
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې په هر یوه ساعت کې یوه مور د زېږون پر مهال مري
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې هر ساعت یوه مور د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د هغو ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د مخنیوي وړ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې هر ساعت یوه مور د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د هغو ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د مخنیوي وړ دي.

د رومانیا پارلمان د سېشنبې په ورځ د عدم اعتماد رایې په ورکولو د صدراعظم ایلیه بولوجان اروپایي اتحادیې پلوه حکومت نسکور کړ. حکومت د تایید لپاره ۲۳۳ رایو ته اړتیا لرله، په داسې حال کې چې ۲۸۱ د عدم اعتماد رایې یې ترلاسه کړې دي.

پر اوکراین د روسیې د سې شنبې ورځې بریدونو لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي، چې په زاپورېژیا ښار کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. د سیمې د والي ایوان فېدوروف په وینا، لږ تر لږه ۱۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

د هند یوې ایالتي مشرې، چې د لومړي وزیر نریندرا مودي له بهارتیا جنتا ګوند نه یې په ټاکنو کې ماته خوړلې، د سې شنبې په ورځ وویل چې ماته یې نه ده خوړلې او له خپلې دندې استعفا نه کوي.

په کندهار کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي، چې د لوړو زده کړو وزارت په مالي همکارۍ د کندهار پوهنتون اړوند په مستشفی عمر تدریسي روغتون کې د سترګو د جراحي عملیاتو یوه عصري خونه پرانیستل شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ایران پوځي وړتیا کمزورې وبلله او ویې ویل چې تهران «باید د تسلیمېدو سپین بیرغ پورته کړي»، خو زیاته یې کړه، «ایران دومره مغرور دی چې دا کار نه کوي».

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وايي، د هغې درې تنه خپلوان چې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي وو، له بند څخه خوشې شوي او خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

ځايي سرچینې وايي، چې د بدخشان ولایت په مایمي ولسوالۍ کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله ۵ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. د معلوماتو له مخې، د دې ترافیکي پېښې ټول قربانیان د بلخ ولایت اوسېدونکي دي. په خپاره شوي انځور کې ښکاري، چې یو موټر سیند ته لاندې لوېدلی دی.

د غزې په تړانګه کې د اسراییل د تازه بریدونو له امله لږ تر لږه درې فلسطینیان، چې یو ۱۵ کلن ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د مولانا ادریس د وژل کېدو په غبرګون کې د پراخو لاریونونو اعلان کړی دی. د دغه ګوند ویاند اسلم غوري ویلي، چې دا لاریونونه به د چهارشنبې او جمعې په ورځو کې ترسره شي.

یادې ډلې پر خپل ټېلګرام په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې نن سې شنبه د دوی وسلهوالو د مولانا محمد ادریس ترنګزي موټر په نښه کړی، چې له امله یې نوموړی وژل شوی او د هغه له ساتونکو څخه دوه تنه ټپیان شوي دي.

یو شمېر افغان کډوالو چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ له لارې هېواد ته راستون شوي، افغانستان انټرنشنل ته په رالیږلي لیک کې ادعا کړې چې له پاکستان څخه راستنیدونکو افغان کډوالو سره د طالب چارواکو چلند مناسب نه دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د پښتونخوا د یوه دیني عالم مولانا ادریس پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او وايي، د پاکستان ریاست د امنیت لپاره کومه تګلاره نه لري، نو پښتانه دې سره متحد شي او خپل امنیت دې پخپله خوندي کړي.

د اروپايي اتحادیې د پارلمان مخې ته له څو ورځني پرلت او د زرګونو کسانو د لاسلیکونو د راټولولو له انلاین کمپاین وروسته، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت اړوند یو غوښتنلیک په رسمي ډول د اروپا په پارلمان کې ثبت او د ارزونې بهیر ته داخل شوی.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې ننګرهار په رودات ولسوالۍ کې یې د امير المومنين په نوم د کډوالو لپاره پر شاوخوا ۱۸ زره جریبه ځمکه د استوګنیز ښارګوټي د استوګنې نمرو وېش پیل کړی. یاد وزارت وايي، په دې سره به راستنېدونکو ته دایمي سرپناه او د ژوند مناسب شرایط برابر شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به د مې میاشتې په ۶مه نېټه د رسمي بلنې له مخې چین ته لاړ شي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان ویلي، چې تېره ورځ طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه چارواکي د ننګرهار په نارنج ګل مشاعره کې ځايي خبریالانو ته سپکاوی کړی. امسو وايي، د مایکونو د تنظیم پر سر له خبریالانو سره ناسم چلند شوی او پر سټیج هغوی ته «سپکې سپورې» ویل شوې دي.

په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ناڅرګندو وسله والو نن سهار یو قومي مشر الله نظر ددغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې په ډزو وژلی دی. د نوموړي کورنۍ ددې خبر په تایید سره ویلي، چې الله نظر موټرسایکل سپرو وسله والو د خپل کور مخې ته وژلی دی.

د خیبر پښتونخوا یوه سیاسي څېره مولانا محمد ادریس ترنګزی د سې شنبې په ورځ سهار په چارسده کې په یوه هدفمند برید کې ووژل شو او دوه ساتونکي یې ټپیان شول. د سیمهییزو سرچینو او پولیسو د معلوماتو له مخې، ادریس اتمانزیو سیمې ته د حدیثو د درس لپاره روان و.

په تاجکستان کې میشتو یو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د یو افغان له لوري د یوې تاجکستانۍ مېرمنې له قتل وروسته ۲۵۰ افغانې کورنۍ نن سهار افغانستان ته اخراج شوې دي. اېستل شوي افغانان وايي، چې په تاجکستان کې یې ډک کورونه او کاروبارونه پاتې شول.

د افغانستان-مرکزي اسیا د بینالحکومتي همغږۍ د مرکز (ACICC) غونډه د طالبانو په غیاب کې د اړوندو هېوادونو د استازو په ګډون شوې ده. پاکستان ویلي، چې د غونډې مهم تمرکز د څلور اړخیز ترانزیټي سوداګریز تړون پر پراخولو و. په دغه تړون کې افغانستان شامل نه دی.