
په مانیښ کانال کې د پناهغوښتونکو د مرګ په تړاو افغان تورن کسان محاکمه کېږي
په پاریس کې د ۱۴ کسانو محاکمه پیل شوې چې ډېری یې د افغانستان وګړي دي او د مانیښ کانال له لارې د پناهغوښتونکو د تېرېدو پر مهال د لږ تر لږه ۳۱ کسانو د مړینې په تړاو تورن دي.

په پاریس کې د ۱۴ کسانو محاکمه پیل شوې چې ډېری یې د افغانستان وګړي دي او د مانیښ کانال له لارې د پناهغوښتونکو د تېرېدو پر مهال د لږ تر لږه ۳۱ کسانو د مړینې په تړاو تورن دي.

۶ ورځې مخکې په هرات ښار کې یو ۳۰ کلن ځوان له شکنجې وروسته په رڼا ورځ په ډزو ووژل شو. ځايي طالبان ادعا لري، چې د پېښې په تړاو مظنونین نیول شوي، خو په تړاو یې هېڅ ډول معلومات نهدي ورکړي. دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیت امر بیا وايي هر «ږیرهور او لونګۍ والا» طالب نهدی.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د څلورو نوو مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړی او وايي چې په روان کال کې د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی.

اپل د چهارشنبې په ورځ خپل لومړنی تاوېدنکی ټیلیفون د «ایفون ډویو» په نوم معرفي کړ. د دې ټیلیفون بیه ۱۹۹۹ امریکايي ډالره ده او د ایفون په ډیزاین کې په تېرو څو کلونو کې د اپل تر ټولو ستر بدلون بلل کېږي. ایفون ډویو چې کله تړلی وي، د اندازې او بڼې له پلوه له پاسپورټ سره ورته والی لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره روانه جګړه به د امریکا د منځمهالو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته پای ته ورسېږي، ځکه د نوموړي په وینا، تهران نور د اوسني وضعیت د دوام توان نه لري.

د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې، متحدې جبهې اعلان کړی چې ځواکونو یې د کندهار ښار په ۱۵مه حوزه کې د طالبانو یو پولیس په نښه کړی او وژلی دی. دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وژل شوي طالب پولیس د سیمې اوسېدونکي ځورول او له خلکو سره یې ناسم او توند چلند کاوه.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ د شوکاڼي د یوه کان تړون له یوه کورني خصوصي شرکت سره د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک کړ. د دغه وزارت په وینا، د هر ټُن شوکاڼي د استخراج په صورت کې ۱۹۷۰ افغانۍ طالبانو ته حقالامتیاز ورکول کېږي.

د عوامي نشنل ګوند مخکښ غړي فرمان یوسفزي په سیاسي چارو کې د پاکستان لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله پر څرګندونو نیوکه کړې او د پښتنو د تېرو څو لسیزو مرګژوبلې او بېځایه کېدو مسوولیت یې د پاکستان پر دولتي تګلارو اچولی.هغه ویلي، د بل کور ته د ډبرو غورځوونکي باید د ګلونو تمه ونه لري.

د کډوالو لپاره د ناروې د شورا عمومي منشي یان اېګلنډ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال خبرداری ورکړی چې نړیوالې ټولنې دا هېواد په بشپړ ډول هېر کړی او پرېښی یې دی، چې له امله یې بشري بحران میاشت په میاشت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې مخ په خرابېدو روان دی.

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر وايي، د اسلامي نظام د امیر ټاکنه د «اهل الحل والعقد» له لارې کېږي او خبرداری یې ورکړی چې هېڅوک د مخالفت حق نهلري او د «امیر» د امر منل «واجب» دي. د هغه په باور د جمهوریت قوانین د اشخاصو له لوري د خپل ذوق مطابق جوړيږي او له شریعت سره په ټکر کې وي.

د بېپولې خبریالانو سازمان له طالبانو غوښتي، چې په کابل کې دې د راه فردا ټلوېزیون دفتر بېرته پرانیزي او د دې رسنۍ نوی د امتیاز خاوند سلمان اخلاقي دې سمدستي خوشې کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف ای او) وايي، افغانستان د نړۍ له سختو تغذیوي بحرانونو څخه له یوه سره مخ دی او د دغه ګواښونکې کړۍ د ماتولو او مخنیوي په برخه کې لا ډېرو پانګونو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک وایي، نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي او د هغوی د ورځ تر بلې زیاتېدونکي کړاو پر وړاندې یې «ژوره او درنه چوپتیا» غوره کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې ثریا دلیل د پاکستان له لوري د افغان طبي محصلینو د اېستلو پر پرېکړه سخته اندېښنه ښودلې. هغه وایي، د افغانستان علمي او طبي بنسټونه، په ځانګړي ډول د افغانستان طبي شورا باید دا موضوع جدي ونیسي او د حل لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد پارلمان منحل کړ او د اکتوبر ۲۵مې لپاره یې له وخت وړاندې پارلماني ټاکنې اعلان کړې. ووچیچ غواړي په دغو ټاکنو کې د لومړي وزیر څوکۍ ته نوماند شي.

په مخکېني جمهوري نظام د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په پاکستان کې د طب د برخې افغان محصلینو په تړاو د دغه هېواد د طبي او غاښونو شورا پرېکړه په کلکه غندلې او غوښتنه کړې یې چې زدهکړیالان باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي کړکېچونو قرباني نهشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بنګلهدېشي سوداګرو او صنعتکارانو سره د لیدنې پرمهال غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو څخه په استفا ده پانګونه وکړي.

د لاهور په فاطمه جناح طبي پوهنتون کې د طب د وروستي کال افغانه محصله وايي، په پنجاب کې د طب په زده کړو بوخت افغان محصلان د پاکستان وروستۍ پرېکړې اندېښمن کړي دي. نوموړې وايي، محصلینې له پوهنتونونو نه د شړلو او له زدهکړو دبېبرخې کېدو له امله په «چیغو ژاړي».

د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالکریم خُرم وايي، په پاکستان کې له طبي زده کړو د افغان محصلانو محرومول او اخراجول ښیي چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان اوږد مهاله سیاست او ستراتیژي همغسې دښمنانه ده او د پاکستان حاکمان خپله گټه د افغانستان په تضعیف او اضمحلال کې ویني.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د ۲۵ تلین په مناسبت په جلا جلا پیغامونو کې د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په دغه هېواد کې د طب په برخه کې پر زده کړو بوخت افغان محصلانو ایستلو پریکړه په کلکه غندلې او د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د افغان محلانو د ایستلو پرېکړه دې وځنډوي.