
وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا په سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
وحیدالله صدیقي د ټایلنډ په کوربهتوب د بدن ښکلا په اسیايي سیلایو کې ۱۷۰ ساتني متره قد لرونکو ورزشکارانو په ډله کې د سپینو زرو مډال وګاټه.

وحیدالله صدیقي د ټایلنډ په کوربهتوب د بدن ښکلا په اسیايي سیلایو کې ۱۷۰ ساتني متره قد لرونکو ورزشکارانو په ډله کې د سپینو زرو مډال وګاټه.

د طالبانو د بدخشان والي رحمت الله نجیب د یفتل ولسوالۍ ته سفر کړی او د یادې ولسوالۍ له قومي مشرانو او دیني عالمانو یې کتلي. نوموړي د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د خپل مشر پیغام رسولی او له هغوی یې غوښتي چې د امنیت په ټینګښت کې ورسره همکاري وکړي.

د خیبر پښتونخوا د دیره اسماعیل خان په درازنده سیمه کې د پوليسو په یوې امنیتي پوستې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. د ژغورنې ۱۱۲۲ ادارې تایید کړې چې د پېښې له ځایه یې د وژل شویو جسدونه او ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی چې تېره ورځ جمعه ۱۴۴ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹۸ کسانو ته رسېږي، له پاکستان او ایران نه افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي دي.

طالبانو په کندهار کې د یادې ډلې د ویاندویانو او ځايي خبریالانو ترمنځ د همغږۍ غونډه کړې ده. د طالبانو د کندهار اطلاعاتو او کلتور رییس انعام الله سمنګاني په یاده غونډه کې ویلي، چې خبریالان د طالبانو له رسنیزې پالیسۍ سره سم خپل فعالیتونه مخته وړي.

ازادۍ جبهې ویلي چې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې یې له طالبانو سره سختې نښتې پیل شوې او د طالبانو څو پوستې یې هم نیولي دي. طالبانو ته نږدې رسنیو هم په نورستان کې د نښتو راپور ورکړی او ویلي یې دې چې په نورستان کې یو «دسیسه» شنډه شوه.

د خیبر پښتونخوا د مانسهرې ولسوالۍ د ډمګلۍ په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون د یوې کورنۍ لږ تر لږه څلور غړي مړه شوي او څلور ماشومان ټپیان دي.

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوايي شرکت ویلي چې د سوداګریزو توکو د لېږدـ رالېږد د اسانتیا په موخه یې د کابل ـ ډیلي ترمنځ کارګو الوتنې زیاتې کړې دي. یاد شرکت ویلي اوس به د کابل ـ ډیلي ترمنځ هره ورځ دوه الوتنې ترسره کوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري اسلاماباد ته د لاریون له ځنډېدو وروسته، لا هم له خیبر پښتونخوا څخه اسلاماباد او پنجاب ایالت ته غځېدلې لارې تړلې دي. ځايي خلک وايي د لارو له بندښت سره له سختو ستونزو سره مخ دي.

د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د وسله والو ډلو د نفوذ او بریدونو د زیاتوالي له امله سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوي او خوندي ځایونو ته یې کډه کړې ده. د سیمې اوسېدونکي وایي چې په تېرو څو میاشتو کې په ډومیل او وزیر سیمو کې د وسله والو حضور ډېر شوی دی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي. پاکستان په افغانستان کې پر ۱۰ ځایونو هوايي او بېپیلوټه بریدونه کړي او وايي، دا بریدونه یې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرګون کې کړي دي.

د سپټمبر ۲۶مه هر کال د امیندوارۍ د مخنیوي نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د زېږون ترمنځ د واټن د تنظیم پر بېلابېلو لارو محدودیتونو د ښځو د روغتیايي خدمتونو لاسرسی اغېزمن کړی او هغوی له ټولنیزو، کلتوري او روغتیايي ننګونو سره مخ دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، تر هغه چې له افغانستان نه د ترهګرۍ ګواښ له منځه نه وي تللی، په سیمه کې سوله او پرمختګ ممکن نه دي. نوموړي ویلي، د افغان خاورې څخه د ترهګرۍ فعالیتونه سیمهییز ثبات زیانمنوي.

د ۲۰۲۶ اسیايي لوبو د نارینهوو د کرېکټ سیالیو په الف ګروپ کې د جاپان او نیپال وروستۍ لوبه د باران له امله بېپایلې پای ته ورسېده، چې له امله یې افغانستان ابداليانو لوبډلې او نیپال د سیالیو دویم پړاو ته لار ومونده او جاپان له سیالیو بهر شو.

په داسې حال کې چې د طالبانو لخوا پر افغان ښځو بندیزونه لاهم دوام لري، د دغې ډلې د امر بالمعروف وزارت ویلي چې د روان کال وږي میاشت کې یې د ښځو د «شرعي حقونو» اړوند ۴۵۰ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي مسولینو یې په هرات، کونړ او کابل ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د غلا، چاودیدونکو توکو د لېږد او د نشه یې توکو د تولید په تور ۱۳ کسان نیولي دي.

د بلوچستان د دکي ولسوالۍ په نانا صاحب پلړي سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو د یوه ساختماني شرکت پر کمپ برید کړی چې په پایله کې یې یو امنیتي ساتونکی وژل شوی، دوه کسان ټپیان شوي او ۱۲ کارګران تښتول شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندېدو یو کال پوره کېږي، چې له امله یې دواړو خواوو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د دغه بندښت له امله د پښتونخوا او پنجاب زرګونه سوداګر او عام کارګران بېکاره شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې یو شمېر ټکسيچلوونکي د طالبانو د موسیقۍ له بندیز سره سره په خپلو موټرو کې سندرې غږوي او د هغوی په وینا، دا کار د محدودیتونو پر وړاندې د اعتراض یوه بڼه ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د اسلام کلا سرحدي پولیسو له یو کس نه ۵۸۰زره امریکایي ډالر تر لاسه کړي چې غوښتل یې دغه پیسې ایران ته قاچاق کړي.

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډزو، یوې ادعا شوې بېپیلوټه الوتکې برید او نورو پېښو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.