
په کوټه کې د مدرسو د ثبتولو بهیر پرضد د جمعیت علمای اسلام ګوند کاربندیز دوام لري
د بلوچستان په کوټه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند د کاربندیز دوام لري، د یاد ښار مارکېټونه په بشپړ ډول تړل شوي دي. تر دې وړاندې د یاد ګوند د کوټې څانګې مشر مولانا عبدالرحمان رفیق د حکومت لهخوا د مدرسو پرضد روان عمليات غندلي و او ويلي یې و، چې د مدرسو د تړلو عملیات د منلو وړ نهدي.



















