
ایران د یوه افغان په ګډون ۵ کسان اعدام کړي دي
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې ددغه هېواد حکومت د یو افغان په ګډون ۵ کسان د کرج ښار په قزلحصار زندان کې اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې ددغه هېواد حکومت د یو افغان په ګډون ۵ کسان د کرج ښار په قزلحصار زندان کې اعدام کړي دي.

په اسراییل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي وايي، که څه هم واشنګټن د یوې هوکړې غوښتونکی دی، خو پر دې جدي شک لري چې ایران به خپلو ژمنو، په ځانګړي ډول د اټومي او توغندیزو پروګرامونو په برخه کې، پابند پاتې شي.

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو، برېښناکوټونو او د برېښنا د وېش پر شبکو پراخ هوایي بریدونه کړي او دغه هېواد یې هممهاله له سختې ژمنۍ یخنۍ سره مخ کړی دی.

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا ایالت کې د اسلام اباد په شیعه وو جومات کې د مرګوني چاودنې په تړاو د څلورو کسانو د نیولو اعلان وکړ. یوې پاکستاني امنیتي سرچینې رویټرز ته وویل چې دا کسان د دوو جلا استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې په پکتیا ولایت کې یې د راستنېدونکو او اړمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو او غنمو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، چې په بلوچستان کې وروستۍ پېښې په هیڅ ډول غیر معمولي نه دي او ګواښونه لاهم شتون لري. هغه زیاتوي، چې په یو وخت کې پراخ بریدونه د پاکستان د استخباراتي ادارو جدي ناکامي په ګوته کوي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام لوړپوړی مشر او پخوانی سناتور، حافظ حمدالله، په دغه هېواد کې د وروستیو امنیتي پېښو په اړه د امنیتي او استخباراتي ادارو پر فعالیتونو جدي پوښتنې راپورته کړي دي. هغه ویلي، د پاکستان امنیتي ستونزې د کورنیو ناکامیو پایله ده نه د «افغانستان ترهګري»

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ وايي، د پاکستان په لاهور ښار کې یوې غونډې ته د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په تړاو خبرې کوي. بېنټ به د پاکستان د بشري حقونو فعالې عاصمه جهانګیر په یاد جوړې شوې غونډه کې د ګډون ترڅنګ وینا هم وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت یو پلاوی اندونیزیا ته لاړ. دوی په هغه ناسته کې د ګډون په موخه سفر کوي چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د ګډو هڅو په موخه جوړه شوې ده.

د طالبانو د بدخشان ولایت امنیې قومندانۍ ویلي، چې د دې ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په «سمدر» سیمه کې یوې درې ته د فلانکوچ ډوله موټر د لوېدو له امله ۱۲کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د یوې نجلۍ د جبري اعتراف د ویډیو خپریدو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پام ځانته اړولی دی. په ویډیو کې نجلۍ چې د هلکانو جامې یې اغوستې دي وايي چې هغه د خپلو خویندو د ساتنې او پالنې لپاره کار کولو ته اړ شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د یورانیمو د غني کولو کچه د هېواد له اړتیاوو سره تړاو لري او ټینګار یې کړی چې غني شوی یورانیم به له ایران څخه ونه ایستل شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت بهرنیو پانګوالو ته د افغانستان لس کلنې اقامې د ورکولو پروسه تایده کړه. په دې اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د پانګونې مقدار ته په کتو د اقامې ورکړه په کټهګوریو وویشي او راپور یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکي تاستې ته وړاندې کړي.

د امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون د دغه هېواد له ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتي چې افغانستان د «ځانګړې اندېښنې وړ هېواد»په توګه اعلان کړي. د دې کمېسیون یوه چارواکي سټیفن شېنګ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دا پرېکړه کولی شي پر طالبانو د پراخو بندیزونو د لګولو زمینه برابره کړي.

د افغانستان د ملي لوبډلې توپوهونکی رحمان الله ګربز وايي، چې د نوموړي د بنسټ کارونه نیمګړي پاتې دي او نشی کولی چې د پاکستان په لیګ یا پي اېس اېل کې ګډون وکړي. د پېښور زلمي لوبډلې ویلي و، چې ګربز به سږ کال د پاکستان سوپر لیګ (پياېساېل) کې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره ولوبېږي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په پروان او ارزګان ولایتونو کې یې د دریو ښځو په ګډون ۹ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ښارګوټي ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې د توپوګرافي سروې او جي ای ایس چارې ترسره کړې. دوی زیاتوي، د سروې موخه د کونړ زلزله ځپلو لپاره د وړاندیز شوې ساحې په د منظم او معیاري ښارګوټي د جوړولو پلان برابرول وو.

داعـ.ش د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د شیعه وو په یوه جومات کې د مرګوني برید مسوولیت په غاړه واخیست. دغه ډلې ویلي چې بریدګر د خپل ځانمرګي واسکټ د چاودولو دمخه په امنیتي ساتونکو ډزې وکړې. پاکستاني چارواکو ویلي چې په دې برید کې ۳۱ کسان وژل شوي او له ۱۶۰ څخه ډیر ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي، په دغه ولایت کې د روان کال له پیله تر اوسه ۴۸ د اورلګېدنې پېښې ثبت شوې دي. د دوی په وینا، په یادو پېښو کې ځاني زیان نه دی اوښتی، خو شاوخوا ۲،۴ میلیونه افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د ترافیکو پولیسو د عمومي ریاست منسوبینو ته د ښارونو په کچه د ترافیکي نظم پیاوړتیا او د خدماتو د ښه کېدو په موخه یو شمېر نوې او عصري موټرې وړکړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي، چې د سوډان په شمالي کردفان ایالت کې پر یوه مرستندویه کاروان د ډرون برید له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي. دا برید داسې مهال شوی، چې کاروان د خوړو نړیوال پروګرام لپاره د مرستو لېږد کاوه.