
په کابل کې د بېسرپرستو ښځو د تولیداتو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو
په کابل کې د افغاني سره میاشت ټولنې په مرکزي مرستون کې د بېسرپرستو ښځو او اړمنو کورنیو د تولیداتو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو. په دې مراسمو کې د یادې ادارې مشر شهاب الدین دلاور، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو او یو شمېر کورنیو ګډون درلود.



















