
اوچا: د زدهکړو دوامداره ستونزه د افغان ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د زدهکړو په برخه کې دوامدارې ستونزې د ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د زدهکړو په برخه کې دوامدارې ستونزې د ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.

د لیبیا د سیالو سیاسي ډلو استازو د یکشنبې په ورځ هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې په دغه هېواد کې له اوږده ځنډ وروسته ملي ټاکنو ته لاره برابره شي. د هوکړې هدف د ټاکنیزو قوانینو پر سر شخړو هوارول او د ملي ټاکنو د ادارې اصلاح بلل شوی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کې په هلمند کې د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړولو پروژه منظوره شوې ده. طالبانو ویلي چې ددې پروژې لپاره یې ۲۱۴ میلیونه افغانۍ بېلې کړې او چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې شي.

د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) د یکشنبې په ورځ «نانسي ګرېس رومن» فضايي تلسکوپ په بریالیتوب فضا ته ولېږه. دغه تلسکوپ د سپېس اېکس فالکون هېوي توغندي په مټ د فلوریډا له کینیډي فضايي مرکز څخه وتوغول شو.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ریاست د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ځینو سیمو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی. په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د ۱۰ تر ۳۰ میلیمټره باران اټکل شوی دی.

د ناټو یوه چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل چې روسیه په اروپا کې خپل «هایبریډ» اقدامات زیاتوي، خو ناټو اوس مهال د برید کوم سملاسي ګواښ نه ویني.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فرانسې کونسلګرۍ اعلان کړی، چې په دغه ښار کې یې خپل فعالیتونه په دایمې توګه درولي دي. په کراچۍ کې د فرانسې کونسلګرۍ څخه د دغه هېواد او اروپايي ټولنې بیرغونه هم ښکته کړل شوي دي.

پاکستان او سعودي عربستان د کرنې او خوراکي توکو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتولو هوکړه کړې ده. د دواړو هېوادونو د پرېکړې له مخې، په راتلونکو دوو کلونو کې به سعودي عربستان ته د پاکستان د کرنیزو محصولاتو صادرات درې میلیارد ډالرو ته لوړ شي.

د ازبکستان د ولسمشر تر مشرۍ لاندې د ستراتیژیکو او سیمهییزو مطالعاتو انسټیټیوټ د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په درشل کې ویلي، چې ازبکستان د شانګهای–افغانستان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل ملاتړ کوي.

د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان شهرام ایراني ویلي چې «دښمن» د ایران په اړه غلطې محاسبې کړې او نظامیانو او ملکي وګړو ته په مرګ ژوبله اړولو سره د دوی ځواک نه شي کمزوری کولی.

د یکشنبې په ورځ د شمالي قبرص له ساحل سره نږدې یوه کښتۍ چې شاوخوا ۲۷۰ کسان پکې سپاره وو، اوښتې او په پېښه کې لږ تر لږه یو کس مړ شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په مشرۍ په ولسوالیو کې د نویو جوړېدونکو روغتونونو لپاره د اړتیاوړ طبي وسایلو او تجهیزاتو برابرولو او د یادو روغتونونو لپاره د متخصصانو د روزنې او درملو په اړه ناسته کړې ده.

د لادرکه کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) په خیبر پښتونخوا کې د خپلو غړو پر جبري ورکاوي ژوره اندېښنه ښودلې ده. د دغه غورځنګ یوه استازي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دوی څو تنه فعالان له میاشتو راهیسې لادرکه دي او برخلیک یې څرګند نه دی.

له بګرام زندان څخه د افغان خبریال بشیر هاتف تر خوشې کېدو یوه اونۍ وروسته د هغه ځوان زوی عبدالله هاتف په «مرموز ډول» مړ شوی او جسد یې نن طالبانو د هغه کورنۍ ته سپارلی. د هاتف کورنۍ ته نږدې کسانو ویلي، چې عبدالله هاتف د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل له میوند جادې څخه نادرکه شوی و.

په کندهار کې یو شمېر هغه ښځینه کارکوونکې چې د جمهوري نظام پر مهال یې په بېلابېلو دولتي ادارو کې دندې ترسره کولې، وايي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له دندو لرې شوې او له تېرو دوو کلونو راهیسې ورته معاشونه هم نه ورکول کېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د چارو مرکز رییس نادر یاراحمدي وايي چې په دغه هېواد کې د افغان زدهکوونکو شمېر له شاوخوا ۶۰۰زرو څخه ۳۲۰ زرو ته راکم شوی دی. هغه وايي، ایران د کډوالو د اقامې د تمدید لپاره سخت شرایط وضع کړي دي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي چې په تېره یوه کال کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت زاړه بانک نوټه راټول کړي او له منځه وړي دي. د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک د افغاني بانک نوټونو پر سمې ساتنې او کارونې ټینګار کړی دی.

د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د مکې تړون په نامه د خپل ګډ درې اړخیز دفاعي تړون لومړنۍ غونډه کوي. د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او همدارنګه د پوځ لوی درستیزان به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پولیس وایي چې د انصار الاسلام ډلې یو پخوانی قوماندان سید اکبر د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی. دا پېښه د پېښور په څنډه کې د «چولي اصحاب بابا» په سیمه کې شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې په خصوصي پوهنتونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لغوه شوي، خو وايي، په دولتي پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علوموو پوهنځي نه دي لغوه شوي.

په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بودجې د کمېدو له امله له ۱۰۰ ډېر هغه مرکزونه تړل شوي، چې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه پکې کېده. د ملګرو ملتونو د اړیکو مشره ملیسا فلېمېنګ وايي، چې شاوخوا ۳،۷میلیونه افغان ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.