• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زرغون بهیر په بدخشان کې د طالبانو پر یوه قوماندان د برید خبر ورکړ

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر د جمعې په ورځ په بدخشان ولایت کې د طالبانو د لویې لارې د قوماندان عبدالکریم زاهد پر موټر د برید خبر ورکړی او وايي نوموړی ټټي شوی دی. د افغانستان انټرنشنل سرچینو هم د دغه برید او د طالبانو د یاد قوماندان د دوو ساتونکو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

زرغون بهیر ویلي چې د طالبانو د دغه قوماندان پر موټر یې د جمعې په سهار، د لیندۍ په شپږمه برید کړی دی. په فیض‌اباد کې د افغانستان انټرنشنل ځايي سرچینې وايي چې دغه قوماندان په دې برید کې سخت نه دی ټپي شوی.

په هغې ویډیو کې چې زرغون بهیر خپره کړې، دوه موټر پر یوه سړک د تګ په حال کې لیدل کېږي او څو شېبې وروسته، د مخکیني موټر په شاتنۍ برخه کې چاودنه کېږي. خو دا موټر په بشپړ ډول نه ویجاړېږي او خپل تګ ته دوام ورکوي.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي
۱
ځانګړی

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۲

ایوبي: طالبان او پاکستان به د یو بل د سقوط سبب شي

۳

د طالبانو نه رسمیت او له پاکستان سره کړکېچ د ټاپي پروژې د بشپړېدو پر وړاندې خنډونه دي

۴

جرمني له ۷۵۳ افغان پناه غوښتونکو غوښتي چې د طالبانو کونسلګریو ته ورشي

۵

شهرزاد اکبر: طالبان ښځې د نارینه‌و د ملکیت یوه برخه ګڼي

•
•
•

نور خبرونه

د افغانستان ماموریت؛ د یوناما نوې مشرې خپل کار په چټکۍ پیل کړی

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۰
•
جمشید یما امیري
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د ۱۴۰۵ کال د تلې په ۲۶مه د خپل ماموریت له پیل راهیسې پراخ ډیپلوماتیک فعالیتونه پیل کړې دي. نوموړې په څه کم دوو میاشتو کې د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او څو ولایتونو ته یې سفرونه کړي دي.

خو د بارب فاطمې دغه لیدنې تر ډېره د پېژندګلوۍ او د افغانستان له وضعیت سره د بلدتیا بڼه لري او لا هم د دغه هېواد د کړکېچ د هواري لپاره د یوه سیاسي بهیر د پیل روښانه نښه نه لیدل کېږي.

مېرمن فاطمه چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش له خوا دې دندې ته نومول شوې، د بنګله‌دېش تجربه‌ لرونکې ډیپلوماټه ده او په دوه‌اړخیزه او څو‌اړخیزه ډیپلوماسۍ، د پالیسیو جوړولو او د نړیوالو پروګرامونو د پلي کولو په برخو کې تر ۳۰ کلونو زیاته تجربه لري.

نوموړې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې د ایسارو مخ پر ودې هېوادونو او کوچنیو ټاپووزمو مخ پر ودې هېوادونو په چارو کې د دغه سازمان د عالي استازې په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بنګله‌دېش د سفیرې او دایمي استازې په توګه هم کار کړی او لومړنۍ ښځه وه، چې د ملګرو ملتونو د سولې ټینګښت کمېسیون مشري یې پر غاړه لرله.

پرله‌پسې سفرونه او د طالبانو له چارواکو سره د پېژندګلوۍ لیدنې

رباب فاطمې په کابل کې د خپل ماموریت له پیل وروسته، د طالبانو د ادارې له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو او بېلابېلو ولایتونو ته د سفرونو لړۍ پیل کړې ده. دغه لیدنې په لومړي پړاو کې د پېژندګلوۍ بڼه لري، ځکه نوموړې تازه د یوناما مسوولیت پر غاړه اخیستی او هڅه کوي د افغانستان له میداني وضعیت سره بلدتیا پیدا او له بېلابېلو لورو سره د اړیکو لارې جوړې کړي.

هغې تر اوسه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي، د اقتصاد له وزیر دین‌محمد حنیف، د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي، د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا له وزیر نورجلال جلالي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له وزیر عطاالله عمري سره لیدلي دي. د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په لیدنه کې د دوحې بهیر د څلورمې ناستې موضوع هم مطرح شوې ده.

مېرمن فاطمې کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو له ځايي چارواکو، د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال والي سره هم لیدلي دي. نوموړې د طالبانو د چارواکو ترڅنګ، له ښځینه سوداګرو، مدني فعالانو، خبریالانو، د خصوصي سکټور له استازو او بېرته راستنو شویو کسانو سره هم خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې استازې تر اوسه ننګرهار، بامیان او کندهار ولایتونو ته سفرونه کړي دي، خو د یوناما د نوي ماموریت په اړه د طالبانو هرکلی سوړ او له احتیاطه ډک و. د دې ډلې چارواکو د یوناما د راپورونو او فعالیتونو په اړه په وار وار ټینګار کړی، چې دغه بنسټ باید بې‌طرفه پاتې شي او د افغانستان د وضعیت پر هغو برخو تمرکز ونه کړي، چې دوی یې «منفي اړخونه» بولي.

د یوناما اصلي ماموریت

د یوناما اصلي ماموریت یوازې د بشري مرستو همغږي او د بشري حقونو د وضعیت څارنه نه ده. د افغانانو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو اسانتیا برابرول، د یوه ټول‌شموله سیاسي جوړښت په رامنځته کېدو کې مرسته او د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د هڅو ملاتړ د دغه بنسټ له اساسي مسوولیتونو څخه دي. خو په تېرو پنځو کلونو کې د یوناما د ماموریت دغه برخه نږدې له پامه غورځول شوې او ملګري ملتونه نه دي توانېدلي، چې د طالبانو او نورو سیاسي جریانونو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو اغېزناک بهیر رامنځته کړي او د افغانستان سیاسي کړکېچ لا هم بې‌حل‌لارې پاتې دی.

د طالبانو چارواکي واک ته د خپلې ډلې بېرته رسېدل د جګړې او د افغانستان د کړکېچ پای بولي او د خپلې ادارې پر مشروعیت ټینګار کوي، خو د دې ډلې سیاسي مخالفان، مدني فعالان، د افغانستان د ټولنې لویه برخه او نړیواله ټولنه له دې لیدلوري سره موافق نه دي. دوی باور لري، چې له واکمن جوړښت څخه د نورو سیاسي جریانونو ایستل، د سیاسي مشارکت نشتوالی، د وګړو پر حقونو پراخ محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د ښځو محرومول نه یوازې د افغانستان کړکېچ پای ته نه دی رسولی، بلکې هغه ته یې نوې بڼې هم ورکړې دي.

له دې لیدلوري، د افغانانو ترمنځ له ټول‌شموله سیاسي خبرو اترو او د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو جریانونو له ګډون پرته د افغانستان د کړکېچ حل ناشونی دی. خو یوناما په تېرو پنځو کلونو کې د دا ډول خبرو اترو لپاره د زمینې په برابرولو نه ده توانېدلې.

ملګرو ملتونو د دوحې د بهیر په پیلولو سره هڅه وکړه، چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل زمینه برابره کړي، خو دغه بهیر د افغانانو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو لامل نه شو. د طالبانو استازو د واک د جوړښت او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه له ټول‌شموله خبرو اترو ډډه کړې او هڅه یې کړې، چې د دوحې ناستې تر ډېره له نړیوالې ټولنې سره پر تعامل، اقتصادي مسایلو، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې او د بدیلو مرستو پر ترلاسه کولو متمرکزې کړي.

رباب فاطمې په خپلو لیدنو کې د افغانستان د سیاسي بهیر د پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو د هیلو او تمو یادونه کړې، خو تر اوسه د طالبانو په چلند کې د بدلون یا د یوه مانادار سیاسي بهیر د پیل کومه څرګنده نښه نه لیدل کېږي.

د یوناما د ماموریت له اصلي موخې څخه انحراف

د یوناما پر فعالیتونو یوه اساسي نیوکه دا ده، چې د دغه بنسټ سیاسي ماموریت ورو ورو د بشري او اقتصادي فعالیتونو تر سیوري لاندې راغلی دی.

یوناما په عملي توګه د خپلو فعالیتونو مهمه برخه د بشري مرستو همغږۍ، د طالبانو له ادارې سره تعامل او د عامه خدمتونو اړوند مسایلو تعقیب ته ځانګړې کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د دغه بنسټ اصلي مسوولیت سیاسي رول لوبول او د افغانستان د کړکېچ په حل کې مرسته کول دي، نه دا چې د اجراییوي او خدمتونو وړاندې کوونکو بنسټونو ځای ونیسي.

یوناما اوس په افغانستان کې د خدمتونو او پراختیايي فعالیتونو د همغږۍ په یوه لویه برخه کې رول لري؛ داسې رول چې په تېرو کلونو کې یې دومره پراخوالی نه درلود. په ورته وخت کې، د مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنې او د دغو مرستو د احتمالي انحراف په اړه هم اندېښنې مطرح شوې دي. د بشري حقونو د نقض د پېښو مستندول او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور ورکول هم د یوناما له نورو فعالیتونو څخه دي. خو منتقدان وايي، چې دغه راپورونه د افغانستان د وضعیت یوازې یوه محدوده برخه رانغاړي او د طالبانو د سیاستونو د بدلون لپاره یې د اغېزناک فشار په رامنځته کولو کې ونډه نه ده لرلې.

خو طالب چارواکو هم په وار وار د یوناما راپورونه غیرواقعي او تبلیغاتي بللي دي.

مېرمن فاطمې د طالبانو له ادارې سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د پراختیا او په نړیوالو تعاملاتو کې د دې ډلې د ونډې د زیاتولو لپاره د یوه «واقع‌بینانه» پروګرام خبره کړې ده. دغه پروګرام د ۲۰۲۷ او ۲۰۲۸ کلونو لپاره د یوناما په لومړیتوبونو کې شامل دی.

خو د یوناما د نوې مشرې بریا پر ګڼو عواملو پورې تړلې ده؛ لکه د بنګله‌دېش د ډیپلوماتیک نفوذ کچه او له طالبانو سره د دغه هېواد اړیکې، د امنیت شورا د غړو ملاتړ او د طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د سترو قدرتونو د بېلابېلو لیدلورو ترمنځ د توازن رامنځته کولو لپاره د نوې استازې وړتیا.

یو سیاسي فعال باور لري، چې د یوناما ماموریت ورځ تر بلې محدودېږي او فعالیتونه یې محافظه‌کارانه کېږي. د هغه په وینا، طالبان د دغه بنسټ پر فعالیتونو د پرله‌پسې نیوکو او د راپورونو په اړه د نارضایتۍ په څرګندولو سره هڅه کوي، یوناما کمزورې او په پای کې تر خپل کنټرول لاندې راولي. دا وضعیت ښايي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې استازې لپاره هم ننګونې رامنځته کړي. نوموړې له یوې خوا باید له طالبانو سره د اړیکو لارې پرانیستې وساتي او له بلې خوا نه شي کولای، د بشري حقونو، سیاسي مشارکت او ټول‌شموله جوړښت د رامنځته کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو له مسوولیتونو سترګې پټې کړي.

دې دندې ته د یوې ښځې ټاکل په داسې حال کې شوي، چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او داسې ښکاري، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په پام سره، دغه هېواد ته د خپلو استازو په ټاکلو کې د ښځو حضور ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي د ټاکلو موضوع هم ښايي په افغانستان کې د دغه سازمان د استازې پر دریځ اغېز وکړي او که یوه ښځه دې دندې ته وټاکل شي، ښايي د رباب فاطمې د ماموریت لپاره ډېره پاملرنه او ملاتړ زیات شي. خو د طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ اختلافونه به لا هم د هر ډول همغږي سیاسي اقدام پر وړاندې مهم خنډ وي.

رباب فاطمه د رزا اوتونبایوا ځایناستې شوې ده؛ هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانۍ استازې وه، چې د مسوولیت پر مهال یې د دوحې بهیر او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل هڅې د کار په لومړیتوبونو کې وې. خو د هغې کړنې له پراخو نیوکو سره مخ شوې. منتقدانو د هغې ماموریت ناکام بللی او د ملګرو ملتونو د سیاسي او بشري حقونو د موخو د پرمخ بېولو لپاره یې د هغې وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

د اوتونبایوا د ماموریت پر مهال د دوحې بهیر د طالبانو او د افغانستان د نورو جریانونو ترمنځ د ټول‌شموله سیاسي خبرو اترو په رامنځته کولو کې پاتې راغی. د یوناما فعالیتونه هم تر ډېره د بشري حقونو د نقض د پېښو پر مستندولو او امنیت شورا ته پر راپور ورکولو متمرکز پاتې شول؛ هغه راپورونه چې د طالبانو چارواکو غیرواقعي او تبلیغاتي بللي دي.

رباب فاطمه هڅه کوي، چې د دوحې د بهیر څلورمه ناسته جوړه کړي، خو داسې نه ښکاري چې طالبان دې د افغانستان د سیاسي کړکېچ په اړه خبرو اترو او مذاکراتو ته چمتو وي. پنځه کلن نړیوال انزوا، د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه پېژندل کېدل، بانکي او اقتصادي بندیزونه او د مخالفتونو زیاتوالي هم د طالبانو دریځ نه دی بدل کړی. له همدې امله، لرې ښکاري چې یو بهرنی ډیپلومات چې رول یې تر ډېره سمبولیک دی، وکولای شي په دې وضعیت کې د پام وړ بدلون راولي.

اسټرالیا د بشریت ضد جرمونو په کنوانسیون کې د «جنسیتي اپارټایډ» د شاملولو وړاندیز کړی

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۲۰ GMT+۰
100%

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه هېواد وړاندیز کړی چې جنسیتي اپارتاید دې د بشریت ضد جرمونو په کنوانسیون کې د یوه جرم په توګه په رسمي ډول شامل شي. د دغه وزارت ویاند زیاته کړې چې په دې اړه خبرې روانې دي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دغه هېواد د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د بنسټیزو ازادیو په اړه د طالبانو بې‌پروايي او د هغوی د ځپلو او له عامه ژوند څخه د ښځو د حذفولو لپاره د دې ډلې پرله‌پسې او سیستماتیک کمپاین غندي.

هغه افغانستان انټرنشنل ته ټینګار وکړ، چې د ښځو او نجونو بشري حقونه نړیوال حقونه دي او دا حقونه د نړۍ په هر ګوټ کې د ټولو ښځو او نجونو دي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «موږ پوهېږو چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو او د مدني ټولنې بنسټونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت د سختو اړخونو د ښودلو لپاره د هغوی په وړاندې د طالبانو چلند د «جنسیتي اپارتاید» په توګه توصیف کړی دی.»

دغه استرالیایي چارواکي زیاته کړې، چې کانبرا همدارنګه ژمنه ده چې د مدني ټولنې او خپلو نړیوالو شریکانو سره همکاري وکړي ترڅو د ښځو د حقونو د سرغړونو عاملین ځواب ویونکي کړي او افغان ښځې او نجونې د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې برخه واخلي.

هغه وویل: «استرالیا وړاندیز کړی چې د جنسیتي اپارټایډ جرم دې د بشریت ضد جرمونو په کنوانسیون کې چې دا مهال پرې خبرې اترې روانې دي، په رسمي ډول شامل شي.»

اسټرالیا د کاناډا، جرمني او هالنډ ترڅنګ، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون د نقض په اړه د ځواب ویلو لپاره یو جلا حقوقي اقدام تعقیبوي.

اسټرالیا اندېښنې ترلاسه کړې دي چې نړیوال قوانین په کافي اندازه هغه شرایط نه رانغاړي چې پکې، د دولت له خوا جوړ شوی یو نظام، په سیاسي، اقتصادي، حقوقي، کلتوري او ټولنیزو ډګرونو کې جنسیتي تبعیض بنسټیز کوي. له همدې امله، اسټرالیا وړاندیز کړی دی چې د جنسیتي اپارټایډ جرم د بشریت ضد جرمونو په کنوانسیون کې، چې اوس مهال پرې خبرې روانې دي، په رسمي ډول شامل شي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې نړیوال قوانین د نړۍ په هر ګوټ کې د تبعیض او ځپنې تر ټولو جدي او سیستماتیکو بڼو ته د رسېدو وړتیا لري.

د جنسیتي اپارتاید په اړه د استرالیا وړاندیز او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون پورې اړوند ګډ نوښت دوه جلا اقدامات دي چې دواړه د ښځو او نجونو د سیستماتیک ځپل د عاملینو په حساب ورکولو کې د استرالیا ژمنتیا ښیي.

په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پېژندلو لپاره د ځینو هېوادونو او د بشري حقونو د مدافعانو له خوا هڅې زیاتې شوې دي. هسپانیې او فرانسې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې جنسیتي اپارتاید بللې دي.

همدارنګه د اروپا پارلمان هم ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په یوه نظام بدل کړی دی. برېټانیا وايي، چې له جنسیتي اپارتاید سره د مبارزې لپاره د یوه نړیوال قانون د جوړولو امکان څېړي. جرمني هم ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو سرغړونه ښايي د بشریت ضد جنایت بېلګه وي.

سویس هم د افغان ښځو ځپل او له زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډونه د هغوی بې‌برخې کول غندلي دي.

د دې هڅو سره سره، جنسیتي اپارتاید لا هم په نړیوالو قوانینو کې د یوه خپلواک جرم په توګه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

سرچینې: طالبانو شپږ پنجشیري ځوانان د تلاشۍ پوستې ته د نه درېدو له امله وژلي دي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۰
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د کابل په کارته نو سیمه کې شپږ پنجشیري ځوانان د تلاشۍ پوستې ته د موټر نه درولو له امله په ډزو وژلي دي. د طالبانو د کابل د پولیسو ویاند تر دې مخکې ویلي وو، چې شپږ تنه د وسله‌والې نښتې پر مهال وژل شوي دي.

باخبره سرچینو د خپل هویت د نه ښودلو په شرط، د جمعې په ورځ د لړم په شپږمه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه شپږ کسان د پنجشېر اوسېدونکي وو او له کورنۍ پلوه خپلوان وو. د سرچینو په وینا، دوی له یوه واده څخه د بېرته راستنېدو پر مهال د کابل په اتمه ناحیه کې طالب ځواکونو وروسته له هغې په ډزو وژلي، چې امنیتي پوستې ته یې موټر نه و درولی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې یوه کس تومانچه لرله او دوی په امنیتي پوسته کې د وسلې د لرلو له وېرې موټر نه و درولی. سرچینې وايي، د طالبانو ځواکونو د موټر له نه درولو سره سم د دغو ځوانانو پر موټر ډزې کړې دي.

د وژل شویو کسانو یوه خپلوان ویلي، چې د دوی موټر ګازي و او د طالبانو د ډزو له امله د ګاز ډبې چاودنه کړې او موټر اور اخیستی دی. د هغه په وینا، د طالبانو ځواکونو د موټر تر درولو وروسته، د موټر د سپرلیو په یو یا دوو تنو د ښکته کېدو پر مهال ډزې کړې دي.

عیني شاهدانو ویلي، چې د دغو ځوانانو جسدونه سوځېدلي وو او پر بدنونو یې د مرمیو نښې هم لیدل کېدې. د طالبانو د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د چهارشنبې په ورځ ویلي وو، چې د دې ډلې ځواکونو تر نښتې وروسته له وژل شویو کسانو څخه درې تومانچې او دوه چاقوګان ترلاسه کړي دي. نوموړي د دغو کسانو د هویت له څرګندولو پرته ادعا کړې وه، چې هغوی څو ځله د پولیسو د درېدو امر ته پام نه و کړی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د سهار شاوخوا دوې بجې د کابل د اتمې ناحیې اړوند د کارته نو په سرټپه سیمه کې شوې ده.

د وژل شویو کسانو یوه خپلوان ویلي، چې دغه شپږ ځوانان ملګري او خپلوان وو. هغه د وژل شویو کسانو نومونه فیروز، ۲۲ کلن د باغ سرخ کلي اوسېدونکی، فرزاد ایوبي د رخه ولسوالۍ د درخېل کلي اوسېدونکی او د دوو ماشومانو پلار، خداداد د ابشار ولسوالۍ د ګلاب‌خېل کلي اوسېدونکی، زبیر د بازارک د منجهور کلي اوسېدونکی او نواز د بادقول کلي اوسېدونکی یاد کړي دي.

د وژل شویو کسانو یو خپلوان وايي، طالبانو د هغوی جسدونه یوه شپه او ورځ له ځان سره ساتلي او کورنیو ته یې نه دي سپارلي. د هغه په وینا، طالبانو د وژل شویو کسانو له کورنیو ژمنه اخیستې، چې د دې پېښې په اړه به له رسنیو سره خبرې نه کوي.

د پنجشېر د مطالعاتو مرکز په یوه اعلامیه کې دا پېښه هدفي وژنه بللې او غندلې یې ده. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې هېڅ تور د عادلانه محاکمې پرته د خلکو وژنه نه شي توجیه کولای.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان: جګړې، بې‌وزلي او د مرستو کمښت د ماشومانو ودونه ډېر کړي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۵ GMT+۰
100%

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې وسله‌والې شخړې، اقتصادي فشارونه، اقلیمي ناورینونه او د نړیوالو مرستو کمښت د دې لامل شوي، چې ډېری کورنۍ خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کولو ته اړې کړي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، نړۍ تر ۲۰۳۰ کال پورې د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو په تړاو له خپلې کړې ژمنې شاته پاتې ده.

دغه راپور د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) د ماشومانو، کم‌عمره او جبري ودونو د له منځه وړلو له لومړۍ نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله خپور شوی دی.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان ویلي، چې هر کال په نړۍ کې ۱۲ میلیونه له ۱۸ کلونو کم‌عمره نجونې واده کېږي. دا شمېره په هره دقیقه کې د ۲۳ نجونو او په هرو درېیو ثانیو کې د یوې نجلۍ له واده سره برابره ده.

د ماشومانو د حقونو دغه مدافع بنسټ ویلي، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په نړۍ کې د ماشومانو د ودونو کچه یوازې ۳،۴ سلنه راټیټه شوې او له ۲۱،۹ سلنې څخه ۱۸،۵ سلنې ته رسېدلې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې په تېرو دوو کلونو کې په دې برخه کې نږدې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او د اوسني بهیر دوام د راتلونکو څلورو کلونو په ترڅ کې د ماشومانو د ودونو د له منځه وړلو هدف له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د دغه راپور په یوې برخه کې د جګړو ځپلو سیمو بحراني وضعیت ته هم اشاره شوې ده. د ملګرو ملتونو د هغو شمېرو له مخې، چې په راپور کې خپرې شوې، په غزه کې د ۲۰۲۶ کال په دویمې درېیو میاشتو کې د کم‌عمره او جبري ودونو پېښې د همدې کال د لومړۍ درې‌میاشتې پرتله ۱۲۳ سلنه زیاتې شوي، چې ۱۶ سلنه قربانیان یې له ۱۲ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکې نجونې دي.

د دغه سازمان په وینا، له دې شاتګ سره سره، د بنګله‌دېش او سیرالیون په څېر هېوادونو تجربې ښيي، چې بدلون ممکن دی. په بنګله‌دېش کې د نجونو پر زده‌کړو د دوامدارې پانګونې او د ټولنیز ملاتړ له لارې د ماشومانو د ودونو کچه له ۶۲،۷ سلنې څخه ۴۷،۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د دغه سازمان د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي برخې نړیوالې لوړپوړې سلاکارې راهیناتو ادامو حسینې ویلي: «د ماشومانو ودونه کلتوري اړتیا نه‌ده، بلکې هغه ضرب‌الاجل دی، چې یوه نجلۍ ته د خپل ژوند د کیسې د لیکلو له فرصت وړاندې پر هغې تپل کېږي او د زده‌کړو، روغتیا او ازادۍ حقونه یې تر پښو لاندې کوي».

دغه سازمان له حکومتونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د زیانمنونکو کورنیو د ملاتړ پروګرامونو بودجه او د نجونو پر زده‌کړو پانګونه په بېړنۍ توګه زیاته کړي.

ملګرو ملتونو هم د ماشومانو، کم‌عمره او جبري ودونو د له منځه وړلو د لومړۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې هر کال په نړۍ کې تر ۱۲ میلیونو ډېرې نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي. د دغو شمېرو له مخې، په هرو درېیو ثانیو کې یوه نجلۍ په کم عمر کې واده کېږي.

په افغانستان کې د یونیسف د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د څو برخو سروې له مخې، له ۲۰ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ښځو شاوخوا ۲۸،۷ سلنه یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی دی. په ځینو سیمو کې دغه کچه نږدې ۵۰ سلنې ته رسېږي.

د طالبانو له‌خوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز او پر ښځو پراخ محدودیتونه هغه مهم عوامل دي، چې د کم‌عمره او جبري ودونو خطر زیاتوي. د ملګرو ملتونو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی، چې له زده‌کړو، اقتصادي فرصتونو او خپلواکۍ څخه د نجونو محرومول، هغوی په کم عمر کې د واده له ګواښ سره لا ډېر مخ کوي.

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۰
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د ماشومانو کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې زرګونه کم‌عمره نجونې د جبري ودونو، کورني تاوتریخوالي، بې‌وزلۍ او د طالبانو له وېرې سره مخ دي او د ماشومتوب د لوبو، زده‌کړو او د خپل ژوند د برخلیک ټاکلو حق ترې اخیستل شوی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۴مه د یوه پرېکړه‌لیک له مخې، د نومبر ۲۷مه د ماشومانو، کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ وټاکله او دا ورځ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۷مه په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې د نړۍ په میلیونونو نجونې د زده کړو، خپلواکۍ او روښانه راتلونکې لپاره هڅې کوي.

خو په افغانستان کې زرګونه نجونې له داسې راتلونکي سره مخ دي، چې د ښوونځي د ټولګي پر ځای د واده کور، د کتاب پر ځای د کورني ژوند مسوولیتونه او د ماشومتوب پر ځای د لویانو درانه بارونه ورترغاړې کېږي. د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه، پراخه بې‌وزلي، بېکاري او د ښځو د ټولنیز حضور محدودیتونه د کم عمره او جبري ودونو د خطر په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

100%

په افغانستان کې د نجونو د ماشومتوب یوه لویه برخه د ناهیلۍ، محرومیت او نامعلوم راتلونکي تر سیوري لاندې تېریږي. هغه نجونې چې باید د ښوونځي په ټولګیو کې د ډاکټرې کېدو، ښوونکې کېدو، خبریالې کېدو او د خپلواک ژوند د جوړولو خوبونه ولري، له شپږم ټولګي وروسته له زده کړو محرومې پاتې دي.

د دې وضعیت ترڅنګ، د کورنیو اقتصادي ستونزې، بېوزلي، د عاید د سرچینو نشتوالی او ټولنیز فشارونه د ځینو نجونو د کم عمره ودونو زمینه برابروي.

په داسې ودونو کې د نجلۍ خوښه او اراده ډېری وخت له پامه غورځول کېږي او د هغې د ژوند په اړه پرېکړه د کورنۍ یا نورو کسانو له‌خوا کېږي. په دې توګه، یوه ماشومه د خپل ژوند د تر ټولو مهمو پرېکړو واک له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د یونیسف د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د څو شاخصونو د سروې له مخې، د ۲۰ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ښځو ۲۸،۷ سلنه تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوي او ۹،۶ سلنه یې تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده کړې دي.

د همدې سروې له مخې، په کلیوالو سیمو کې د کم عمره ودونو کچه د ښارونو پرتله لوړه ده. د بېلګې په توګه، د ۲۰ تر ۴۹ کلونو عمر لرونکو ښځو په ډله کې ۴۰،۹ سلنه کلیوالې ښځې او ۳۳،۶ سلنه ښاري ښځې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي.

د یونیسف په یوه جلا احصایوي پروفایل کې اټکل شوی، چې په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ښځې او نجونې د ماشومتوب پر مهال واده شوي، چې له ډلې یې شاوخوا ۷۸۱ زره او ۷۰۰ تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوې دي.

دا شمېرې ښيي چې د کم عمره ودونو ستونزه یوازې د څو کورنیو ترمنځ یوه محدوده پېښه نه ده، بلکې په افغانستان کې ژورې ټولنیزې او اقتصادي ریښې لري.

زهرا (مستعار نوم) چې د پکتیا اوسیدونکې ده افغانستان انترنشنل ـ پښتو ته ویلي، دولس کلنه وه چې د ورور د بدو په بدل کې یوه ۳۵ کلن سړي ته ورکړل شوه؛ داسې سړي ته چې له مخکې یې بله مېرمن او اولادونه هم لرل.

هغه وايي، هغه مهال ماشومه وه، ښوونځي ته به تلله او تر ټولو لویه هیله یې دا وه، چې ډاکټره شي، ځکه په کلي کې یې ښځینه ډاکټره نه‌وه او غوښتل یې یوه ورځ د خپل کلي د ښځو درملنه وکړي.

خو د هغې په وینا، دا هیله یې یوازې یو خوب پاتې شوه او پر ځای یې د خاوند د کور کارونه، د خاوند وهل ټکول او د ماشومانو پالنه د هغې پر کوچنیو اوږو بار شول.

زهرا وايي، نه یې د مور او پلار مینه او ناز په سمه توګه لیدلي او نه د خاوند له مینې او درناوي برخمنه شوې ده.

هغه وايي، کله ناکله دومره ناهیلی شي چې د ځان وژنې فکر ورسره پیدا شي، خو کله چې خپلو درېیو لوڼو ته وګوري، له دې پرېکړې بېرته ګرځي.

د زهرا په وینا، له ځان سره فکر کوي، که د مور په موجودیت کې یې ژوند له دومره کړاوونو سره مخ دی، نو که دا نه وي، د لوڼو برخلیک به یې څه وي او ایا هغوی به د میرې تر واک لاندې ژوند څنګه وکړي؟

زهرا وايي، نه‌غواړي لوڼې یې د دې په برخلیک اخته شي له همدې امله هڅه کوي هغوی ښوونځي ته ولېږي، زده‌کړې وکړي، د خپل ژوند پرېکړې په‌خپله وکړي او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د بل چا محتاجې نه‌شي.

هغه د ښځو اقتصادي خپلواکي د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې مهمه بولي او وايي: «که یوه ښځه مالي خپلواکي ولري، په کورنۍ کې یې غږ اورېدل کېږي، درناوی ورته کېږي او خبرو ته یې ارزښت ورکول کېږي، خو که د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره پر بل چا متکي وې، هر ډول سپکاوی او تاوتریخوالی به زغمې».

100%

په افغانستان کې د کم‌عمره نجونو جبري ودونو د زرګونو ماشومانو ژوند له ماشومتوبه محروم کړی او هغوی یې د داسې مسوولیتونو او کړاوونو پر وړاندې درولي چې د زغملو لپاره یې لا عمر هم نه‌وي پوره کړی.

۱۷ کلنه پلوشه (مستعار نوم) هم د کم‌عمره جبري ودونو د قربانیانو له ډلې ده. هغه وايي، په ۱۳ کلنۍ کې د یوه داسې سړي زوی ته په نکاح ورکړل شوه چې پلار یې درې مېرمنې لرلې.

پلوشه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په ژړغوني غږ د خپل واده د کیسې په بیانولو وايي، پلار یې د لویو لارو د باروړونکو موټرو چلوونکی وو او له کابل به یې کندهار ته تېل لېږدول.

د هغې په وینا، یوه ورځ د پلار د کارځای مشر کندهار ته راغلی وو او د دوی په کور کې میلمه وو دا چې ورور یې نه‌درلود، نو د لاسونو د مینځلو لپاره یې هغه سړي ته اوبه وروړې او هماغه مهال یې نوموړې خوښه کړه.

نوموړې وايي، هغه سړي چې په‌خپله یې درې مېرمنې لرلې، د هغې له پلار څخه یې غوښتنه کړې وه، چې لور یې خپل زوی ته ورکړي هغه زوی چې هغه مهال د ښوونځي په اووم ټولګي کې وو.

د پلوشې په وینا، پلار یې له دې غوښتنې سره د هغې او مور له مشورې پرته ورسره هوکړه وکړه، سره له دې چې د پلوشې په خبره، تر هغې دوې نورې مشرانې خویندې هم وې.

پلوشه وايي، پلار یې ورته ویلي وو چې دا ښه فرصت دی او داسې چانس بیا نه پیدا کېږي. په لومړیو کې ورته ویل شوي وو چې دواړه به ښوونځي پای ته رسوي او وروسته به واده کوي، خو د دې ژمنې له دوو میاشتو تېرېدو وروسته طالبان واک ته ورسېدل او د دوی د ژوند ټولې چارې ګډې وډې شوې.

د هغې په وینا، پلار یې په یوه پېښه کې په دواړو پښو له فلج کېدو سره مخ شو او د خسرګنۍ کورنۍ یې، دا چې شتمنه ده او د طالبانو له چارواکو سره اړیکې لري، پر ژوند یې واکمنه شوه.

نوموړې وايي، خاوند یې هم لا ماشوم دی او د خپل پلار پر وړاندې د هغې د دفاع او ملاتړ توان نه لري، خو د خسر له خوا له هغې سره داسې چلند کېږي چې ژوند یې ورته د زغملو نه‌دی.

پلوشه وايي، له واده وروسته تر خپل خاوند د خسر لېوالتیا او مینه ورسره ډیره ده او د یوه خاوند اړیکی ورسره پالي او ورته یې ویلي: «ته مې په اول ځل لیدو خوښه شوې دا چې یوه میرمن مې مړه شوې او درې ژوندۍ دي نو پنځم واده مې نه‌شو کولای ځکه مې زوی ته وکړې خو اصل کې زما میرمن یې».

هغه وايي، که څه هم د خسر له چلنده یې د خلاصون لپاره څو ځله هڅه کړې، خو نه یې پلارګنۍ خبره مني او نه یې خاوند ملاتړ کوي.

پلوشه وايي، د خپل مور له لارې یې د خسر د چلند په اړه پلار ته شکایت کړی، خو پلار یې تورونه دروغ بللي او ورته ویلي یې دي، چې هغه سړی مشر او دروند انسان دی، ده ټول عمر ورسره کار کړی داسی کوم منفی حرکت یې نه‌دی لیدلی او خپلې لور ته یې ویلي: «ژوند دې مخته وړه او ګوزاره کوه».

پلوشه وایي، کله چې خاوند ته یې د خپل خسر په اړه وویل هغه ورته ویلي: «پلار مې چې څه درته وايي، هماغه کوه زه لا ماشوم یم د پلار مقابل کې که ودرېږم نو وژني مې».

نوموړې زیاتوي، له دې وېرې که د خسر پر وړاندې غږ پورته کړي له یوې خوا به یې ژوند له خطر سره مخ شي او له بلې خوا به یې پلارګنۍ چې د دې د خسرګنۍ پر مټ چلیږي له ناچارۍ مجبورۍ او بې وسۍ چوپ پاتې ده او له خپل خسر څخه اوس د دوو ماشومانو مور ده.

هغه زیاتوي، له داسې درد سره مخ ده چې نه یې پلار غږ اوري او نه د خاوند په ګډون د خسرګنۍ په کورنۍ کې څوک شته چې له دې وضعیته یې وژغوري.

100%

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې هر کال شاوخوا ۱۲ میلیونه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي.

همدارنګه، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۶۵۰ میلیونه ښځې او نجونې ژوندۍ دي چې په ماشومتوب کې واده شوې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په تېرو لسو کلونو کې د ماشومانو د ودونو کچه ۱۵ سلنه راټیټه شوې، خو د اوسني پرمختګ په دوام سره د دې ناوړه دود د بشپړ له منځه وړلو لپاره ښايي شاوخوا ۳۰۰ کلونو ته اړتیا وي.

دا وضعیت ښيي چې د ماشومانو د ودونو د مخنیوي لپاره یوازې نړیوالې اعلامیې او د پوهاوي کمپاینونه بسنه نه کوي، بلکې عملي قوانین، د نجونو زده کړې او د کورنیو اقتصادي ملاتړ ته اړتیا ده.

د کم عمره ودونو پایلې یوازې د زده کړو د محرومیت تر کچې نه محدودېږي. د ماشومتوب پر مهال واده کول د نجونو پر جسمي او رواني روغتیا، ټولنیز ژوند او راتلونکي یې ژورې اغېزې لري.

د ملګرو ملتونو او یونیسف د معلوماتو له مخې، هغه نجونې چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي، د کورني تاوتریخوالي، ټولنیزې انزوا او له وخت مخکې امیندوارۍ له لوړ خطر سره مخ وي.

په ځانګړې توګه، د ځوانۍ په عمر کې امیندوارۍ د مور او ماشوم دواړو روغتیا ته جدي خطرونه پېښوي. د افغانستان په څېر هېواد کې چې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي، دا خطرونه لا زیاتېږي.

دیبا، افسانه، دوردانه، سلطانه، شکیبا او زبیده چې سره خویندې دي وايي، له زده‌کړو پاتې شوي او اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د جبري ودونو له وېرې هره ورځ په اندېښنه کې تېروي.

دوی چې پلار یې وفات شوی او ورور هم نه‌لري وايي، په تېر نظام کې یې مشرو خویندو کار کاوه او د کورنۍ لګښتونه یې پوره کول، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ټولې اړې شوي، چې خیاطۍ ته مخه کړي.

د دوی په وینا، که څه هم د خیاطۍ له لارې د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو هڅه کوي، خو عاید یې د ژوند د ټولو لګښتونو لپاره بسنه نه کوي.

هغوی وايي، د خیاطۍ د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره بازار ته د تګ او یا د ګنډل شویو جامو د پلورلو لپاره دوکاندارانو ته د ورتګ پر مهال هم له وېرې سره مخ وي.

دوی وايي، تل دا اندېښنه ورسره وي چې هسې نه طالبان یې ونیسي او له ځان سره یې یوسي ځکه نه پوهېږي، که د طالبانو له خوا ونیول شي، برخلیک به یې څه وي.

د ماشومانو او کم عمره ودونو د له منځه وړلو نړیواله ورځ یوازې د یوې نېټې نمانځل نه‌دي، بلکې د هغو میلیونونو نجونو د حقونو د دفاع یادونه ده، چې د ماشومتوب، زده کړو او خپلواک انتخاب له حق څخه محرومې شوې دي.

100%

په افغانستان کې د دې ستونزې د حل لپاره اړینه ده، چې د نجونو د زده کړو دروازې بېرته پرانیستل شي، له بېوزلو کورنیو سره اقتصادي مرستې وشي، د جبري ودونو مخنیوی وشي او د ماشومانو د ساتنې اغېزناک سیستمونه رامنځته شي.

د ښځو د حقونو د فعالینو په وینا، یوه نجلۍ باید د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل وسیله نه وي، د ټولنیزو دودونو قرباني نه شي او د خپل ماشومتوب په بیه د نورو د پرېکړو بار پر اوږو وانخلي. نجونو ته باید د دې حق ورکړل شي چې لومړی ماشومه وي، زده کړې وکړي، خپل خوبونه ولري او د خپل ژوند په اړه خپله پرېکړه وکړي، ځکه د یوې نجلۍ ماشومتوب د واده لپاره نه، بلکې د ودې، زده کړې او د راتلونکي د جوړولو لپاره دی.

د یوې نجلۍ زده‌کړې یوازې د هغې د شخصي راتلونکي د روښانولو وسیله نه، بلکې د یوې کورنۍ او ټولې ټولنې د پرمختګ بنسټ هم دی. لوستې نجلۍ کولای شي په راتلونکي کې یوه پوهه، مسووله او باخبره مور شي؛ داسې مور چې خپل اولادونه د مینې، پوهاوي، سالمې روزنې، انساني ارزښتونو او زده‌کړو په روحیه وروزي. هغه مور چې د خپلو ماشومانو فکري وړتیاوې پیاوړې کړي، د هغوی پوښتنو ته ځواب ووایي او د حقونو، مسوولیتونو او انساني کرامت په اړه یې پوه کړي.

ځکه روزل شوي، باخبره او لوستي ماشومان د سبا ورځې د یوې پرمختللې، سوکاله، عادلانه او نېکمرغه ټولنې جوړوونکي دي. په حقیقت کې، کله چې یوه نجلۍ له زده‌کړو محرومېږي، یوازې د هغې د ژوند یوه دروازه نه تړل کېږي، بلکې د یوې کورنۍ او د راتلونکو نسلونو د پرمختګ فرصت هم محدودېږي.

د یوې نجلۍ زده‌کړه د یوه نسل د روښانه راتلونکي پانګونه ده.