د پارلمان پخوانی غړی: د ملا هبتالله تر لاس لاندې کسان یې فرمانونه نهمني

د تېر جمهوریت پر مهال د پارلمان غړی صالح محمد وایي، سره له دې چې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده له خلکو سره د ښه چلند سپارښتنې کوي، خو د دې ډلې د غړو لهخوا خپلسري نیونې او تاوتریخوالی دوام لري، چې دا د نوموړي د فرمانونو پر وړاندې د ځینو طالب چارواکو بېاعتنايي ښيي.
صالح محمد د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې د طالبانو ترمنځ بېباوري او فساد زیات شوی او د دې ډلې ځینو غړو خپل خپلوان او نږدې کسان په بېلابېلو دندو ګومارلي دي.
د نوموړي په وینا، په داسې حال کې چې یو طالب په میاشت کې له ۱۰ تر ۱۲ زرو افغانۍ معاش اخلي، بل یې د میلیونونو ډالرو مالک شوی دی. د صالح محمد په وینا، دغې چارې د یادې ډلې د غړو تر منځ بې باوري زیاته کړي ده.
هغه زیاتوي، د ملا هبتالله لهخوا له خلکو سره د ښه چلند پرلهپسې سپارښتنې کړي، خو په ورته وخت کې د طالبانو لهخوا د خپلسرو نیونو او تاوتریخوالي دوام، دوه احتمالونه مطرح کوي؛ یا د طالبانو مشر د خلکو د غولولو لپاره دا څرګندونې کوي، یا یې تر لاس لاندې کسان د هغه فرمانونه نه مني.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله تېره ورځ له طالب چارواکو سره د امنیتي مسایلو په تړاو کندهار کې ناسته ترسره کړې وه. د طالبانو مشر په دې غونډه کې د دې ډلې له چارواکو غوښتي چې له غفلت او بېپروايۍ ډډه وکړي او خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.
هبتالله اخوندزاده د لړم په ۲۶مه په کابل کې د فرمانونو د اغېزو علمي- څېړنیز کنفرانس ته په خپله وینا کې تر ډېره پر اطاعت ټینګار کړی وو او له علماوو یې غوښتي وو: «د امیرالمومنین ښېګڼې بیانوئ، چې د خلکو محبت ورسره پیدا شي، چې محبت پیدا شي، نو اطاعت رامنځته کېږي او که اطاعت رامنځته شو بیا فتنه بندېږي».
د یادونې وړ ده، چې د یوناما په ګډون ګڼو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د طالبانو له لوري په خپلسر د نیونو په تړاو هم اندېښنه ښودلې ده.
