
طالبانو له جلال اباد وروسته د مهترلام مرکزي ساحو کې هم پر رېکشاوو بندیز لګولی
د طالبانو د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت د مهترلام ښار په مرکزي ساحو کې پر عمومي سړکونو د رېکشاوو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی. یاد مدیریت ویلي، چې د دې پرېکړې موخه د ښاري نظم ټینګښت، د عامه تګ راتګ خوندیتوب، او پر سړکونو د بېنظمۍ مخنیوی دی.



















