• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناروې د کډوالو شورا منشي: لوېدیځ او نړیوالې ټولنې افغانستان هېر کړی دی

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۳ GMT+۱

د کډوالو لپاره د ناروې د شورا عمومي منشي یان اېګلنډ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال خبرداری ورکړی چې نړیوالې ټولنې دا هېواد په بشپړ ډول هېر کړی او پرېښی یې دی، چې له امله یې بشري بحران میاشت په میاشت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې مخ په خرابېدو روان دی.

نوموړي پر لوېدیځو هېوادونو نیوکه وکړه چې له افغانانو سره د مرستې په اړه یې یوازې په ژمنو بسنه کړې ده.

ښاغلي اېګلنډ وویل چې په دغه سفر کې یې له داسې میندو سره لیدلي چې خپلو ماشومانو ته د خوراک لپاره هېڅ نه‌لري او د راتلونکي ژمي په اړه اندېښمنې دي، په داسې حال کې چې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه هم خورا لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، بشري بنسټونه د اړتیا وړ بودیجې له درېیمې برخې څخه لږ ترلاسه کوي چې له امله یې د مرستو رسولو په برخه کې له سختو پرېکړو سره مخ دي. د دې تر څنګ، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي او سږ کال تر اوسه له یو میلیون څخه زیات کسان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو دغه پراخ او ګړندي بهیر پر کورونو، معیشت او خدماتو سخت فشار راوړی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ کله نا کله نښتو د ملکي وګړو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. د ناروې د شورا مشر زیاته کړه چې په کندهار کې یې د کډوالو د معلوماتو مرکز کې داسې کورنۍ لیدلې چې په ډېرو لومړنیو خېمو کې ژوند کوي چې چتونه نه‌لري او دېوالونه یې یوازې له لرګیو او پلاستیکي کڅوړو جوړ شوي دي.

په داسې حال کې چې افغان ښځې او نجونې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د زده کړو، کار او تګ راتګ په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي، راستنې شوې کورنۍ د عاید د نشتوالي له امله په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي او ښوونیزو خدماتو ته لاسرسی نه‌لري.

د محمد علي په نوم د شپږو ماشومانو پلار چې له ایران څخه هرات ته راستون شوی ویلي، بېړنۍ مرستې د ژوند د پرمخ وړلو لپاره بسنه نه‌کوي او په هېواد کې د کار زمینه نشته. ښاغلي اېګلنډ ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د کابل له چارواکو سره رغنده تعامل وکړي ترڅو ملکي وګړي د جیوپولیټیکي لومړیتوبونو قرباني نه‌شي.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

د سواد نړۍواله ورځ؛ په کندهار کې د سواد زده‌کړې مرکزونه تړل شوي دي

•
•
•

نور خبرونه

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۱
100%

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې مشر وايي، د ایران او امریکا د جګړې له پیل راهیسې افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي، په داسې حال کې چې سیال هېوادونه هڅه کوي د افغانستان په بازار کې خپله ونډه پراخه کړي.

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې مشر محمود سیادت د چارشنبې په ورځ د ایران له «ایلنا» خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، چې افغانستان ته د پیټروکیمیاوي محصولاتو، فولادو، خوراکي توکو او نورو توکو پر صادراتو محدودیتونو دغه کچه نوره هم کمه کړې ده.

د هغه په وینا، په دغو محدودیتونو کې هغه بندیزونه هم شامل دي چې د جګړې له امله د رامنځته شویو زیانونو او د ایران د کورني بازار د اړتیاوو له کبله لګېدلي دي.

سیال هېوادونه مخکې کېږي

سیادت وویل، چې د ایران لپاره تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې نور هېوادونه په چټکۍ سره د افغانستان بازار ته داخلېږي او خپله ونډه زیاتوي.

سیادت وویل: «تر ټولو مهمه ستونزه دا ده چې په همدې موده کې چې افغانستان ته زموږ صادرات کم شوي، زموږ سیالانو په جدي ډول د افغانستان بازار ته مخه کړې ده».

د هغه په وینا، افغانستان ته د ازبکستان صادرات سږ کال ۴۲سلنه زیات شوي او دغه زیاتوالی په چټکۍ سره د افغانستان په بازار کې د ایران ونډه کموي.

سیادت همداراز د ایران پولې ته څېرمه د سعودي عربستان د ګازو د استخراج یوې څو میلیارد ډالري هوکړې ته اشاره وکړه.

په سعودي عربستان کې مېشت دلتا انټرنېشنل شرکت روانه اونۍ د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزارت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج لپاره هوکړه لاسلیک کړې ده.

طالب چارواکو د دې پروژې لومړنۍ پانګونه ۲۰۰میلیونه ډالر ښودلې، خو دلتا انرژي ویلي چې که د اکتشاف او امکان‌سنجۍ پایلې د چارو د پراختیا ملاتړ وکړي، د انرژۍ دغه پراخ پروګرام په راتلونکي کې د لسګونو میلیاردو ډالرو احتمالي پانګونې زمینه برابرولای شي.

سیادت وویل، چې د میلک او دوغارون په سرحدي دروازو کې سلګونه لارۍ افغانستان ته د تېرېدو لپاره انتظار باسي.

هغه وویل، چې ځینې لارۍ له ایران څخه د وتلو لپاره له ۱۲تر ۱۵ ورځو پورې درول کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان له لوري د موټرو تګ راتګ یوڅه په چټکۍ ترسره کېږي.

سیادت وویل: «هیڅ منطق نه لري چې زموږ لارۍ له افغانستان سره په پوله کې ۱۳، ۱۴ او کله ناکله ۱۵ ورځې ودرول شي».

د هغه په وینا، په سرحدونو کې اوږده ځنډونه د ترانسپورټ او بار وړلو لګښتونه لوړوي او په افغانستان کې د ایراني توکو د سیالۍ وړتیا کموي.

د ایران په بهرنۍ سوداګرۍ کې عمومي کمښت

افغانستان ته د ایران د صادراتو کمېدل په داسې حال کې دي چې د جګړې له پیل راهیسې د ایران بهرنۍ سوداګري هم په عمومي ډول کمه شوې ده.

د ایران یوه سوداګریز چارواکي ویلي چې د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د دغه هېواد غیرنفتي صادرات او واردات شاوخوا ۳۰سلنه کم شوي دي.

په ورته وخت کې، د چین او ترکیې د ګمرکونو معلومات ښيي چې له ایران سره سوداګري پام وړ کمه شوې ده.

هند ته د ایران صادرات هم کم شوي، خو له ایران څخه د هند واردات زیات شوي چې عمده لامل یې د ایراني اومو تېلو او مایع پټرولیمي ګازو (LPG) د پېرلو زیاتوالی بلل شوی دی.

پاکستان کې د افغان محصلانو زده‌کړې له خنډ او راتلونکی یې له ناروښانه برخلیک سره مخ دی

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د پاکستان طبي شورا له هغه افغان محصلانو چې په دغه هېواد کې د طب په برخه کې پر زده‌کړو بوخت دي غوښتي، چې دغه هېواد پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي. د یادې پرېکړې له امله پاکستان کې ګڼ افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړولو او راتلونکي په اړه له ناروښانه برخلیک سره مخ شوي دي.

په پاکستان کې د طب افغان محصل دلاور خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د دوی د زده‌کړو بشپړېدو ته یوازې درې میاشتې پاتې دي او ټاکل شوې چې د ډسمبر تر میاشتې خپلې زده‌کړې پای ته ورسوي.
هغه وویل، که د پاکستان طبي شورا پرېکړه عملي شي د افغان محصلانو برخلیک به له ناروښانه وضعیت سره مخ شي. دلاور خان وايي، د زده‌کړو په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پرېکړې دوی له سخت رواني فشار او ژور خپګان سره مخ کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې له دې پرېکړې یوازې د بورسیو له لارې راغلي افغان محصلان نه‌دي اغېزمن شوي؛ بلکې هغه کسان هم ورسره مخ دي چې په شخصي لګښتونو په پاکستان کې د طب زده‌کړې کوي.
دلاور خان وايي، افغان محصلان اوس نه د طالبانو له سفارت او نه هم له پاکستاني چارواکو څخه د ستونزې د حل په اړه هیله لري.
په همدې حال کې په پاکستان کې د افغان محصلانو د ټولنې مشر محمد صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، پاکستاني چارواکو ورته ویلي هغه افغان محصلان چې د علامه اقبال بورسونو له لارې او یا هم په شخصي لګښت د پاکستان په پوهنتونونو کې د طب زده‌کړې کوي؛ باید په درېیو ورځو کې له پاکستان نه ووځي.
شریعتي دغه پرېکړه د افغان محصلانو پر وړاندې ښکاره تبعیض وباله او ویې ویل، چې د پاکستان اوسني وضعیت دغه هېواد د افغان محصلانو لپاره پر «دوزخ» بدل کړی دی.
د هغه په وینا، که دغه پرېکړه عملي شي په پاکستان کې به شاوخوا زر افغان محصلان چې نارینه او ښځینه دواړه په‌کې شامل دي له جدي ستونزو سره مخ شي او د زده‌کړو بهیر به یې ټکنی شي.
شریعتي وویل، ډېرو افغان محصلانو او د هغوی کورنیو د طب زده‌کړې لپاره مېلیونونه کلدارې لګولې دي. هغه زیاته کړه، چې یوشمېر کورنیو د خپلو اولادونو د زده‌کړو د لګښت برابرولو لپاره خپلې ځمکې هم په ګرو ورکړې دي؛ څو هغوی وکولای شي زده‌کړې بشپړې او په راتلونکي کې ډاکټران شي.
شریعتي ټینګار وکړ، چې د طب زده‌کړه د نورو زده‌کړو په څېر ساده او ارزانه نه‌ده او افغان کورنیو د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره درانه مالي لګښتونه پرې کړي دي.
د افغان محصلانو د ټولنې مشر له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان طبي محصلانو وضعیت ته جدي پام وکړي او لږ تر لږه هغه محصلانو ته چې د زده‌کړو پای ته رسېدو ته نږدې دي، د خپلو زده‌کړو د بشپړولو اجازه ورکړي.
د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې ته پراخ غبرګونونه
د پاکستان یادې پرېکړې سخت غبرګونونه راپارولي دي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، له پاکستان نه د افغان طبي محصلانو د اېستلو پرېکړه «غیرانساني او د خواشینۍ» وړ ده. مجاهد له اسلام‌اباد غوښتنه کړې، چې پر یادې پرېکړې له سره غور وکړي.
همداراز په پاکستان کې د افغان طبي محصلانو د اېستلو له خبرداري وروسته د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، په بهر کې له ستونزو سره مخ افغان محصلانو او استادانو ته د اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د لوړو زده‌کړو وزارت ټولو هغه افغان محصلانو او استادانو ته چې په بهرنیو هېوادونو کې په زده‌کړو بوخت دي او له ستونزو سره مخ دي ډاډ ورکوي، چې دغه وزارت په داخل د هېواد کې د هغوی د ستونزو د حل لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي».
په دې اړه د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې د پاکستان له پوهنتونونو څخه د افغان طبي محصلانو اېستل «ځورونکې» پرېکړه ده او له اسلام‌اباده یې غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان د طبي شورا وروستۍ پرېکړه چې له مخې یې په پاکستاني پوهنتونونو کې افغان محصلان بېرته افغانستان ته استول کېږي، تبعیضي چلند بللی دی.
د بښنې نړۍوال سازمان د خبرپاڼې له مخې، د یادې پرېکړې اغېزې به پر ښځینه محصلانو سختې وي؛ ځکه ډېری افغانې نجونې لا له وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د بندیزونو له امله له لوړو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.
بل لور ته د پاکستان د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، چې د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه «شرموونکې او غیرانساني» ده. داوړ زیاته کړې، چې افغان محصلان، په ځانګړي ډول ښځینه محصلانې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د زده‌کړو فرصت نه‌لري.

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ او اپرېل ترمنځ لږترلږه ۲زره او ۷۴۵ کسان له بدني سزاوو په ځانګړي ډول له دُرو وهلو سره مخ شوي دي.

امریکایي رسنۍ «اېن‌ار پي» د راپور له مخې، دغه شمېرې د طالبانو د سترې محکمې له رسمي اعلانونو، خواله رسنیو او سلګونه خپرو شویو خبرپاڼو راټولې شوې دي.
بلخوا ملګرو ملتونو هم په خپل راپور کې ویلي، چې یوازې په ۲۰۲۵کال کې تر ۱۱۱۰ زیات کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا، په ۲۰۲۵کال کې د میداني سزاوو شمېر د تېرو ټولو کلونو له ټولیز شمېر زیات و.
د بشري حقونو فعالان وايي، د رسمي شمېرو ترڅنګ ښايي داسې ډېرې پېښې هم وي چې ثبت شوې نه‌وي؛ په ځانګړي ډول هغه موارد چې د طالبانو غړي خلک په مستقیم ډول او له محکمې پرته مجازات کوي.
د راوداري بنسټ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، طالبان بدني سزاوې د عدالت د ټینګښت یوه مهمه برخه ګڼي او د خلکو د کنټرول او وېرولو لپاره یې کاروي. نوموړې ویلي: «د طالبانو له نظره دُرې د عدالت مهمه برخه ده؛ خو په عملي توګه د خلکو د کنټرول او ځپلو وسیله ګرځېدلې ده».
د بښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا څانګې فعالې سمیرې حمیدي هم ویلي، چې عامه سزاوې د مجازاتو ترڅنګ د وېرې خپرولو او ټولنیز کنټرول وسیله ګرځېدلې دي.
راپور کاږي، ښځې او نور زیانمن قشرونه د دغه سزاوو تر ټولو لوی قربانیان دي. د راپور له مخې، ښځې د طالبانو د هغه محدودیتونو له امله چې د تګ‌راتګ، لباس او ټولنیز حضور په اړه پرې لګېدلي د مجازاتو له لوړ ګواښ سره مخ دي.
راپور یادونه کوي، چې طالبان په ځینو مواردو کې ښځې د محرم له نشتوالي، له کوره د تېښتې، یا د اخلاقي جرمونو په نوم په دُرو وهي؛ په داسې حال کې چې د بشري حقونو سازمانونه دغه موارد د بنسټیزو حقونو ضد بولي.
د بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو کارپوهان وايي، افغانستان لاهم د بشري حقونو د نړۍوالو تړونونو غړی دی او دغه ډول سزاوې د شکنجې او غیرانساني چلند ضد اصولو سره په ټکر کې دي.
راپور څرګندوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ټولې ښځینه قاضیانې او د ښځو ډېری حقوقي وکیلانې له دندو ګوښه شوې او دامهال په افغانستان کې هېڅ رسمي ښځینه قاضي یا څارنواله نه‌شته.
د راپور له مخې، دغه وضعیت د ښځو لپاره د عادلانه دفاع امکانات نور هم محدود کړي دي.
د بشري حقونو فعالان وايي، په عام محضر کې سزاوې یوازې پر قربانیانو اغېز نه‌کوي؛ بلکې پر ټولنې هم ژور رواني اغېز لري او د وېرې، چوپتیا او ټولنیز فشار فضا پراخوي. د راپور لیکوالان خبرداری ورکوي، چې د معلوماتو پر لاسرسي د محدودیتونو له امله ښايي د ښځو او نارینه‌و پر وړاندې د ګڼو نورو مجازاتو جزییات نړۍوالو ته نه‌وي رسېدلي.

د اوبو کمښت او د کرنیزې سرې د بیو لوړوالی افغانستان ګواښي

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۰۶ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په خپلې تازه ارزونه کې خبرداری ورکړی، چې د اوبو لګولو لپاره د اوبو سخت کمښت او د کرنیزو سرو د بیو لوړوالی په افغانستان کې د بزګرانو پر وړاندې یو له مهمو ننګونو ګرځېدلي دي.

د راپور له مخې، د سرو د بیو دوامداره لوړوالي او د کلیوالو کورنیو د مالي وړتیا کمښت د دې لامل شوی چې د سروې نږدې ۸۰ سلنه کرنیزې ټولنې ووایي، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي په راتلونکي کرنیز فصل کې به د غنمو د کرکېلې ساحه راکمه کړي.

دغه ارزونه د اګست میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې او له سیمه‌ییزو ټولنو سره په‌کې ۳۳۰ ګروپي مرکې شوې دي. یاد سازمان وايي، نږدې دوه پر درېیمه برخه سروې شوې ټولنې تمه لري چې سږکال به د تېر کال پرتله لږې کرنیزې سرې وپېري.

همداراز نږدې ۸۰ سلنه دغه ټولنو ویلي، که د سرو بیې همداسې لوړې پاتې شي؛ نو د ژمي په موسم کې د غنمو د کرکېلې ساحه به کمه کړي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې بزګران ښايي د لګښتونو د زیاتوالي د جبران لپاره د سرو د کارونې کچه راټیټه کړي، پور واخلي، یا د خپلو څارویو او شتمنیو یوه برخه وپلوري.

د سازمان د ارزونې له مخې، دغه وضعیت ښايي د ژمنیو غنمو پر کرکېله، د کرنیزو محصولاتو پر تولید او د کلیوالو کورنیو پر عاید اغېز وکړي. د سرو د بیو ترڅنګ، د اوبو کمښت هم د افغانستان د کرنې پر وړاندې له مهمو محدودیتونو بلل شوی دی.

یوازې ۲۲ سلنه سروې شویو ټولنو ویلي، چې د اوبو لګولو لپاره کافي اوبه لري؛ په داسې حال کې چې ۵۷ سلنه د اوبو د کمښت او د اوبو د نوبتي وېش له ستونزې سره مخ دي او ۲۱ سلنه نورو ویلي، چې د اوبو لګولو لپاره کافي اوبه نه‌لري.

له دې سره په ټوله کې ۷۸ سلنه سروې شوې ټولنې د اوبو لګولو په برخه کې د اوبو د کمښت له امله له یو ډول فشار سره مخ دي. تر ځمکې لاندې د اوبو کمښت، د سیندونو د اوبو د جریان کمښت، د بندونو او د اوبو لګولو کانالونو د مدیریت ستونزې او د اوبو د پمپ کولو لپاره د تېلو د بیو لوړوالی د دغه وضعیت له اصلي لاملونو څخه بلل شوي دي.

دغه سازمان همداراز وايي، چې د هوا تودوخې د کرنې پر وړاندې فشار لا زیات کړی دی. د افغانستان په ډېرو برخو په ځانګړي ډول په کوزو سیمو کې له منځنۍ کچې د لوړې تودوخې له امله د کرنیزو محصولاتو د اوبو اړتیا زیاته شوې او ورسره هم‌مهاله د څړځایونو د وچېدو او د څارویو لپاره د سرچینو د کمښت لامل شوې هم ده.

دغه سازمان د اګست په میاشت کې هم ویلي و، چې د کرنیزو سرو د بیو لوړوالی په ۲۰۲۷کال کې د افغانستان د غنمو د تولید د کمښت ګواښ زیاتوي.

طالبان: په درېیو کلونو کې مو نږدې ۲۸۴زره کسانو ته د سواد زده‌کړې زمینه برابره کړې ده

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، د ۱۴۰۱کال څخه تر ۱۴۰۴کال پورې یې د سواد زده‌کړې په برخه کې زرګونه ښوونیز مرکزونه جوړ کړي او سلګونه زره کسانو ته یې د لیک او لوست د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند ذبیح‌الله همت ویلي، په دې موده کې د هېواد په کچه ۱۹زره او ۶۶۱ د سواد زده‌کړې کورسونه جوړ شوي او شاوخوا ۲۸۴زره کسانو ته په‌کې د زده‌کړې فرصت برابر شوی دی.
د نوموړي په وینا، د سواد زده‌کړې پروګرام یوازې هغو کسانو ته نه‌دی ځانګړی شوی چې له رسمي ښوونیز نظام څخه پاتې شوي؛ بلکې د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته هم د زده‌کړې زمینه برابروي. هغه ویلي، چې د سواد زده‌کړې بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې روان دی او د اړتیا او امکاناتو له مخې نوي کورسونه هم پرانیستل کېږي.
د طالبانو د پوهنې وزارت همداراز وايي، چې د سواد زده‌کړې پروګرامونه د سیمو د اړتیاوو پر بنسټ تنظیمېږي او زده‌کوونکو ته بېلابېل درسي پروګرامونه برابرېږي. خو بلخوا سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په یوشمېر ولایتونو کې د سواد زده‌کړې مرکزونه تړل شوي دي.
د کندهار ولایت سرچینې وايي، نږدې ۲زره لویان چې د لیک، لوست او حساب زده‌کړې لپاره په دغه مرکزونو کې شامل وو، اوس له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي. د سرچینو په وینا، یوازې په کندهار کې له ۱۵۰ څخه ډېر د سواد زده‌کړې ټولګي تړل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې دغه ټولګي د پوهنې ریاست تر چتر لاندې او د یوشمېر مرستندویه موسسو په مالي ملاتړ په ښار او ولسوالیو کې فعال وو. د سرچینو په وینا، د ښوونکو کمښت او د تمویل کوونکو موسسو له لوري د مالي ملاتړ بندېدل د دغه مرکزونو د تړل کېدو مهم لاملونه دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) د سپټمبر اتمې د سواد نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې دامهال په نړۍ کې شاوخوا ۱.۴ مېلیارده ماشومان په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې زده‌کړې کوي.
یونسکو ویلي، سره له دې هم په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۳۹ مېلیونه ځوانان او لویان لاهم له بنسټیز سواد څخه بې‌برخې دي. د یادې ادارې په وینا، سواد یوازې د لیک او لوست وړتیا نه‌ده، بلکې د افرادو، ټولنو او هېوادونو د پرمختګ بنسټیز عنصر ګڼل کېږي او د برابرۍ، زغم او تلپاتې سولې په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
په همدې حال کې یوشمېر افغانان هم د سواد زده‌کړې پر اهمیت ټینګار کوي. د کابل اوسېدونکي محمد اصف افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «که موږ او جاپان په یوه وخت ازاد شوي وو، هغوی اوس کوم ځای ته رسېدلي او موږ لا هم وروسته پاتې یو. د زده‌کړو په برخه کې باید له پرمختللو هېوادونو سره سیالي وکړو، نه دا چې د جګړې او وسلې له لارې پرمختګ ولټوو».