• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د ۳۳ وسله‌والو د وژلو ادعا وکړه

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، چې په بلوچستان کې له پنځو ورځو راهیسې په بېلابېلو عملیاتو کې ۳۳ وسله‌وال وژل شوي دي. پوځ وايي، په دغو عملیاتو کې د وسله‌والو له پټنځایونو یو شمېر وسلې، مهمات او یوه اندازه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې د جمعې په ورځ (د تلې ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه عملیات له تېرو پنځو ورځو راهیسې د بلوچستان د کوټې په شبان او نوشکي سیمو کې ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه عملیات د «عزم استحکام» یوه برخه بلل شوې او همداراز یې پر دوام ټينګار کړی دی. په خبرپاڼه کې په دې اړه چې ایاد په دغو عملیاتو کې دولتي ځواکونو ته زیان اوښتی که څنګه، څه نه‌دي ویل شوي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په بلوچستان کې د ۳۳ وسله والو د وژل کېدو له امله د امنیتي ځواکونو ته ستاینه کړې او په دې عملیاتو کې یې د وسلو او مهماتو ترلاسه کېدل هم مهم بللي دي.
په بلوچستان کې په دې وروستیو اونیو کې د وسله‌والو بریدونه زیات شوي دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په وینا، په بلوچستان کې د وسله‌والو بریدونه په جولای کې له ۸۳ څخه په اګست کې ۸۹ ته لوړ شوي چې شاوخوا ۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۳

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

•
•
•

نور خبرونه

د تیراه اوسېدونکي: حکومت دې زموږ د بېرته ستنېدو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د خیبر پښتونخوا د تیراه درې بې‌ځایه شوي وايي، امنیتي چارواکو د بېرته ستنېدو او د سیمې د پاکولو په اړه خبر ورکړی، خو دوی غوښتنه کوي چې د سیمې د پرېښودو پر مهال له دوی سره شوې ټولې ژمنې دې عملي شي.

د تیراه د بې‌ځایه شویو کورنیو د کمېټې غړي نوروز خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، د پنجشنبې په ورځ یې د سیمې له پوځي مشر او مرستیال کمېشنر سره کتلي او له هغوی څخه یې غوښتي چې خپلو سیمو ته د ستنېدو لپاره دې ورسره شوې ژمنې عملي کړي.

د خیبرپښتونخوا پوځي چارواکو ویلي چې تېراه ته د بېځایه شویو کورنو ته بېرته ستنېدو لړۍ به د اکټوبر تر ۱۰مې پیل شي.

خو یاد بېځایه شوي کورنۍ بیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د خپلو کورنو د پرېښودو پر مهال ورسره شوې ۳۶ مادییزې ژمنې دې عملي شي.

نوموړي وویل، که دغه ژمنې عملي نه شي، دوی به بیا د «ریاست پر ضد» اعتراضي لاریون پیل کړي.

د تیراه د بې‌ځایه شویو کورنیو د تحریک ویاند صاحب خان اپریدي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، بې‌ځایه شویو ته ویل شوي وو چې د اپرېل تر پنځمې نېټې پورې، یعنې په دوو میاشتو کې، به بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي؛ خو د سیمې له پرېښودو وروسته یې اوس اته میاشتې پوره کېږي او لا هم د بېرته ستنېدو کومې څرګندې نښې نه لیدل کېږي.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه نږدې ۲۰ زره کورنیو ته ۳۱۰ زره روپۍ مرستې ورکړل شوې دي، چې په دې کې د لارې د سفر، کور کرایې او میاشتني خوراک لګښتونه شامل دي؛ خو له نورو خلکو سره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې».

د نوموړي په خبره، د تیراه د میدان شپر قومونو؛ ملک‌دین خېل، برقمبرخېل، شلوبر قمبرخېل، ذخه‌خېل، کمرخېل او کلاخېل خلک بې‌ځایه شوي دي. د هغه په وینا، ډېری یې په خیبر ولسوالۍ، پېښور او نوښار کې د جلوزو په کمپ کې مېشت دي.

اپریدي وویل، د دوی له ۳۶ غوښتنو څخه مهمې یې د بې‌ځایه کېدو پر مهال د بشپړو مالي مرستو ورکول، په سیمه کې د کورونو، ښوونځیو، جوماتونو او بازارونو خوندي ساتل او د ویجاړو شویو کورونو بیا رغول دي.

د هغه په وینا، که کوم کور د بارانونو یا د عملیاتو پر مهال ویجاړ شي، د نیمه ویجاړ شوي کور د بیا رغونې لپاره به درې میلیونه روپۍ او د بشپړ ویجاړ شوي کور لپاره به اووه میلیونه روپۍ ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان ویلي وو چې د خیبر پښتونخوا کابینې د تیراه د موقتي بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د پنځه میلیارده، ۴۹ کروړه، ۹۹ لکه او ۹۷ زره پاکستانۍ روپیو اضافي بودیجه منظوره کړې ده.

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یو ګډ راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې ۲ مېلیونه، ۷۲۵زره او ۳۲۲ افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، له دې ډلې ۲۷۴زره او ۹۸۲ کسان په جبري توګه اېستل شوي او یوازې په ۲۰۲۶کال کې ۷۹۳زره او ۳۸۵ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، یاد افغانان د تورخم، غلام‌خان، چمن، بادیني او بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې ۶زره او ۱۷۴ افغانان ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۱۹۷ کسان جبري اېستل شوي دي.
د بېرته ستنېدونکو د اسنادو وضعیت

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې د ټولو بېرته ستنېدونکو په ډله کې بې‌اسناده افغانان، د افغان تابعیت (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکي او د (پي او ار) کارټ لرونکي شامل دي.

د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې له بېرته ستنېدونکو څخه ۱ مېلیون، ۵۳۹زره او ۶۶۰ کسان بې‌اسناده، ۱۷۲زره او ۵۷۴ کسان د (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکي او ۷۳۸زره او ۱۰۶ کسان د (پي او ار) کارت لرونکي وو.

د راپور د نیولو او توقیف برخې له مخې، د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر سپټمبر ۱۹مې پورې د افغانانو د نیولو او توقیف ۸۲زره او ۴۵ پېښې ثبت شوې دي. تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې شوې، چې شمېر یې ۴۶زره او ۷۷ ته رسېږي او تر ټولو کمې په ګلګت بلتستان کې دي چې شمېر یې دوو کسانو ته رسېږي. په خیبر پښتونخوا کې ۱۶زره او ۸۳، سند کې ۸زره او ۴۹۴، پنجاب کې ۶زره او ۷۸۹ او اسلام‌اباد کې ۴زره او ۹۵۲ پېښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د دغه دوو ادارو په وینا، د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې د افغانانو د نیولو او زنداني کېدو شمېر د تېرې اوونۍ پرتله ۹۲ سلنه زیات شوی او له ثبت شویو نیونو څخه تر ۹۹ سلنې ډېر کسان بې‌اسناده افغانان او د (اې‌سي‌سي) کارت لرونکي وو.

د راپور له مخې، ۹۵ سلنه مرکه شویو کسانو د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر ۱۹مې پورې د نیول کېدو وېره د بې‌اسناده افغانانو او (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکو د پاکستان د پرېښودو تر ټولو مهم لامل یاد کړی دی. د (پي او ار) کارټ لرونکو په منځ کې بیا ۶۸ سلنه کسانو د پاکستان پرېښودو لامل ځورونې، نیونې او یا د جبري اېستلو وېره یاده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د اړوندو دغه دوو ادارو په وینا، پاکستان په ۲۰۲۵کال کې د افغانانو د بېرته ستنولو په تړاو څو پرېکړې وکړې. په جنورۍ کې یې له افغانانو وغوښتل، چې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ووځي، په اپرېل کې د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان دویم پړاو عملي شو چې (اې‌سي‌سي) کارټ لرونکي او بې‌اسناده افغانان یې هم په نښه کړل او په جولای کې د (پي او ار) کارټ لرونکو د بېرته ستنولو پرېکړه وشوه.

فایننشل ټایمز: د عمران خان محبوبیت لاهم د پاکستان د پوځ لپاره لویه ننګونه ده

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۰ GMT+۱
100%

فایننشل ټایمز په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په زندان کې دی؛ خو د هغه محبوبیت لاهم د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د لومړي وزیر شهباز شریف د حکومت لپاره لویه سیاسي ننګونه بلل کېږي.

په راپور کې راغلي، د عمران خان په ملاتړ د اعتراضونو له اعلان سره سم په اسلام‌اباد کې چارواکو له وړاندې سړکونه د کانټینرونو په اېښودلو تړلي دي. د راپور له مخې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یکشنبې لپاره د پراخو اعتراضونو اعلان کړی او د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
راپور زیاتوي، پاکستاني رسنۍ د عمران خان د نوم له یادولو ډډه کوي او یوازې یې د تحریک انصاف د «بنسټګر» په نوم یادوي. راپور وړاندې کاږي، تېره میاشت روغتون ته د هغه د لېږد پرمهال چارواکو هڅه کړې وه چې د نوموړي انځورونه خپاره نه‌شي.
د راپور له مخې، چارواکو د عمران خان څو خویندې او نور خپلوان هم له اعتراضونو وړاندې نیولي او لامل یې «عامه امنیت ته جدي ګواښ» بللی دی. راپور وايي، د پوځ او حکومت له هڅو سره، سره عمران خان لاهم د مېلیونونه پلویانو لپاره د پاکستان د دودیز سیاست تر ټولو مهم بدیل ګڼل کېږي او شنونکي باور لري چې په ازاده ټاکنو کې به بریالی شي.
د اکسفورډ پوهنتون استاد عدیل ملک فایننشل ټایمز ته ویلي، پاکستان د عمران خان د محبوبیت او د پوځ د واکمنۍ ترمنځ په یوه سیاسي کړکېچ کې بند پاتې دی.
راپور وايي، عاصم منیر په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د نړۍوال دریځ د پیاوړتیا هڅه کړې؛ خو په کور دننه له امنیتي ستونزو، اقتصادي ننګونو او د ولسي ملاتړ له کمښت سره مخ دی.
د اتلانتیک شورا شنونکي مایکل کوګلمن ویلي، پر عمران خان او د هغه پر پلویانو دوامداره فشارونه ښايي نوي اعتراضونه او سیاسي بې‌ثباتي رامنځته کړي. راپور لیکي، چې عمران خان په ۲۰۱۸کال کې له پوځ سره د نږدې اړیکو له امله واک ته ورسېد؛ خو وروسته یې له پوځ سره سیاسي اختلافات رامنځته شول.
نوموړی د اقتصادي ناورین پر مهال د پارلمان د بې‌باورۍ په رایه له واکه لرې شو او له ۲۰۲۳کال راهیسې د فساد او ترهګرۍ په ګډون په بېلابېلو تورونو زنداني دی. د هغه ګوند وايي، دغه قضیې سیاسي انګېزه لري.
راپور د عمران خان د خور عظمی خان په حواله ویلي، نوموړی په زندان کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دی او په انفرادي خونه کې ساتل کېږي. راپور د ۲۰۲۳کال د اعتراضونو یادونه هم کوي او وايي، کله چې عمران خان ونیول شو، د هغه پلویانو پر پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل چې وروسته امنیتي ځواکونو په زرګونو کسان ونیول.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۴کال په نومبر کې هم د عمران خان د پلویانو د لاریون پرمهال امنیتي ځواکونو پارلمان ته نږدې پر لاریون کوونکو ډزې وکړې او د تحریک انصاف او عیني شاهدانو په وینا، لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.
راپور وايي، د عمران خان د پلویانو د بسیج کولو وړتیا د پوځ لپاره په داسې وخت کې یوه جدي ستونزه ده چې پاکستان د لوېدیځو ایالتونو له ناامنۍ او د کشمیر له اعتراضونو سره هم مخ دی.
راپور زیاتوي، چې حکومت د مخالفتونو د محدودولو لپاره قانوني بدلونونه راوستي او د انټرنېټي بیان پر ازادۍ یې محدودیتونه لګولي دي. راپور د حقوقي کارپوه اسد رحیم خان په حواله لیکلي، پاکستان د خپل تاریخ له «تر ټولو ستر قضایي شاتګ» سره مخ دی او پر خپلواکو قاضیانو فشارونه زیات شوي دي.
راپور کاږي، سره له دې چې عمران خان په زندان کې دی، د هغه انځورونه لاهم د پاکستان په ښارونو کې پر موټرو او رېکشاوو لیدل کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړې شوې ویدیوګانې یې پر خواله رسنیو کې په پراخه کچه خپرېږي.

د کراچۍ یوه روغتون کې په اېچ ای وي د ماشومانو اخته کېدو خلک له انزوا سره مخ کړي

۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۶ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د کراچۍ په لویه پښتون مېشته سیمه بنارس کې د «کلثوم بايي وليکا» روغتون چارواکي وايي، له ۲۰۲۵ کال راهیسې په دغه روغتون کې ۷۸ کسان په اېچ ای وي ويروس اخته شوي، چې ډېری یې ماشومان دي. د سيمې خلک وايي، د يادو پېښو له رامنځته کېدو وروسته اوس د پټان کالونۍ په اړه ناسم تصور خپور شوی.

د وليکا روغتون یوه چارواکي د کامرې پر وړاندې د خبرو نه کولو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، « لومړنۍ موندنې ښيي چې د طبي کارکوونکو له لوري د یوه سرنج د بیا بيا کارولو له امله ښايي اېچ ای وي له یوه ناروغ څخه بل ته لېږدول شوی وي».

د نوموړي په وینا، له پېښې وروسته د روغتون د ۴۳ کارکوونکو دندې د احتمالي غفلت له امله ځنډول شوې او په دې اړه لا هم څېړنې روانې دي.

100%

داېچ ای وي ناروغانو لپاره ځانګړی وارډ

په وليکا روغتون کې داېچ ای وي په ناروغۍ د اخته کسانو لپاره ځانګړی وارډ جوړ شوی او د ډېرو په ناروغۍ اخته ماشومانو درملنه په همدغه وارډ کې کېږي.

خو د دغو ناروغانو کورنۍ وايي، په روغتون کې داېچ ای وي د پېښو د راپورونو له خپرېدو وروسته له ټولنیز او کورني پلوه له سخت فشار سره مخ دي.

د یوه ۲۲ میاشتني ماشوم مور افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وويل، چې د خپل زوی د ناروغۍ له امله له خپلې کورنۍ او وروسته له کرایي کور څخه هم ایستل شوې ده.

100%

«موږ د کور له خلکو دا خبره پټه کړې وه چې زوی ته مې اېچ ای وي لګېدلی دی، خو په کور کې خبره پټه پاتې نه شوه. بیا مې خواښې راته وویل چې له کوره ووځئ، دې ماشوم ته اېچ ای وي دی. موږ له کوره بې‌کوره شوو. وروسته مې د کور له مالک څخه هم دا خبره پټه کړې وه، خو چې په ټولنیزو رسنیو کې دا خبر خپور شو، له کرایي کوره هم وایستل شوو. اوس له خپلو بچیانو سره در په در یو».

نوموړې زیاته کړه، چې داېچ ای وي له امله یې له ټولنې سره اړیکې هم پرې شوې دي: «موږ اوس له ټولنې جلا شوي یو، ټولې اړیکې مو پرې شوې دي. خلک وايي زموږ کره مه راځئ، د دې ماشوماېچ ای وي دي. کله چې خپلې خواښې له کوره وایستلو، له نورو خلکو سره خو خپلوي پخپله پاتې شوه».

ډاکټران: اېچ ای وي له ناروغ سره په عادي تماس نه لېږدېږي

د وليکا روغتون د ماشومانو ډاکټره سعدیه وايي په ټولنه کې داېچ ای وي په اړه ناسم باورونه د ناروغو ماشومانو او کورنیو لپاره د جدي ستونزو لامل شوي دي.

هغې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په اېچ ای وي اخته ځینې ماشومان له ښوونځیو او مدرسو ایستل شوي، له نورو ماشومانو سره د خوړو او ناستې اجازه نه ورکول کېږي او ځینې کورنۍ له خپلو کورونو هم ایستل شوې دي.

100%

هغې وویل، « زموږ په ټولنه کې اېچ ای وي ته په ناسمه توګه کتل کېږي او له همدې امله د خلکو رویه ورسره بدلېږي. دا ناروغي چې اوس په ماشومانو کې ډېره خپره شوې، په ماشومانو او کورنیو یې ډېرې بدې اغېزې کړې دي».

د ډاکټرې سعدیې په وینا، له اېچ ای وي ناروغ سره په ناستې، یو ځای خوړو یا عادي ټولنیزو اړیکو د ویروس د انتقال وېره بې‌ځایه ده.

هغې وويل: «دا ټول توهمات دي، له دې لارې دا ویروس هېڅ نه لېږدېږي. دغه ماشومان له ښوونځیو او مدرسو څخه ایستل کېږي او دا ډېره لویه ستونزه ده».

د کراچۍ د پښتنو ګڼ مېشتې سیمې بنارس، پټان کالونۍ اوسېدونکي وايي، د وليکا روغتون په پېښه کې د طبي غفلت د ادعاوو ترڅنګ، داېچ ای وي له امله پر سیمه هم ټولنیز فشار زیات شوی دی.

100%

د سیمې سیاسي او ټولنیز فعال دلدار زاده ګلاب وايي، پټان کالونۍ کې په سلګونو زره پښتانه مېشت دي، خو په اېچ ای وي د نهو ماشومانو د اخته کېدو له امله ټوله سیمه له «بدنامۍ» سره مخ شوې ده.

نوموړی وايي، « له موږ سره په دې ښار کې ناروا سلوک روان دی. ډېر ماشومان له ښوونځیو او پلرونه یې له کارځایونو وایستل شول، څوک ورسره اړیکې نه ساتي او هغه وخت لرې نه دی چې د دې سیمې له خلکو سره به اړیکې او رشتې پرېښودل شي».

ګلاب د رسنیو له لارې د سیمې په اړه د مثبت پوهاوي غوښتنه کوي.

100%

هغه وويل: «زه د رسنیو له لارې غواړم ووایم چې د دې سیمې په اړه دې مثبت پیغام خپور شي، ځکه په ټول سند ایالت کې شاوخوا ۸۷۲ کسان په اېچ ای وي اخته دي. په هغو کې د پټان کالونۍ یوازې نهه ماشومان دي».

نوموړي زياته کړه، چې وليکا روغتون شاوخوا درې کاله مخکې د پټان کالونۍ په یونین کونسل کې شامل شوی او په دې نیمه دولتي روغتون کې تر ډېره هغه ناروغان او د هغوی د کورنیو غړي معالجه کېږي چې په کارخانو او فابریکو کې کار کوي.

د پاکستان د روغتیا ملي خدمتونو اړوند پارلماني کمېټې د مې پر ۵مه په دغه هېواد کې داېچ ای وي اېډز د زیاتېدونکو پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

ددغه هېواد د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۳۶۹ زره کسان له اېچ ای وي سره ژوند کوي، خو یوازې شاوخوا ۸۴ زره پېښې ثبت شوې دي. چارواکو ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۴ زره نوې پېښې هم ثبت شوې دي.

کمېټې ته ویل شوي چې له ثبت شوو ناروغانو شاوخوا ۲۰ زره کسانو درملنه پیل کړې وه، خو وروسته یې درملنه پرېښې او ورک شوي دي.

د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره، افغان پیاز د بلوچستان له غیررسمي لارو پاکستان ته رسېږي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۵ GMT+۱
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره سره، د کوټې د سبزۍ منډۍ یو سوداګر وایي چې افغان پیاز لا هم د بلوچستان له بېلابېلو غیررسمي لارو پاکستان ته انتقالېږي او د دغه هېواد په بازارونو کې پلورل کېږي.

د کوټې د سبزۍ منډۍ سوداګر عبدالله افغانستان انټرنیشنل-پښتو ته وویل، افغان پیاز د توبه اڅکزۍ، توبه کاکړۍ او ګردي ځنګل له لارو کوټې ته راوړل کېږي او له دې ځایه د پاکستان نورو منډیو ته لېږدول کېږي.

د عبدالله په وینا، د افغان پیازو په راتګ سره د کوټې په بازار کې د پیازو بیې راټیټې شوې دي.

عبدالله وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اصلي سوداګریزو لارو بندېدو د دواړو خواوو کاروباریانو ته ستونزې جوړې کړې او د سبزیو پر سوداګرۍ یې منفي اغېز کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې د سوداګریزو لارو تړلو نه یوازې د پیازو کاروبار اغېزمن کړی، بلکې د تازه مېوو او نورو سبزیجاتو سوداګر هم ورسره له ستونزو سره مخ شوي دي.

د عبدالله په خبره، د پاکستان او طالبانو د اوسني سیاست له امله د دواړو خواوو سوداګر او کروندګر زیان ویني.

هغه وايي، پخوا به سوداګرو د مالیې په ورکولو سره له افغانستانه پیاز پاکستان ته صادرول او له لږ ځنډ وروسته به یې توکي منډیو ته رسېدل. د نوموړي په وینا، له دې سوداګرۍ به د پاکستان سوداګرو او هم د افغانستان سوداګرو او کروندګرو ګټه ترلاسه کوله.

عبدالله وايي، که څه هم اوس افغان پیاز کوټې ته راځي، خو سوداګر پخوانۍ ګټه نه شي ترلاسه کولی، ځکه د غیر رسمي لارو له امله لګښتونه زیات شوي او د پیازو د واردېدو کچه هم کمه شوې ده.

نوموړی وايي، کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري روانه وه، د کوټې سوداګرو به د پیازو د فصل تر رسېدو مخکې له افغان کروندګرو سره قراردادونه کول او په دې توګه به پیاز پر وخت منډۍ ته رسېدل.

عبدالله وايي، سوداګري باید د سیاست ښکار نه شي، ځکه د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته ډېر خلک له کرنې او کروندګرۍ سره تړلي او کرنیز کاروبار د سیمې د اقتصاد یوه مهمه سرچینه ده.

د هغه په وینا، که سوداګري همداسې بنده پاتې شي، ډېر خلک به زیانمن شي.

عبدالله وايي، د افغانستان سبزیجات د کوټې د سبزۍ منډۍ د سوداګرۍ مهمه برخه وه او ګڼ ځايي خلک له دې کاروبار سره تړلي وو، خو اوس دغه شمېر راټیټ شوی دی.

هغه زیاتوي چې پخوا به له افغانستان، نه یوازې پیاز، بلکې انار، انګور او خټکي هم په لویه کچه کوټې ته راوړل کېدل.

عبدالله وايي، د شوراوک خټکي او د کندهار انار په پاکستاني بازارونو کې مشهور وو او اوس هم د پاکستان د نورو ایالتونو سوداګر د دغو مېوو غوښتنه کوي.

خو د هغه په وینا، د ډیورنډ کرښې له لارې د سوداګرۍ د بندېدو له امله د کوټې سوداګر دغه غوښتنه نه شي پوره کولی.
عبدالله وویل چې دا وضعیت د دوی لپاره نه یوازې د مالي زیان لامل شوی، بلکې د افغانستان له مېوو او سبزیجاتو سره د پخوانۍ سوداګرۍ پر بندېدو خواشیني هم دي.