
د ایران په سیستان او بلوچستان کې یو افغان کډوال د وسلهوالو په ډزو وژل شوی
د بشري حقونو سازمان «حالوش» راپور ورکړی چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش ښار په یوه پېښه کې یو افغان وګړی د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی.

د بشري حقونو سازمان «حالوش» راپور ورکړی چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش ښار په یوه پېښه کې یو افغان وګړی د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی.

د بامیان لپاره د طالبانو والي ګلحیدر شفق د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له ساحوي مشر کېنټ باتوراجر سره په کتنه کې ویلي، د دغه ولایت اړتیاوو ته په کتلو بشري مرستې کافي نهدي. نوموړي له اوچا وغوښتل، چې له اړمنو سره په خپلو مرستو کې ډېروالی راولي.

په ایران کې مېشه افغان دیني عالم حجتالاسلام سیدبصیر احساني په وینا، په افغانستان کې د اسلامي وحدت د پیاوړتیا لپاره د ټولو اسلامي مذاهبو شتون او حقونه باید په پام کې ونیول شي او هېڅ قوم او مذهب ته باید پر بل د برترۍ دریځ ورنه کړل شي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي چې د پاورلفټینګ فدراسیون له لوري د هېواد د ۱۳ ولایتونو د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټینګ لسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف ای او) په مالي ملاتړ په ننګرهار کې ۲۱ زره او ۳۷۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي، چې له ډلې به ۱۲ زره او ۳۷۰ بزګرانو ته دغه مرستې وړیا او ۹ زره نورو ته په نیمه بیه ورکړل شي.

په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېکدلي د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پراختیا او پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې دي. د ایران سفیر د نفت او ګازو، لابراتوار جوړولو او نورو برخو کې د خپل هېواد له همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند ادعا کړې چې په ملي پارلمان کې د دوی غړی امتياز احمد چودري تښتول شوی دی، تحریک انصاف ګوند د دغه غړي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ( یو این ویمین) ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې لا هم د زدهکړو، کار او د خپل راتلونکي د ټاکلو له فرصتونو بېبرخې دي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، هېڅ واکمن یا حکومتي چارواکی نه شي کولای د هېواد د وفادارۍ او خيانت لپاره معیار وټاکي او له خلکو څخه د وطندوستۍ سند وغواړي.

افغان ایواک وایي، پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ(د اګسټ ۳۰مه) د امریکا وروستی سرتېری له افغانستان څخه ووت او په دې سره د امریکا نږدې ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورسېد، خو پنځه کاله وروسته لا هم شاوخوا ۲۵۰ زره افغانان د خوندي انتقال په تمه دي.

د افغان ملت ګوند مشر، لیکوال او سیاسي شخصیت محمد امین واکمن ومړ. نوموړی د افغان ملت ګوند له پخوانیو مخورو مشرانو او هغو سیاسي څېرو څخه و چې د افغانستان په سیاسي، فرهنګي او ادبي ډګرونو کې یې اوږدمهاله فعالیت کړی و.

د بلوچو د حقونو فعاله سمیع دین بلوچ وايي، نړیوالې ادارې د اجباري ورکېدنو د مخنیوي لپاره کنوانسیونونه، کمېسیونونه، راپورونه، پرېکړهلیکونه او نړیواله ورځ رامنځته کړې، خو د ورکو شویو کسانو د خپلو کورونو ته د بېرته ستنولو په برخه کې لا هم پاتې راغلي دي.

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت په فرعي ګمرکونو کې یې ۲۰۴۴۴ کیلو ګرامه خوراکي او غیر خوراکي وارداتي او صادراتي قاچاقي توکي ترلاسه کړي دي. د دغه دفتر په وینا، دغه قاچاقي مواد په تېره یوه اونۍ کې ترلاسه شوي او د لېږد په تړاو یې ۲۰ کسان هم نیول شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د امریکا څانګه وايي، دوه فلسطیني خبریالان چې درې کاله وړاندې د اسراییلي ځواکونو له لوري نیول شوي، لا هم تريتم دي او کورنۍ یې د هغوی د برخلیک او اوسني ځای په اړه هېڅ معلومات نه لري.

په کابل کې د قطر سفیر د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو تر څنګ د افغانستان پر کاني زېرمو د پانګونو پر شته فرصتونو خبرې وکړې. نوموړي د خامو نفتو د معیاري تصفيې خونې د جوړولو په تړاو هم بحث کړی دی.

د پاکستان د کرکټ پخواني لوبغاړي شاهد اپریدي په اسلاماباد کې د پېمز روغتون د پېښې په تړاو په تحقيقاتي راپور پوښتنې راپورته کړي او وایي، که د پاکستان«دولتي روغتونونه او ښوونځي رښتیا هم د خلکو لپاره مناسب وي، نو ولې په واک کې کسان خپل اولادونه دغو روغتونونو او ښوونځیو ته نه لېږي؟».

د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد مبارزې پولیسو (سيټيډي) ادعا کړې چې د مردان ولسوالۍ په کاټلنګ سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال دوه وسلهوال وژلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ترکمنستان وارداتي برېښنا په ترکمنستان خاوره کې د رامنځته شوې تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې ده. د دغه شرکت په وینا، په دې سره د شمالي او شماللویدیځ د ۷ ولایتونو برېښنا اغېزمنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د زدهکړو په برخه کې دوامدارې ستونزې د ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.

د لیبیا د سیالو سیاسي ډلو استازو د یکشنبې په ورځ هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې په دغه هېواد کې له اوږده ځنډ وروسته ملي ټاکنو ته لاره برابره شي. د هوکړې هدف د ټاکنیزو قوانینو پر سر شخړو هوارول او د ملي ټاکنو د ادارې اصلاح بلل شوی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کې په هلمند کې د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړولو پروژه منظوره شوې ده. طالبانو ویلي چې ددې پروژې لپاره یې ۲۱۴ میلیونه افغانۍ بېلې کړې او چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې شي.