
د اسلامي جمهوري دولت کابینې د سپاه پاسداران په اړه د اروپايي ټولنې وروستی اقدام وغانده
د اسلامي جمهوري دولت کابینې د یوې بیانیې په خپرولو سره د سپاه پاسداران په اړه د اروپايي ټولنې وروستی اقدام وغانده.

د اسلامي جمهوري دولت کابینې د یوې بیانیې په خپرولو سره د سپاه پاسداران په اړه د اروپايي ټولنې وروستی اقدام وغانده.

د امریکا د خزانهدارۍ وزارت یو ځل بیا د ایران دولت پر ضد له اعتراض کوونکو ملاتړ څرګند کړ او ورسره جوخت یې د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومني په ګډون ۶ ایراني نظامي چارواکي او یو پانګهوال تحریم کړل. دغه وزارت یاد کسان د زرګونه اعتراض کوونکو د وژنې مسوولین ګڼلي دي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، هېواد یې د دیوالیه کېدو له جدي ګواښ څخه وتلی او اوس اقتصادي ثبات ته رسېدلی. نوموړي د جمعې په ورځ په اسلاماباد کې د پانګهوالو او اقتصادي فعالانو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د سخت مالي او اقتصادي رکود تر پولې رسېدلی و.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انانډ د اروپایي ټولنې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې د سپاه پاسداران د شاملېدو هرکلی وکړ.

د پاکستان د ولسمشر ویاند د افغانستان انټرنشنل د هغه ځانګړي راپور په غبرګون کې چې په نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان د ۶۶۶۰ کسانو د وژل کېدو یادونه پهکې شوې، افغان طالبان «بېمغزه ځناور» وبلل.

د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ د تیرا درې یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې پوځ ورته سپارښتنه کړې وه، څو خپلې مېنې پرېږدې او له دغه سیمې څخه ژر تر ژره ووځي. بېځایه شوې کورنۍ وایي، کاروبارونه یې خراب شوي او تش لاس راوتي دي.

د اروپا کمېسیون وایي، په ایران کې د ازادۍ ځپل به بېځوابه پاتې نهشي او دوی د اروپايي ټولنې د شورا د پرېکړې هرکلی کوي. د کمېسیون په خبره: «دې پرېکړه کې نوي محدودیتونه لکه د شتمنیو کنګل، اروپايي ټولنې ته پر سفر بندیز او لېست شويو کسانو ته د اقتصادي سرچینو د لېږد مخنیوی شامل دي».

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، په هرات ولایت کې د صندلۍ جوړېدو باندې د بندیز په اړه خپرې شوې اوازې بېبنسټه دي او دا وزارت صندلۍ «غېر اسلامي» نه ګڼي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره د برېتانیا لومړي وزیر وویل، چې هېواد یې په دوو برخو کې چې یو یې د ایران اټومي پروګرام او بل د اعتراض کوونکو خونړی ځپل دي، د ایران له حکومت سره د مقابلې په برخه کې د امریکا د هڅو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو نویو بندیزونو په یادولو سره چې د ایراني چارواکو پر ضد لګول شوي، ویلي دي چې د ایران حکومت لا هم د خپلو وګړو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو پر ځای، له هېواده بهر د وسلهوالو ډلو تمویل او پراخو تسلیحاتي پروګرامونو ته لومړیتوب ورکوي.

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه مننه کړې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکا د مرستو د درولو لایحه یې تصویب کړې ده. هغه په دې تړاو یوه پېغام کې طالبان د «تاریخ تر ټولو لوی غله» بللي دي.

سویلي افریقا د جمعې په ورځ د اسراییل د سفارت یوه لوړپوړي ډېپلوماټ ته امر وکړ چې په ۷۲ ساعتونو کې دې له هېواده ووځي. اسراییل هم په ورته اقدام کې د سویلي افریقا یوه لوړپوړي ډېپلوماټ ته وویل چې په ۷۲ ساعتونو کې له دې هېواده ووځي.

تېلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، هغه څه چې دا مهال په ایران کې روان دي جګړه نه ده، بلکې یو ډلهییز قتلعام دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له لوړپوړو چارواکو سره د سلا مشورو لپاره انقرې ته تللی او د جمعې په ماښام یې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي دي. د خپرې شوې خبرپاڼې لهمخې، دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا او سیمهییزې ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.

د سوریې حکومت او د کُردانو تر مشرۍ لاندې د «سوریې دیموکراتیک ځواکونه» (قسد) د ټولشموله اوربند او د دې ډلې د پوځي او اداري بنسټونو په پړاویز ډول د مرکزي حکومت په جوړښت کې د ادغام پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، چې یو عادلانه او سولهییز افغانستان یوازې هغه وخت رامنځته کېدای شي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وشي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي چې په کابل کې یې له ۵۰ ټنو څخه زیات تاریخ تېري خواړه نیولي دي. د دغه وزارت طالب ویاند د جمعې په ورځ وویل، چې دا خواړه د روژې په میاشت کې د پلور لپاره د سوداګرو په ګودامونو کې ساتل کېدل.

د طالبانو تر واک لاندې اريانا افغان هوايي شرکت وایي چې ددې شرکت طالب مشر، بخت الرحمن شرافت د فلای دبۍ شرکت له رییس حماد عبیدالله سره د یوه ګډ تفاهم پر بنسټ فلای دبۍ چمتو ده، ترڅو د اريانا افغان شرکت له لارې دبۍ ته انتقالېدونکي مسافر د نړۍ له نورو مهمو هوايي سکټورونو سره ونښلوي.

له نوولس کلنې کم عمره افغان کرکت لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماته ورکړه او په دې سره یې د روان کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپل یو تازه ویډيوي پېغام کې ویلي، چې د پاکستان پوځ غواړي د عملیاتو په نامه پښتانه وځپي او له خپلو سیمو یې وباسي. منظور پشتین د پښتونخوا له پښتنو غوښتي، چې په تیرا کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو د مخنوي لپاره یو موټی شي او پرضد یې راپورته شي.

کرملین ماڼۍ ویلي، چې روسیه به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په غوښتنه تر یکشنبې، د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې، پر اوکراین خپل بریدونه ودروي.