
د افغان رسنیو ملاتړ سازمان د پاکستاني پولیسو لهخوا د افغان خبریال پر نیولو اندېښنه ښودلې
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د پولیسو لهخوا د افغان خبریال پروېز امینزاده پر نیولو اندېښنه ښودلې او دغه اقدام یې د بشري حقونو، بیان ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب له اصولو سره په ټکر کې یاد کړی.



















