• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې د ۷ وژل شویو افغان کارګرانو جسدونه افغانستان ته لېږدول کیږي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د پاکستان په بلوچستان کې د وژل شویو ۷ افغان کارګرانو د کار مالک افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټاکل شوې د دغو وژل شویو افغانانو جسدونه افغانستان ته ولېږدول شي. افغانستان انټرنشنل- پښتو د دغو کارګرانو نومونه ترلاسه کړي. دوی ټول د میدان وردګ ولایت اوسیدونکي دي.

د افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسېدلو معلوماتو له مخې، په وژل شویو افغانانو کې عصمت الله د عبدالودود زوی، فېروز خان د دروېش زوی، جارالله عبدالناصر د عبدالبصیر زوی، عبدالرحمن د پایند خان زوی او خان د عبدالقدیر زوی شامل دي. چارواکو ویلي، چې د ځینو قربانیانو د هویت د بشپړ تثبیت چارې لا روانې دي.
د سکرو د کانونو اړوند قراردادي عبدالمتین کاکړ افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي چې د وژل شویو افغان کارګرانو جسدونه د لورالايي ولسوالۍ روغتون ته لېږدول کېږي، څو هلته غسل او کفن ورکړل شي او وروسته په تابوتونو کې د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه په کوټه کې د طالبانو قونسلګرۍ له لوري له دوی سره هېڅ ډول اړیکه نه ده نیول شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د بې‌ګناه کان‌کېندونکو وژنه په کلکو ټکو غندي.
اسحاق ډار ویلي، پر مزدورانو برید “یو ناوړه او کرغېړن عمل” دی او د پاکستان حکومت به د پېښې عاملان د قانون منګولو ته وسپاري.

پاکستاني وزیر په ښکاره د دغو وژل شویو کارګرانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د ۷ افغان کارګرانو په ګډون ۱۱ کارګران نن د بلوچستان د کوهلو ولسوالۍ د جاندران تحصیل اړوند په «هوسړۍ» سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو یو شمېر کارګران له تښتولو وروسته وژلي دي.

د دغې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

ډېر لیدل شوي

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و
۱

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و

۲

متقي د پاکستان له جګړې سره په تړاو: مهمه دا ده چې د جګړې ډګر څوک ګټي

۳

طالبان: پنځو کلونو کې مو د ډیورند کرښې په ګډون سرحدي سیمو کې تر ۱۰۰۰ ډېرې پوستې جوړې کړي

۴

د پنجشېري ځوانانو د وژل کېدو په اړه غبرګونونه؛ مقاومت جبهې دا پېښه سیستماتیکه وژنه بللې ده

۵

د ګلبدین حکمتیار زوم غیرت بهیر د سي ای اې په پټ زندان کې په اوبو خپله شکنجه تایید کړه

•
•
•

نور خبرونه

د اندونیزیا د ښځو ملي کمېسیون د افغان ښځو د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۰
100%

په اندونیزیا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کمېسیون د دغه هېواد له حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو د حقونو د ټینګښت لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دې کمېسیون د اندونیزیا له حکومت څخه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د مشرتابه له مقام څخه په ګټې اخیستنې، د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره د نړۍ د هېوادونو ملاتړ راجلب کړي.

دا غوښتنه د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۷مه جاکارتا ښار کې په یوه غونډه کې مطرح شوه. په دې غونډه کې د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې موندنې وڅېړل شوې.

د اندونیزیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کمېسیون مشرې، ماریا الفه انشور، وویل چې طالبانو بېرته واک ته له رسېدو راهیسې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز لګولی او روغتیايي خدمتونو ته یې د هغوی لاسرسی او په عامه ډګرونو کې د ښځو حضور هم ستونزمن کړی دی.

هغې زیاته کړه، هغه ښځې چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، له ګواښونو، نیول کېدو او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

انشور ټینګار وکړ چې د ښځو ځپل باید د دین په نوم توجیه نه شي. د هغې په وینا، د اندونیزیا تجربې ښودلې چې دیني عالمان، د ښځو غورځنګونه او د بشري حقونو بنسټونه کولای شي د عدالت ته د ښځو او نجونو د لاسرسي لپاره په ګډه کار وکړي.

دې کمېسیون له دیني عالمانو، ښوونیزو بنسټونو او مذهبي ټولنو وغوښتل چې د هغو کسانو پر وړاندې دریځ ونیسي چې د دین په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی توجیه کوي او د هغوی حقونه محدودوي.

د اندونیزیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کمېسیون د نړیوالې دادخواهۍ برخې مشرې، سونداګ فریشکا سیمانجونتاک، وویل چې نړیواله ټولنه باید داسې زمینه برابره کړي چې افغان ښځې وکولای شي په بشپړ امنیت کې په نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي او په بحثونو کې اغېزمنه ونډه واخلي.

سیمانجونتاک همداراز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له بنسټونو څخه د ملاتړ او د هغو شواهدو او شهادتونو د تعقیب غوښتنه وکړه چې د افغانستان د ښځو ولسي محکمې راټول کړي دي. د هغې په وینا، دا هڅې باید تبعیضي سیاستونه پای ته ورسوي، د ښځو حقونه بېرته هغوی ته ور وګرځوي او د قربانیانو، شاهدانو او د بشري حقونو د مدافعانو ساتنه وکړي.

د افغانستان د ښځو ولسي محکمې د ۱۴۰۴ کال د قوس په ۲۰مه د هالنډ په هاګ ښار کې د طالبانو هغه سیاستونه او کړنې چې ښځې او نجونې یې د جنسیت له امله ځورولي، د بشریت پر وړاندې د جنایت بېلګې وبللې. د دې محکمې حکم الزامي نه دی، خو کولای شي په نورو مراجعو کې د بشري حقونو د سرغړونو د قضیو د تعقیب او د هغو د عاملانو د ځواب‌ویلو لپاره بنسټ وګرځي.

په جاکارتا کې دا غونډه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین یوه برخه وه. د اندونیزیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کمېسیون له رسنیو او خلکو وغوښتل چې د محکمې موندنې خپرې کړي او د افغان ښځو غږ لا ډېرو خلکو ته ورسوي.

دې کمېسیون د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت او د ښځو د پیاوړتیا او د ماشومانو د ساتنې له وزارت څخه هم وغوښتل چې په سیمه‌ییزو او نړیوالو ډیپلوماتیکو غونډو کې د ښځو حقونه او جنسیتي عدالت مطرح کړي.

د اندونیزیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کمېسیون یو رسمي بنسټ دی چې په ۱۹۹۸ کال کې د دغه هېواد د ولسمشر په فرمان جوړ شوی او له حکومته خپلواک فعالیت کوي.

د طالبانو پوهنې وزارت: د ښوونیزو مرکزونو د خوندیتوب لپاره باید احتمالي ګواښونه وپېژندل شي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۰
100%

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند ذبیح‌الله همت وایي، چې د ښوونیزو مرکزونو ترڅنګ د احتمالي ګواښونو د مخنیوي او د پېښو د پېژندنې لپاره د بېلابېلو وزارتونو او سیمه‌ییزو ادارو ترمنځ همغږي اړینه ده.

هغه ټینګار وکړ چې د خطرناکو او چاودېدونکو توکو د لیدلو پر مهال باید پر وخت د طالبانو اړوندو ادارو ته خبر ورکړل شي، څو د پېښو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي. دا څرګندونې د کونړ په اسعداباد کې د ښوونځي ترڅنګ تر هغې خونړۍ چاودنې وروسته کېږي چې د ښوونیزو ځایونو د خوندیتوب په اړه یې جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

د شنبې په ورځ د اسعداباد اړوند د شګۍ کلي ښوونځي ترڅنګ درنې چاودنې یو شمېر زده‌‌کوونکو ته مرګ‌ژوبله واړوله. طالبانو په دغه پېښه کې د ۷زده‌کوونکو وژل کېدل او تر ۱۰۰څخه د ډېرو ټپي کېدل تایید کړي دي. طالبان ادعا کوي چې چاودنه د کانونو د اېستلو شرکتونو د چاودېدونکو توکو په ډیپو کې شوې ده، خو ځايي سرچینې وايي چې د ښوونځي په څنګ کې د بم جوړولو کارخونه موجوده وه او د پېښې اصلي څرنګوالی لا هم په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د ملګرو ملتونو د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې د راپور له مخې، طالبانو له ۱۴۰۲ تر ۱۴۰۴ کاله پورې ۶۴ ښوونځي او یو روغتون د خپلو پوځي اهدافو لپاره کارولي دي. د دغه سازمان په حواله، د طالبانو لخوا د ښوونځیو پوځي کارونې شاوخوا ۳۲ زره او ۵۰۰ ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې کړي دي، چې تر ټولو ډېرې پېښې په مرکزي حوزه کې ثبت شوې دي. د نړیوالو بشردوستانه اصولو پر بنسټ ښوونځي ملکي ځایونه دي، خو د پوځي تاسیساتو او مهماتو ځای پر ځای کول دا ډول ځایونه په پوځي هدفونو بدلوي.

تر دې وړاندې هم د تعلیمي بنسټونو د پوځي کارونې په اړه اندېښنې راپورته شوې وې، لکه د ۱۴۰۱ کال په سلواغې میاشت کې د پنجشېر د پریان ولسوالۍ په میرزا عبدالغفور یعقوبي لېسه کې د اورلګېدنې پېښه، چې ځایي خلکو پکې د طالبانو د پوځي حضور یادونه کړې وه. همدارنګه په ۱۴۰۵ کال کې راپورونه ورکړل شول چې د پکتیا پوهنتون د نجونو په پخوانۍ لیلیه کې د طالبانو ځانمرګي بریدګر مېشت کړل شوي، که څه هم طالبانو یاده ودانۍ د دیني زده‌کړو مرکز ونوماوه او د دغو تورونو په اړه یې چوپتیا غوره کړه.

په کونړ کې تر دغې خونړۍ چاودنې وروسته، د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یا یوناما اعلان وکړ چې په اسعداباد کې د شوې چاودنې څېړنه کوي او د ښوونځي د زده‌کوونکو پر مرګ‌ژوبله یې ژوره اندېښنه ښودلې ده. په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې دفتر هم په یوه بیان کې د دغې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړه او د زده‌کوونکو او ښوونځیو د ژغورنې او خوندیتوب غوښتنه یې وکړه.

په اسعداباد کې د مرګونې چاودنې په اړه ضدونقیض معلومات خپاره شوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰
100%

د کونړ د مرکز اسعداباد، شګۍ منځني ښوونځي ته څېرمه تر مرګونې چاودنې دوه ورځې وروسته لا هم په سیمه کې د رامنځته شوې پېښې په اړه روښانه انځور نشته. طالبان وایي، چې دا پېښه د کانونو د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې، خو د چاودنې د ځای د ماهیت په اړه نورې ادعاوې هم مطرح شوې دي.

په ورته وخت کې سیمې ته د خبریالانو او خپلواکو څارونکو د لاسرسي مخنیوي د حقیقت روښانه کېدو امکان محدود کړی دی.

په دې پېښه کې یو شمېر استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

سیمه‌یزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۲ ماشومان وژل شوي او د ماشومانو او زده‌کوونکو په ګډون شاوخوا ۱۲۴ نور ټپیان شوي دي.

  • سرچینې: د کونړ په چاودنه کې ۳۲ ماشومان وژل شوي دي

    سرچینې: د کونړ په چاودنه کې ۳۲ ماشومان وژل شوي دي

ځینې سرچینې وایي، چې د وژل شویو شمېر ۱۷ تنه دی.

د دې سرچینو په وینا، په وژل شویو کې د ټي‌ټي‌پي څلور غړي، څلور ماشومان، د ټي‌ټي‌پي د یوه غړي د کورنۍ دوې ښځې چې چاودنه د دوی په کور کې شوې، درې نور نامعلوم کسان، یو ښوونکی او د ښوونځي درې زده‌کوونکي شامل دي.

روغتون سرچینې هم د وژل شویو شمېر شاوخوا ۳۰ تنه راپور کوي.

ځینې باخبره سرچینې وایي، چې د قربانیانو اصلي شمېر ښايي تر اعلان شویو شمېرو زیات وي.

د سیمه‌یزو سرچینو په وینا، د چاودنې شدت دومره و چې د څو درسي ټولګیو چتونه راپرېوتل او یو شمېر زده‌کوونکي تر خاورو لاندې مړه شول.

د یوې کورنۍ څلور ماشومان هم د قربانیانو په ډله کې دي.

یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره په ننګرهار کې د جلال‌اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په مقابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع مخکې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۰ تنه او د ټپیانو شمېر ۱۱۰ تنه اعلان کړی و.

هغه ویلي و چې ډېری قربانیان ماشومان دي.

دا چاودنه د شنبې په سهار، د لیندۍ په ۷مه، له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې، هغه مهال وشوه چې زده‌کوونکي په ټولګیو کې حاضر وو. د شګي منځنی ښوونځی شاوخوا ۱۵۰ زده‌کوونکي او ۱۳ ښوونکي لري.

د چاودنې د لامل په اړه بېلابېل روایتونه

د طالبانو چارواکو د چاودنې علت د کانونو د استخراج شرکتونو پورې د اړوندو چاودېدونکو توکو په ساتنه کې بې‌احتیاطي بللې ده.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې دا توکي ښوونځي ته نږدې په یوه کور کې ساتل کېدل او د کونړ–نورستان د لویې لارې په اوږدو کې د کانونو د استخراج او د ډبرو ماتولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېده.

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس سمیع‌الحق حق‌بیان هم ویلي، چې چاودنه د یوه سوداګر په کور کې شوې چې د کانونو چاودېدونکي توکي په کې زېرمه شوي وو.

له دې سره سره، د چاودنې د ځای د ماهیت په اړه نور روایتونه هم مطرح شوي دي.

پاکستاني سرچینې: کومه ودانۍ چې چاودنه پکې شوې، د ټي‌ټي‌پي مرکز و

پاکستاني سرچینې ادعا کوي هغه ودانۍ چې چاودنه په کې شوې، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د بم جوړولو او د غړو د روزنې مرکز و.

د سرچینو په ادعا، دغه مرکز د «شهید بیت‌الله محسود» تر نامه لاندې فعالیت کاوه او په هغه کې په موټرو کې ځای پر ځای شوي بمونه، ځانمرګي واسکټونه او د سړک غاړې ماینونه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره جوړېدل.

دا سرچینې وایي، چې مولانا فاروق سواتي د دې مرکز مشري پر غاړه درلوده او د چاودنې پر مهال هم د ټي‌ټي‌پي یو شمېر غړي له چاودېدونکو توکو سره د کار پر زده‌کړه بوخت وو.

پاکستاني سرچینو دا ادعا هم کړې، چې چاودنه په موټر کې د ځای پر ځای شوي بم د جوړولو پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله شوې او په پایله کې یې د دې مرکز د قوماندان او د بم جوړولو د یو شمېر متخصصینو په ګډون د ټي‌ټي‌پي شاوخوا ۳۰ غړي وژل شوي دي.

دې سرچینو د دې ډلې د ټپیانو شمېر هم ۲۸ تنه اعلان کړی دی.

سره له دې، افغانستان انټرنشنل نه شي کولای دا ادعاوې، لکه د مرکز ماهیت، د وژل شویو کسانو هویت او د ټي‌ټي‌پي د غړو د تلفاتو شمېر په خپلواکه توګه تایید کړي.

د سیمې ځینو اوسېدونکو تر چاودنې وړاندې د الوتکې د غږ اورېدو خبره کړې ده.

یو شمېر نورو هم په دې سیمه کې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو د پخواني تګ راتګ خبر ورکړی دی.

طالبانو د چاودنې د ځای د کره ماهیت، د هغه د مالک، د چاودېدونکو توکو د ډول او د دې موادو د ساتنې د څرنګوالي په اړه روښانه جزییات نه دي وړاندې کړي.

ویجاړ شوي کورونه او د لاسرسي محدودیت

له پېښې خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې، تخریب شوي ټولګي، راپرېوتلي چتونه او د زده‌کوونکو پاشل شوي کتابونه او بکسونه ښیي.

په دې انځورونو کې، د ښوونځي شاوخوا استوګنیزو کورونو ته اوښتي زیانونه هم لیدل کېږي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې تر چاودنې وروسته، سیمې ته پر تګ راتګ سخت بندیز لګېدلی او هېچا ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

خبریالان هم نه دي توانېدلي چې له سیمې لیدنه وکړي او د زیانونو، د قربانیانو د شمېر او د هغه ځای د څرنګوالي چې چاودنه په کې شوې ده، د خپلواکې ارزونې امکان نه دی برابر شوی.

دا محدودیتونه په داسې حال کې دوام لري چې د چاودنې د لامل په اړه بېلابېل روایتونه وړاندې شوي او د طالبانو د رسمي شمېرو او د سیمه‌ییزو سرچینو د ارقامو ترمنځ واټن هم د پام وړ دی.

نړیوال غبرګونونه او د څېړنو غوښتنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی، چې د اسعداباد په چاودنه کې د ماشومانو او نورو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه راپورونه تعقیبوي.

یوناما په یوه اعلامیه کې د دې پېښې پر انساني زیانونو د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي چې دا موضوع څاري.

دې دفتر تر اوسه د چاودنې د لامل یا د قربانیانو د دقیق شمېر په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی چې ښوونیز مرکزونه باید د ماشومانو لپاره خوندي او له هر ډول ګواښ څخه پاک چاپیریال وي.

اروپایي ټولنې او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

سره له دې لا هم څرګنده نه ده، چې طالبان به یوناما ته د ساحوي څېړنو او د دې پېښې په اړه د خپلواکو پلټنو د ترسره کولو اجازه ورکړي که نه.

یوناما په تېر کې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د پاکستان تر هوایي بریدونو وروسته، د ملکي تلفاتو او د دې بریدونو د اړخونو په اړه ځانګړي راپورونه خپاره کړي وو؛ خو دا ځل یې تر دې دمه د پېښې د تعقیب پر یوې عمومي اعلامیې بسنه کړې ده.

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي څېرو د کونړ د چاودنې په اړه د دې بنسټ د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بریدونو مخینه او په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د حضور تور

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې پاکستان په تېرو میاشتو کې په وار وار د کونړ ولایت او د افغانستان یو شمېر نورې ختیځې سیمې د خپلو هوایي بریدونو هدف ګرځولې دي.

په دې بریدونو کې ملکي وګړي هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکي وایي، چې د دې بریدونو هدف د تحریک طالبان پاکستان سنګرونه او مرکزونه وو.

اسلام‌اباد ادعا کوي، چې پاکستاني جنګیالي د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول کونړ، ننګرهار، خوست او پکتیکا کې د افغان طالبانو تر ملاتړ لاندې د دې هېواد پر ضد فعالیت کوي او شاوخوا شپږ زره د ټي‌ټي‌پي غړي په افغانستان کې حضور لري.

پاکستان همدا راز ادعا کوي، چې حافظ ګل بهادر او د ټي‌ټي‌پي یو شمېر نور مشران په افغانستان کې دي.

پاکستاني چارواکو د دې ادعاوو ترڅنګ، په افغانستان کې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو د مشرانو د شتون خبره هم کړې ده.

طالبانو دا تورونه رد کړي او وایي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

سره له دې، د کونړ خونړۍ چاودنې او د پېښې د رامنځته کېدو د ځای د څرنګوالي په اړه شکونو یو ځل بیا د افغانستان په ختیځو سیمو کې د بهرنیو وسله‌والو ډلو د فعالیت او له ملکي ځایونو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

د تلفاتو په شمېرو کې اختلاف، د چاودنې د علت په اړه بېلابېل روایتونه، د استوګنیزو کورونو ویجاړېدل او سیمې ته د خبریالانو او خپلواکو څارونکو د لاسرسي مخنیوي، د اسداباد په اندرسېر سیمه کې د رامنځته شوې پېښې په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

تر څو چې د خپلواکې څېړنې امکان برابر نه شي، د چاودنې اصلي علت او د تلفاتو رښتیني اړخونه به په ابهام کې پاتې وي.

د ریحان د ژوند وروستی سهار؛ خپله له خوبه پاڅېد، وېښتان یې ږمنځ کړل او ښوونځي ته روان شو

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰
•
زیار خان یاد
100%

ریحان د شنبې سهار د معمول خلاف خپله له خوبه پاڅېد، ځان یې جوړ کړ، هندارې ته ودرېد او خپل وېښتان یې ږمنځ کړل. مور یې ویلي، هره ورځ یې په ډېره سختۍ له خوبه راپورته کاوه، خو پرون یې عادت بدل و. اته کلن ریحان د کونړ مرکز اړوند د شګۍ کلي ښوونځي کې د وژل شویو ماشومانو له ډلې یو و.

د نوموړي یوه خپلوان افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې ریحان د یاد ښوونځي د دویم ټولګي زده کوونکی و، دی د مور وروستی او نازولی اولاد و. د هغه دوه نورو ورنه هم شته چې په اوم او پنځم ټولګي کې زده کړې کوي.

سرچینه زیاتوي چې د دغه وژل شوي ماشوم زده‌کوونکي پلار عبدالوهاب نومېږي او د تېر جهوري نظام په پوځ کې عسکر و. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه بې کاره دی او کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

د ریحان یوه ګاونډي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې له چاودنې وروسته یې عبدالوهاب ولید چې له کوره په بیړه د ښوونځي پر لور روان و. د سرچینې په وینا، پلار یې په ښوونځي کې هم د خپل زوی لټون وکړ، خو ویې نه موند. وروسته یوه بل کلیوال خبر ورکړ چې زوی یې ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوی دی.

عبدالوهاب چې روغتون ته ورسېد، هلته یې د خپل کشر زوی بې روحه جسد ولید چې د ده تر رسېدو څو دقیقې مخکې یې ساه ورکړې وه.

د هغه یو خپلوان چې د کورنۍ ښځینه غړي یې د ویر مراسمو کې د ریحان مور سره لیدلي وو کیسه کړې چې دغه ماشوم به هره ورځ په ډېرې سختۍ ښوونځي ته له خوبه پاڅېدو؛ خو د شنبې په سهار خپله پاڅېدلی دی.

سرچینې زیاته کړه: «موږ ته زنانه وو وویل چې مور یې کیسه کوله ریحان یې په شنه زور هر سهار ښوونځي ته را جیګولو. خو لکه اجل چې نیولی وي، په دې سهار خپله راپورته شو، شیشې ته ودرېدو، وېښتان یې هم خپله ږمنځ کړل او په خوشالۍ مکتب ته لاړو».

د سرچینو په وینا، کور ته د ریحان تر مړي راوړلو پورې یې مور د خپل زوی له مرګه نه وه خبره او د جنازې په ننوتلو سره یې په کور کې ژړاګانو کړیکې ټول کلی ونیوه. دوی د اسعد اباد اړوند کرهالې کلي په همدې شګۍ کلي کې ښوونځي ته نږدې اوسېږي.

د ریحان جنازه د شنبې په ورځ د مازیګر په څلور بجو شوې او د خپل کلي په هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

100%
د ریحان قبر - شګۍ کلی، کونړ

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې ښکاري چې د ریحان د مخ یوه اړخ ټپي دی او د وینو لیکې پکې ښکاري.

طالبانو د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۷مه د کونړ مرکز اړوند د شګۍ کلي ښوونځي تر څنګ د چاودنې له امله د لس کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی چې ۷ یې د ښوونځي زده‌کوونکي بللي دي. طالبانو ویلي چې پېښه د ښوونځي تر څنګ د کانونو د استخراج لپاره د زېرمه شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې. خو پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ښوونځي تر څنګ دغه کور چې پېښه پکې رامنځته شوې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي د بمونو جوړولو مرکز و.

دغه پېښه د ملګرو ملتونو په ګډون اروپايي ټولنې او ګڼو نړیوالو سازمانونو غندلې او د ماشومانو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی دی.

یوې فرانسوۍ ورځپاڼې له طالبانو سره د پاریس احتمالي هوکړه «شرموونکې معامله» بللې

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۱ GMT+۰
100%

فرانسوي رسنیو له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته لېږلو په اړه د پاریس د احتمالي هوکړې جزئیات خپاره کړي دي. د دې هوکړې له مخې، فرانسه به د افغانانو د بېرته منلو په برخه کې د طالبانو د همکارۍ په بدل کې په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک د دې ډلې استازو ته وسپاري.

د راپورونو بر بنسټ په فرانسه کې اوس مهال شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي.

فرانسوۍ ورځپاڼې «لو فیګارو» راپور ورکړی، چې فرانسې او طالبانو له څو میاشتو راهیسې د یوې احتمالي هوکړې لپاره پټې خبرې کړې دي. د دې هوکړې له مخې، پاریس به له فرانسې څخه د ایستل شویو افغانانو د منلو په بدل کې په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک د طالبانو استازو ته وسپاري.

دغې ورځپاڼې شنبې (د لیندۍ ۷مه) د مارګو بن په قلم په یوه خپاره شوي راپور کې دغه احتمالي هوکړه «شرموونکې معامله» بللې او لیکلي یې دي، چې د دې هوکړې عملي کېدل ښايي د افغانستان د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو د ګوښه کېدو او پر ځای یې د طالبانو د ټاکل شویو استازو د ګومارلو لامل شي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې هېڅ اروپايي هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او فرانسه هم واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې له دې ډلې سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه دي جوړې کړې.

په فرانسه کې ۱۰۰ زره افغانان او د کډوالو د ایستلو هڅې

فرانسه د شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوالو کوربه ده او د اروپايي هېوادونو په ډله کې د افغانانو یوه لویه ټولنه په دغه هېواد کې ژوند کوي.

فرانس انټر راډیو یکشنبې ( د لیندۍ ۸ مه) له طالبانو سره د پاریس د احتمالي هوکړې په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې د فرانسې حکومت غواړي هغه افغانان له دغه هېواد نه وباسي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي یا قانوني د استوګنې اسناد نه لري. په دغو کسانو کې ځینې د جرمونو د ترسره کولو مخینه هم لري.

د دې رسنۍ خبریال نیکولا پوینکاره ویلي، چې د فرانسې حکومت د دغو کسانو د بېرته لېږلو لپاره اړ شوی، له طالبانو سره خبرې وکړي. د هغه په وینا، د «لو فیګارو» د راپور له مخې، طالبان به د افغانانو د منلو په بدل کې په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک ترلاسه کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو تېره اوونۍ د دغه هېواد په ملي شورا کې وویل، پاریس غواړي هغه افغانان ژر تر ژره له هېواده وباسي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري او د فرانسوي چارواکو په اند، د دغه هېواد عامه نظم ته ګواښ پېښوي.

خو نوموړي ټینګار وکړ، چې فرانسه له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو نیت نه لري او له دې ډلې سره تخنیکي خبرې د هغوی د تایید یا په رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.

په پاریس کې د افغانستان د سفارت برخلیک

د احتمالي هوکړې یوه مهمه او حساسه برخه په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک طالبانو ته سپارل دي. دغه سفارت په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو په واک کې پاتې شوی دی.

«لو فیګارو» لیکلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان یو شمېر ډیپلوماتیکو استازولیو د طالبانو له ادارې سره له یوځای کېدو ډډه وکړه. دغو استازولیو له طالبانو سره د اړیکو له پرېکولو او له کابل څخه د بودجې له ترلاسه کولو پرته، خپلو ډیپلوماتیکو او قونسلي فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

په پاریس کې د افغانستان سفارت هم لا د فرانسې له کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو سره همکاري کوي او د بېلګې په توګه، له دغه هېواد نه د هغو افغانانو د بېرته لېږلو لپاره یې قونسلي اسناد صادر کړي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري.

په فرانسه کې د افغانستان سفیر محمد همایون عزیزي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې په دغه دنده کې دی، د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په برخه کې د افغانستان استازیتوب هم کوي. د دې سازمان مرکزي دفتر په پاریس کې دی.

«لو فیګارو» راپور ورکړی، چې د بحث لاندې طرحې له مخې، فرانسه به د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو ډیپلوماتیک اعتبار لغوه کړي، له هغوی به وغواړي چې د سفارت ودانۍ پرېږدي او پر ځای به یې د طالبانو له‌خوا ټاکل شوي استازي وګوماري.

د دې طرحې په عملي کېدو سره به په اروپا کې د افغانستان د یوه مهم ډیپلوماتیک استازولۍ واک طالبانو ته وسپارل شي.

فرانسه: تخنیکي خبرې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په پنځمه له طالبانو سره د تخنیکي خبرو پیل تایید کړ. د دغو خبرو موخه له دغه هېواد نه د هغو افغانانو بېرته لېږل دي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري.

د دغه وزارت ویاند پاسکال کنفرو ویلي، چې فرانسه طالبان په رسمیت نه پېژني او د دې ډلې د رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ پلان نه لري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو هم په ملي شورا کې د هغو افغانانو د ایستلو پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د فرانسوي چارواکو په اند، د دغه هېواد عامه نظم ته ګواښ پېښوي. نوموړي ورته مهال د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو تګلاره په کلکه وغندله.

هغه وویل، طالبان ښځې له زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او کار کولو محرومې کړې دي او اوس هڅه کوي چې د هغوی نومونه هم له عامه ژوند څخه لرې کړي.

افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه اندېښنې

د «لو فیګارو» په راپور کې د پناه غوښتونکو د حقونو د مدافع بنسټونو هغه اندېښنې هم رااخیستل شوې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه یې لري.

د «فرانسه د پناه ځای» په نوم د فرانسوي سازمان مشر وینسنټ بوګران د پناه غوښتونکو هغو هېوادونو ته د نه ستنولو اصل ته په اشارې ویلي، چې هلته د شکنجې، وژل کېدو یا زنداني کېدو له خطر سره مخ وي. هغه ویلي، دا اصل یو نړیوال حقوقي مکلفیت دی او په اړه یې خبرې او جوړجاړی نه شي کېدای.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېڅ دلیل نه شي کولی د هغو کسانو بېرته لېږل توجیه کړي، چې په خپل هېواد کې یې ژوند له خطر سره مخ وي.

دا اندېښنه هم شته، چې فرانسوي چارواکي به څنګه ډاډ ترلاسه کړي، چې بېرته افغانستان ته لېږل شوي افغانان به د شکنجې، زنداني کېدو او یا د ژوند د ګواښ له خطر سره نه مخ کېږي.

له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو د اړیکو مخینه

فرانسې په ۱۴۰۰ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته په کابل کې خپل سفارت وتاړه او له دې ډلې سره یې رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه کړې جوړې؛ خو پاریس په تېرو کلونو کې له طالبانو سره، په ځانګړې توګه د امنیتي او بشري مسایلو په اړه، محدودې اړیکې ساتلې دي.

د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه د تخنیکي خبرو پیل تایید کړ. دا اقدام د هغو اروپايي هېوادونو د هڅو په دوام کې شوی، چې غواړي د افغان کډوالو بېرته ستنول اسانه کړي.

د «لوموند» ورځپاڼې د راپور له مخې، جرمني د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې له کابل سره مستقیمې تخنیکي خبرې پیل کړې او ناروې هم د همدې کال په مارچ کې په اوسلو کې د افغانستان د سفارت واک د طالبانو استازو ته وسپاره.

همداراز، د جون په میاشت کې د طالبانو لوړپوړو چارواکو په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د شاوخوا ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره په یوه غونډه کې د هغو افغانانو د بېرته لېږلو په اړه خبرې کړې، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

جرمني په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ افغانان هم له خپل هېواده ایستلي، چې ډېری یې هغه نارینه وو چې له کورنیو پرته یې ژوند کاوه.

روسیې په ۲۰۲۵ کال کې طالبان په رسمیت وپېژندل او په دې کار سره لومړنی هېواد شو، چې دغه ګام یې پورته کړ. نورو هېوادونو تر اوسه د طالبانو له رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.