
په افغانستان کې د سرطان ناروغي؛ طالب والي یې د عواملو او درملنې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې
د هرات لپاره د طالبانو والي د سرطاني ناروغیو له متخصصینو سره لیدنه کې د دغې ناروغۍ د زیاتوالي د عواملو د معلومولو او درملنې د لارو چارو د موندلو لپاره د علمي څېړنو او تخصصي کنفرانسونو پر جوړېدو ټینګار کړی. یاده دې وي، چې دمګړۍ هېواد کې یونیم میلیون کسان پر سرطاني ناروغیو اخته دي.



















