
جان بولټن: امریکا د پوځي برترۍ سره هم په ایران کې خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي
د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن، ویلي چې امریکا له پوځي برترۍ سره سره تر اوسه په ایران کې خپل ټاکلي هدفونه نه دي پوره کړي.

د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن، ویلي چې امریکا له پوځي برترۍ سره سره تر اوسه په ایران کې خپل ټاکلي هدفونه نه دي پوره کړي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د معلوماتو لهمخې، د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډیو ټلویزیون دوه خبریالان پر خوست او کابل د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي. په دې پېښو کې د یادې رسنۍ یو بل خبریال او یو موټر چلوونکی هم ټپیان شوي دي.

د لبنان په سویل کې د اسراییل په تازه بریدونو کې، سره له دې چې اوربند هم اعلان شوی، لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ، یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا له دریځ څخه ملاتړ اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې تهران باید اټومي وسلو ته لاسرسی و نه لري.

د رسنیو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې ۲۰۲۵ د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره د ثبت شویو کلونو په منځ کې تر ټولو مرګونی کال وو. دغه سازمان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سي پيجې) په حواله ویلي، په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، حیاتالله مهاجر فراهي له دیني عالمانو، رسنیزو فعالانو او لیکوالانو غوښتي چې له «بېباکه څرګندونو او بېمنطقه نیوکو» ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره یې خپلې هڅې چټکې کړې او په ۲۰۲۶کال کې به ۱،۳ میلیون افغان ماشومانو ته حیاتي او درملنیز خواړه ورسوي، څو د خوارځواکۍ له جدي اغېزو وژغورل شي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت وایي، چې طالب سفیر ګل حسن حسن د قفقاز د پانګونې په نړۍوال فورم کې ګډون کړی او د یاد فوم په څنډه کې یې د داغستان له ولسمشر او همداراز په پيتیوګورسک کې له مېشتو افغانانو سره هم کتلي دي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې د یاد وزارت مرستیال او په کابل کې د سعودي عربستان د سفیر تر منځ په کتنه کې د دوه اړخیزو ایکو پر پراختیا ټينګار شوی. طالبانو په دې کتنه کې د حج او عمرې په برخو کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.

پاکستاني پولیسو ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ټولټال ۲۴۶ د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه شنډ کړي دي. د دولتي خبري اژانس اسوشیټیډ پرېس پاکستان، د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې له دې بریدونو څخه ۲۱۵یوازې د بنو په ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالصمد جاوېد په دغه ولایت کې له یوې جهــ.ادي مدرسې د لیدنې پر مهال ویلي: «ما دا مسوولیت په خپله خوښه نهده منلې». نوموړی تر دې مخکې د بادغیس والي وو او له نږدې یونیم کال راهیسې د غزني ولایت لپاره د د دغې ډلې د والي په توګه ګومارل شوی دی.

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق وايي، په تېر ۱۴۰۴ کال کې د بېلابېلو تورونو له امله د ۲۹ ښځو په ګډون ۱۰۵۸ کسان نیول شوي دي. نوموړی د دغو کسانو تورونه، قتل، د ناقانونه وسلو لېږد، غلا، د نشهيي توکو کاروبار، اخلاقي فساد او نور ورته جرمونه یادوي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.

له ایران سره په خبرو اترو کې د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي، سټیو ویټکاف ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې لا هم روانې دي.

جمعيت علما اسلام (ف) ګوند ويلي، د تورخم لارې د بندېدو له امله نه يوازې دا چې د پاکستان خزانې ته زیان اړوي، بلکې زرګونه کارګر یې بې روزګاره کړي او ستنېدونکو افغان کډوالو ته یې ستونزې رامنځته کړي دي. دوی له دواړو لوریو غوښتنه کړې چې یاده لاره دې ژر تر ژره بېرته پرانیزي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ دفتر راپور تایید کړ او له ټولو مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل، چې د بودجې د زیاتوالي په برخه کې ورسره همکاري وکړي. د ملګرو ملتونو د ماینپاکۍ دفتر ویلي وو، چې د بشرپاله مرستو د کمښت له امله په افغانستان کې د ماینپاکۍ چارې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وایي، طالبان د هند یوه نیابتي ډله جوړ شوی او هند د طالبانو له لارې نيابتي جګړه پرمخ وړي.

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ویلي، چې د ملک سلمان خېریه بنسټ له لوري له پاکستان څخه راستانه شویو افغان کډوالو ته خوراکي مرستې برابرې شوې وې او نن یې پر دغو کډوالو وېشلې دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مشر، نورالدین ترابي د ډيارسي موسسې له مسوولې هنا روز سره په کتنه کې د پېښو د مدیریت او بشري فعالیتونو د ښه والي په موخه د ډرونونو او سپوږمکۍ تجهیزاتو د برابرولو او کارولو په برخه کې پر ګډې همکارۍ هوکړه وکړه.

پېښور زلمي لوبډلې د پاکستان سوپر ليګ جام د ۱۱م پړاو سیالیو په پايلوبه کې حېدراباد کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې جام د سږکال اتله لوبډله شوه.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، چې د ایران حکومت نور د دې توان نه لري چې د خپلو سرتېرو معاشونه پر وخت ورکړي.