
د ترهګرۍ ضد محکمې د سهیل اپریدي په ګډون د تحریک انصاف ګوند د ۲۴ غړو پاسپورټونه بلاک کړل
د اسلاماباد د ترهګرۍ ضد محکمې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي په ګډون د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ملي او ایالتي اسمبلۍ د ۲۴ غړو د پاسپورټونو د بلاک کولو حکم کړی او د فډرالي څېړنو ادارې ته یې سپارښتنه کړې چې تر بل حکم پورې یې بند وساتي.



















