
کډوال د سویډن په ټاکنو کې د کډوالۍ ضد ګوند پر ماته خوښ دي
د سویډن په پارلماني ټاکنو کې د کډوالۍ ضد «سویډن دیموکرات» ګوند ۱۷،۶ سلنه رایې ګټلې، چې د تېرو ټاکنو په پرتله درې سلنه کمې دي. په سټاکهولم کې کډوالو د دغه ګوند له شاتګ خوښي ښودلې ده.

د سویډن په پارلماني ټاکنو کې د کډوالۍ ضد «سویډن دیموکرات» ګوند ۱۷،۶ سلنه رایې ګټلې، چې د تېرو ټاکنو په پرتله درې سلنه کمې دي. په سټاکهولم کې کډوالو د دغه ګوند له شاتګ خوښي ښودلې ده.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان وايي، د مدینې په جبل سید پروژه کې اکتشافاتو او جیولوجیکي مطالعاتو شاوخوا ۱۱۰میلیونه ټنه کاني ډبره اټکل کړې، چې نادر عناصر لري او د یورانیمو د پام وړ زیرمې هم پکې دي.

د رویټز د راپور پر بنسټ د خلیج هېوادونو له ایران سره پلان شوې غونډه لغوه کړې ده. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د یمن وسله والو پر سعودي عربستان نوي بریدونه کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د چین له سفیر ژاو شېنګ سره د هغه د ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې یې د نوموړي رول مثبت بللی دی.

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۲۳مه، د دغې ډلې د پخواني جګپوړي غړي معتصم اغا جان د نیول کېدو په اړه راپورونه رد کړل. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو نوموړی د هغه د مدرسې له محاصرې وروسته حوزې ته انتقال کړی او بیا یې خوشې کړی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د کابل په تایمني سیمه کې لږ تر لږه اته ښځې نیولې دي. د سرچینو په وینا، ځینې نیول شوې ښځې وروسته د کورنۍ د نارینه غړو او د ګذر د وکیل په منځګړیتوب بیرته خوشې شوې. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې په بهرنیو مرستو او مالي سرچینو تکیه د هېواد «خپلواکي او اراده» زیانمنوي او افغانستان د نړیوالو پوروړی کوي. دا په داسې حال کې ده، چې رپوټونه وايي، د طالبانو اداره هره اونۍ له امریکا څخه لسګونه میلیونه ډالره ترلاسه کوي.

د طالبانو د امارتي شرکتونو ریاست وايي، چې ددغه ریاست عمومي رییس احمدجان بلال په مشرۍ یو افغان پلاوي ایران ته سفر کړی دی. د دغه ریاست ویاند محمدنبي بهار وایي، چې د سفر اصلي موخه د نفتي توکو د قراردادونو لاسلیکول او له ایران سره د سوداګریزو اړیکو پراخول دي.

د طالبانو د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت له مرکز مهترلام او بېلابېلو ولسوالیو څخه ۴۸ تنه په نشهیي توکو روږدي کسان راټول او کابل ته ولېږدول شول. د یادې قوماندانۍ په وینا، دغه کسان د لا ښې او معیاري درملنې په موخه د کابل امید روغتون ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون اووه کسیزه ډله په اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه نن جاپان ته لاړه. د جاپان اسیايي سیالۍ د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په ۴۱ بېلابېلو برخو کې ترسره کېږي. له افغانستان څخه به په دغو سیالیو کې ۳۲ لوبغاړي په ۹ بېلابېلو ورزشي څانګو کې ګډون وکړي.

د جرمني په لایپزیګ ښار کې افغانستان ته د افغان کډوالو د احتمالي اخراج د یوې بلې الوتنې پر ضد لاریون شوی. لاریون کوونکو ویلي، چې د سې شنبې په شپه ښايي له لایپزیګ هوايي ډګر څخه د چارټر الوتنې له لارې افغانستان ته کډوال واستول شي، خو تر دې دمه چارواکو دغسې الوتنه نه ده تایید کړې.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په نساجي سیمه کې د ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې. د یاد وزارت په وینا، د دې پروژې ټولیز ارزښت څه باندې ۲۶۰ میلیونه افغانۍ دی چې په ۱۶ میاشتو کې به بشپړ شي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ رییس احمدالله وثیق په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره په لیدنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ورزشي همکاریو پر پراختیا او د دوستانه سیالیو پر ترسره کېدو خبرې کړې دي.

د ترکیې د بشري مرستوبنسټ (İHH) اعلان کړی چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره به په افغانستان او ۲۰ نورو هېوادونو کې ۱۰زره یتیمو او اړو ماشومانو ته د ښوونځي اړین وسایل ووېشي.

د ایران د رضوي خراسان د پوست رییس وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ د پوستي کڅوړو د تبادلې لپاره لارې چارې برابرې شوې او ټاکل شوې ډېر ژر د دواړو هېوادونو رسمي پوستي تبادله د دغه ولایت له لارې پیل شي.

د پاکستان د علماوو شورا مشر محمد طاهر محمود اشرفي ویلي، د سعودي عربستان امنیت او ټیکاو د دوی لپاره «سره کرښه» ده او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې له دې کرښې واوړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د نشهيي توکو پر وړاندې د یادې ډلې د مبارزې پولیسو په نیمروز، تخار، بدخشان او غزني ولایتونو کې د جلا، جلا عملیاتو په ترڅ کې نهه کسان د ۱۰۸۰ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشهيي توکو د لېږد په تړاو نیولي دي.

د افغانستان د سویلي ولایتونو اوسېدونکي وايي، د روغتیايي خدمتونو، د درملو او طبي وسایلو د کمښت ستونزه ورځ تر بلې پراخېږي چې د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي یې له کړاو سره مخ کړي دي.

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې یو پخوانی سرتېری له څو ورځو لادرکۍ وروسته وژل شوی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د نظامالدین جسد د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د تالقان په «قبلرز» سیمه کې موندل شوی دی.

د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د سعودي عربستان په خمیس مشیط سیمه کې پر ملک خالد هوايي اډې د پراخ برید ادعا کړې ده. د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، چې یادې ډلې په پراخو عملیاتو کې لسګونه بېپیلوټه الوتکې او بالستیک توغندي د سعودي عربستان د پوځي موخو پر لور توغولي دي.

د بلخ ولایت د همدرد ښارګوټي یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په لیږلي پیغام کې ویلي، چې په دغه ښارګوټي کې ودانیزې چارې او ځمکو د پلور بهیر د ارزونې لپاره د طالبانو لهخوا درول شوی؛ خو د کلي مشران بیا له خلکو د ودانیزو چارو د اجازې په بدل کې ۲۰زره افغانۍ اخلي.