• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کینیايي رسنۍ د طالبانو له وزیر سره د دغه هېواد د کانونو د وزیر پر لیدنې نیوکه کړې

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د «کینیا د بهرني سیاست» ویبپاڼې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره د دغه هېواد د کانونو د وزیر پر لیدنه نیوکه کړې او لیکلي یې دي چې دې کتنې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو له هڅو سره مرسته کړې ده. کینیا طالبان په رسمیت نه پېژني.

د کینیا د کانونو وزیر حسن علي جوهو د لړم په ۲۹مه د تانزانیا په دارالسلام ښار کې د کانونو او پانګونې ناستې په څنډه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره وکتل.

دغې رسنۍ د پنجشنبې په ورځ، د لیندنۍ په ۵مه ولیکل چې طالبانو له دې لیدنې څخه چې د کینیا د کانونو د وزیر لپاره ظاهرا یو عادي سوداګریز بحث و، د یوې ډیپلوماتیکې لاسته راوړنې په توګه ګټه پورته کړه.

د کینیا د کانونو وزیر په اېکس ټولنیزه شبکه کې له نورالدین عزیزي څخه د «افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر» په توګه یادونه وکړه او ویې ویل چې له هغه سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم له دې لیدنې څو ساعته وروسته په یوې خبرپاڼه کې د کانونو په برخه کې د همکارۍ، له کینیا څخه د چای او کافي د واردولو، د ګډو سوداګریزو نندارتونونو د جوړولو او د یوه ګډ کاري ګروپ د جوړولو لپاره د تفاهم‌لیک د مسودې د چمتو کولو په اړه د خبرو اترو خبر ورکړ.

د کینیا د بهرني سیاست رسنۍ ولیکل، چې د طالبانو لپاره چې لا هم د ملګرو ملتونو او د نړۍ د ډېرو هېوادونو لخوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي، له بهرنیو وزیرانو سره عکس اخیستل ډېر اهمیت لري. د دې رسنۍ په لیکنه، د کینیا د کانونو وزیر د یوه تحریم شوي او ناپېژندل شوي حکومت له چارواکي سره په عادي چلند سره طالبانو ته د مشروعیت ترلاسه کولو فرصت په واک کې ورکړی دی.

دې رسنۍ همدارنګه د کینیا د بهرنیو چارو وزارت پر چوپتیا نیوکه کړې ده.

د دغه وزارت جګپوړي چارواکي دې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی چې ایا د کینیا حکومت د رسمي تفاهم‌لیک پر لاسلیک له طالبانو سره د مذاکرې اجازه ورکړې ده که نه.

د کینیا د بهرني سیاست ویبپاڼې خبرداری ورکړ چې طالبان کولی شي له دا ډول لیدنو څخه په ختیځه افریقا کې د خپلو اړیکو د پراخولو لپاره ګټه واخلي. دې رسنۍ ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د سوداګریزو اړیکو په اړه پرېکړه باید د کینیا د بهرنیو چارو وزارت په صلاحيت کې وي او په مشخص ډیپلوماتیک چوکاټ کې ترسره شي.

ډېر لیدل شوي

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي
۱
ځانګړی

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۲

ایوبي: طالبان او پاکستان به د یو بل د سقوط سبب شي

۳

جرمني له ۷۵۳ افغان پناه غوښتونکو غوښتي چې د طالبانو کونسلګریو ته ورشي

۴

د طالبانو نه رسمیت او له پاکستان سره کړکېچ د ټاپي پروژې د بشپړېدو پر وړاندې خنډونه دي

۵

د بلوچستان محکمې د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو موده د ډسمبر تر ۹مې وغځوله

•
•
•

نور خبرونه

سرچینې: طالبانو شپږ پنجشیري ځوانان د تلاشۍ پوستې ته د نه درېدو له امله وژلي دي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۰
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د کابل په کارته نو سیمه کې شپږ پنجشیري ځوانان د تلاشۍ پوستې ته د موټر نه درولو له امله په ډزو وژلي دي. د طالبانو د کابل د پولیسو ویاند تر دې مخکې ویلي وو، چې شپږ تنه د وسله‌والې نښتې پر مهال وژل شوي دي.

باخبره سرچینو د خپل هویت د نه ښودلو په شرط، د جمعې په ورځ د لړم په شپږمه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه شپږ کسان د پنجشېر اوسېدونکي وو او له کورنۍ پلوه خپلوان وو. د سرچینو په وینا، دوی له یوه واده څخه د بېرته راستنېدو پر مهال د کابل په اتمه ناحیه کې طالب ځواکونو وروسته له هغې په ډزو وژلي، چې امنیتي پوستې ته یې موټر نه و درولی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې یوه کس تومانچه لرله او دوی په امنیتي پوسته کې د وسلې د لرلو له وېرې موټر نه و درولی. سرچینې وايي، د طالبانو ځواکونو د موټر له نه درولو سره سم د دغو ځوانانو پر موټر ډزې کړې دي.

د وژل شویو کسانو یوه خپلوان ویلي، چې د دوی موټر ګازي و او د طالبانو د ډزو له امله د ګاز ډبې چاودنه کړې او موټر اور اخیستی دی. د هغه په وینا، د طالبانو ځواکونو د موټر تر درولو وروسته، د موټر د سپرلیو په یو یا دوو تنو د ښکته کېدو پر مهال ډزې کړې دي.

عیني شاهدانو ویلي، چې د دغو ځوانانو جسدونه سوځېدلي وو او پر بدنونو یې د مرمیو نښې هم لیدل کېدې. د طالبانو د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د چهارشنبې په ورځ ویلي وو، چې د دې ډلې ځواکونو تر نښتې وروسته له وژل شویو کسانو څخه درې تومانچې او دوه چاقوګان ترلاسه کړي دي. نوموړي د دغو کسانو د هویت له څرګندولو پرته ادعا کړې وه، چې هغوی څو ځله د پولیسو د درېدو امر ته پام نه و کړی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د سهار شاوخوا دوې بجې د کابل د اتمې ناحیې اړوند د کارته نو په سرټپه سیمه کې شوې ده.

د وژل شویو کسانو یوه خپلوان ویلي، چې دغه شپږ ځوانان ملګري او خپلوان وو. هغه د وژل شویو کسانو نومونه فیروز، ۲۲ کلن د باغ سرخ کلي اوسېدونکی، فرزاد ایوبي د رخه ولسوالۍ د درخېل کلي اوسېدونکی او د دوو ماشومانو پلار، خداداد د ابشار ولسوالۍ د ګلاب‌خېل کلي اوسېدونکی، زبیر د بازارک د منجهور کلي اوسېدونکی او نواز د بادقول کلي اوسېدونکی یاد کړي دي.

د وژل شویو کسانو یو خپلوان وايي، طالبانو د هغوی جسدونه یوه شپه او ورځ له ځان سره ساتلي او کورنیو ته یې نه دي سپارلي. د هغه په وینا، طالبانو د وژل شویو کسانو له کورنیو ژمنه اخیستې، چې د دې پېښې په اړه به له رسنیو سره خبرې نه کوي.

د پنجشېر د مطالعاتو مرکز په یوه اعلامیه کې دا پېښه هدفي وژنه بللې او غندلې یې ده. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې هېڅ تور د عادلانه محاکمې پرته د خلکو وژنه نه شي توجیه کولای.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان: جګړې، بې‌وزلي او د مرستو کمښت د ماشومانو ودونه ډېر کړي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۵ GMT+۰
100%
د انځور په اړه د پېژندنې لپاره یوازې د فایل نوم ورکړل شوی؛ په انځور کې څه ښکاري، نه دي معلوم.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې وسله‌والې شخړې، اقتصادي فشارونه، اقلیمي ناورینونه او د نړیوالو مرستو کمښت د دې لامل شوي، چې ډېری کورنۍ خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کولو ته اړې کړي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، نړۍ تر ۲۰۳۰ کال پورې د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو په تړاو له خپلې کړې ژمنې شاته پاتې ده.

دغه راپور د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) د ماشومانو، کم‌عمره او جبري ودونو د له منځه وړلو له لومړۍ نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله خپور شوی دی.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان ویلي، چې هر کال په نړۍ کې ۱۲ میلیونه له ۱۸ کلونو کم‌عمره نجونې واده کېږي. دا شمېره په هره دقیقه کې د ۲۳ نجونو او په هرو درېیو ثانیو کې د یوې نجلۍ له واده سره برابره ده.

د ماشومانو د حقونو دغه مدافع بنسټ ویلي، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په نړۍ کې د ماشومانو د ودونو کچه یوازې ۳،۴ سلنه راټیټه شوې او له ۲۱،۹ سلنې څخه ۱۸،۵ سلنې ته رسېدلې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې په تېرو دوو کلونو کې په دې برخه کې نږدې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او د اوسني بهیر دوام د راتلونکو څلورو کلونو په ترڅ کې د ماشومانو د ودونو د له منځه وړلو هدف له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د دغه راپور په یوې برخه کې د جګړو ځپلو سیمو بحراني وضعیت ته هم اشاره شوې ده. د ملګرو ملتونو د هغو شمېرو له مخې، چې په راپور کې خپرې شوې، په غزه کې د ۲۰۲۶ کال په دویمې درېیو میاشتو کې د کم‌عمره او جبري ودونو پېښې د همدې کال د لومړۍ درې‌میاشتې پرتله ۱۲۳ سلنه زیاتې شوي، چې ۱۶ سلنه قربانیان یې له ۱۲ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکې نجونې دي.

د دغه سازمان په وینا، له دې شاتګ سره سره، د بنګله‌دېش او سیرالیون په څېر هېوادونو تجربې ښيي، چې بدلون ممکن دی. په بنګله‌دېش کې د نجونو پر زده‌کړو د دوامدارې پانګونې او د ټولنیز ملاتړ له لارې د ماشومانو د ودونو کچه له ۶۲،۷ سلنې څخه ۴۷،۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د دغه سازمان د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي برخې نړیوالې لوړپوړې سلاکارې راهیناتو ادامو حسینې ویلي: «د ماشومانو ودونه کلتوري اړتیا نه‌ده، بلکې هغه ضرب‌الاجل دی، چې یوه نجلۍ ته د خپل ژوند د کیسې د لیکلو له فرصت وړاندې پر هغې تپل کېږي او د زده‌کړو، روغتیا او ازادۍ حقونه یې تر پښو لاندې کوي».

دغه سازمان له حکومتونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د زیانمنونکو کورنیو د ملاتړ پروګرامونو بودجه او د نجونو پر زده‌کړو پانګونه په بېړنۍ توګه زیاته کړي.

ملګرو ملتونو هم د ماشومانو، کم‌عمره او جبري ودونو د له منځه وړلو د لومړۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې هر کال په نړۍ کې تر ۱۲ میلیونو ډېرې نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي. د دغو شمېرو له مخې، په هرو درېیو ثانیو کې یوه نجلۍ په کم عمر کې واده کېږي.

په افغانستان کې د یونیسف د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د څو برخو سروې له مخې، له ۲۰ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ښځو شاوخوا ۲۸،۷ سلنه یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی دی. په ځینو سیمو کې دغه کچه نږدې ۵۰ سلنې ته رسېږي.

د طالبانو له‌خوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز او پر ښځو پراخ محدودیتونه هغه مهم عوامل دي، چې د کم‌عمره او جبري ودونو خطر زیاتوي. د ملګرو ملتونو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی، چې له زده‌کړو، اقتصادي فرصتونو او خپلواکۍ څخه د نجونو محرومول، هغوی په کم عمر کې د واده له ګواښ سره لا ډېر مخ کوي.

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۰
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د ماشومانو کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې زرګونه کم‌عمره نجونې د جبري ودونو، کورني تاوتریخوالي، بې‌وزلۍ او د طالبانو له وېرې سره مخ دي او د ماشومتوب د لوبو، زده‌کړو او د خپل ژوند د برخلیک ټاکلو حق ترې اخیستل شوی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۴مه د یوه پرېکړه‌لیک له مخې، د نومبر ۲۷مه د ماشومانو، کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ وټاکله او دا ورځ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۷مه په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې د نړۍ په میلیونونو نجونې د زده کړو، خپلواکۍ او روښانه راتلونکې لپاره هڅې کوي.

خو په افغانستان کې زرګونه نجونې له داسې راتلونکي سره مخ دي، چې د ښوونځي د ټولګي پر ځای د واده کور، د کتاب پر ځای د کورني ژوند مسوولیتونه او د ماشومتوب پر ځای د لویانو درانه بارونه ورترغاړې کېږي. د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه، پراخه بې‌وزلي، بېکاري او د ښځو د ټولنیز حضور محدودیتونه د کم عمره او جبري ودونو د خطر په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

100%

په افغانستان کې د نجونو د ماشومتوب یوه لویه برخه د ناهیلۍ، محرومیت او نامعلوم راتلونکي تر سیوري لاندې تېریږي. هغه نجونې چې باید د ښوونځي په ټولګیو کې د ډاکټرې کېدو، ښوونکې کېدو، خبریالې کېدو او د خپلواک ژوند د جوړولو خوبونه ولري، له شپږم ټولګي وروسته له زده کړو محرومې پاتې دي.

د دې وضعیت ترڅنګ، د کورنیو اقتصادي ستونزې، بېوزلي، د عاید د سرچینو نشتوالی او ټولنیز فشارونه د ځینو نجونو د کم عمره ودونو زمینه برابروي.

په داسې ودونو کې د نجلۍ خوښه او اراده ډېری وخت له پامه غورځول کېږي او د هغې د ژوند په اړه پرېکړه د کورنۍ یا نورو کسانو له‌خوا کېږي. په دې توګه، یوه ماشومه د خپل ژوند د تر ټولو مهمو پرېکړو واک له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د یونیسف د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د څو شاخصونو د سروې له مخې، د ۲۰ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ښځو ۲۸،۷ سلنه تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوي او ۹،۶ سلنه یې تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده کړې دي.

د همدې سروې له مخې، په کلیوالو سیمو کې د کم عمره ودونو کچه د ښارونو پرتله لوړه ده. د بېلګې په توګه، د ۲۰ تر ۴۹ کلونو عمر لرونکو ښځو په ډله کې ۴۰،۹ سلنه کلیوالې ښځې او ۳۳،۶ سلنه ښاري ښځې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي.

د یونیسف په یوه جلا احصایوي پروفایل کې اټکل شوی، چې په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ښځې او نجونې د ماشومتوب پر مهال واده شوي، چې له ډلې یې شاوخوا ۷۸۱ زره او ۷۰۰ تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوې دي.

دا شمېرې ښيي چې د کم عمره ودونو ستونزه یوازې د څو کورنیو ترمنځ یوه محدوده پېښه نه ده، بلکې په افغانستان کې ژورې ټولنیزې او اقتصادي ریښې لري.

زهرا (مستعار نوم) چې د پکتیا اوسیدونکې ده افغانستان انترنشنل ـ پښتو ته ویلي، دولس کلنه وه چې د ورور د بدو په بدل کې یوه ۳۵ کلن سړي ته ورکړل شوه؛ داسې سړي ته چې له مخکې یې بله مېرمن او اولادونه هم لرل.

هغه وايي، هغه مهال ماشومه وه، ښوونځي ته به تلله او تر ټولو لویه هیله یې دا وه، چې ډاکټره شي، ځکه په کلي کې یې ښځینه ډاکټره نه‌وه او غوښتل یې یوه ورځ د خپل کلي د ښځو درملنه وکړي.

خو د هغې په وینا، دا هیله یې یوازې یو خوب پاتې شوه او پر ځای یې د خاوند د کور کارونه، د خاوند وهل ټکول او د ماشومانو پالنه د هغې پر کوچنیو اوږو بار شول.

زهرا وايي، نه یې د مور او پلار مینه او ناز په سمه توګه لیدلي او نه د خاوند له مینې او درناوي برخمنه شوې ده.

هغه وايي، کله ناکله دومره ناهیلی شي چې د ځان وژنې فکر ورسره پیدا شي، خو کله چې خپلو درېیو لوڼو ته وګوري، له دې پرېکړې بېرته ګرځي.

د زهرا په وینا، له ځان سره فکر کوي، که د مور په موجودیت کې یې ژوند له دومره کړاوونو سره مخ دی، نو که دا نه وي، د لوڼو برخلیک به یې څه وي او ایا هغوی به د میرې تر واک لاندې ژوند څنګه وکړي؟

زهرا وايي، نه‌غواړي لوڼې یې د دې په برخلیک اخته شي له همدې امله هڅه کوي هغوی ښوونځي ته ولېږي، زده‌کړې وکړي، د خپل ژوند پرېکړې په‌خپله وکړي او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د بل چا محتاجې نه‌شي.

هغه د ښځو اقتصادي خپلواکي د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې مهمه بولي او وايي: «که یوه ښځه مالي خپلواکي ولري، په کورنۍ کې یې غږ اورېدل کېږي، درناوی ورته کېږي او خبرو ته یې ارزښت ورکول کېږي، خو که د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره پر بل چا متکي وې، هر ډول سپکاوی او تاوتریخوالی به زغمې».

100%

په افغانستان کې د کم‌عمره نجونو جبري ودونو د زرګونو ماشومانو ژوند له ماشومتوبه محروم کړی او هغوی یې د داسې مسوولیتونو او کړاوونو پر وړاندې درولي چې د زغملو لپاره یې لا عمر هم نه‌وي پوره کړی.

۱۷ کلنه پلوشه (مستعار نوم) هم د کم‌عمره جبري ودونو د قربانیانو له ډلې ده. هغه وايي، په ۱۳ کلنۍ کې د یوه داسې سړي زوی ته په نکاح ورکړل شوه چې پلار یې درې مېرمنې لرلې.

پلوشه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په ژړغوني غږ د خپل واده د کیسې په بیانولو وايي، پلار یې د لویو لارو د باروړونکو موټرو چلوونکی وو او له کابل به یې کندهار ته تېل لېږدول.

د هغې په وینا، یوه ورځ د پلار د کارځای مشر کندهار ته راغلی وو او د دوی په کور کې میلمه وو دا چې ورور یې نه‌درلود، نو د لاسونو د مینځلو لپاره یې هغه سړي ته اوبه وروړې او هماغه مهال یې نوموړې خوښه کړه.

نوموړې وايي، هغه سړي چې په‌خپله یې درې مېرمنې لرلې، د هغې له پلار څخه یې غوښتنه کړې وه، چې لور یې خپل زوی ته ورکړي هغه زوی چې هغه مهال د ښوونځي په اووم ټولګي کې وو.

د پلوشې په وینا، پلار یې له دې غوښتنې سره د هغې او مور له مشورې پرته ورسره هوکړه وکړه، سره له دې چې د پلوشې په خبره، تر هغې دوې نورې مشرانې خویندې هم وې.

پلوشه وايي، پلار یې ورته ویلي وو چې دا ښه فرصت دی او داسې چانس بیا نه پیدا کېږي. په لومړیو کې ورته ویل شوي وو چې دواړه به ښوونځي پای ته رسوي او وروسته به واده کوي، خو د دې ژمنې له دوو میاشتو تېرېدو وروسته طالبان واک ته ورسېدل او د دوی د ژوند ټولې چارې ګډې وډې شوې.

د هغې په وینا، پلار یې په یوه پېښه کې په دواړو پښو له فلج کېدو سره مخ شو او د خسرګنۍ کورنۍ یې، دا چې شتمنه ده او د طالبانو له چارواکو سره اړیکې لري، پر ژوند یې واکمنه شوه.

نوموړې وايي، خاوند یې هم لا ماشوم دی او د خپل پلار پر وړاندې د هغې د دفاع او ملاتړ توان نه لري، خو د خسر له خوا له هغې سره داسې چلند کېږي چې ژوند یې ورته د زغملو نه‌دی.

پلوشه وايي، له واده وروسته تر خپل خاوند د خسر لېوالتیا او مینه ورسره ډیره ده او د یوه خاوند اړیکی ورسره پالي او ورته یې ویلي: «ته مې په اول ځل لیدو خوښه شوې دا چې یوه میرمن مې مړه شوې او درې ژوندۍ دي نو پنځم واده مې نه‌شو کولای ځکه مې زوی ته وکړې خو اصل کې زما میرمن یې».

هغه وايي، که څه هم د خسر له چلنده یې د خلاصون لپاره څو ځله هڅه کړې، خو نه یې پلارګنۍ خبره مني او نه یې خاوند ملاتړ کوي.

پلوشه وايي، د خپل مور له لارې یې د خسر د چلند په اړه پلار ته شکایت کړی، خو پلار یې تورونه دروغ بللي او ورته ویلي یې دي، چې هغه سړی مشر او دروند انسان دی، ده ټول عمر ورسره کار کړی داسی کوم منفی حرکت یې نه‌دی لیدلی او خپلې لور ته یې ویلي: «ژوند دې مخته وړه او ګوزاره کوه».

پلوشه وایي، کله چې خاوند ته یې د خپل خسر په اړه وویل هغه ورته ویلي: «پلار مې چې څه درته وايي، هماغه کوه زه لا ماشوم یم د پلار مقابل کې که ودرېږم نو وژني مې».

نوموړې زیاتوي، له دې وېرې که د خسر پر وړاندې غږ پورته کړي له یوې خوا به یې ژوند له خطر سره مخ شي او له بلې خوا به یې پلارګنۍ چې د دې د خسرګنۍ پر مټ چلیږي له ناچارۍ مجبورۍ او بې وسۍ چوپ پاتې ده او له خپل خسر څخه اوس د دوو ماشومانو مور ده.

هغه زیاتوي، له داسې درد سره مخ ده چې نه یې پلار غږ اوري او نه د خاوند په ګډون د خسرګنۍ په کورنۍ کې څوک شته چې له دې وضعیته یې وژغوري.

100%

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې هر کال شاوخوا ۱۲ میلیونه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي.

همدارنګه، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۶۵۰ میلیونه ښځې او نجونې ژوندۍ دي چې په ماشومتوب کې واده شوې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په تېرو لسو کلونو کې د ماشومانو د ودونو کچه ۱۵ سلنه راټیټه شوې، خو د اوسني پرمختګ په دوام سره د دې ناوړه دود د بشپړ له منځه وړلو لپاره ښايي شاوخوا ۳۰۰ کلونو ته اړتیا وي.

دا وضعیت ښيي چې د ماشومانو د ودونو د مخنیوي لپاره یوازې نړیوالې اعلامیې او د پوهاوي کمپاینونه بسنه نه کوي، بلکې عملي قوانین، د نجونو زده کړې او د کورنیو اقتصادي ملاتړ ته اړتیا ده.

د کم عمره ودونو پایلې یوازې د زده کړو د محرومیت تر کچې نه محدودېږي. د ماشومتوب پر مهال واده کول د نجونو پر جسمي او رواني روغتیا، ټولنیز ژوند او راتلونکي یې ژورې اغېزې لري.

د ملګرو ملتونو او یونیسف د معلوماتو له مخې، هغه نجونې چې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي، د کورني تاوتریخوالي، ټولنیزې انزوا او له وخت مخکې امیندوارۍ له لوړ خطر سره مخ وي.

په ځانګړې توګه، د ځوانۍ په عمر کې امیندوارۍ د مور او ماشوم دواړو روغتیا ته جدي خطرونه پېښوي. د افغانستان په څېر هېواد کې چې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي، دا خطرونه لا زیاتېږي.

دیبا، افسانه، دوردانه، سلطانه، شکیبا او زبیده چې سره خویندې دي وايي، له زده‌کړو پاتې شوي او اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د جبري ودونو له وېرې هره ورځ په اندېښنه کې تېروي.

دوی چې پلار یې وفات شوی او ورور هم نه‌لري وايي، په تېر نظام کې یې مشرو خویندو کار کاوه او د کورنۍ لګښتونه یې پوره کول، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ټولې اړې شوي، چې خیاطۍ ته مخه کړي.

د دوی په وینا، که څه هم د خیاطۍ له لارې د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو هڅه کوي، خو عاید یې د ژوند د ټولو لګښتونو لپاره بسنه نه کوي.

هغوی وايي، د خیاطۍ د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره بازار ته د تګ او یا د ګنډل شویو جامو د پلورلو لپاره دوکاندارانو ته د ورتګ پر مهال هم له وېرې سره مخ وي.

دوی وايي، تل دا اندېښنه ورسره وي چې هسې نه طالبان یې ونیسي او له ځان سره یې یوسي ځکه نه پوهېږي، که د طالبانو له خوا ونیول شي، برخلیک به یې څه وي.

د ماشومانو او کم عمره ودونو د له منځه وړلو نړیواله ورځ یوازې د یوې نېټې نمانځل نه‌دي، بلکې د هغو میلیونونو نجونو د حقونو د دفاع یادونه ده، چې د ماشومتوب، زده کړو او خپلواک انتخاب له حق څخه محرومې شوې دي.

100%

په افغانستان کې د دې ستونزې د حل لپاره اړینه ده، چې د نجونو د زده کړو دروازې بېرته پرانیستل شي، له بېوزلو کورنیو سره اقتصادي مرستې وشي، د جبري ودونو مخنیوی وشي او د ماشومانو د ساتنې اغېزناک سیستمونه رامنځته شي.

د ښځو د حقونو د فعالینو په وینا، یوه نجلۍ باید د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل وسیله نه وي، د ټولنیزو دودونو قرباني نه شي او د خپل ماشومتوب په بیه د نورو د پرېکړو بار پر اوږو وانخلي. نجونو ته باید د دې حق ورکړل شي چې لومړی ماشومه وي، زده کړې وکړي، خپل خوبونه ولري او د خپل ژوند په اړه خپله پرېکړه وکړي، ځکه د یوې نجلۍ ماشومتوب د واده لپاره نه، بلکې د ودې، زده کړې او د راتلونکي د جوړولو لپاره دی.

د یوې نجلۍ زده‌کړې یوازې د هغې د شخصي راتلونکي د روښانولو وسیله نه، بلکې د یوې کورنۍ او ټولې ټولنې د پرمختګ بنسټ هم دی. لوستې نجلۍ کولای شي په راتلونکي کې یوه پوهه، مسووله او باخبره مور شي؛ داسې مور چې خپل اولادونه د مینې، پوهاوي، سالمې روزنې، انساني ارزښتونو او زده‌کړو په روحیه وروزي. هغه مور چې د خپلو ماشومانو فکري وړتیاوې پیاوړې کړي، د هغوی پوښتنو ته ځواب ووایي او د حقونو، مسوولیتونو او انساني کرامت په اړه یې پوه کړي.

ځکه روزل شوي، باخبره او لوستي ماشومان د سبا ورځې د یوې پرمختللې، سوکاله، عادلانه او نېکمرغه ټولنې جوړوونکي دي. په حقیقت کې، کله چې یوه نجلۍ له زده‌کړو محرومېږي، یوازې د هغې د ژوند یوه دروازه نه تړل کېږي، بلکې د یوې کورنۍ او د راتلونکو نسلونو د پرمختګ فرصت هم محدودېږي.

د یوې نجلۍ زده‌کړه د یوه نسل د روښانه راتلونکي پانګونه ده.

طالبانو له روسیې وغوښتل چې د ترکمنستان له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر اسانه کړي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۵۹ GMT+۰
100%

په مسکو کې د طالبانو سفیر د افغانستان، روسیې او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د منظم انتقال د پیلولو غوښتنه وکړه. ګل‌ حسن حسن دا وړاندیز د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) د روسیې په استراخان ښار کې د «شمال- سویل دهلېز؛ نوي افقونه» په غونډه کې مطرح کړ.

په روسیې کې د طالبانو سفیر وویل، چې د څو اړخیز ټرانسپورټ د پراختیا، د ټرانسپورټي شرکتونو ترمنځ د اړیکو د جوړولو او د سوداګریزو او لوژستیکي مرکزونو د تاسیس په ګډون د ټرانسپورټ او لوژستیک په برخو کې همکارۍ باید پراخې شي.

هغه همداراز د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو د سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه وکړه. د هغه په وینا، افغانستان غواړي روسیې ته د تازه او وچو مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو صادرات زیات کړي او په مقابل کې یې له روسیې څخه غلې‌دانې، نباتي غوړي او نور توکي وارد کړي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د نساجۍ صنایعو، د کرنیزو محصولاتو د پروسس، د ودانیزو موادو د تولید او د کانونو د استخراج په برخو کې د روسیې د پانګونې جذبولو ته لېوال دی.

د طالبانو او روسیې اړیکې

د مسکو او طالبانو اړیکې په دې وروستیو کلونو کې په تدریج سره پراخې شوې دي. روسیې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، سره له دې چې دغه ډله یې د خپلو ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې شامله کړې وه، له هغې سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې وساتلې.

روسیه د ۲۰۲۵ کال د جولای په درېیمه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو اداره یې په رسمي توګه په رسمیت وپېژندله. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د روسیې سترې محکمې د همدغه کال په اپرېل میاشت کې د طالبانو پر فعالیتونو بندیز لغو کړ. مسکو ویلي وو، چې دا اقدام کولای شي د سوداګرۍ او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.

روسیې په دې وروستیو میاشتو کې هم له طالبانو سره په امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې پر همکاریو ټینګار کړی دی. د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې وویل، چې مسکو له طالبانو سره د یوې هر اړخیزې ملګرتیا د رامنځته کولو په حال کې دی او له دې ډلې سره خبرې اترې امنیتي، سوداګریزې، کلتوري او بشرپاله برخې رانغاړي.

په همدې لړ کې، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۲مه د روسیې د سوداګریزو شرکتونو له ۷۰ څخه د زیاتو استازو په ملتیا کابل ته سفر وکړ. په دغه سفر کې طالب چارواکو له روسي شرکتونو وغوښتل چې د کانونو استخراج، زیربناوو، کرنې، ټرانسپورټ او تولید په برخو کې پانګونه وکړي او د روسیې بازارونو ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د اسانه لاسرسي او د ټرانزیټي لګښتونو د کمولو لپاره همکاري وکړي.

د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال د څرګندونو پر بنسټ، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر دوه برابره زیاته شوې او له ۳۴۹ میلیونه ډالرو څخه اوښتې ده. روسیې همداراز په افغانستان کې د توکو لېږد، لوژستیک، کرنیزو محصولاتو او کیمیاوي سرو د تولید په برخو کې د همکارۍ پراختیا ته لېوالتیا ښودلې ده.

د دغو اړیکو له پراختیا سره سره، روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلی دی. مسکو د اقتصادي ګټو ترڅنګ، له طالبانو سره د تعامل له مهمو محورونو څخه د امنیتي همکاریو پراختیا او د وسله‌والو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې مبارزه هم بولي.

د «شمال- سویل نړیوال ترانسپورټي دهلېز؛ نوي افقونه او فرصتونه» څلورمه غونډه د تېرې چهارشنبې په ورځ د روسیې په استراخان ښار کې پیل شوه او د لیندۍ تر ۶مې پورې دوام لري. دا غونډه د ایران، ختیځ، اسیا، افریقا او هند بازارونو ته د روسي شرکتونو د لاسرسي په برخه کې د مرستې په موخه جوړه شوې ده.

عبدالباري جهاني: له روسیې سره د طالبانو همکاري د دوی له دیني ادعاوو سره په ټکر کې ده

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۵ GMT+۰
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني د داعش پر ضد له روسیې سره د طالبانو امنیتي همکاري د دوی له دیني ادعاوو سره په ټکر کې بللې او د پوښتنې په توګه یې مطرح کړې، طالبان څنګه له خپلو مسلمانو مخالفانو سره جګړه کوي، خو له غیرمسلمانو سره لاسونه یو کوي؟

عبدالباري جهاني پرون ناوخته (پنجشنبه د لیندۍ ۵مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه د داعش او طالبانو ترمنځ د توپیر په اړه لیکلي، چې دواړه ډلې ځانونه مسلمانان بولي او که څه هم د عقایدو په ځینو برخو کې اختلاف لري، خو د دواړو ډلو د تاوتریخوالي په کړنو کې د پام وړ توپیر نه‌ویني.

نوموړي د طالبانو د پخوانیو ځانمرګو بریدونو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دغو بریدونو په زرګونه بې‌ګناه انسانان وژلي او ان جوماتونه هم ترې خوندي نه‌وو.

جهاني د قران‌کریم د مائدې سورة ۵۱م ایت ته په اشارې پوښتنه کړې، چې ایا د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده او د هغه پلویان د دغه ایت له حکم څخه خبر نه دي؟ د نوموړي په وینا، په دغه ایت کې له یهودو او نصاراوو سره د دوستۍ کولو په اړه څرګند حکم شوی دی.

هغه همداراز د حجرات سورة لسم ایت ته په اشارې لیکلي، چې د قران‌کریم له مخې، مسلمانان یو د بل وروڼه دي او باید د خپلو وروڼو ترمنځ سوله وکړي.

خو د جهاني په باور، طالبان له خپلو مسلمانو مخالفانو سره د سولې پر ځای جګړې ته دوام ورکوي او د هغوی د ځپلو لپاره له هغو هېوادونو سره همکاري کوي چې د طالبانو د دیني تعبیر له مخې یې له «کفارو» سره دوستي کول «ناروا» دي.

نوموړي د دوحې هوکړې ته هم اشاره کړې او ادعا یې کړې، چې طالبانو له امریکا سره په دغې هوکړه کې منلې وه، چې د افغانستان له پخواني حکومت سره به اوربند نه‌کوي او جګړې ته به دوام ورکوي، خو پر امریکايي ځواکونو به بریدونه نه‌کوي.

جهاني ادعا کړې، چې له پنځو کلونو ډېر وخت کېږي طالبان هره میاشت له امریکا څخه ۱۶۰ میلیونه ډالره نغدې پیسې ترلاسه کوي او دا یې د اسلام یوه «عصري بڼه» بللې ده.

هغه په پای کې د طالبانو او روسیې امنیتي همکاري د خپلو دیني ادعاوو له مخې له تناقض سره مخ بللې او پوښتنه یې کړې، چې طالبان څنګه له خپلو مسلمانو مخالفانو سره جګړه کوي، خو د هغوی د ځپلو لپاره له غیرمسلمانو سره همکاري روا ګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو د منځنۍ اسیا د امنیت د ټینګښت په برخه کې له طالبانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

نوموړي د سیمې د امنیت په ټینګښت کې د طالبانو ونډه ستایلې او ویلي یې دي، چې دغې ډلې په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړی دی.

کابلوف د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) د روسیې له دولتي خبري اژانس «ټاس» سره په خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره د روسیې امنیتي همکاري هېڅکله نه‌ده درېدلې.

هغه د منځنۍ اسیا د امنیت د ساتنې په برخه کې له طالبانو سره د همکاریو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې مسکو په دې برخه کې خپلې هڅې هېڅکله نه‌دي ځنډولي او د خپلو مسولیتونو د ترسره کولو له امله یې له طالبانو مننه کړې ده.

روسیه په نړۍ کې هغه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.