
د مالدیپ ولسمشر د خپل درې ورځني رسمي سفر په موخه اسلاماباد ته رسېدلی
د مالدیپ ولسمشر محمد معیز د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه په درې ورځني رسمي سفر اسلاماباد ته رسېدلی دی. ټاکل شوې ده چې نوموړی د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سره د لیدنو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړي.



















