
پاکستاني پولیسو په بلوچستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۴ افغانان نیولي دي
د پاکستان د څېړنې فدرالي ادارې خبر ورکړی، چې د یو لړ عملیاتو پرمهال یې په بلوچستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۴ افغانان نیولي دي. د یادې ادارې په وینا؛ دغه افغان وګړو غوښتل چې د ګوادر سمندر له لارې ایران ته په ناقانونه ډول واوړي.



















