د دغه سازمان د راپور له مخې، نړۍ تر ۲۰۳۰ کال پورې د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو په تړاو له خپلې کړې ژمنې شاته پاتې ده.
دغه راپور د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) د ماشومانو، کمعمره او جبري ودونو د له منځه وړلو له لومړۍ نړیوالې ورځې سره هممهاله خپور شوی دی.
د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان ویلي، چې هر کال په نړۍ کې ۱۲ میلیونه له ۱۸ کلونو کمعمره نجونې واده کېږي. دا شمېره په هره دقیقه کې د ۲۳ نجونو او په هرو درېیو ثانیو کې د یوې نجلۍ له واده سره برابره ده.
د ماشومانو د حقونو دغه مدافع بنسټ ویلي، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په نړۍ کې د ماشومانو د ودونو کچه یوازې ۳،۴ سلنه راټیټه شوې او له ۲۱،۹ سلنې څخه ۱۸،۵ سلنې ته رسېدلې ده.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې په تېرو دوو کلونو کې په دې برخه کې نږدې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او د اوسني بهیر دوام د راتلونکو څلورو کلونو په ترڅ کې د ماشومانو د ودونو د له منځه وړلو هدف له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د دغه راپور په یوې برخه کې د جګړو ځپلو سیمو بحراني وضعیت ته هم اشاره شوې ده. د ملګرو ملتونو د هغو شمېرو له مخې، چې په راپور کې خپرې شوې، په غزه کې د ۲۰۲۶ کال په دویمې درېیو میاشتو کې د کمعمره او جبري ودونو پېښې د همدې کال د لومړۍ درېمیاشتې پرتله ۱۲۳ سلنه زیاتې شوي، چې ۱۶ سلنه قربانیان یې له ۱۲ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکې نجونې دي.
د دغه سازمان په وینا، له دې شاتګ سره سره، د بنګلهدېش او سیرالیون په څېر هېوادونو تجربې ښيي، چې بدلون ممکن دی. په بنګلهدېش کې د نجونو پر زدهکړو د دوامدارې پانګونې او د ټولنیز ملاتړ له لارې د ماشومانو د ودونو کچه له ۶۲،۷ سلنې څخه ۴۷،۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د دغه سازمان د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي برخې نړیوالې لوړپوړې سلاکارې راهیناتو ادامو حسینې ویلي: «د ماشومانو ودونه کلتوري اړتیا نهده، بلکې هغه ضربالاجل دی، چې یوه نجلۍ ته د خپل ژوند د کیسې د لیکلو له فرصت وړاندې پر هغې تپل کېږي او د زدهکړو، روغتیا او ازادۍ حقونه یې تر پښو لاندې کوي».
دغه سازمان له حکومتونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د زیانمنونکو کورنیو د ملاتړ پروګرامونو بودجه او د نجونو پر زدهکړو پانګونه په بېړنۍ توګه زیاته کړي.
ملګرو ملتونو هم د ماشومانو، کمعمره او جبري ودونو د له منځه وړلو د لومړۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې هر کال په نړۍ کې تر ۱۲ میلیونو ډېرې نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي. د دغو شمېرو له مخې، په هرو درېیو ثانیو کې یوه نجلۍ په کم عمر کې واده کېږي.
په افغانستان کې د یونیسف د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د څو برخو سروې له مخې، له ۲۰ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ښځو شاوخوا ۲۸،۷ سلنه یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی دی. په ځینو سیمو کې دغه کچه نږدې ۵۰ سلنې ته رسېږي.
د طالبانو لهخوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز او پر ښځو پراخ محدودیتونه هغه مهم عوامل دي، چې د کمعمره او جبري ودونو خطر زیاتوي. د ملګرو ملتونو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی، چې له زدهکړو، اقتصادي فرصتونو او خپلواکۍ څخه د نجونو محرومول، هغوی په کم عمر کې د واده له ګواښ سره لا ډېر مخ کوي.