
طالبانو په پنجشېر کې څه باندې ۳ زره قیراطه زمرد پلورلي
د طالبانو د پنجشېر ولایت ویاند ویلي، چې د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو څخه ۳ زره او ۲۰۸ قیراطه زمرد د ۱۳۹ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت نن د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

د طالبانو د پنجشېر ولایت ویاند ویلي، چې د دغه ولایت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو څخه ۳ زره او ۲۰۸ قیراطه زمرد د ۱۳۹ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت نن د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې باید د ملي پخلاینې بهیر پر مخ ولاړ شي او د افغان سولې او بیا رغونې بهیر اسانه شي. نوموړي ویلي، چین د «افغانستان په مالکیت او مشرۍ» د افغانستان د ستونزو حل غواړي.

د طالبانو د ننګرهار د پوهنې مرستیال لیاقت علي لېسو ته خبرداری ورکړی، چې زده کوونکي په فراغت غونډو کې پر جامو لاسلیکونو، رنګ پاشلو او ملي بیرغونو ته پرې نه ږدي. افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلي غږ کې نوموړي ویلي، چې که دا کار تکرار شي د ازموینو پایلې او بریلیکونه به یې معطل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له نشهیي توکو سره د مبارزې ځواکونو یې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۸ کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

د خېبرپښتونخوا د کورني او قبايلي چارو سلاکار طارق سعید د افغان کډوالو د ستنېدو د ارزونې په غونډه کې ټينګار وکړ، چې د کډوالو د ایستلو پروسه دي په ۴۵ ورځو کې بشپړه شي. نوموړي مسولینو ته امر کړی چې د هغو کسانو د ملکیتونو پر وړاندې اقدامات وکړي چې غیري قانوني مېشت دي.

د هلمند څخه د طالبانو د مرستیال والي رحیم الله محمود په مشرۍ يو پلاوی د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه د ایران سویلي خراسان ولایت ته تللي دي. طالبانو ویلي، موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د همکاریو پراخول دي.

طالبانو د محرم میاشتې له پیل یوه ورځ وړاندې اعلان کړی چې د عاشورا او محرم د مراسمو د خوندي ترسره کېدو لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي. د طالبانو دا اقدام د تېرو کلونو له محدودیتونو سره په پرتله د دوی په چلند کې د بدلون نښه بلل کېږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي چې اوکرایني ځواکونو د اوږد واټن بریدونو په ترڅ کې د روسیې د مسکو په سیمه کې د تېلو یوه تصفیهخونه، چې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره لرې موقعیت لري، په نښه کړې ده. نوموړي دا برید د روسیې د بریدونو پر وړاندې «عادلانه ځواب» بللی دی.

سیمهییزو رسنیو راپور ورکړی چې افغان لیکوال او د کابل پوهنتون پخوانی استاد حبیبالله رفیع له څو کلونو جلاوطنۍ وروسته بېرته افغانستان ته راستون شوی دی. استاد رفیع له تګ وړاندې ویلي وو چې د وطن د مېوو په خوراک مې ممکن د ستروګو نور بېرته راوګرځي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپلو ټولو کارکوونکو غوښتنه کړې، چې د دغه ډلې د مشر «لارښوونې، فرمانونه، احکام او د مشرانو اطاعت» ومني او عملي یې کړي. نوموړي ویلي، چې د طالبانو د کابینې په وروستۍ غونډه کې اداري کارکوونکو ته د هبت الله د «هدایت او امرونو» پر رسولو ټینګار شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې په بامیان ولایت کې وچکالۍ او د اوبو کمښت د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی، تر دې چې ځینې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ادعا کړې چې محتسبینو یې په شپږو ولایتونو کې ۲۰ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د دغه وزارت په کوربتوب د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د څېړنیزو مرکزونو ګډې سیمه ییزې ناستې ته ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه یو غوره اقدام او د سیمې هېوادونو په ګټه ده.

میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار ویلي، چې د سیداباد ولسوالۍ د دښت توپ په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یو ماشوم په ګډون څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې په افغانستان کې یې د زدهکړې، روغتیايي خدماتو او بشري ملاتړ په برخو کې پراخې مرستې کړې دي، چې له مخې یې ۶۰ زره ماشومان د زدهکړې تر پوښښ لاندې راغلي او شاوخوا ۱،۸ میلیونه کسانو ته د ژوند ژغورونکي معلومات رسېدلي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت محتسبینو په پروان او فاریاب ولایتونو کې ۴ کوډګر نیولي دي. یاد وزارت وایي، چې دغه کسان یې د خلکو لهخوا تر شکایتونو وروسته نیولي دي.

له پکتیا ولایت څخه یوه دولتي کارکونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالیږلي پیغام کې ویلي چې د طالبانو له لوري پر دولتي کارکوونکو د ځیرک موبایلونو کارول منع شوي او دغې پرېکړې ورته ورځنی کار لا سخت کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې په بامیان ولایت کې د اروپایي ټولنې په ملاتړ د افغان ښځو د رواني روغتیا، خوندي فضاوو، معیشت او د اوبو د لاسرسي په برخو کې پانګونې د ښځو ژوند کې بدلون راوستی او د ټولنو د پیاوړتیا سبب ګرځېدلی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه نوي راپور کې ویلي چې شاوخوا ۱،۱ میلیارده ماشومان نږدې د نړۍ نیمایي، اوس مهال لږ تر لږه له درېیو هممهاله اقلیمي ګواښونو سره مخ دي، چې د هغوی روغتیا، زدهکړې او ژوند ته جدي خطر پېښوي.

د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د پارلمان مرستیال استازی هیمش فالکنر ویلي چې د سیمهییزو امنیتي ننګونو د حل لپاره اغېزمنه لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې او همکاري ده. هغه دا هم ویلي چې هر هېواد د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د خپلو وګړو د ساتنې حق لري.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې د دغه ډلې اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د خوړو او درملو د یو پلاوي سره افغانستان ته بې کیفیته درملو د راوړلو پر مخنیوي خبرې کړې دي. فطرت ویلي، چې په دې ناسته کې په افغان بازار کې د نېټه تېر درملو د پېر او پلور پر مخنیوي هم بحث شوی دی.