• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور احمد پشتین: د پنجاب ستونزه له هند سره نه بلکې له محکومو ایالتونو سره ده

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د مریم نواز د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د هغې ستونزه له هند سره نه، بلکې له «محکومو ایالتونو» سره ده. هغه پوښتنه کړې چې په پښتونخوا او بلوچستان کې د ولس پر ضد بمبارۍ، ډرون بریدونه او لادرکۍ د هند کار دي که د پنجاب د جنرالانو.؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ویلي، د پښتونخوا او بلوچستان پر ولس د پاکستاني پوځ بمبارۍ او ډرون بریدونه شوي، خلک لادرکه شوي او هدفي وژنې او جعلي قضايي سزاوې ورکړل شوې دي.

نوموړي ویلي، د پښتنو، بلوڅو، سندیانو، کشمیریانو، سرایکیانو او د ګلګت بلتستان تاریخي سیمې د «پنجابي پوځ» له خوا ویجاړې شوې او لا هم ویجاړېږي.

پشتین ادعا کړې چې د پنجاب اشرافیه د محکومو ولسونو تېل، ګاز، برېښنا، اوبه، ساحلي سیمې او نورې سرچینې اخلي او د پنجاب پوځ د دغو ولسونو میلیونونه کسان وژلي دي.

هغه همداراز د پنجاب پر سیاستوالو نیوکه کړې چې د نوموړي په وینا، د محکومو ولسونو تاریخ، کلتور او ژبه یې زیانمنه کړې ده. پشتین ویلي، د پنجاب حکومت ته د «کرنل امام د روزنیزو کمپونو» په اړه د شکایت کولو حق نه پاتې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د سپټمبر پر پنځمه په لاهور کې یوې غونډې ته وویل چې پنجاب ته امنیتي ګواښونه د ګاونډیو هېوادونو په پرتله له ګاونډیو ایالتونو ډېر متوجه دي. هغې وویل، ترهګري د صوبایي سرحدونو او سرحدي سیمې له لارې پنجاب ته ننوځي. هغې زیاته کړې وه چې د پنجاب امنیتي وضعیت د ټکنالوژۍ په کارولو ښه شوی دی.

ډېر لیدل شوي

سارا اډمز: ملا هبت‌الله قیوم ذاکر د بدخشان او شمال لپاره عمومي نظامي مسوول ټاکلی دی
۱

سارا اډمز: ملا هبت‌الله قیوم ذاکر د بدخشان او شمال لپاره عمومي نظامي مسوول ټاکلی دی

۲

تمدن ټلویزیون: د طالبانو د عدلیې وزارت د زورواکۍ پر وړاندې د چوپتیا پېر پای ته رسېدلی

۳

ایمل ولي خان مریم نواز ته: ترهګرو لپاره کمپونه چا جوړ کړل او چا افغانستان کې وکارول؟

۴

په کابل کې یوې نجلۍ د ټرانسپورټي ټکټونو د پلورنې انلاین سیستم جوړ کړی

۵

د حکمتیار زوی همدرد ته: د نجونو زده‌کړو اړوند دې غږ نه خېژي خو د ګوند پر مشرتابه نیوکې کوې

•
•
•

نور خبرونه

د پښتونخوا په حساسو ولسوالیو کې پولیسو ته د درنو وسلو ورکولو پریکړه شوې

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۵ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید په مشرۍ غونډه کې په حساسو سیمو په ځانګړي ډول سویلي ولسوالیو کې د امنیتي ننګونو د مخنیوي لپاره پولیسو او د ترهګرۍ ضد ځواک ته د پرمختللو وسلو، ډرون الوتکو او زغره والو ګاډو پر ورکولو پرېکړه شوې.

په دې غونډه کې د نوې ټیکنالوژۍ پر کارولو هم ټینګار وشو.

په خیبر پښتونخوا کې د حساسو ولسوالیو د امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره د ترهګرۍ ضد ځواک (سي ټي ډي) او پولیسو ته د لا زیاتو ډرونونو او زغره‌والو موټرو د ورکولو ترڅنګ، د درنو وسلو د انتقال په اړه هم غور پیل شوی دی.

په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو د مشر ذوالفقار حمید په مشرۍ یوه غونډه وشوه، چې پکې په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا د سویلي ولسوالیو په ګډون په حساسو ولسوالیو کې د ترینګلي امنیتي وضعیت ارزونه وشوه.

په غونډه کې د پولیسو د عملیاتي اړتیاوو او د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمن استعمال په اړه بېلابېل وړاندیزونه تر غور لاندې ونیول شول. همدارنګه په حساسو ولسوالیو کې د بېلابېلو امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره د نویو زغره‌والو موټرو او ډرونونو د برابرولو موضوع هم وڅېړل شوه.

د پولیسو د پالیسۍ بورډ په غونډه کې د درنو وسلو د تخصیص او د هغو د بیا وېش په اړه هم غور وشو. ټینګار وشو چې د اوسنیو امنیتي اړتیاوو په پام کې نیولو سره باید د درنو وسلو برابرول د سیمې له واقعي حالاتو او عملیاتي اړتیاوو سره همغږي شي.

د پولیسو له لوري د سویلي سیمو بنو، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان او ځینې نورې ولسوالۍ د حساسو سیمو په نامه پېژندل کیږي.

په خیبر پښتونخوا کې د سویلي او شمالي ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ترهګرۍ په پېښو کې پرله‌پسې زیاتوالی راغلی دی. خو د خیبر پښتونخوا بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان، لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعیل خان او کرک، په ځانګړي ډول د ترهګرو ډلو تر هدف لاندې دي، چېرته چې د حکومت واکمني تر ډېره کمزورې شوې ده.

د دغه سیمو سیاستوال وايي چې د ماښام له وخت وروسته پولیس له خپلو تاڼو څخه بهر نه شي وتلی. په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو چارواکي هم په غیر رسمي توګه تاییدوي چې په دغه سیمو کې د وسله‌والو ډلو نفوذ زیات شوی، چې له امله یې دغه سیمې د پولیسو لپاره په تدریجي ډول د «نه تګ سیمو» په توګه بدلېږي.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا یو کال وړاندې د خیبر پښتونخوا حکومت یو اعلامیه خپره کړې وه، چې پکې دولتي چارواکو ته سپارښتنه شوې وه چې د ماښام پر مهال سویلي ولسوالیو ته له سفر کولو ډډه وکړي. خو که د کومې اړتیا له امله سفر ضروري وي، نو باید په رسمي یونیفورم کې سفر ونه کړي او له ځان سره رسمي کارت هم ونه ګرځوي.

په دغه ولسوالیو کې د دولتي کارکوونکو د تښتولو او د پیسو لپاره د نورو تښتونو پېښې هم عامې شوې دي. ډېری وخت لیدل شوي چې وسله‌وال کسان د ورځې په رڼا کې پر سړکونو پوستې لګوي، دولتي کارکوونکي تښتوي او بیا د هغوی د خوشې کولو په بدل کې د کروړونو روپیو د تاوان غوښتنه کوي.

څو ورځې وړاندې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي وو چې په سویلي والسوالیو کې د پاک ـ چین اقتصادي دهلېز (سي پېک) پر سړک وسله‌والو کسانو کنټرول ترلاسه کړی دی.

دا خبره هم د پام وړ ده چې د خیبر پښتونخوا پولیس هغه عصري وسلې نه لري چې وسله‌والې ډلې یې لري، چې له امله یې په دغو پېښو کې د پولیسو ځاني زیانونه زیات شوي دي.

په بلوچستان کې ناامنۍ سوداګري او ټرانسپورټ له سختو خنډونو سره مخ کړی

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۱ GMT+۱
100%

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د روان کال پر مهال د امنيتي وضعیت خرابېدو د لویو لارو پر تګ راتګ او سوداګریزو فعالیتونو ژور اغېز کړی دی. د ټرانسپورټرانو د تنظیمونکو په وینا، د روان کال په ترڅ کې د بلوچستان پر بېلابېلو لویو لارو شاوخوا ۳۰۰ کوچني او لوی باروړونکي موټر سوځول شوي.

ددغه ادارو په وینا، ددغه پېښو له امله سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته د کروړونو روپیو زیان اوښتی دی.

د امنیتي وضعیت خرابوالي نه یوازې د بلوچستان پر اقتصاد اغېز کړی، بلکې د کوچنیو او لویو سوداګرو او کروندګرو کاروبارونه یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

عزت الله، چې له ایران څخه سکریپ واردوي، وايي پخوا به د دوی مالونه په شاوخوا یوه اوونۍ کې خپل منزل ته رسېدل، خو اوس د ناامنۍ له امله د مالونو انتقال تر دوه میاشتې یا زیات وخت نیسي.

هغه وايي، د اوږدو سفرونو پر مهال تل دا وېره ورسره وي چې وسله وال کسان یې بار وړونکی موټر په لاره کې ونه سوځوي.

د عزت الله په وینا، پخوا د ایران او بلوچستان ترمنځ د بېلابېلو سرحدي سیمو له لارې دوه اړخیزه سوداګري کېده، خو اوس ډېری سرحدي لارې تړل شوې دي او یوازې د ګوادر د ریمدان۲۵۰ له لارې سوداګري روانه ده.

نوموړی وايي، تفتان له ایران سره د سوداګرۍ له مهمو سرحدي دروازو څخه و، خو اوس دا لار په عملي ډول بنده ده او پر دې مسیر د بار وړونکو موټرو د سوځول کېدو پېښې هم ډېرې شوې دي.

عزت الله زیاتوي چې د ناامنۍ اغېز یوازې پر سوداګرو نه، بلکې پر ټرانسپورټرانو هم پرېوتی او د دوی کاروبار یې سخت زیانمن کړی دی.

شنونکی عرفان بېګ افغانستان انټرنشنل پښتو ته په دې اړه وويل ، لکه څنګه چې د کرنې لپاره ښه موسم او بارانونه د حاصلاتو لپاره مهم دي، همداسې د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو لپاره هم امن چاپېریال ضروري دی.

د نوموړي په وینا، په سیمه کې د خراب امنیتي وضعیت له امله د خلکو د روزګار ستونزې زیاتې شوې دي. هغه وايي، د بلوچستان په اړه د ایالتي او فدرالي حکومتونو تګلارې تر ډېره د امنيتي وضعیت له زاویې لیدل کېږي، خو د حکومت له دې ادعا سره سره چې د دوی د پالیسیو له امله به حالات ښه شي، ځینې کارپوهان باور لري چې په اوسنیو تګلارو د وضعیت د ژر ښه کېدو امکان کم دی.

عرفان بېګ ټینګار کوي چې د سرحدي سوداګرۍ د اغېزمنېدو له امله باید بدیلې لارې او د سوداګرۍ لپاره خوندي مسیرونه برابر شي، ځکه د سرحدي تجارت دوامداره بندښت د هېواد پر تولیدي فعالیتونو هم اغېز کولی شي او په پایله کې کارخانې هم له ستونزو سره مخ کېدای شي.

بل لوري ته د بلوچستان خبریال هزار خان بلوڅ وايي، په تېرو څو میاشتو کې خراب امنیتي وضعیت، د سرحدونو تړل کېدل او پر ملي لویو لارو د تګ راتګ ستونزې د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.

هغه وايي، د ناامنۍ منفي اغېز پر عامو خلکو او کاروبارونو څرګند دی او له کوچني کاروبار سره تړلي ګڼ کسان اړ شوي چې خپل کاروبارونه پرېږدي.

د هزار خان بلوڅ په وینا، له کوټې څخه تر کراچۍ او د بلوچستان د نورو سیمو ترمنځ د خلکو تګ راتګ او د سوداګریزو توکو انتقال له جدي ستونزو سره مخ دی، چې له امله یې د خلکو ورځنی ژوند هم اغېزمن شوی دی.

هغه زیاتوي چې د کوټې او کراچۍ ترمنځ په ډېرو سیمو کې د خلکو روزګار له کرنې او باغدارۍ سره تړلی دی، خو د ناامنۍ له امله د باغونو تیار محصولات بازارونو ته رسول ستونزمن شوي دي.

د هغه په خبره، اوس پر ونو مڼې، انار او نورې مېوې پخې شوې دي، خو د حاصلاتو راټولول، بسته بندي او تر بازارونو رسول ستونزمن دي، چې له امله یې مېوې خرابېږي او له دې سکتور سره تړلي کروندګر، مزدوران، سوداګر او ټرانسپورټر ټول له مالي زیانونو سره مخ دي.

ایمل ولي خان مریم نواز ته: ترهګرو لپاره کمپونه چا جوړ کړل او چا افغانستان کې وکارول؟

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز هغو څرګندونو ته چې ګواکې دغه صوبه د ګاونډیو صوبو له لوري له امنیتي ګواښونو سره مخ ده د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان او سهیل اپریدي توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې ترهګرو لپاره کمپونه چا جوړ او بیا په افغانستان کې چا وکارول؟

د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په یوې غونډه ویلي، پنجاب ایالت ته د ګاونډي هېواد (هند) پرتله د ګاونډیو ایالتونو له لوري د امنیتي ګواښونو کچه لوړه ده او د هغې په وینا، له همدې ایالتونو څخه پنجاب ته ترهګري راځي.

مریم نواز د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو له نومونو اخیستو پرته وویل: «له ټولو ایالتونو سره پر پولو پنجاب ته ګواښونه شته دي».

د نوموړې دغو څرګندونو ته له محسن داوړ سربېره د عوامي نشنل ګوند مشر او د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي توند غبرګونونه ښودلي دي.

ایمل ولي خان د شنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۱۴مه) په خپله‌ اېکس‌پاڼه د پوښتنې په توګه مطرح کړي، چې په پاکستان کې چې نن بېلابېلې قامي ډلې له کومو سختو او وېروونکو حالاتو تېرېږي اصلي لامل یې څه دی؟

نوموړي همداراز پوښتي: «ترهګري چا پیل کړه؟ د ترهګرو کمپونه چا جوړ کړل؟ هغوی ته چا روزنه ورکړه او په افغانستان او کشمیر کې د کوم هدف لپاره وکارول شول»؟

ایمل ولي خان په ډاګه کړې، که مریم نواز د دغو پوښتنو ځوابونه نه‌لري، نو د دغو پوښتنو ټول ځوابونه «له ما سره شته خو د دغو ځوابونو اورېدو لپاره زړورو خلکو ته اړتیا ده».

له دې سره سم، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د پنجاب د اعلی وزیرې د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د پنجاب ترڅنګ د پاکستان درې نور ایالتونه د ترهګرۍ د سرچینو په توګه ښودل د ملي ګټو خلاف دي.

د هغه په باور، دا ډول څرګندونې په نړیواله کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان دریځ ته زیان رسوي او د هېواد سیاسي نظام هم تر پوښتنو لاندې راولي.

اپریدي همداراز څرګنده کړه، چې ځینې سیاسي عناصر د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي او د نورو ایالتونو پر ضد تبعیضي څرګندونې کوي.

سهیل اپریدي خبرداری ورکړ، چې درې وفاقي واحدونه له ترهګرۍ سره تړل کولای شي ملي یووالی او وفاقي نظام نور هم کمزوری کړي.

تر دې مخکې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ د مریم نواز څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو، چې «موږ ته ګواښ د پنجاب له ملکي ـ پوځي اشرافو څخه دی، چې زموږ پر سرچینو یې قبضه کړې او د امریکا د ګټو لپاره یې زموږ سیمه د باروتو په انبار بدله کړې ده».

داوړ مریم نواز ته په خطاب کې ویلي وو، چې د هغې ترهګرۍ د اور تودوخه چې تاسو یې اوس احساسوئ، «موږ له لسیزو راهیسې په دغه اور کې سوځو».

له کابل تر هوسټن؛ افغان ښځو د زده‌کړو لپاره نوي فرصتونه وموندل

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۱
100%

د هوسټن کرونیکل د یوه راپور له مخې، یو شمېر هغه افغان ښځې چې د ۲۰۲۱ کال د کابل له سقوط وروسته امریکا ته ولېږدېدې، په هوسټن کې یې د زده‌کړییز ژوند نوي فرصتونه وموندل. هغه فرصتونه چې په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له امله له ډېرو افغان ښځو او نجونو اخیستل شوي دي.

راپور وايي، د کابل له سقوط وروسته د نیویارک ټایمز ادارې د خپلو افغان کارکوونکو، همکارانو او د هغوی د کورنیو د ایستلو لپاره بیړنۍ هڅې وکړې. په دې ډله کې خبریالان او ژباړونکي سربېره هغه افغانان هم شامل وو چې شاوخوا شل کاله یې د دې رسنۍ په کابل دفتر کې د پخلي، امنیت، باغوانۍ او نورو برخو کې کار کړی و.

د راپور له مخې، دغه کسان له کابل هوايي ډګر څخه لومړی دوحې او وروسته مکسیکو ښار ته ولېږدول شول او په پای کې ۱۲۴ افغانانو ته امریکا ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوه. دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۱مه هوسټن ته ورسېدل.

هوسټن له پخوا د کډوالو د منلو اوږده سابقه لري. د ویتنام له جګړې وروسته هم دغه ښار د زرګونو کډوالو کوربه پاتې شوی او د ۲۰۲۱ کال له افغان بحران وروسته نږدې شپږ زره افغانان په دغه ښار کې مېشت شوي دي.

د هوسټن خلکو او مرستندویه ادارو د افغان کډوالو له رسېدو وروسته د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خوراکي توکو، جامو او نورو اړینو وسایلو مرستې برابرې کړې. د کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره د خیریه بنسټونو، دیني ټولنو او عامو خلکو ترمنځ هم ګډه همکاري رامنځته شوه.

په دې لړ کې انټرفېت منسټریز د افغان کډوالو د بیړنیو اړتیاوو لپاره د یو میلیون ډالرو د راټولولو غوښتنه وکړه، خو د خلکو له پراخ ملاتړ وروسته شاوخوا ۳،۵ میلیونه ډالر راټول شول. د دغو مرستو له لارې له ۱۵۰۰ ډېرو افغان کډوالو سره د بیا مېشتېدو په برخه کې مرسته وشوه.

راپور وايي، یو شمېر افغانانو په هوسټن کې د کار زمینه هم پیدا کړه او ځینو یې وروسته خپل کاروبارونه پیل کړل. میوند احمدزي، چې په ۲۰۱۴ کال کې امریکا ته تللی و، لومړی یې په رستورانتونو کې کار وکړ او وروسته یې خپل رستورانت پرانیست، چې له لارې یې نورو افغان کډوالو ته هم د کار زمینه برابره کړه.

خو د افغان کډوالو نوی ژوند له قانوني او اقتصادي ستونزو خالي نه و. د راپور له مخې، ډېری افغانان د «بشري پناه» له لارې امریکا ته داخل شوي وو چې د دایمي استوګنې ضمانت یې نه درلود او د کار اجازې او نورو قانوني اسانتیاوو ترلاسه کول ورته اسانه نه وو.

د هوسټن کرونیکل راپور په ځانګړي ډول د هغو افغان ښځو کیسې رااخلي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته یې په امریکا کې د زده‌کړو او کار فرصتونه ترلاسه کړل. دغو ښځو وکولای شول په داسې چاپېریال کې خپلو زده‌کړو او مسلکي ژوند ته دوام ورکړي چې د راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار د طالبانو د محدودیتونو له امله ورته زمینه نه وه برابره.

د راپور له مخې، د هوسټن تجربه ښيي چې د افغان کډوالو بیا مېشتېدل یوازې د سرپناه برابرول نه وو، بلکې ګڼو افغانانو ته یې د زده‌کړې، کار، خپلواک ژوند او له نوې ټولنې سره د یوځای کېدو فرصت هم برابر کړ.

دا موضوع داسې مهال بیا راڅرګندېږي چې د کابل له سقوط پنځه کاله تېرېږي او په افغانستان کې لا هم د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

په پېښور کې د لاسي پکو پخوانی کاروبار د عصري وسایلو او تورخم بندېدو له امله پیکه شوی

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور په لاس جوړېدونکو دودیزو او لاسي پکو تر ټولو لوی بازار بلل کېږي. یو وخت به له دې بازار څخه په لاس جوړې شوې پکې نه‌ یوازې د خیبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو بلکې افغانستان او هند ته هم لېږل کېدل، خو د عصري وسایلو او تورخم بندېدو له امله یې کاروبار پیکه شوی دی.

شاوخوا یوه لسیزه مخکې په دې بازار کې لسګونه هټۍ او څو کوچنۍ کارخونې وې چې ماهرو کاریګرو به په‌کې په لاس پکې جوړولې. هغه مهال د دغو پکو غوښتنه هم زیاته وه او ګڼ کسان پر دې کاروبار بوخت وو.

خو د وخت په تېرېدو او د برېښنايي پکو او همداراز نورو عصري وسایلو د عامېدو له امله د لاسي پکو کاروبار ورو ورو کم شوی دی. یو شمېر کاریګرو خپل پخوانی دغه کسب پرېښی او ګڼ دوکانونه او کارخونې هم تړل شوې دي.

د پېښور د هټیوالو په وینا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بند پاتې کېدو هم دې کاروبار ته سخت زیان رسولی دی. افغانستان ته د لاسي پکو لېږد نږدې درېدلی چې له امله یې سوداګر او کاریګر له مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

په پېښور کې د لاسي پکو جوړونکی فضل الرحمن افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د پکو جوړولو دا کاروبار د دوی په کورنۍ کې له څو نسلونو راهیسې روان دی. د هغه په وینا، دوی هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ لاسي پکې جوړوي او د یوې پکې په جوړولو کې په بېلابېلو پړاوونو کې له څلورو تر پنځو کسانو پورې د کار زمینه برابریږي.

فضل الرحمن وايي، پخوا په دې بازار کې ګڼ کاریګر پر دې کسب بوخت وو، خو اوس د وخت په تېرېدو یوازې څلور کاریګر پاتې دي.

هغه وايي، د پکو په جوړولو کې ښځې هم مهم رول لري. د پکې بېلابېلې برخې ښځې په خپلو کورونو کې په لاس جوړوي او بیا د دغې برخې کاریګرو ته سپارل کېږي او هغوی یې سره یو ځای کوي او بشپړه پکه ترې جوړوي. په دې توګه له دې واړه کاروباره سره د څو کورنیو روزګار هم تړلی دی.

100%

د فضل الرحمن په وینا، پخوا به له پېښوره جوړ شوي لاسي پکې د افغانستان ننګرهار، کابل او نورو سیمو ته په لویه کچه لېږل کېدل خو د تورخم دروازې د بندېدو له امله افغانستان ته د دغو پکو لېږد سخت اغېزمن شوی دی.

هغه وايي، پخوا له افغانستان څخه د لاسي پکو ښه غوښتنه موجوده وه، خو پر ډیورند کرښه د ستونزو له امله اوس خپل تولیدات افغانستان ته نه‌شي لېږلی او د خرڅلاو کچه یې هم په څرګند ډول راټیټه شوې ده.

په پېښور کې د لاسي پکو یو بل کاروباري شهباز افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې نږدې ۴۰ کاله کېږي چې په دې کاروبار کې دی او په وینا یې، د دودیزو او لاسي پکو جوړولو او پلورلو کاروبار شاوخوا ۲۰۰ کاله مخینه لري او تر اوسه په یو ډول نه یو ډول دوام لري.

شهباز وايي، سره له دې چې اوس عصري برېښنايي وسایل شته، خو مشران لا هم لاسي پکې خوښوي او د ګرمۍ پر مهال ترې استفاده کوي، خو د وخت په تېرېدو یې کاروبار پيکه شوی دی.

د هغه په وینا، پخوا د ده د کاروبار نږدې سل سلنه برخه پر لاسي پکو ولاړه وه، خو اوس د برېښنا د اسانتیاوو او عصري وسایلو او په ځانګړي ډول له افغانستان سره د لارو د بندېدو له امله کاروبار یې یوازې شاوخوا ۲۰ سلنه پاتې دی.

شهباز وايي، اوس هم د دغو پکو د غوښتنې یوه مهمه وجه دا ده، چې بې‌وزله کورنۍ د ګران بیه لمریزې برېښنا سیستمونه او نور بدیل وسایل نه‌شي اخیستلای، نو د ګرمۍ پر مهال له همدې ارزانه لاسي پکو استفاده کوي.

هغه زیاتوي، چې مسافر هم د سفر پر مهال لاسي پکې له ځان سره وړي او د لارې په اوږدو کې ترې استفاده کوي.

په دې توګه که څه هم د عصري وسایلو او له افغانستان سره د لارو د ستونزو له امله په پېښور کې د لاسي پکو پخوانی کاروبار سخت زیانمن شوی، خو دا دودیزې پکې لا هم د ځینو خلکو اړتیا پوره کوي او د پېښور د پخواني کلتور او لاسي صنایعو یوه نښه بلل کېږي.