
سیاف: که جګړه پراخه شي د پایلو مسوولیت به یې د طالبانو پر غاړه وي
جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، طالبانو څو ځله د خبرو وړاندیزونه رد کړي او که په افغانستان کې د طالبانو پر ضد مخالفتونه او جګړه پراخه شي، د پایلو مسوولیت به یې د دې ډلې پر غاړه وي. سیاف د طالبانو له مخالفو جبهو وغوښتل، چې خپل یووالی وساتي او د تعصب مخه ډب کړي.



















