ناسا نوی «رومن» فضايي تلسکوپ فضا ته واستاوه

د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) د یکشنبې په ورځ «نانسي ګرېس رومن» فضايي تلسکوپ په بریالیتوب فضا ته ولېږه. دغه تلسکوپ د سپېس اېکس فالکون هېوي توغندي په مټ د فلوریډا له کینیډي فضايي مرکز څخه وتوغول شو.

د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) د یکشنبې په ورځ «نانسي ګرېس رومن» فضايي تلسکوپ په بریالیتوب فضا ته ولېږه. دغه تلسکوپ د سپېس اېکس فالکون هېوي توغندي په مټ د فلوریډا له کینیډي فضايي مرکز څخه وتوغول شو.
رومن د ناسا نوی ستر فضايي څارځای دی او ټاکل شوې چې لږ تر لږه پنځه کاله د کایناتو د تیارې انرژۍ، تیارې مادې، کهکشانونو او له لمریز نظام څخه بهر ستورو په اړه څېړنې وکړي.
دا تلسکوپ به د ځمکې له مدار څخه ډېر لرې، د لمر او ځمکې په اېل۲لاګرنج یا د ځمکې او لمر ترمنځ د جاذبې د توازن نقطه کې ځای پر ځای شي چې له ځمکې شاوخوا یو میلیون میله واټن لري.
د رومن د لید ساحه د هبل تلسکوپ په پرتله شاوخوا ۱۰۰برابره پراخه ده او له همدې امله ساینسپوهان تمه لري چې دا به نوي معلومات چمتو کړای شي.
ناسا اټکل کوي چې دغه ماموریت به له لمریز نظامه بهر د زرګونو نویو ستوروپه موندلو کې هم مرسته وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «ارتمیس ۲» تاریخي ماموریت څلورو ستورمزلو ته د کانګرېس د فضايي ویاړ مډالونه ورکړل. دغه لوړه جایزه د امریکا له لوري د ستورمزلو د ځانګړې زړورتیا، غوره خدمت او بشریت ته د ارزښتناکو هڅو په بدل کې ورکول کېږي.
د امریکا د فضايي څېړنو ادارې «ناسا» په یوه خپاره کړي خبر کې ویلي، ټرمپ د جمعې په ورځ د ټکساس ایالت په هوسټن ښار کې د ناسا د جانسن فضايي مرکز په مراسمو کې د «ارتمیس ۲» ماموریت قوماندان رېډ وایزمن، پیلوټ وېکټور ګلوور، د ماموریت متخصصې کریستینا کوخ او د کاناډا د فضايي ادارې ستورمزلي جرېمي هانسن ته دغه مډالونه ورکړل.
ناسا وايي، دا د ۲۰۲۳ کال وروسته لومړی ځل دی چې د کانګرېس د فضايي ویاړ مډال ستورمزلو ته ورکول کېږي.
د «ارتمیس ۲» ماموریت د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه د ناسا د «سپېس لانچ سیسټم» توغندي په وسیله پیل شو او ستورمزلي د «اورېن» فضايي بېړۍ په وسیله د سپوږمۍ تر څنګ وګرځېدل. دغه ماموریت د اپرېل په ۱۰مه د ارام سمندر په اوبو کې په خوندي ډول پای ته ورسېد.
ناسا وايي، د «ارتمیس ۲» څلور ستورمزلي د ځمکې له سطحې څخه ۲۵۲ زره او ۷۵۶ میله، چې شاوخوا ۴۰۶ زره کیلومتره کېږي، واټن ته ورسېدل. دا د انسانانو له خوا تر اوسه د ځمکې څخه تر ټولو ډېر وهلی شوی واټن دی او د ۱۹۷۰ کال د «اپولو ۱۳» ماموریت پخوانی ریکارډ یې مات کړ.
ستورمزلو په ټول ماموریت کې شاوخوا ۶۹۵ زره میله، یا ۱،۱۲ میلیونه کیلومتره واټن وواهه او د سپوږمۍ له څنګ څخه یې الوتنه وکړه.
ټرمپ د مډالونو د ورکولو پر مهال د «ارتمیس ۲» ستورمزلي وستایل او ویې ویل: «دوی د ځمکې له سطحې څخه تر بل هر انسان ډېر واټن وواهه.»
هغه د دغه ماموریت په بریالیتوب کې د ناسا د انجنیرانو، ساینسپوهانو، د توغولو او بېرته راکوزولو متخصصانو او نورو کارکوونکو ونډه هم وستایله.
د ناسا مشر جېرډ ایزکمن وویل، د «ارتمیس ۲» ستورمزلو په «بېساري مهارت او زړورتیا» سره وښوده چې امریکا کولای شي د سپوږمۍ د بیا سپړنې په برخه کې مخکښه پاتې شي.
د «ارتمیس ۲» ماموریت د ناسا د «ارتمیس» پروګرام لومړنی انسانلرونکی ماموریت و او د راتلونکو ماموریتونو لپاره یې زمینه برابره کړه. ټاکل شوې د «ارتمیس ۳» ماموریت په ۲۰۲۷ کال کې د ځمکې په ټیټ مدار کې د «اورېن» فضايي بېړۍ او سوداګریزو انسانلېږدوونکو فضايي بېړیو ترمنځ د نښلېدو وړتیا وازمويي.
د ناسا د پلان له مخې، «ارتمیس ۴» به په ۲۰۲۸ کال کې امریکايي ستورمزلي بېرته د سپوږمۍ سطحې ته ورسوي. ناسا وايي، د «ارتمیس» د پروګرام اوږدمهاله هدف د سپوږمۍ د سطحې پر سر د دوامدار حضور رامنځته کول او د مریخ په لور د انسانانو د راتلونکو ماموریتونو لپاره زمینه برابرول دي.
د کانګرېس د فضايي ویاړ مډال په ۱۹۶۹ کال کې رامنځته شوی او هغو ستورمزلو ته ورکول کېږي چې د خپل ماموریت پر مهال د «استثنايي زړورتیا او ارزښتناک خدمت» له لارې د امریکا او بشریت لپاره ځانګړې ونډه واخلي. د ناسا په وینا، د دغه مډال له رامنځته کېدو راهیسې ټولټال ۳۴ ستورمزلو دغه ویاړ ترلاسه کړی دی.
ملګري ملتونه وايي، مصنوعي ځیرکتیا یې د بشري حقونو د ملاتړ، روغتیا، زدهکړو او اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره په بېلابېلو برخو کې کارولې ده. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه ټکنالوژي د خلکو د ژوند د ښه کولو ترڅنګ د بېړنیو ستونزو د ژر حل لپاره هم نوې لارې برابروي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په جمیکا کې مصنوعي ځیرکتیا د شپږ کلن اري په څېر هغو ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابروي چې د زدهکړو ستونزې لري. د یونیسف له لوري کتابونه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ماشومانو اړتیاوو ته په کتو په متقابلو او اسانه بڼو بدلېږي.
د یونیسف د زدهکړو او تنکیو ځوانانو د پراختیا نړیوالې مشرې پیا رېبلو برېټو ویلي: «اصلي اغېز یې پر ماشومانو دی، داسې بېشمېره بېلګې شته چې ښيي، کله چې ډیجیټلي زدهکړه هر ماشوم ته د رسېدو لپاره طرحه شي، څه ډول امکانات رامنځته کېږي.»
یونیسف وايي، د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د لاسرسي وړ ډیجیټلي درسي کتابونو پروګرام اوس په ۱۷ هېوادونو کې نږدې دوه میلیونه ماشومانو ته رسېدلی او ټاکل شوې تر ۲۰۳۰ کال پورې ۵۰ هېوادونو ته وغځول شي.
ملګري ملتونه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره هم له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلي. د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام د ۳۰ سپوږمکیو معلومات د مصنوعي ځیرکتیا له لارې شنني، څو د میتان ګاز لویې چاودنې او لیکې ومومي او حکومتونو او شرکتونو ته یې په اړه خبر ورکړي.
د دغه پروګرام د اقلیمي بدلون د څانګې مشر مارتین کراوس ویلي: «د اقلیمي بدلون په اړه هر اندېښمن کس باید د نړۍ د تودوخې د کمولو لپاره لېوالتیا ولري، د میتان د لیکو بندول د بېړني تمکوونکي په څېر دي.»
د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام په وینا، له ۲۰۲۴ کال راهیسې د میتان د لیکو د موندنې له لارې د شاوخوا ۲۴ میلیونه پټرولي موټرو د کلنیو اخراجونو معادل د میتان د خپرېدو مخه نیول شوې ده. دغه پروګرام وايي، مصنوعي ځیرکتیا د انسانانو په پرتله د میتان لیکې ۱۲ تر ۱۵ برابره چټکې او دقیقې موندلی شي.
د روغتیا په برخه کې هم د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته په مخ پر ودې هېوادونو کې مصنوعي ځیرکتیا د سینې د ایکسرې انځورونه شنني، څو د نري رنځ نښې ژر وموندل شي. د روغتیا نړیوال سازمان د یوې څېړونکې وانېسا ورونیزې په وینا، دا کار ناروغانو ته اجازه ورکوي چې د تشخیص له پړاو څخه درملنې ته ډېر ژر ورسېږي.
ملګري ملتونه وايي، په اېتوپیا کې د سرو زرو کانکیندونکي د دوړو او سیلیکا له امله د نري رنځ له لوړ خطر سره مخ دي او مصنوعي ځیرکتیا د دوی د ژر تشخیص لپاره کارول کېږي.
د ملګرو ملتونو ادارې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ځمکنیو ماینونو د موندلو، د طبیعي پېښو د زیانونو ارزولو، د مشکوکو مالي معاملو د پېژندلو، د راډیواکټیف ککړتیا د څارنې او د اټومي یوځای کېدو د څېړنو د چټکتیا لپاره هم کار اخلي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش مصنوعي ځیرکتیا «په ۲۱مه پېړۍ کې د بشریت تر ټولو ستر فرصت» او په ورته وخت کې «له سترو خطرونو څخه یو» بللی او ټینګار یې کړی چې د دې ټکنالوژۍ د کارونې لپاره باید پراخ او ټولشموله څار موجود وي.
ګوترېش ویلي: «باید ډاډ ترلاسه کړو چې مصنوعي ځیرکتیا د بشریت خدمت کوي، نه دا چې بشریت د هغې خدمت وکړي.»
د ناسا په مشرۍ یوې نوې څېړنې موندلې چې د ځمکې ځینې فنګسونه او باکتریاوې ښايي د سپوږمۍ پر سطحه له څو اوونیو تر څو میاشتو پورې ژوندی پاتې شي. دا موندنه د راتلونکو فضايي ماموریتونو پر مهال سپوږمۍ ته د ځمکنیو میکروبونو د انتقال په اړه اندېښنې زیاتوي.
څېړونکو د سپوږمۍ د جنوبي قطب په درېیو سیمو کې د ناسا د معلوماتو پر بنسټ د سپوږمۍ د تودوخې، وړانګو او نورو چاپېریالي شرایطو کمپیوټري ارزونه کړې ده. څېړنې ښودلې چې ځینې میکروبونه په هغو ژورو کندو کې، چې تل په سیوري کې وي، د څو اوونیو تر څو میاشتو پورې د ژوندي پاتې کېدو وړتیا لري.
په دې څېړنه کې د فنګسونو دوه او د باکتریاوو درې ډولونه ازمویل شوي دي. اسپرژیلوس نایجر چې د تور کپک په نوم هم پېژندل کېږي، تر ټولو مقاوم فنګس بلل شوی دی. دا فنګس په تودو او لندو چاپېریالونو کې عام دی او مخکې د نړیوال فضايي تمځي دننه هم موندل شوی دی.
د څېړنې مخکښ لیکوال او د ناسا د ګاډارډ فضايي مرکز سیاروي ساینسپوه پرابل سکسېنا ویلي، اسپرژیلوس د سپوږمۍ د قطبي سیمو له شرایطو سره د عیارېدو تر ټولو لوړه وړتیا ښودلې، په داسې حال کې چې فوزاریوم هم د پام وړ مقاومت لري، خو د اسپرژیلوس په اندازه نه دی.
څېړونکو ډاینوکوکس رادیودورانس، سټافیلوکوکس اوریوس او باسیلوس سوبټیلیس درې ډوله باکتریاوې هم ارزولې دي. د څېړونکو په وینا، دغو باکتریاوو د ماورای بنفش وړانګو پر وړاندې د فنګسونو په پرتله لږ مقاومت ښودلی او د ژوندي پاتې کېدو وړتیا یې هم کمه وه.
د سپوږمۍ د ورځې تودوخه چې شاوخوا ۱۲۷ درجې سانتيګراد ته رسېږي، ماورای بنفش وړانګې، د انرژۍ لوړې ذرې او د سپوږمۍ پر سطحه موجوده تشه د دغو میکروبونو د ژوندي پاتې کېدو مهم خنډونه دي. سره له دې، څېړونکو داسې سیمې هم موندلې چې شرایط یې د ځینو میکروبونو لپاره تر نورو مناسب دي.
د ناسا د ګاډارډ فضايي مرکز څېړونکې او د دې مطالعې شریکې لیکوالې هېدر ګراهام ویلي، څېړنه یوازې د میکروبونو د حجرو د ژوندي پاتې کېدو وړتیا ارزوي او دا نه ښيي چې هغوی پر سپوږمۍ وده یا تکثیر کولی شي.
د هغې په وینا، که ځینې حجرې د سپوږمۍ د خاورې لاندې ښخې شي، ښايي له سختو وړانګو څخه خوندي پاتې شي. نوموړې زیاته کړې چې په ځینو سیمو کې د مایع اوبو د رامنځته کېدو احتمالي شرایط هم ښايي د دغو موجوداتو د ودې لپاره زمینه برابره کړي.
د څېړونکو اندېښنه یوازې د میکروبونو تر ژوندي پاتې کېدو محدوده نه ده. دوی وايي، انسانان ښايي د فضايي جامو، وسایلو او ماشینونو له لارې په ناپامۍ سره ځمکني میکروبونه سپوږمۍ ته انتقال کړي او دا کار د سپوږمۍ د چاپېریال او کیمیاوي جوړښت په اړه د راتلونکو څېړنو پایلې اغېزمنولی شي.
ګراهام ویلي، که ځمکني میکروبونه د سپوږمۍ پر سطحه پاتې شي، ښايي د اوبو، عضوي مالیکولونو او د سپوږمۍ د سطحې د خاورې د کیمیاوي جوړښت په اړه د راتلونکو څېړنو په پایلو کې د ځمکې او سپوږمۍ طبیعي نښې سره ګډې کړي.
د څېړونکو په وینا، د سپوږمۍ د ککړتیا مخنیوی ښايي په بشپړه توګه ممکن نه وي، خو د فضايي ماموریتونو پر مهال باید په دقیقه توګه ثبت شي چې کوم میکروبونه او نور ځمکني مواد سپوږمۍ ته انتقالېږي، څو ساینسپوهان وروسته د سپوږمۍ طبیعي نښې له ځمکنیو ککړتیاوو جلا کړای شي.
دا موندنې په داسې حال کې خپرېږي چې امریکا او چین سپوږمۍ ته د فضانوردانو د بېرته لېږلو او هلته د اوږدمهاله اډو د جوړولو لپاره پلانونه تعقیبوي. ناسا هم د «ارتمیس» پروګرام له لارې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته څېرمه د فضانوردانو د ښکته کولو پلان لري.
ګراهام ویلي، انسانان په طبیعي ډول له بېلابېلو میکروبونو سره مل دي او له همدې امله فضايي سفرونو ته د دغو موجوداتو د انتقال مخنیوی ښايي اسانه نه وي. د هغې په وینا، مهمه ده چې ساینسپوهان پوه شي چې انسانان سپوږمۍ ته څه شی وړي، څو د راتلونکو څېړنو پر مهال د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ د سرچینو توپیر په سمه توګه معلوم کړای شي.
ایا کله مو له ځان سره خبرې کړې دي؟ ارواپوهنیزې څېړنې ښيي چې دا عادت تل د یوازیتوب یا غیرعادي چلند نښه نه ده، بلکې له ځان سره هدفمندې خبرې د دماغ د فکرونو په تنظیم، تمرکز، هڅونې او د ستونزو د حل په بهیر کې مرسته کولی شي.
له ځان سره خبرې کول د انسان د ذهني فعالیت یوه عادي برخه ده. موږ ډېر وخت له ځان سره په خاموشه یا په لوړ غږ خبرې کوو، د کار مرحلې تکراروو، ځان هڅوو، خپلې تېروتنې ارزوو او د راتلونکو پرېکړو لپاره خپل فکرونه منظم کوو. څېړنې ښيي چې که دا خبرې هدفمندې، واقعي او مثبتې وي، د تمرکز، ځانتنظیم، هڅونې او د دندو د ترسره کولو په برخه کې مرسته کولی شي.
په ۲۰۱۲ کال کې یوې څېړنې ښودلې چې له ځانسره خبرې د زده کړې او پاملرنې په بهیر کې د مرستندویې وسیلې په توګه کارېدلی شي. د یوه ستونزمن کار پر مهال انسان کولی شي د کار مرحلې له ځان سره تکرار کړي او خپل پام له ګډوډوونکو عواملو څخه بېرته اصلي هدف ته راوګرځوي. له همدې امله، کله ناکله په لوړ غږ ویل: «لومړی دا کار کوم، بیا دویم ګام اخلم» یوازې خبرې نه دي، بلکې د ذهن د تنظیم یوه عملي لاره هم کېدای شي.
ارواپوهان ځان سره خبرې د Self-talk په نوم یادوي او د دې خبرو محتوا، هدف او حالت یې مهم ګڼي. مثبتې او انګېزونکي جملې، لکه «زه یې په تدریج ترسره کولی شم» یا «لومړی ګام اخلم»، انسان د ستونزې پر ځای د حللارې پر لور متوجه کولی شي. برعکس، پرله پسې منفي ځان ملامتول، لکه «زه هېڅکله بریالی کېدای نه شم»، کولی شي منفي فکرونه لا پیاوړي کړي.
له ځان سره خبرې یوازې د لویانو ځانګړنه هم نه ده. ماشومان د لوبو، زده کړې او ستونزمنو کارونو پر مهال له ځان سره خبرې کوي او د ارواپوهنې له نظره دا بهیر د فکر، زده کړې او ځان تنظیم له ودې سره تړاو لري. ماشوم چې د یوه کار مرحلې په لوړ غږ بیانوي، په حقیقت کې د خپل چلند د لارښوونې لپاره له ژبې څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
د ځان سره خبرو اغېز په ټولو شرایطو کې یو شان نه وي. د ۲۰۲۳ کال یوې علمي بیاکتنې د ځان سره خبرو بېلابېل ډولونه څېړلي او څرګندوي چې اغېز یې د خبرو له ډول، هدف او وضعیت سره تړاو لري. یعنې یوازې له ځان سره خبرې کول په خپله د بریا ضمانت نه دی؛ هغه خبرې چې مشخصې، واقعي او د یوه روښانه هدف لپاره وي، تر ډېره ګټورې تمامېدای شي.
د بېلګې په توګه، د مهمې وینا، ازموینې یا ستونزمن کار پر مهال د «زه دا کار نه شم کولی» پر ځای «زه به لومړی مهمه برخه بشپړه کړم» ویل، ذهن له عمومي وېرې څخه یوې مشخصې دندې ته اړوي. همداراز، جملې لکه «اوس پر دې کار تمرکز کوم»، «که ستونزه پیدا شي، بله لاره به ولټوم» او «زه اړتیا لرم یوازې یو ګام واخلم» د ځان تنظیم لپاره ساده عملي تګلارې کېدای شي.
له فرهنګي او تاریخي پلوه هم انسان له خپل ځان سره د خبرو، تفکر او ځان ارزونې اوږد دود لري. په ادبي، فلسفي او عرفاني اثارو کې له خپل ځان سره خبرې، د ځان پېژندنه او د خپلو کړنو محاسبه د انسان د فکري ودې له وسیلو څخه ګڼل شوې دي. په معاصرې ارواپوهنه کې هم د دې بهیر یوه برخه د انسان د فکرونو د تنظیم او د چلند د لارښوونې له زاویې څېړل کېږي.
خو د عادي ځان سره خبرو او نورو ذهني تجربو ترمنځ مهم توپیر شته. که یو څوک خپل فکرونه په خپل غږ یا خاموشه توګه بیانوي، دا په خپله د غیرعادي حالت نښه نه ده. خو که یو کس داسې غږونه واوري چې د خپل فکر برخه یې ونه ګڼي، یا دغه تجربه ورسره د پام وړ ویره، کړاو او د ورځني ژوند ګډوډي رامنځته کړي، نو دا له عادي ځان سره خبرو سره توپیر لري او مسلکي ارزونې ته اړتیا لري.
په ټوله کې، له ځان سره خبرې کول یوازې د یوازیتوب یا عادت موضوع نه ده؛ دا د انسان د فکر د تنظیم یوه طبیعي وسیله هم کېدای شي. که خبرې مو لنډې، مشخصې، واقعي او د هدف مطابق وي، کولی شي د تمرکز، هڅونې او ځان تنظیم په برخه کې مرسته وکړي. نو بل ځل چې د یوه ستونزمن کار پر مهال له ځان سره خبرې کوئ، هڅه وکړئ د ستونزې پر ځای د راتلونکي ګام په اړه فکر وکړئ: «لومړی ګام څه دی؟» کله ناکله د همدې ساده پوښتنې ځواب د ذهن ګډوډي په عملي پلان بدلوي.
مېټا هغه تور رد کړی چې د امریکا ۲۹ ایالتونو پرې لګولی او ویلي یې دي چې دغه شرکت د ګټې د زیاتولو لپاره ماشومان او تنکي ځوانان د فېسبوک او انسټاګرام لا ډېر کارولو ته هڅولي او د دغو ټولنیزو شبکو خطرونه یې له خلکو پټ ساتلي دي.
د دې قضیې څېړنه د سې شنبې په ورځ پیل شوه. که محکمه مېټا په دې قضیه کې مسووله وبلله، ښايي دغه شرکت د لسګونو او ان تر سلګونو میلیاردونو ډالرو له جریمې سره مخ شي او اړ شي چې په فېسبوک او انسټاګرام کې یو لړ بدلونونه راولي.
د کالیفورنیا، کولوراډو، کینټکي او نیوجرسي ایالتونه وايي، د فېسبوک او انسټاګرام ځینې ځانګړنې، لکه د خوښې نښه او بېپایه لاندې پورته کول، داسې طرحه شوې چې ځوان کاروونکي د اوږدې مودې لپاره پر دغو شبکو پاتې شي.
د دغو ایالتونو په وینا، د دغو شبکو پراخ استعمال په تنکیو ځوانانو کې له اندېښنې، خپګان او په ځینو مواردو کې له ځانوژنې سره تړاو لري.
ټولو ۲۹ مدعي ایالتونو مېټا تورنه کړې چې د ماشومانو شخصي معلومات یې د فدرالي قوانینو خلاف راټول کړي او ترې یې ګټه اخیستې ده.
د کالیفورنیا د لویې څارنوالۍ مرستیالې مېګن اونیل د سې شنبې په ورځ محکمې ته وویل چې مېټا هڅه کړې کاروونکي تر ممکنه حده پر خپلو شبکو وساتي، د هغوی معلومات راټول کړي او له دې لارې عاید ترلاسه کړي.
هغې وویل چې د ایالتونو موخه د مېټا تړل نه دي او ټولنیزې شبکې د ځینو کاروونکو لپاره ګټورې دي. خو د هغې په وینا، مېټا د ماشومانو د چلند او انلاین منځپانګې ته د هغوی د غبرګون په څارلو سره له کمعمره کاروونکو څخه د خپلو محصولاتو د لا ډېر استعمال لپاره ګټه اخیستې ده.
اونیل وویل چې د مېټا په یوه داخلي برېښنالیک کې، چې د انسټاګرام مشر اډم موسري ته استول شوی و، د تنکیو ځوانانو د انسټاګرام پر کارولو د تېرېدونکي وخت زیاتول د یوه هدف په توګه یاد شوي وو.
د هغې په وینا، د مېټا ځینو کارکوونکو ان انسټاګرام له «نشهيي موادو» او ځانونه یې له «پلورونکو» سره تشبیه کړي وو.
هغې زیاته کړه چې مېټا دې پایلې ته رسېدلې وه چې ماشومان هر څومره په کم عمر کې د دغو کاریالونو کارول پیل کړي، هماغومره به د شرکت لپاره ښه وي.
د مېټا وکیل پال اشمیت دغه تورونه رد کړل او ویې ویل چې علمي شواهد د ټولنیزو شبکو د استعمال او د تنکیو ځوانانو د رواني روغتیا د خرابېدو ترمنځ روښانه اړیکه نه ښيي.
هغه زیاته کړه چې د مېټا او د دې شرکت د اجراییوي مشر مارک زاکربرګ موخه د خپلو محصولاتو ښه کول وو، نه کاروونکو ته زیان رسول.
اشمیت وویل، کېدای شي ځینو کارکوونکو په خپلو شخصي لیکنو کې له مبالغې ډکې څرګندونې کړې وي، خو د مېټا محصولات روږدي کوونکي نه دي.
که محکمه مېټا مسووله وبلله، دغه شرکت ښايي له درنو جریمو سره مخ شي او اړ شي چې په فېسبوک او انسټاګرام کې بدلونونه راولي.
مدعي ایالتونه غواړي د دغو شبکو ځینې ځانګړنې محدودې شي، چې په هغو کې د خوښې نښه او بېپایه لاندې پورته کول شامل دي. دوی همداراز د ځوانو کاروونکو لپاره د کارونې د وخت د محدودولو او د ۱۳ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د مخنیوي لپاره د لا سختو تدابیرو غوښتنه کړې ده.
مېټا وايي، په تر ټولو بد حالت کې د جریمې کچه ښايي ۱.۴ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي. د ایالتونو څارنوالان بیا اټکل کوي چې احتمالي جریمه به شاوخوا ۲۰۰ میلیارد ډالره وي.
د مېټا د خوندیتوب د پخوانۍ څانګې انجنیر آرتورو بیخار د مدعي ایالتونو لومړنی شاهد و. هغه وویل چې د ځینو محصولاتو، په ځانګړې توګه د ریلز، د وړاندې کولو پر مهال د ماشومانو خوندیتوب لومړیتوب نه و.
تمه ده چې مارک زاکربرګ او اډم موسري هم په دې قضیه کې د شاهدانو په توګه څرګندونې وکړي. اټکل کېږي چې محاکمه شاوخوا شپږ اوونۍ دوام وکړي.
د محاکمې له پیل سره هممهاله، د مېټا یو شمېر منتقدانو د محکمې له ودانۍ بهر لاریون وکړ.
مېرې روډي، چې په لاریون کې یې ګډون کړی و، وویل چې ۱۵ کلن زوی یې رایلي باسفورډ په ۲۰۲۱ کال کې وروسته له هغې ځان وواژه چې په فېسبوک کې پرې ناوړه چلند شوی و.
هغې وویل: «دوی وايي دا یوه داسې ځانوژنه وه چې وړاندوینه یې نه کېده. زه وایم دا د داسې یوه سیستم اټکل کېدونکې پایله وه چې د ماشومانو پر ځای له شرکتونو ساتنه کوي.»
د دې قضیې بهیر په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوی و. دوه کاله وړاندې، د فېسبوک پخوانۍ افشاګرې فرانسیس هاوګن د امریکا کانګرېس ته ویلي وو چې مېټا د خپلو محصولاتو د خطرونو په اړه د ماشومانو لپاره خبره وه او پوهېده چې څنګه یې خوندي کولی شي، خو د لا ډېرې ګټې د ساتلو لپاره یې اړین ګامونه نه وو اخیستي.
د روان کال په مارچ میاشت کې، په لاس انجلس کې یوې منصفه پلاوي مېټا او ګوګل یوې ۲۰ کلنې ښځې ته د شپږ میلیونه ډالرو د ورکړې په ورکولو محکوم کړل. دغې ښځې ویلي وو چې له ماشومتوبه په انسټاګرام او یوټیوب روږدې شوې وه.
د روانې میاشتې په لومړیو کې، په نیو مکسیکو کې یوې محکمې هم مېټا د تنکیو ځوانانو د رواني روغتیا د ستونزو په تړاو د ۵۶۷ میلیونه ډالرو په ورکړې محکوم کړ.