• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه: د اوکراین تر ۱۰۰۰ زیات ډرونونه مو راغورځولي دي

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۳ GMT+۰

روسي چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د شپې له خوا یې د اوکراین تر ۱۰۰۰ زیات بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) راغورځولي، چې سلګونه یې د مسکو پر لور روانې وې.

دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوې، چې روسیې ادعا کړې وه د شپې مهال یې د اوکراین تر ۱۲۰۰ زیات ډرونونه له منځه وړي دي.

په وروستیو میاشتو کې اوکراین او روسیې دواړو خپل هوايي بریدونه زیات کړي، په داسې حال کې چې جګړه پنځم کال ته داخله شوې ده.

د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې سهار ویلي، چې د هوايي دفاع ځواکونو یې د مسکو په ګډون د روسیې په تر ۱۲ زیاتو سیمو کې د اوکراین ۱۰۱۷ ډرونونه راغورځولي دي.

د مسکو ښاروال سرګې سوبیانین ویلي، چې تر ۵۰۰ زیات ډرونونه د پلازمېنې د سیمې پر لور ورغلي وو.

د امریکا متحده ایالتونو هڅې، چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا د تر ټولو خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړي، تر اوسه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلې، پرته له دې چې د جګړې د بندیانو د تبادلې په اړه ځینې هوکړې شوې دي

ډېر لیدل شوي

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو
۱

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو

۲

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و

۳

د پنجشېري ځوانانو د وژل کېدو په اړه غبرګونونه؛ مقاومت جبهې دا پېښه سیستماتیکه وژنه بللې ده

۴

طالبان: پنځو کلونو کې مو د ډیورند کرښې په ګډون سرحدي سیمو کې تر ۱۰۰۰ ډېرې پوستې جوړې کړي

۵

متقي د پاکستان له جګړې سره په تړاو: مهمه دا ده چې د جګړې ډګر څوک ګټي

•
•
•

نور خبرونه

پاکستان سعودي عربستان ته د خپلو پوځیانو د استولو پرېکړه کړې

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۰
100%

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د پوځ یو شمېر سرتېري به د یوه ماموریت ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته واستول شي. د دغو سرتېرو د بدرګې مراسم تېره ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د دفاع وزیر او د سعودي عربستان د سفیر په حضور کې ترسره شوي.

د پاکستان پوځ یکشنبې ( د لیندۍ ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سرتېري به د دواړو هېوادونو د دفاعي هوکړو په چوکاټ کې د سعودي عربستان په خاوره کې خپلې سپارل شوې دندې ترسره کړي. په خبرپاڼه کې د لېږل کېدونکو سرتېرو شمېر، د ماموریت د پیل کره نېټه او د هغوی د ځای پر ځای کېدو سیمه نه ده په ډاګه شوې.
د پاکستان له روري سعودي عربستان ته د نویو سرتېرو لېږل داسې مهال ترسره کیږي، چې دغو دوو هېوادونو او ترکیې د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې د «مکې د ګډ دفاعي تړون» په چوکاټ کې درې اړخیز دفاعي هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، پر یوه هېواد وسله‌وال برید د درې واړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر میاشتې په ۲۷مه ویلي و، چې د دغه تړون د سیاسي او دفاعي ستراتیژیکې کمېټې په غونډه کې درې واړو هېوادونو د سیمې د امنیتي وضعیت او د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. په دې غونډه کې د سعودي عربستان پر ملکي او اقتصادي بنسټونو د حوثیانو بریدونه هم وغندل شول او درې واړو هېوادونو د سعودي عربستان د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ ډاډ ورکړ.
تر دې وړاندې، رویټرز خبري اژانس د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۸مه په یوه راپور کې سعودي عربستان ته د شاوخوا اته زره پاکستاني سرتېرو، او ۱۶ جنګي الوتکو د یوې ډلې، د بې‌پیلوټه الوتکو د دوو ډلو او د هوايي دفاعي سیستم د لېږلو خبر ورکړی و. دغه ځواکونه او پوځي تجهیزات د دواړو هېوادونو د دفاعي همکاریو په چوکاټ کې ځای پر ځای شوي وو.
خو دا شمېرې د مې میاشتې د راپور اړوند دي او لا څرګنده نه ده، چې اوس د بدرګې مراسمو ته چمتو شوي سرتېري څو تنه دي او ایا د پخوانیو ځواکونو برخه دي او که نوي سرتېري دي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري تر دې وړاندې ویلي وو، چې د دغه هېواد سرتېري له څو لسیزو راهیسې په سعودي عربستان کې حضور لري او د روزنې او پوځي همکاریو په ګډون په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي. نوموړي د سرتېرو د شمېر او د هغوی د ځای پر ځای کېدو د څرنګوالي له څرګندولو ډډه کړې ده.
پاکستان وايي، چې د خپلو سرتېرو د ماموریت موخه د سعودي عربستان دفاع او د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه ده. د پاکستان د پوځ ویاند هم ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد د یمن د کورنۍ جګړې برخه نه ده او ماموریت یې د سعودي عربستان دفاع ده.

انتونیو ګوترېش: فلسطینیان د خپلواکۍ او خپل برخلیک ټاکلو حق لري

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۷ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، فلسطینیان د کرامت، عدالت او خپل برخلیک ټاکلو حق لري. هغه د غزې د تاوتریخوالي درولو، بشري مرستو ته د لاسرسي، د اشغال پای ته رسولو او د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، نن یکشنبه (لیندۍ ۸مه ) پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، له فلسطینیانو سره پیوستون باید یوازې د هغوی د کړاوونو د لیدلو او شاهد پاتې کېدو په معنا نه وي، بلکې د دغو کړاوونو د پای ته رسولو او د ناقانونه اشغال د درولو لپاره باید عملي اقدامات وشي.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په غزه کې د لا زیاتو تاوتریخوالو او ویجاړیو د مخنیوي، بشري مرستو ته د بې‌خنډه لاسرسي او د سیمې د رښتینې بیارغونې لپاره ټولې هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت‌المقدس کې د مېشتېدونکو د تاوتریخوالي، د مېشت‌ځایونو د پراختیا، د کورونو د ویجاړولو، د خلکو د اېستلو، د ځمکو د نیولو او د الحاق د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د فلسطینیانو د خپل برخلیک ټاکلو د مشروع حق له تحقق پرته په منځني ختیځ کې سوله ناشونې ده او ملګري ملتونه به د دوو دولتونو د حل‌لارې په ملاتړ کې خپلې ژمنې ته دوام ورکړي.

د ګوترېش د پیغام له مخې، د دې حل‌لارې پر بنسټ باید دوه خپلواک، د ملي حاکمیت لرونکي او ډیموکراتیک دولتونه، اسراییل او فلسطین، د ۱۹۶۷ کال له جګړې مخکې د کرښو پر بنسټ، په خپلو خوندي او په رسمیت پېژندل شویو پولو کې د سولې او امنیت تر څنګ ژوند وکړي.

هغه زیاته کړې چې غزه او لوېدیځه غاړه باید د فلسطیني دولت نه بېلېدونکې برخې وي او بیت‌المقدس باید د دواړو دولتونو پلازمېنه وي.

ګوترېش د خپل پیغام په پای کې ویلي، نړیواله ټولنه باید د داسې راتلونکي لپاره په ګډه کار وکړي چې فلسطیني ماشومان له وېرې پرته زده‌کړې وکړي، کورنۍ یې له بې‌ځایه کېدو پرته ژوند وکړي او فلسطینیان بشپړه ملي خپلواکي او حاکمیت ترلاسه کړي.

هغه ټینګار کړی چې فلسطینیان او اسراییلیان دواړه باید له سولې، عدالت، امنیت او انساني کرامت څخه برخمن وي.

د فلسطین او اسراییل شخړه څو لسیزې پخوانۍ ده او د سیمې پر ځمکنۍ، سیاسي او ملي خپلواکۍ د حقونو پر سر رامنځته شوې ده. په ۱۹۴۷ کال کې ملګرو ملتونو د فلسطین د وېش طرحه تصویب کړه، چې له مخې یې باید یو عربي او بل یهودي دولت جوړ شوی وای. په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییل له خپلواکۍ اعلان وروسته جګړه پیل شوه، چې له امله یې سلګونه زره فلسطینیان له خپلو کورونو بې‌ځایه شول.

په ۱۹۶۷ کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال اسراییل د غزې تړانګه، لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت‌المقدس ونیول. له هغه راهیسې د فلسطین د خپلواک دولت، د اشغال شویو سیمو، مېشت‌ځایونو او کډوالو د بېرته ستنېدو موضوعات د شخړې له مهمو مسایلو پاتې شوي دي.

د ۱۹۴۸ کال د مې په ۱۴مه اسراییل خپلواکي اعلان کړه او ورپسې د اسراییل او ګاونډیو عربي هېوادونو ترمنځ جګړه پیل شوه. د دې جګړې په پایله کې شاوخوا ۷۰۰ زره فلسطینیان له خپلو کورونو وتلو یا بې‌ځایه کېدو ته اړ شول فلسطینیان دې پېښې ته «نکبه» یا ستر ناورین وایي.

اسراییل په ۲۰۰۵ کال کې خپل ځواکونه او مېشت‌ځایونه له غزې وایستل، خو په ۲۰۰۷ کال کې د حماس له خوا د غزې تر کنټرول وروسته یې پر دغه تړانګه کلابندي ولګوله. په ورپسې کلونو کې د اسراییل او فلسطیني وسله‌والو ډلو ترمنځ څو ځله جګړې او نښتې وشوې او لا هم دوام لري.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسراییل برید او د اسراییلي وګړو وژل کېدل او یرغمل نیول د جګړې د یوې بلې پراخې څپې د پیل لامل شول. اسراییل په ځواب کې پر غزه پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې د پراخو مرګ‌ژوبلو، ویجاړیو او د خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل شول.

تر اوسه د دې شخړې اساسي لانجې د فلسطیني دولت جوړېدل، د اسراییل له خوا د نیول شویو سیمو وضعیت، د بیت‌المقدس برخلیک، د فلسطیني کډوالو د بېرته ستنېدو حق، امنیت او د سرحدونو ټاکل دي.

د مکې تړون؛ پاکستان او ترکیه د حوثیانو پر وړاندې سعودي عربستان ته د ملاتړ ورکړ

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۰
100%

د پاکستان او ترکیې چارواکو د جمعې په ورځ د «مکې دفاعي تړون» په چوکاټ کې ژمنه وکړه چې د ایران په ملاتړ د حوثي یاغیانو د پرله‌پسې بریدونو پر وړاندې به د سعودي عربستان ملاتړ کوي.

پاکستاني چارواکو ویلي، درې واړو هېوادونو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل، په دې غونډه کې هوکړه وشوه چې د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافونو د سوله‌ییز حل لپاره هڅې دوام ومومي.

ډار زیاته کړه، درې واړو لورو په یمن کې د حوثي یاغیانو هغه بریدونه یو ځل بیا وغندل چې د ایران ملاتړ ورسره دی او په سعودي عربستان کې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات یې په نښه کړي دي.

هغه وویل، درې واړو هېوادونو د دفاعي تړون په چوکاټ کې د سعودي عربستان د امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

پاکستان او ترکیه: د مکې دفاعي تړون یوازې دفاعي بڼه لري

د جمعې په ورځ د مکې د ګډ دفاعي تړون په چوکاټ کې د ستراتیژیکو، سیاسي او دفاعي چارو د کمېټې غونډه وشوه. دغه تړون د اګست په میاشت کې د سعودي عربستان په مکه ښار کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف، د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا لاسلیک شوی و.

ترکي چارواکو ویلي، انقره سعودي عربستان ته د پوځي مرستو د لېږلو په اړه ارزونه کوي؛ خو ټینګار یې کړی چې د مکې تړون دفاعي ماهیت لري او هېڅ ترکي پوځي ځواک به په یمن کې د جګړې یا د حوثيانو پر ضد د برید لپاره ونه لېږل شي.

پاکستان هم دغه تړون یوازې دفاعي بللی او ویلي یې دي چې دا تړون د ایران په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد نه دی؛ بلکې د امنیتي او ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د درې واړو هېوادونو د ګډې ارادې څرګندونه کوي.

په همدې حال کې د ترکیې د جمعې ورځې په رسمي جریده کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان درې‌اړخیز دفاعي تړون په رسمي ډول تایید کړی او په دې سره په ترکیه کې د دغه تړون د تصویب بهیر بشپړ شوی دی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د ترکیې پارلمان دغه تړون د ۲۷۹ موافقو او ۱۱۹ مخالفو رایو په پایله کې تصویب کړی و. د پارلمان ځینو مخالفو ګوندونو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی و. هغوی استدلال کاوه چې دغه تړون ښايي ترکیه په سیمه‌ییزو جګړو کې ښکېله کړي او د دغه هېواد سرتېري له خطر سره مخامخ کړي.

درې واړه هېوادونه په ایران کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، د مکې د ایتلاف غړي هېوادونه د دغه ایتلاف د جوړښتونو او بنسټیزو وړتیاوو د پیاوړتیا هڅو ته دوام ورکوي. د هغه په وینا، دغه ایتلاف په سیمه کې د امنیت، ثبات او هوساینې د ټینګښت په موخه جوړ شوی دی.

فیدان زیاته کړې، د ایتلاف غړي د ګډ لیدلوري او مسوولیت پر بنسټ هڅه کوي خپلې مشورې او همغږي پراخه کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر په دې غونډه کې ګډون کړی و. د سعودي عربستان له لوري د دغه هېواد د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز هم حاضر وو.

خواجه اصف تر دې وړاندې ویلي وو چې پاکستان به د حوثي وسله والو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان د دفاع لپاره له «هرې هغې وسیلې» کار واخلي چې په واک کې یې لري.

پاکستان له قطر او د منځني ختیځ له ځینو نورو هېوادونو سره هم همکاري کوي، څو امریکا او ایران بېرته د خبرو مېز ته کېنوي او د جګړې پای ته رسېدو ته وهڅوي. پاکستان د جون په میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ د یوه لنډمهاله تړون په منځګړیتوب کې هم رول درلود.

د دغو درېیو هېوادونو په تېره غونډه کې چې په ریاض کې جوړه شوې وه، لورو ژمنه کړې وه چې د ګډې دفاع ژمنې به سمدستي عملي کوي. په دغو ژمنو کې سعودي عربستان ته د هوکړه شویو پوځي ځواکونو او وړتیاوو د چټک لېږد ترتیبات هم شامل دي.

د دغه تړون له مخې، د ایتلاف دارالانشا په سعودي عربستان کې جوړه شوې او د پاکستان متقاعد جنرال نعمان محمود د دغه ایتلاف د لومړي سرمنشي په توګه ټاکل شوی دی.

دغه تړون د لسو کلونو لپاره پر غړو هېوادونو اجباري دی او له دې مودې وروسته هر غړی هېواد کولای شي له تړونه ووځي، خو باید درې میاشتې مخکې یې خبر ورکړي.

وای‌نت: موساد له امریکا پرته پر ایران د برید ملاتړ کړی دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۰
100%

د ایران او اسراییل ترمنځ د احتمالي جګړې د پراخېدو په درشل کې د موساد مشر له امریکا پرته پر ایران د برید ملاتړ کړی، خو د اسراییل پوځ ګډ عملیات غوره ګڼي. بل‌خوا، تهران ګواښ کړی، چې په احتمالي راتلونکې جګړه کې به د امریکا پوځي اډې، اقتصادي ګټې او تاسیسات په نښه کړي.

د اسراییل د «وای‌نت» خبري وېب‌پاڼې د موساد د مشر رومن ګوفمن له قوله لیکلي، چې د ایران د کیمیاوي وسلو د احتمالي پروګرام په اړه د اندېښنو له امله د دغه هېواد پر وړاندې د اسراییل د یو اړخیز پوځي برید ملاتړ کړی او باور لري، که اړتیا وي، اسراییل باید د امریکا له ګډون پرته هم اقدام وکړي.

د راپور له مخې، اسراییلي چارواکي د جنورۍ په لومړیو کې د امریکا د نوي کانګرس د کار تر پیل مخکې موده د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام لپاره یو مناسب فرصت ګڼي.

وای‌نت لیکلي، ګوفمن باوري دی چې د پوځي اقدام نور ځنډ ښايي ایران ته فرصت ورکړي چې د کیمیاوي وسلو له پروګرام سره تړلې وړتیاوې پراخې کړي او په دې توګه د دغه ګواښ مخنیوی لا ستونزمن شي.

خو د اسراییل د پوځ لوی درستیز ایال زامیر سره له دې چې د یاد ګواښ په اړه اندېښنه لري، باوري دی، چې خطر لا هم بېړنی نه‌دی. نوموړی غوره ګڼي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجازې ته انتظار وکړي، څو پوځي عملیات له امریکا سره په ګډه ترسره شي.

بل‌خوا، د ایران د ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو مرستیال سیروس امان‌اللهي د دغه هېواد دولتي خبري اژانس «ایرنا» ته ویلي، که دښمنانو تر اوسه په بېلابېلو سیمو کې ځمکني عملیات نه‌دي کړي، لامل یې د خلکو حضور دی.

امان‌اللهي د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۶مه) ویلي: «موږ باور لرو چې باید د شهیدانو لاره تعقیب کړو او تر وروستي کس پورې به اجازه ورنه‌کړو چې دښمن د ایران خاورې ته ننوځي او په هره بیه به د خپل هېواد دفاع وکړو».

نوموړي زیاته کړې: «د هر دښمن پر وړاندې، د هغه له هر ډول وړتیا سره، چې زموږ پولو ته په بده سترګه وګوري، تر هغه وخته به مقاومت کوو چې زموږ په رګونو کې وینه روانه وي».

د ایران د ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو مرستیال همدارنګه ادعا کړې، چې د وسله‌والو ځواکونو، په ځانګړي ډول د ځمکنیو ځواکونو جنګي چمتووالی د دغه هېواد د مشر او د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په رهبرۍ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې، د ایران د پارلمان د اهواز استازي مجتبی یوسفي هم د احتمالي راتلونکې جګړې په اړه امریکا ته خبرداری ورکړی دی.

یوسفي د جمعې په ورځ د «دیدبان ایران» وېب‌پاڼې ته ویلي، په راتلونکې جګړه کې به د امریکا اقتصادي ګټې، په اروپا او سیمه کې د دغه هېواد پوځي اډې او هغه زیربناوې چې له امریکا سره همکاري کوي، د ایران مشروع هدفونه وي.

نوموړي ګواښ کړی، چې په سیمه او اروپا کې د امریکا د ملاتړو زیربناوو ته زیان رسول به په راتلونکې جګړه کې نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

د ایران د پارلمان دغه غړي زیاته کړې: «دا یو حقیقت دی چې پر امریکا باور ګټه نه‌لري او په راتلونکې جګړه کې به هغوی د ۴۰ ورځنۍ جګړې پرتله ډېر زیان وویني، چې ځینې زیانونه به یې نه جبرانېدونکي وي».

یوسفي د ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول د عراق له لوري د ځمکنۍ محاصرې د احتمال په اړه هم ویلي، که د ګاونډیو هېوادونو مشران د ټرمپ د غوښتنو له مخې عمل وکړي، ایران د متقابل اقدام لپاره لازم وسایل او امکانات لري.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان: جګړې، بې‌وزلي او د مرستو کمښت د ماشومانو ودونه ډېر کړي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۵ GMT+۰
100%
د انځور په اړه د پېژندنې لپاره یوازې د فایل نوم ورکړل شوی؛ په انځور کې څه ښکاري، نه دي معلوم.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې وسله‌والې شخړې، اقتصادي فشارونه، اقلیمي ناورینونه او د نړیوالو مرستو کمښت د دې لامل شوي، چې ډېری کورنۍ خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کولو ته اړې کړي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، نړۍ تر ۲۰۳۰ کال پورې د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو په تړاو له خپلې کړې ژمنې شاته پاتې ده.

دغه راپور د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) د ماشومانو، کم‌عمره او جبري ودونو د له منځه وړلو له لومړۍ نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله خپور شوی دی.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان ویلي، چې هر کال په نړۍ کې ۱۲ میلیونه له ۱۸ کلونو کم‌عمره نجونې واده کېږي. دا شمېره په هره دقیقه کې د ۲۳ نجونو او په هرو درېیو ثانیو کې د یوې نجلۍ له واده سره برابره ده.

د ماشومانو د حقونو دغه مدافع بنسټ ویلي، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په نړۍ کې د ماشومانو د ودونو کچه یوازې ۳،۴ سلنه راټیټه شوې او له ۲۱،۹ سلنې څخه ۱۸،۵ سلنې ته رسېدلې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې په تېرو دوو کلونو کې په دې برخه کې نږدې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او د اوسني بهیر دوام د راتلونکو څلورو کلونو په ترڅ کې د ماشومانو د ودونو د له منځه وړلو هدف له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د دغه راپور په یوې برخه کې د جګړو ځپلو سیمو بحراني وضعیت ته هم اشاره شوې ده. د ملګرو ملتونو د هغو شمېرو له مخې، چې په راپور کې خپرې شوې، په غزه کې د ۲۰۲۶ کال په دویمې درېیو میاشتو کې د کم‌عمره او جبري ودونو پېښې د همدې کال د لومړۍ درې‌میاشتې پرتله ۱۲۳ سلنه زیاتې شوي، چې ۱۶ سلنه قربانیان یې له ۱۲ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکې نجونې دي.

د دغه سازمان په وینا، له دې شاتګ سره سره، د بنګله‌دېش او سیرالیون په څېر هېوادونو تجربې ښيي، چې بدلون ممکن دی. په بنګله‌دېش کې د نجونو پر زده‌کړو د دوامدارې پانګونې او د ټولنیز ملاتړ له لارې د ماشومانو د ودونو کچه له ۶۲،۷ سلنې څخه ۴۷،۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د دغه سازمان د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي برخې نړیوالې لوړپوړې سلاکارې راهیناتو ادامو حسینې ویلي: «د ماشومانو ودونه کلتوري اړتیا نه‌ده، بلکې هغه ضرب‌الاجل دی، چې یوه نجلۍ ته د خپل ژوند د کیسې د لیکلو له فرصت وړاندې پر هغې تپل کېږي او د زده‌کړو، روغتیا او ازادۍ حقونه یې تر پښو لاندې کوي».

دغه سازمان له حکومتونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د زیانمنونکو کورنیو د ملاتړ پروګرامونو بودجه او د نجونو پر زده‌کړو پانګونه په بېړنۍ توګه زیاته کړي.

ملګرو ملتونو هم د ماشومانو، کم‌عمره او جبري ودونو د له منځه وړلو د لومړۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې هر کال په نړۍ کې تر ۱۲ میلیونو ډېرې نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي. د دغو شمېرو له مخې، په هرو درېیو ثانیو کې یوه نجلۍ په کم عمر کې واده کېږي.

په افغانستان کې د یونیسف د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د څو برخو سروې له مخې، له ۲۰ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ښځو شاوخوا ۲۸،۷ سلنه یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی دی. په ځینو سیمو کې دغه کچه نږدې ۵۰ سلنې ته رسېږي.

د طالبانو له‌خوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز او پر ښځو پراخ محدودیتونه هغه مهم عوامل دي، چې د کم‌عمره او جبري ودونو خطر زیاتوي. د ملګرو ملتونو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی، چې له زده‌کړو، اقتصادي فرصتونو او خپلواکۍ څخه د نجونو محرومول، هغوی په کم عمر کې د واده له ګواښ سره لا ډېر مخ کوي.