پاکستاني چارواکو ویلي، درې واړو هېوادونو د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل، په دې غونډه کې هوکړه وشوه چې د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافونو د سولهییز حل لپاره هڅې دوام ومومي.
ډار زیاته کړه، درې واړو لورو په یمن کې د حوثي یاغیانو هغه بریدونه یو ځل بیا وغندل چې د ایران ملاتړ ورسره دی او په سعودي عربستان کې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات یې په نښه کړي دي.
هغه وویل، درې واړو هېوادونو د دفاعي تړون په چوکاټ کې د سعودي عربستان د امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.
پاکستان او ترکیه: د مکې دفاعي تړون یوازې دفاعي بڼه لري
د جمعې په ورځ د مکې د ګډ دفاعي تړون په چوکاټ کې د ستراتیژیکو، سیاسي او دفاعي چارو د کمېټې غونډه وشوه. دغه تړون د اګست په میاشت کې د سعودي عربستان په مکه ښار کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف، د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا لاسلیک شوی و.
ترکي چارواکو ویلي، انقره سعودي عربستان ته د پوځي مرستو د لېږلو په اړه ارزونه کوي؛ خو ټینګار یې کړی چې د مکې تړون دفاعي ماهیت لري او هېڅ ترکي پوځي ځواک به په یمن کې د جګړې یا د حوثيانو پر ضد د برید لپاره ونه لېږل شي.
پاکستان هم دغه تړون یوازې دفاعي بللی او ویلي یې دي چې دا تړون د ایران په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد نه دی؛ بلکې د امنیتي او ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د درې واړو هېوادونو د ګډې ارادې څرګندونه کوي.
په همدې حال کې د ترکیې د جمعې ورځې په رسمي جریده کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان درېاړخیز دفاعي تړون په رسمي ډول تایید کړی او په دې سره په ترکیه کې د دغه تړون د تصویب بهیر بشپړ شوی دی.
د روانې میاشتې په لومړیو کې د ترکیې پارلمان دغه تړون د ۲۷۹ موافقو او ۱۱۹ مخالفو رایو په پایله کې تصویب کړی و. د پارلمان ځینو مخالفو ګوندونو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی و. هغوی استدلال کاوه چې دغه تړون ښايي ترکیه په سیمهییزو جګړو کې ښکېله کړي او د دغه هېواد سرتېري له خطر سره مخامخ کړي.
درې واړه هېوادونه په ایران کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، د مکې د ایتلاف غړي هېوادونه د دغه ایتلاف د جوړښتونو او بنسټیزو وړتیاوو د پیاوړتیا هڅو ته دوام ورکوي. د هغه په وینا، دغه ایتلاف په سیمه کې د امنیت، ثبات او هوساینې د ټینګښت په موخه جوړ شوی دی.
فیدان زیاته کړې، د ایتلاف غړي د ګډ لیدلوري او مسوولیت پر بنسټ هڅه کوي خپلې مشورې او همغږي پراخه کړي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر په دې غونډه کې ګډون کړی و. د سعودي عربستان له لوري د دغه هېواد د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز هم حاضر وو.