
تهمینه سالک: د طالبانو د «اصلاح شوي» تصور حقیقت نه لري
د فرانسې پارلمان کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته د ښځو حقونو فعالې تهمینه سالک ویلي، چې ځینې اروپايي هېوادونه د کډوالو افغانانو د بېرته لېږلو لپاره د طالبانو کوربهتوب کوي، چې دا چاره جدي اندېښنې راپورته کوي. هغې زیاته کړې، چې د طالبانو د «اصلاح شوي» تصور حقیقت نه لري.



















