
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې وېسټانډیز ته په دویمه لوبه کې د ۳۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه نړۍواله لوبه کې وېسټانډیز ته د ۳۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې یې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه نړۍواله لوبه کې وېسټانډیز ته د ۳۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې یې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

د سوریې حکومت ادعا کړې، چې د کُردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د دوی اووه سرتېري وژلي دي، خو د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو دا ادعا رد کړې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ویلي، چې ږیره شخصي حریم نه دی او خلک مکلف دي، چې خپل صورت د «اسلامي شریعت» مطابق جوړ کړي. نوموړي د دریشي او نېکټايي د بندیز په اړه پر یاد وزارت د خلکو نیوکو ته هم سخت غبرګون ښودلی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د بنګلهدېش د جامو د تولیدوونکو او صادرونکو ټولنې له مشر سره کتلي او له افغانستان څخه بنګلهدېش ته د پنبې د صادراتو د زیاتوالي په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

په خوست کې د طالبانو ولایتي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د خوست ولایت د افغانیو د ترویج کمیسیون له لوري هغه لس د موټرو پلورنځي مهر او وتړل شول، چې په خپلو مالي راکړو ورکړو کې یې له بهرنۍ کرنسۍ، په ځانګړي ډول پاکستانۍ کلدارې، استفاده کوله.

د طالبانو د محاکمو د اصولنامې پر اساس، چې یوه نسخه یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، طالبانو د «باغي» ګڼل شویو کسانو د وژلو حکم صادر کړی دی. طالبانو په دې اصولنامه کې ویلي چې د «باغي» زیان عام دی او پرته له وژنې نه اصلاح کیږي.

د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د یوه فرمان له لارې د طالبانو د حکومت د جزا قانون، د «محاکمو د جزایي اصولنامې» تر عنوان لاندې نافذ کړ. دا قانون په یوه سریزه، درې بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی، چې پکې تعزیري جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې عربستان، ترکیې، مصر، اردن، اندونیزیا، پاکستان او قطر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «د سولې بورډ» بلنه منلې ده. په دې اعلامیه کې د متحده عرب اماراتو نوم هم شامل دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې د ملګرو ملتونو له منشور سره انتخابي چلند نړیوال نظم کمزوری کوي او خطرناکې پایلې لري. انتونیو ګوترش ویلي چې ځینې مشران په «بېپروايۍ» له هغو نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي چې باید مراعات شي. په وروستیو کې ټرمپ د سولې نړیوال بورډ نوښت کړی.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون د اسیا او ارام سمندر د سیمې مسوول الکساندر متيو ویلي چې په افغانستان کې که څه هم په بشري برخو کې نړیوالې مرستې کمې شوي، خو نوموړی غواړي د مرستو د تشې کمولو لپاره له اړونده لوریو سره خپلې خبرې جاري وساتي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ وویل چې په راتلونکو دریو اونیو کې به څرګنده شي چې ایا د فلسطین وسله واله ډله خپلې وسلې سپاري که نه، او خبرداری یې ورکړ چې که یاده ډله دا کار ونه کړي، نو پر ضد به یې اقدام وشي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ په سویس کې د داوس نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې وویل چې د ګرينلنډ د ترلاسه کولو لپاره ځواک نه کاروي، خو زیاته یې کړه، چې هېڅ بل هېواد د ډنمارک دا سیمه نه شي خوندي کولی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ بلنه منلې چې د «سولې نړیوال بورډ» برخه شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې هېواد یې غواړي «فلسطینیان د نړیوالو تګلارو او ملګرو ملتونو د پرېکړو په رڼا کې د خپلواکۍ حق ترلاسه کړي».

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونسیف)وایي، بریتانیا د ماشومانو د خوارځواکۍ مخنیوي او درملنې لپاره له افغانستان سره اته میلیونه پونډه مرسته کړې ده. بریتانیا دغه مرسته د یونسیف، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام له لارې کړې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د ولسمشر رجب طیب اردوغان په استازیتوب د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې نړیوال بورډ» نوښت کې ګډون کوي. ټرمپ ولسمشر اردوغان ته بلنه استولې وه چې د بورډ غړی شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د سره صليب او سرې میاشتې ټولنې په نړیوال فدراسیون کې د اسیا د لویې وچې د برخې له مشر الکساندر ماتيو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه کتلي دي.

د قزاقستان د کرنې وزارت وايي، د ۲۰۲۵ کال له سپتمبر څخه د دسمبر ترمنځ پورې یې افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ته د غنمو صادرات له ۱،۵ څخه تر دوه چنده زیات کړي دي.

د عمان سلطنت په پلازمېنه کابل کې په یوه چینايي رسټورانټ کې وروستۍ چاودنه غندلې ده. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی دا ډول جنایتکارانه اعمال غندي او د هر ډول تاوتریخوالي او ترهګرۍ پر ضد ثابت او ټینګ دریځ لري.

د بریتانیا د دفاع پخواني وزیر سر بن والیس خبرداری ورکړی چې امکان شته د ۲۰۲۱ کال د کابل له تخلیې وروسته، ځینې طالب وسله وال د پلټنې له بهیر څخه په تېریدو بریتانیا ته داخل شوي او د پناه حق یې ترلاسه کړی وي. د هغه په وینا، د امنیتي ارزونې بهیر ښایي په سمه توګه نه وي ترسره شوی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي. یادې ادارې ویلي، چې د اذربایجان سفیر طالبانو ته راتلونکی کال په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ور کړې ده.

په داسې حال کې، چې د طالبانو د کابل استخباراتو رییس تازه په دوه میلیونه افغانۍ درېیم واده کړی، د طالبانو د عدلیې وزیر ویلي چې د دوی په اداره کې د مسوولانو مهمه ځانګړتیا تقوا ده او متقي شخص قناعت کوي. نوموړي ویلي، چې اسلامي نظام باید د سوداګرۍ په څېر ونهګڼل شي.