ندیم د پنجشېر پوهنتون پر محصلانو غږ کړی چې له سیاسي ډلو او فعالیتونو ځان وساتي
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د پنجشیر پوهنتون محصلانو ته ویلي، چې له سیاسي فعالیتونو او حزبي ډلو ځان وساتي. نوموړي زیاته کړې چې محصلان دې د حزبونو او ډلو دعوت ته د رد ځواب ورکړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د پنجشېر پوهنتون محصلانو ته ویلي چې له سیاسي فعالیتونو او حزبي ډلو ځانونه وساتي او د سیاسي ډلو او ګوندونو بلنې رد کړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یکشنبې په ورځ، د وږي په ۲۲مه، ویلي چې ندیم د پنجشېر پوهنتون محصلانو ته د وینا پر مهال پر دې موضوع ټینګار کړی دی.
ندیم له محصلانو غوښتي چې د طالبانو له واکمن نظام څخه ملاتړ وکړي. هغه جمهوري نظام د طالبانو د تعبیر له مخې له شریعت سره په ټکر کې بللی او د داسې نظام مخالفت یې لازم ګڼلی دی.
نوموړي ویلي: « داسلامي نظام د امیر او خلیفه ټاکنه د اهل حل او عقد له لارې کېږي او څوک یې د مخالفت حق نه لري، بلکې اطاعت یې فرض دی».
هغه د ولسمشرۍ ټاکنې هم د رایو پر بنسټ د یوه داسې نظام برخه بللې چې قوانین یې اشخاص جوړوي او د ده په وینا، له شریعت سره په ټکر کې دي.
ندیم یو ځل بیا د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د علماوو پر اطاعت او درناوي ټینګار کړی دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر څرګندونې داسې مهال دي چې دې ډلې واک ته له رسېدو وروسته د سیاسي ګوندونو فعالیتونه منع کړي دي. د طالبانو د عدلیې وزارت په ۲۰۲۳ کال کې اعلان وکړ چې د سیاسي ګوندونو فعالیت په افغانستان کې «په بشپړه توګه» ممنوع دی او د دغه وزارت اړونده د احزابو ریاست یې له تشکیلاتو هم لغوه کړی و.
دغه وزارت وروسته هم ویلي چې د ګوندونو په نوم هر ډول سیاسي فعالیت «غیرقانوني» دی او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني او شرعي چلند وشي. د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د عدلیې وزارت له ۷۰ ډېر سیاسي ګوندونه ثبت کړي وو.
ندا محمد ندیم تر دې وړاندې هم په پوهنتونونو کې محصلانو ته ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې سیاسي فعالیتونو ته اجازه نه ورکول کېږي او له محصلانو یې غوښتي چې له دغو فعالیتونو ډډه وکړي.
د طالبانو دغه دریځ په داسې حال کې دی چې د جمهوري نظام پر مهال پوهنتونونه او محصلان د بېلابېلو سیاسي او مدني فعالیتونو شاهدان وو.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زما هیله داوه، چې په خپله خاوره کې د خپل وطن ښځو، ځان او خپلو اولادونو ته خدمت وکړم. له هېڅ سیاست سره مې کار نه درلود».
متین وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په بشپړه توګه بېکاره شوه. شاوخوا یو کال یې په کور کې تېر کړ او وروسته د سخت خپګان له حالت سره مخ شوه. همغه وخت یې پرېکړه وکړه چې د خپل مسلک له پاتې امکاناتو کار واخلي.
هغې په خپل کور کې د مرخیړیو کښت پیل کړ. څلور کاله وروسته، دا کوچنی کورنی کار په داسې فعالیت بدل شوی چې اوس ورسره شاوخوا ۱۵ ښځې کار کوي.
متین وايي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې د خوراکي توکو د تولید په بېلابېلو برخو کې کار کوي، په ځانګړي ډول د کښت او تولید په برخه کې، خو دا ټول فعالیت یې له کوره ترسره کړی او له کومې رسمي ادارې یا حکومت تر چتر لاندې کار نه کوي.
هغه وايي، « که په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوې وای، ښايي زما لپاره هم د کار زمینه برابره شوې وای. زه د کرنې انجنیره یم او د نباتاتو، سبزیجاتو او خاورې په برخه کې مې زدهکړې کړې دي».
خو متین اوس خپل مسلک په بل ډول تعقیبوي.
هغه وايي، ځان تر هغه حکومته ډېر ګټور ګڼي چې د افغانستان نجونو او ښځو ته یې د زدهکړې او کار حق نه دی ورکړی.
نوموړې زیاته کړه، « زه د خپل توان په کچه له ښځو سره کار کوم، له هغو نجونو سره چې زرګونه هیلې لري، خو اوس ورته یوازې یوه لاره پاتې ده او هغه واده او د اولادونو زېږول دي».
ارزو وايي، خوښه ده چې بیا یې د کار فرصت پیدا کړی او د خپلو لوڼو لپاره یې د زدهکړې زمینه هم برابره شوې ده.
د هغې راتلونکی هدف خپل شخصي فارم جوړول دي: « که زمینه برابره شي، غواړم خپل فارم جوړ کړم او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړم».
صبرینا هم ، چې په دغه فارم کې کار کوي، د دوو ماشومانو مور ده.
هغه وايي، خاوند یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په کابل هوايي ډګر کې امریکايي الوتکې ته د پورته کېدو پر مهال له الوتکې ولوېد. د پېښې له امله د هغه دواړې پښې فلج شوې دي.هغه ژوندی پاتې شو، خو د کار توان یې له لاسه ورکړی دی.
صبرینا وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې په تن روغ او ځوانان هم د کار موندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، د هغې معلول خاوند، چې د ذهني تمرکز له ستونزو هم رنځېږي، د کار موندلو چانس نه لري.
هغه وايي، ځینو دغو نجونو له ماشومتوبه د خپل پلار په کور کې له سختیو سره مبارزه کړې وه، خو اوس داسې حالت ته رسېدلې دي چې خپلې پخوانۍ هیلې یې پرېښې دي.
سنبل خپله بیا د کار ترڅنګ زدهکړه کوي. هغه وايي، «اوس شکر دی چې کار کوم او درس وایم. لږ تر لږه راتلونکې ته هیله لرم چې نن نه، سبا به دا توره شپه پای ته ورسېږي او زموږ د هیلو باد به بیا ولګېږي».
د نسرین متین لپاره دا فارم د خپل مسلکي ژوند بشپړ بدیل نه دی.
هغه لا هم غواړي یوه ورځ بېرته د خپلې مسلکي پوهې په برخه کې کار وکړي، خو تر هغې ورځې یې د خپل کور له یوې محدودې فضا څخه د ښځو لپاره د کار، عاید او زدهکړې یوه کوچنۍ شبکه جوړه کړې ده.
متین وايي، کله چې ویني له محدودو امکاناتو سره یې د لږ تر لږه ۱۵ کورنیو لپاره د کار زمینه برابره کړې، د زړه له کومې د راحت او خوښۍ احساس کوي.هغه هیله لري چې یوه ورځ به داسې سبا راشي چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار او زدهکړې زمینه بېرته برابره شي.
اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د کرنې د اقلیمي او اقتصادي ستونزو پر وړاندې د بزګرانو د مقاومت پیاوړتیا، بازارونو ته د هغوی د لاسرسي او د کلیوالو د کارموندنې لپاره د ۵ میلیونه یورو په ارزښت نوی نوښت پیل کړی دی.
د خوړو او کرنې سازمان د یکشنبې ورځې، د سپټمبر ۱۳مې، په اعلامیه کې ویلي چې د دغه نوښت له لارې به له زیان منونکو کورنیو، راستنېدونکو، بېځایه شویو او د هغوی له کوربه ټولنو سره په هغو سیمو کې مرسته وشي چې د خوړو او تغذیې له ناامنۍ، اقلیمي ګواښونو او د اقتصادي فرصتونو له کمښت سره مخ دي.
د دې پروګرام یوه مهمه برخه د څلورو ځانګړو خدمتونو د مرکزونو جوړول دي. دغه مرکزونه به بزګران او کلیوالي متشبثین له کرنیزو مشورو، تخصصي خدمتونو، کرنیزو سوداګریزو شرکتونو او بازارونو سره ونښلوي.
د خوړو او کرنې سازمان وايي، په دغو مرکزونو کې به بزګرانو ته د کرنې د نوو طریقو او ټکنالوژۍ ترڅنګ د اقلیم د وضعیت د شننې او د وختي خبرداري معلومات هم وړاندې کېږي، څو د هوا او اقلیمي شرایطو له بدلون سره سم د تولید او بازارموندنې پر مهال پر وخت پرېکړې وکړي.
د دې نوښت له لارې به دوه زره هکتاره زیانمن شوي ځنګلونه او څړځایونه هم بېرته ورغول شي او د ښځو او ټولنو په مشرۍ به د ۲۵۰ نیالګیو روزنځایونو ملاتړ وشي. د ایف ای او په وینا، دا اقدامات به د طبیعي سرچینو په ساتنه کې مرسته وکړي او د خلکو لپاره به د عاید او معیشت نوي فرصتونه هم رامنځته کړي.
د پروژې په بله برخه کې به له هغو کرنیزو او چاپېریالساتونکو سوداګریزو شرکتونو سره د برابرې ونډې مرستې وشي چې د پراختیا وړتیا لري. دغو شرکتونو ته به تخنیکي او سوداګریزې مشورې هم ورکول کېږي، څو د تولید او پروسس ظرفیت لوړ، له لا ډېرو سیمهییزو بزګرانو څخه محصولات واخیستل او په کلیوالو سیمو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي.
بلومو ویلي: «د افغانستان کرنیز ظرفیت لا هم په کافي اندازه نه دی کارول شوی او د هېواد د اقلیمي زیان له امله له محدودیتونو سره مخ دی.»
هغه زیاته کړې چې اروپايي ټولنه به له د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان سره په ګډه د کرنیزو مشورتي خدمتونو پیاوړتیا، د کرنیزو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا، د طبیعت پر بنسټ د نوښتونو د هڅونې او د شواهدو پر بنسټ د معلوماتو او شننې د ښه کولو لپاره کار وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازي، ریچارډ ټرېنچارډ، ویلي چې دغه سازمان په داسې حال کې چې له ډېرو بشري مرستو څخه د دوامدارو پروګرامونو پر لور د تګ هڅه کوي، په افغانستان کې کرنیزو سوداګریزو شرکتونو د ودې، د کارموندنې او بزګرانو له بازارونو سره د نښلولو وړتیا ښودلې ده.
ټرېنچارډ ویلي: «موږ به له اروپايي ټولنې سره په ګډه بزګران له هغو معلوماتو، خدمتونو او بازارونو سره ونښلوو چې ورته اړتیا لري او له کرنیزو سوداګریزو شرکتونو سره به د پانګونې او پراختیا په برخه کې مرسته وکړو.»
د هغه په وینا، کله چې بزګران په ډاډه زړه تولید وکړي، سوداګریز فعالیتونه وده وکړي او محصولات بازارونو ته ورسېږي، نو کرنه د اقتصادي بیا رغونې او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي.
د پاکستان «فرايډې ټایمز» په یوه تحلیلي راپور کې ویل شوي چې د افغانستان اوسنی ناورین د طبیعي زېرمو له امله نه، بلکې د شوروي اتحاد، امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او افغان لورو د لسیزو سیاسي او پوځي تګلارو او پرېکړو پایله ده.
د راپور په وینا، د افغانستان د یو ټریلیون ډالرو معدني زېرمو په اړه مشهور اټکل د احتمالي منابعو ارزونه ده، نه دا چې دغه شتمني دې په عملي ډول د افغانستان اقتصاد ته داخل شوې وي.
راپور استدلال کوي چې افغانستان لا هم یو جګړهځپلی او پر بهرنیو مرستو متکي هېواد دی او د طبیعي زېرمو له احتمالي عوایدو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ دی، خو لا یې د «طبیعي شتمنيو ناوړه اغېزه» عملي بڼه نه ده تجربه کړې.
راپور وایي د افغانستان اوسنی وضعیت د ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد له یرغل وروسته شکل واخیست، کله چې واشنګټن، اسلاماباد او ریاض د شوروي پر ضد د مجاهدینو ملاتړ پیل کړ.
تحلیل ټینګار کوي چې طالبان د شوروي ضد جګړې پر مهال نه وو موجود، بلکې په ۱۹۹۴ کال کې د کورنیو جګړو، د پخوانیو مجاهدینو د اختلافاتو او په پاکستان کې د مذهبي او لوژستیکي شبکو له چاپېریاله راپیدا شول.
راپورادعا کوي چې د طالبانو د واک ته رسېدو کیسه له کانونو سره نه، بلکې د سیمهییزو او نړیوالو لوبو له پایلو سره تړاو لري.
په راپور کې د پاکستان رول هم تر بحث لاندې نیول شوی او ویل شوي چې اسلاماباد د «ستراتیژیک ژورتیا» په نوم د یوې تګلارې له مخې طالبان د افغانستان په سیاست کې د نفوذ وسیله ګڼل.
خو د راپور د لیکوال په باور، همدا تګلاره وروسته د پاکستان پر ضد وګرځېده او اوس اسلاماباد له تحریک طالبان پاکستان او د طالبانو له حکومت سره له ستونزو سره مخ دی.
راپور همداراز د سعودي عربستان او روسیې رول ته اشاره کوي او وایي چې دواړو هېوادونو په بېلابېلو دورو کې د خپلو امنیتي اهدافو لپاره ګاونډي هېوادونه د نفوذ او رقابت د ډګرونو په توګه کارولي دي.
د لیکوال په باور، د افغانستان کیسه د هغو هېوادونو لپاره هم یو درس دی چې ګاونډیان د امنیتي حایلو سیمو په توګه کاروي، ځکه دا ډول سیاستونه وروسته د ناامنۍ بڼه بېرته خپلو پولو ته راګرځوي.
په تحلیل کې ویل شوي چې طالبان د ښځو پر زدهکړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه، سیاسي ځپنه او د وسلهوالو ډلو لپاره د فعالیت زمینه برابروي او د افغانستان د اوسني وضعیت مسولیت هم لري.
خو راپور کې ټینګار شوی چې د افغانستان ټولې ستونزې یوازې د افغانانو پر غاړه نه شي اچول کېدای، ځکه بهرنیو قدرتونو هم د هېواد په څلور لسیزو جګړو او بېثباتۍ کې مهم رول لوبولی دی.
راپور کې راغلي چې د افغانستان د وسني وضعیت لومړنۍ لامل د مس، لاجورد یا لیتیوم په هېواد کې شتون نه وو؛ بلکې دا باور و چې یو کوچنی هېواد د لویو قدرتونو د امنیتي اهدافو لپاره قرباني کېدای شي.