
سرچینې: د طالبانو د اقتصاد وزیر د دفتر رییس د عبدالحکیم شرعي په امر نیول شوی
باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د عدلیې وزیر د دوشنبې په ورځ ددې ډلې د اقتصاد د وزیر د دفتر رییس مولوي عبدالباري نیولی دی. د سرچینو په وینا، عبدالحکیم شرعي لومړی عبدالباري خپل دفتر ته ورغوښتی و او وروسته یې د هغه د بندي کولو امر کړی دی.



















