• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پېښور محکمې د اتو افغان ډاکټرانو د ایستلو پرېکړه وځنډوله

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۱۷ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا عالي محکمې له پاکستانه د اتو افغان ډاکټرانو د ایستلو مخه نیولې او هغوی ته یې اجازه ورکړې چې د محکمې تر بل حکم پورې په خپلو روغتونونو کې عملي طبي زده‌کړو ته دوام ورکړي.

محکمې د ۲۰۲۶ کال د ۱۶۴۸۰ شمېرې عریضې د اورېدنې پر مهال د غوښتونکو په ګټه لنډمهالی حکم صادر کړی او اړوندو لورو ته یې دوه اوونۍ وخت ورکړی چې خپل ځوابونه وړاندې کړي.
د محکمې د حکم له مخې، د غوښتونکو د ایستلو بهیر به تر بلې پرېکړې ځنډول شوی وي او هغوی کولای شي په خپلو اړوندو روغتونونو کې خپلې عملي طبي زده‌کړې بشپړې کړي.
د راپورونو له مخې، د غوښتونکو وکیل ابراهیم نور مغل د اورېدنې پر مهال محکمې ته حاضر شوی و. محکمې ویلي، چې د همدې موضوع په اړه یوه بله عریضه، چې ۱۵۸۴۲ شمېره لري، هم له مخکې تر غور لاندې ده او دواړه عریضې یې سره یوځای کړې دي.
دا قضیه وروسته له هغې مطرح شوې چې د ایوب مېډیکل کالج اته افغان ډاکټرانو هم د خپلو ستونزو د حل لپاره محکمې ته مراجعه کړې وه.
د افغان محصلانو د پخواني مشر غبرګون
په پاکستان کې د افغان محصلینو د ټولنې پخواني مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د خیبر پښتونخوا عالي محکمې پرېکړه د افغان محصلینو لپاره ښه خبر دی، ځکه د زده‌کړو د دوام او عملي طبي روزنې د بشپړولو زمینه ورته برابروي.
نوموړي ویلي، چې د پاکستان محکمو د افغان محصلینو ستونزو ته پام کړی او د هغوی د زده‌کړو د بشپړولو لپاره یې د وخت ورکولو پرېکړې کړې دي.
د شریعتي په وینا، د کډوالۍ او ایستلو د اندېښنو له امله د افغان محصلینو پام له زده‌کړو او عملي روزنې اوښتی و، خو د محکمې له لنډمهالي حکم وروسته ګڼ محصلین بېرته خپلو زده‌کړو ته هیله‌من شوي دي.
هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې افغان محصلینو ته د نورو محصلینو په څېر د زده‌کړو د بشپړولو زمینه برابره کړي او د هغوی پر وړاندې د ستونزو پر ځای د اسانتیاوو برابرولو ته لومړیتوب ورکړي.
شریعتي ویلي، چې د افغان محصلینو غوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د خپلو زده‌کړو او عملي طبي روزنې د بشپړولو لپاره کافي وخت ورکړل شي، څو له هغې وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د محکمې دا پرېکړه به دولتي چارواکي او د پوهنتونونو اړوندې ادارې هم عملي کړي او د افغان محصلینو د راتلونکي په اړه به د پاکستان او افغانستان چارواکي ګډې حل‌لارې ومومي.

ډېر لیدل شوي

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا  مدرسه کې ووژل شو
۱
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۲
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۳

افغان ډ‌ېپلومات د افغانستان د سیاسي لېږد لپاره د لارنقشې پر جوړولو ټینګار کړی

۴

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۵

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

•
•
•

نور خبرونه

جرمني له ۷۵۳ افغان پناه غوښتونکو غوښتي چې د طالبانو کونسلګریو ته ورشي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۵۴ GMT+۰
100%

په جرمني کې د ۲۰۲۶ کال له پیله تر دې دمه ۷۵۳ افغان کډوالو ته د دغه هېواد د بهرنیانو ادارو داسې غوښتنې لېږلې دي چې له مخې یې باید د افغانستان ډیپلوماتیکو استازولیو ته ورشي او له هغو استازو سره وګوري چې د طالبانو تر اغېز لاندې دي.

د جرمني د اې ار ډي د حقوقي څانګې د راپور له مخې، په دې شمېره کې په باویریا ایالت کې د افغان کډوالو لپاره ۵۶۱ او په بادن‌وورتمبرګ ایالت کې ۱۹۲ غوښتنې شاملې دي. د دغو غوښتنو له امله د کډوالو د حقونو وکیلان د دې کړنلارې پر قانوني بنسټ او د افغانانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لري.
له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو ایستل
د راپور له مخې، له ۲۰۲۴ کال راهیسې له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو ډله‌ییزې ایستنې پیل شوې دي. له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، تر ۳۰۰ ډېر کسان له جرمني څخه دغه هېواد ته لېږل شوي دي.
په پیل کې یوازې هغه افغانان ایستل کېدل چې په جرمني کې په جرمونو محکوم شوي وو، خو د ۲۰۲۶ کال له اوړي راهیسې هغه کسان هم افغانستان ته لېږل کېږي چې جرمي سابقه نه لري.
د دغو ایستنو د تنظیم لپاره د جرمني حکومت له طالب چارواکو سره اړیکې ساتلې دي او دغو اړیکو ته په رسمي څرګندونو کې «تخنیکي تماسونه» وايي.
په جرمني کې د طالبانو استازي
افغانستان په جرمني کې درې ډیپلوماتیکې استازولۍ لري: په برلین کې سفارت او په بن او مونیخ ښارونو کې دوه جنرال قونسلګرۍ.
د راپور له مخې، د طالبانو استازي په دغو ډیپلوماتیکو دفترونو کې فعال دي او د جرمني حکومت یې «قونسلګرۍ کارکوونکي» بولي. داسې راپورونه هم شته چې طالبان په عملي توګه دغه دفترونه تر خپل کنټرول لاندې لري.
خو د جرمني حکومت په رسمي توګه نه ده منلې چې طالبانو د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ په بشپړ ډول تر خپل واک لاندې راوستي دي.
قونسلګرۍ ته د ورتګ قانوني بنسټ
د جرمني د اقامت قانون له مخې، چارواکي کولای شي د یوه بهرني وګړي د هویت د تثبیت یا د ایستلو د بهیر د چمتو کولو لپاره له هغه وغواړي چې د خپل هېواد ډیپلوماتیکې استازولۍ ته ورشي.
خو د افغان کډوالو وکیل ماتیاس هولېر د یوه افغان وګړي قضیه راپورته کړې چې له افغانستانه تښتېدلی او د اګسبورګ د بهرنیانو ادارې ترې غوښتي چې د افغانستان قونسلګرۍ ته ورشي.
د وکیل په وینا، د هغه د موکل هویت له مخکې تثبیت شوی او معتبر پاسپورټ هم لري؛ له همدې امله نوموړی نه غواړي له هغو استازو سره وګوري چې د طالبانو تر اغېز لاندې دي.
هولېر وايي، که د یوه کس هویت تثبیت شوی وي او معتبر پاسپورټ ولري، نو د هویت د معلومولو لپاره قونسلګرۍ ته د هغه د ورتګ اړتیا نه شته. د هغه په وینا، د نورو موخو لپاره د حضور غوښتنه د جرمني د اقامت قانون له ټاکلي چوکاټ څخه بهر ده.
د کورنیو د خوندیتوب په اړه اندېښنې
د وکیل په وینا، موکل یې په افغانستان کې کورنۍ لري او وېره لري چې په قونسلګرۍ کې ترې ترلاسه شوي معلومات به په افغانستان کې د هغه د خپلوانو پر ضد وکارول شي.
د راپور له مخې، طالب چارواکي د هغو افغانانو له بېرته منلو مخکې په قونسلګرۍ کې د هغوی حضور غواړي چې جرمني یې افغانستان ته لېږي. د بادن‌وورتمبرګ د عدلیې وزارت هم دا غوښتنه تایید کړې ده.
هولېر دا پوښتنه هم راپورته کړې چې ایا د طالبانو تر ادارې لاندې سفارت او قونسلګرۍ د افغانستان د دولت مشروع ډیپلوماتیک استازیتوب کولای شي؛ ځکه جرمني د طالبانو حکومت په سیاسي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.
د جرمني محکمو بېلابېلې پرېکړې
د راپور له مخې، د کولن اداري محکمې په دوو بېړنیو قضیو کې د افغان کډوالو په ګټه پرېکړې کړې او د قونسلګرۍ ته د ورتګ غوښتنې یې غیرضروري بللې دي.
دغې محکمې دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې ښايي په قونسلګریو کې د افغانانو یوازې هویت نه تثبیتېږي، بلکې د هغوی سیاسي نظرونه هم پوښتل کېږي. محکمې دا پوښتنه مطرح کړې چې ایا افغان کډوال باید د طالبانو د استازو له خوا سیاسي پوښتنو ته ځواب ویلو ته اړ شي؟
خو د کارلسروهه اداري محکمې په یوه جلا قضیه کې د قونسلګرۍ ته د ورتګ غوښتنه قانوني بللې ده.
وکیل هولېر د خپل موکل په استازیتوب د باویریا ایالت پر وړاندې دعوه هم کړې او د راپور د خپرېدو پر مهال یې قضیه روانه وه.
د جرمني حکومت دریځ
د جرمني فدرالي حکومت د چپ‌اړخي ګوند د پارلماني ډلې یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې د افغانستان دولت په رسمیت پېژني، خو دا په دې معنا نه ده چې د طالبانو حکومت یې هم په سیاسي توګه منلی دی.
د حکومت په وینا، د یوه حکومت نه‌پېژندل په خپله د هغه هېواد ډیپلوماتیکې استازولۍ ته د ورتګ امکان نه ردوي.
د راپور په وینا، د حکومت ځواب د «یوازې د ادارې د کارونې لپاره» په درجه‌بندۍ کې محرم ساتل شوی دی.
حکومت دې پوښتنې ته چې ایا په قونسلګریو کې له افغان کډوالو سره د لیدنو پر مهال د فشار راوړلو خطر ردولای شي، ویلي چې د دغو لیدنو څرنګوالی عموماً د اړوند هېواد د چارواکو په واک کې دی.
خو حکومت دې پوښتنې ته روښانه ځواب نه دی ورکړی چې ولې د طالبانو استازي، سره له دې چې د هغوی حکومت په سیاسي توګه نه پېژني، په جرمني کې د قونسلګرۍ د کارکوونکو په توګه له افغان کډوالو سره لیدنې او خبرې کوي.

د افغان مېرمنو له ګډون پرته؛ په کوټه کې د دوی د لاسي صنایعو نندارتون ترسره شو

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۰
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مرسته، د افغان ښځو د لاسي صنایعو نندارتون د دوی له ګډون پرته ترسره شو.

دغه نندارتون هر کال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مرسته جوړېږي. په تېرو کلونو کې به ګڼ شمېر افغان کډوالو ښځو په خپله خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کول، خو سږ کال په پاکستان کې د افغان کډوالو پر تګ‌راتګ د محدودیتونو له امله ښځینه سوداګرو د هغوی پر ځای دغه توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.

د افغان ښځو د لاسي صنایعو روزونکې نګهت رحیم افغان کډوالو ښځو ته د جامو ګنډلو پروګرام پر مخ وړي؛ هغې هم په نندارتون کې د خپلو افغان زده‌کوونکو ښځو جوړ کړي توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.

نوموړې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، افغان کډوالې ښځې اوس نه شي کولای چې په ازاده توګه نندارتون ته راشي او خپل لاسي صنایع خلکو ته وروښيي.

د نګهت رحیم په وینا، د افغان ښځو په لاس جوړو شویو جامو او نورو لاسي صنایعو ته د خلکو، په ځانګړي ډول د سیمې د ښځو، لېوالتیا زیاته ده او د دغو توکو د جوړولو ځانګړي هنر د هغوی د تولیداتو ارزښت لوړ کړی دی.

هغې وویل، افغان ښځو ته د خامک‌دوزۍ، ګنډلو، ګلیم اوبدلو، شیشې‌کارۍ، د بلوڅي جامو ګنډلو او نورو لاسي صنایعو روزنه ورکوي، څو وکولای شي د خپلو هنري مهارتونو له لارې عاید ترلاسه کړي.

د هغې په خبره، د روزنې پروګرام شپږ میاشتې دوام کوي او ګډونوالو ته د زده‌کړې پر مهال هره میاشت دوه نیم زره معاش ورکول کېږي. د پروګرام په پای کې فارغو ښځو ته سند ورکول کېږي، څو له خپلو زده‌کړو وروسته په کورونو کې د کار او عاید زمینه برابره کړي.

نوموړې زیاته کړه، د افغان کډوالو ښځو لپاره روزنیزو مرکزونو ته تګ‌راتګ ستونزمن شوی؛ له همدې امله هڅه کوي چې هغوی ته په کورونو کې د کار او تولید زمینه برابره کړي.

د نګهت رحیم په وینا، د دغو ښځو د لاسي صنایعو لپاره بازارموندنه او د تولیداتو پلور هم مهم دي، ځکه نندارتونونه د هغوی د کارونو د پېژندنې او د عاید ترلاسه کولو ښه فرصت برابروي.

د افغان ښځو کمرنګه حضور

د کوټې یوه خبریال محب خان هم افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې په تېرو کلونو کې به په دغه نندارتون کې ګڼ شمېر افغان کډوالې ښځې لیدل کېدې، خو اوس د هغوی په لاس جوړ شوي توکي نندارې ته وړاندې کېږي او خپله ښځې پکې نه ښکاري.

د محب خان په وینا، په تېرو دوو کلونو کې په کوټه کې د افغان کډوالو د ژوند چاپېریال بدل شوی او ښځې اوس نه شي کولای چې په ازاده توګه تګ‌راتګ وکړي، چې له امله یې د نندارتونونو په څېر عامه پروګرامونو کې د هغوی ګډون هم محدود شوی دی.

هغه زیاته کړه، پخوا به ګڼ شمېر افغان کډوالو ښځو په دغو نندارتونونو کې خپل لاسي صنایع پلورل او دا کار د هغوی د عاید له مهمو سرچینو څخه و.

د نوموړي په خبره، اوس که څه هم د افغان ښځو لاسي صنایع لا هم په نندارتون کې ځای لري، خو د هغو ښځو نه‌حضور د وضعیت د بدلون څرګند انځور وړاندې کوي، چې دغه توکي یې په خپلو لاسونو جوړ کړي دي.

په پاکستان کې د کډوالو د ایستلو فشار او له پولیسو وېره هم یو مهم لامل ګڼل کیږي، چې سږ کال یې له امله افغان کډوالې ښځې دغه نندارتون ته نه دي حاضرې شوي.

پر ډیورنډ کرښه د لارو بندښت؛ پښتونخوا کې د څارویو سوداګري ټکنۍ شوې ده

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۰
•
جواد شينواری
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو او د افغان کډوالو بېرته ستنېدو په پښتونخوا کې د څارویو پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی. د څارویو سوداګر وايي، له تېرکال راهیسې له افغانستان سره د څارویو پېر او پلور په ټپه درېدلی او د خرڅلاو کچه هم د پام وړ راټیټه شوې ده.

د باړې په منډۍ کې د څارویو سوداګر حبیب الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، پخوا به یې هره ورځ لسګونه څاروي پېرل او پلورل. د هغه په وینا، ګڼ افغان کډوال به د څارویو د پېرلو لپاره د هغه کلي ته ورتلل او ډېری وخت به یې څاروي له منډۍ پرته د ده له کوره هم پېرل.

حبیب الله وايي، اوس په منډۍ کې کله دوه او کله درې څاروي د پلور لپاره وړاندې کوي؛ خو پېرودونکي یې ډېر کم دي او د خرڅلاو کچه د پخوا پرتله په څرګند ډول راټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، د پېرودونکو کمښت یې ورځنی کاروبار سخت اغېزمن کړی او د څارویو د پلور لپاره باید ډېر انتظار وباسي. هغه د خپلې سوداګرۍ د زیان د څرګندولو لپاره بېلګه وړاندې کوي او وايي، د چهارشنبې په ورځ یې یو څاروی په ۳۸زره پاکستانۍ کلدارې اخیستی و؛ خو پېرودونکو ورته تر ټولو لوړه بیه یوازې ۲۴زره کلدارې وړاندیز کړې وه.

په دې توګه، د هغه د پېر بیه او د پېرودونکو د وړاندیز شوې لوړې بیې ترمنځ ۱۴زره کلدارې توپیر و. د حبیب‌الله په وینا، په داسې وضعیت کې د څارویو سوداګر نه‌شي کولای خپل لګښتونه پوره کړي او له مالي زیان سره مخ کېږي.

د حبیب‌الله په وینا، پخوا به دوی د تورخم له لارې افغانستان ته مېښې، غواګانې او خوسکي لېږدول او له هغه ځایه به یې وزې او پسونه پاکستان ته راوړل. هغه وايي، د لارې تر تړل کېدو مخکې د څارویو سوداګري ښه روانه وه او د دواړو خواوو ترمنځ یې د پېر او پلور پراخ بازار درلود؛ خو اوس د لارو د بندښت له امله دغه سوداګریز بهیر په ټپه درېدلی او د دوی د عاید مهمه سرچینه له ستونزو سره مخ شوې ده.

په همدې منډۍ کې د څارویو بل سوداګر شېراحمد هم وايي، د تورخم لارې تړل کېدو او د افغان کډوالو بېرته ستنېدو د دوی پر سوداګرۍ ناوړه اغېز کړی او د څارویو د پېر او پلور پخوانی بازار یې له ځوړ سره مخ کړی دی.

د هغه په وینا، پخوا به افغان کډوال هم د څارویو د پېرلو لپاره دې منډۍ ته راتلل؛ خو د هغوی له بېرته ستنېدو وروسته د پېرودونکو شمېر کم شوی او د سوداګرۍ کچه یې راټیټه شوې ده.

شېراحمد زیاتوي، د څارویو د بېلابېلو ناروغیو په اړه د خبرونو خپرېدل هم د بازار پر وضعیت منفي اغېز کوي. د هغه په خبره، کله چې د څارویو د ناروغیو په اړه اندېښنې زیاتې شي؛ خلک د ناروغیو د لېږد له وېرې د څارویو له پېرلو ډډه کوي.

د شېراحمد په وینا، د پېرودونکو د شمېر کمښت او د سوداګرۍ د محدودېدو له امله د څارویو د پېرلو او پلورلو پخوانی بهیر بدل شوی دی. هغه وايي، پخوا به یې د افغانستان بازار ته په پام د څارویو پېر کاوه؛ خو اوس د پلور ډاډمن بازار نه‌لري او د هر څاروي له پېرلو وړاندې اړ دی چې د احتمالي پېرودونکو او خرڅلاو په اړه فکر وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په ګډون سوداګریزې لارې د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې د دواړو خواوو ترمنځ له وسله‌والو نښتو وروسته وتړل شوې. د لارو تړل کېدو نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګري اغېزمنه کړې؛ بلکې پر ډیورنډ کرښې د پرتو سیمو پر کاروبارونو او د خلکو پر ورځني ژوند یې هم منفي اغېز کړی دی.

د بلوچستان محکمې د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو موده د ډسمبر تر ۹مې وغځوله

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۲۴ GMT+۰
100%

د بلوچستان عالي محکمې د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د بولان مېډیکل کالج د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو په اړه خپل لنډمهالی حکم د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر ۹مې نېټې پورې وغځاوه.

د بولان مېډیکل کالج افغان زده‌کوونکي عمران خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دوی د قضیې وروستۍ اورېدنه په مثبته فضا کې ترسره شوې او د قاضي او حکومتي وکیلانو له رویې داسې ښکاري چې د زده‌کوونکو د زده‌کړو د دوام په اړه به مثبتې پرېکړې وشي.
عمران خان وايي، د قضیې اورېدنه د نومبر په ۲۴مه ترسره شوې، په داسې حال کې چې دوی تمه لرله اورېدنه به د نومبر په ۲۵مه وي.
د نوموړي په وینا، په دې اورېدنه کې د پاکستان طبي او غاښونو شورا، د بولان مېډیکل کالج، د بولان پوهنتون د طبي علومو او روغتیايي څانګې او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت استازو او وکیلانو ګډون کړی و.
هغه وايي، د حکومتي ادارو د وکیلانو رویه سخته نه وه او قاضي هم د قضیې په اړه نرمه او مثبته رویه لرله. د عمران خان په خبره، قاضي له اړوندو لورو د ځواب غوښتنه کړې وه او د اورېدنې فضا د زده‌کوونکو لپاره هیله‌بښونکې وه.
عمران خان زیاته کړې چې قاضي افغان محصلینو ته ډاډ ورکړی چې خپلې زده‌کړې به بشپړوي او په دې اړه یې د دوو وروڼو ترمنځ د اختلاف مثال وړاندې کړی او ویلي یې دي چې اختلافات د وروڼو ترمنځ هم رامنځته کېږي.
د نوموړي په وینا، د محکمې د وروستۍ اورېدنې او د قاضي د رویې له مخې دوی هیله لري چې د زده‌کوونکو د اوسېدو او زده‌کړو په اړه به قانوني خوندیتوب بیا هم وغځول شي.
هغه وايي، شاوخوا ۹۰ سلنه ډاډ لري چې د محکمې اوسنی حکم به د اړتیا په صورت کې بیا وغځول شي، څو افغان محصلین وکولای شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
عمران خان له خپلو نورو افغان محصلینو غوښتي چې اندېښنه ونه کړي، ځکه د ده په باور د قضیې د حل په برخه کې مثبت پرمختګ روان دی او تمه لري چې د محکمې د پرېکړو له لارې به د دوی د زده‌کړو دوام خوندي شي.
د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په پنځمه نېټه د بلوچستان عالي محکمې د بولان مېډیکل کالج ۱۶ افغان محصلینو ته لنډمهالی قانوني خوندیتوب ورکړی و.
محکمې په خپل حکم کې ویلي وو چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۲۴مې نېټې پورې دې د یادو محصلینو زده‌کړې نه ځنډول کېږي او هغوی ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلو ټولګیو او لیلیو ته بېرته ستانه شي.
له یاد حکم وروسته افغان محصلین خپلو درسونو ته ستانه شوي وو او په لیلیو کې یې هم د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې وه.
د محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې، د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو موده اوس د ډسمبر تر ۹مې نېټې پورې غځول شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په مومندو کې د کانونو د جوازونو د ځنډ پرضد پرلت دویمې ورځې ته وغځېد

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۰
•
جواد شينواری
100%

د خیبر پښتونخوا په مومندو ولسوالۍ کې د کانونو د مالکانو اعتراضي پرلت د چاودېدونکو توکو د کارولو د جوازونو د ځنډېدو پرضد د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري. اعتراض کوونکي خبرداری ورکوي، که حکومت یې غوښتنې ژر ونه مني؛ نو د ډسمبر په ۱۰مه به په پېښور کې پراخ لاریون ترسره کړي.

په دغه پرلت کې د کانونو او د مرمرو د پروسس کارخونو مالکانو، کارګرو، سوداګرو، د لېږد رالېږد د برخې فعالانو، قومي مشرانو او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړو ګډون کړی دی. اعتراض کوونکي وايي، د جوازونو د ځنډېدو له امله نه یوازې د کان‌کېندنې چارې په ټپه درېدلې؛ بلکې د مرمرو د پروسس کارخونې او د بار وړونکو موټرو کاروبار هم اغېزمن شوی دی.

د جمعیت علمای اسلام د مومندو ولسوالۍ مشر مفتي محمد عارف حقاني افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د اعتراض کوونکو د غوښتنو ملاتړ کوي. د هغه په وینا، د کانونو کاروبار په مومندو کې د خلکو د روزګار یوه مهمه سرچینه ده او د یادې برخې د فعالیتونو درېدل د ګڼو کورنیو پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کوي. نوموړي له حکومتي چارواکو غوښتي، چې له اعتراض کوونکو سره خبرې وکړي او د جوازونو د ځنډېدو ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

د پرلت ګډونوال وايي، له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې د «اېل فور» جوازونو د ځنډېدو له امله په سیمه کې د کانونو، د مرمرو د پروسس کارخونو او د لېږد رالېږد کاروبار له ستونزو سره مخ شوی دی.

د مرمر ډبرو د صنعت ټولنې د مشرانو په وینا، په مومندو کې شاوخوا ۵۰۰ د مرمرو کارخونې فعالیت کوي او نږدې ۱۲۰۰ موټرونه هم له دې کاروبار سره تړلي دي. د کانونو د مالکانو ټولنې د روان کال له اګسټ میاشتې راهیسې د جوازونو د ځنډېدو په تړاو څو ځله اعتراضونه کړي دي.

د فرنټیر ماین اونرز اېسوسي‌اېشن لوړپوړي مرکزي مشر شېربندي خان مروت افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دغه محدودیتونو له امله په ټولې خیبر پښتونخوا کې د کانونو شاوخوا ۴زره پروژې په ټپه درېدلې او نږدې درې لکه کارګر بې‌روزګاره شوي دي.

د هغه په وینا، د کاني توکو د پروسس شاوخوا ۲زره کارخونې هم له دغه محدودیتونو اغېزمنې شوې دي. په قبایلي ولسوالیو کې د چاودېدونکو توکو پر ساتلو او کارولو بندیز لګېدلی او له قانوني اجازې پرته هېچا ته د دغه توکو د کارولو اجازه نه ورکول کېږي.

اعتراض کوونکي وايي، حکومت باید د امنیتي اندېښنو د حل ترڅنګ د قانوني کان‌کېندنې او د خلکو د روزګار د دوام لپاره روښانه تګلاره جوړه کړي. د پرلت ګډونوالو ټینګار کړی، تر هغه به خپل اعتراض ته دوام ورکړي؛څو یې غوښتنې نه وي منل شوې.
دوی خبرداری ورکړی، که د چاودېدونکو توکو د کارولو جوازونو ستونزه ژر حل نه‌شي؛ د ډسمبر په ۱۰مه به په پېښور کې پراخ لاریون ترسره کړي.