
په فراه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي
په فراه کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د یادې قوماندانۍ په وینا؛ دغه پېښه د فراهرود ولسوالۍ اړوند په اب خرما سیمه کې شوې ده.



















