوې ده. د هغې قضیې د عادلانه محاکمې او قضايي بهیر د روڼتیا په اړه هم اندېښنې راپارولې دي.

په کلا عبدالله کې د فیض‌الله خان غیبزي پر ضد د «ترهګرۍ »قضیه ثبت شوې

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰
100%

د بلوچستان په کلاعبدالله ولسوالۍ کې پولیسو د نافذې دفعې ۱۴۴ او د روانو امنیتي عملیاتو د سرغړونې په تور د فیض‌الله خان غیبزي پر ضد د ترهګرۍ په ګډون د بېلابېلو جدي تورونو قضیه ثبت کړې ده.

د پولیسو د لومړني راپور له مخې، فیض‌الله خان غیبزي د شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ موټرو په کاروان کې له ۹۰ تر ۸۰ وسلوالو کسانو سره ګرځېدل. په راپور کې ادعا شوې چې په کاروان کې ځینې غیرقانوني مېشت افغان وګړي هم شامل وو او د مارټر مرمۍ، راکټ لانچرونه او سنایپر ټوپکونو په ګډون درنې وسلې ورسره وې.
د ایف ای آر د معلوماتو له مخې، یادو کسانو د موټرو پر کاروان د افغانستان بیرغونه هم ځړولي وو، په عام محضر کې یې د درنو وسلو او مهماتو ننداره کړې او پر ملي لویه لار یې د وسلوالو کسانو په بڼه تګ راتګ کړی، چې له امله یې د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ وېره او اندېښنې رامنځته شوې دي.
پولیسو ویلي، دغه کړنې د حکومتي احکامو، دفعې ۱۴۴ او د روانو امنیتي عملیاتو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.
د قلعه عبدالله ښارګوټي په پولیسو تاڼه کې د ۱۹/۲۰۲۶ شمېرې لاندې قضیه ثبت شوې ده. په قضیه کې د ترهګرۍ ضد قانون د ۷مې مادې، د چاودېدونکو توکو قانون د ۴مې او ۵مې مادې، د بلوچستان د وسلو قانون د ۱۷-B مادې او د پاکستان د جزا قانون د ۱۲۲، ۵۰۵، ۱۸۸، ۳۴۱، ۵۰۶-B، ۱۴۷، ۱۴۸ او ۱۴۹ مادې شاملې دي.
فیض‌الله خان غیبزی څوک دی؟
فیض‌الله خان غیبزی د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان سیمې اوسېدونکی دی. ګلستان د افغانستان پولې ته څېرمه پرته سیمه ده، چې د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په اړه هم د راپورونو له مخې پېژندل کېږي.
نوموړی د پښتنو د اڅکزي قوم له غیبزي څانګې سره تړاو لري. کورنۍ یې په سیمه کې قبایلي او سیاسي نفوذ لري.
د هغه مشر ورور عبدالشكور غیبزی د جمعیت علمای اسلام ګوند له لارې د پاکستان د سنا جرګې غړی دی.
فیض‌الله خان غیبزی له ځان سره د ګڼ شمېر وسلوالو کسانو د ساتلو له امله هم پېژندل کېږي او له ځینو کسانو سره یې قبایلي شخړې هم راپور شوې دي.
د هغه ورور عبدالشكور غیبزي تر دې وړاندې په دې اړه ویلي وو چې له فیض‌الله خان سره موجود وسلوال کسان یې شخصي ساتونکي دي.
په قلعه عبدالله کې امنیتي عملیات
دا په داسې حال کې ده چې د قلعه عبدالله ولسوالۍ د خراب امنیتي وضعیت له امله دفعه ۱۴۴ نافذه ده او پولیسو له تېرو شاوخوا اوو ورځو راهیسې د وسلوالو کسانو او د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو ځانګړي عملیات پیل کړي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د ځینو وسلوالو کسانو او د نشه‌يي توکو د قاچاق له شبکو سره د تړلو کورونو د نړولو اقدامات هم شوي دي.
د کلا عبدالله ولسوالۍ پولیسو ټینګار کړی چې د قانون د حاکمیت، حکومتي پرېکړو او عامه نظم په برخه کې به له هېڅ ډول سرغړونې سره نرم چلند ونه شي او د قانون ماتونکو پر ضد به قانوني اقدامات دوام ولري.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له لورې د جون په ۱۹ په ګلستان کې د فیض الله خان غیبزي پر یوه ګودام باندې د بې پیلوټې الوتکې له لارې برید هم شوی و.