
په کابل کې د غلاوو د شکایتونو له ډېریدو وروسته طالبانو امنیتي غونډه کړې ده
په کابل کې د غلاوو او جنايي پېښو له ډېرېدو سره هممهاله د طالبانو د کابل د والي په مشرۍ امنیتي غونډه شوې ده. د طالبانو امنیتي مسوولانو په کابل کې د جنایي پېښو د مخنیوي او د عامه نظم د ټینګښت لپاره پر ګډ کار ټینګار کړی دی.



















