
د ایران او ترکیې ولسمشرانو د سیمهییزو بدلونونو په اړه اوږدې ټیلیفوني خبرې وکړې
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیمې هېوادونو پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو ټیلیفوني خبرې کړې دي. پزشکیان ویلي، د اسلامي امت دښمنان هڅه کوي چې د سیمې په هېوادونو کې د کړکېچونو پر رامنځته کولو سره ترهګري او نا امني خپره کړي.



















