
په پاکستان کې دامهال ۸۴زره کسان پر ایډز اخته دي
د پاکستان روغتیا وزیر مصطفی کمال د روانې اونۍ د سېشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال ويلي، چې په پاکستان کې دامهال ۸۴زره کسان د ایډز په رنځ اخته دي. هغه زیاته کړه، چې په پاکستان کې د ایډز معاینې د مرکزونو شمېر ۹۸ ته لوړ شوی؛ دغه شمېر په ۲۰۲۰کال کې ۴۹ وو.



















