
راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا «د لوبغاړو مشورتي بورډ» د غړي په توګه وټاکل شو
د افغانستان د کرکټ نامتو ستوری راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د لوبغاړو مشورتي بورډ د نوی غړي په توګه ټاکل شوی دی.

د افغانستان د کرکټ نامتو ستوری راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د لوبغاړو مشورتي بورډ د نوی غړي په توګه ټاکل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند وایي، د منځني ختیځ روان کړکېچ پوځي حل نه لري او باید د خبرو اترو له لارې ورته حل وموندل شي. د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، له څو اوونیو ویجاړۍ او کړاو وروسته دا څرګنده شوې چې د دې شخړې لپاره نظامي حل نشته.

په غزني کې د طالبانو امنیه قومنداني وایي، چې په دې ولايت کې د دوو جلا ترافيکي پېښو له امله درې کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

په مسکو کې د طالبانو سفیر مولوي ګل حسن حسن په روسیه کې له مېشتو افغان سوداګرو سره په دغه هېواد کې د دوی پر ستونزو، ټرانزیټ او ټرانسپورټي اسانتیاوو باندې خبرې کړي. خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د افغان سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو د حل په تړاو هم نظرونه تبادله کړي.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي اعلان کړی، چې د دغه هېواد د پوځ په ۱۲۵ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د پوځ د عمومي قومندانې یا لویې درستیزې په توګه ټاکل شوې ده. د استرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مالز وویل چې جنرال سوزن کویل دې دندې ته ګمارل شوې.

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په هرات کې د طالبانو والي نور احمد اسلام جار په دغه ولایت کې پر شیعه وګړو د وروستي مرګوني برید پر ضد د یوې غونډې او لاریون مخه نیولې ده.

د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لور د غځېدلې لارې د پرانېستلو په تړاو د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ هوکړه د پاکستان او طالبانو په رضایت شوې . د هوکړې له مخې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، دواړې خواوې به له ناړۍ تر نورستان پورې دایمي اوربند کوي.

په نورستان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د برګمټال او کامدېش ولسوالیو او د چترال د قومي مشرانو له ناستې وروسته د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ څخه کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته غځېدلې لار پرانېستل شوه.

د امریکا او ایران تر منځ د اسلام اباد له ناکامو مذاکراتو څخه وروسته د اوربند د ماتېدو ګواښ زیات شوی دی. همدا څو شېبې وړاندې د امریکا پوځونو د هرمز تنګي محاصره پیل کړه، چې له امله یې په نړۍوال بازار کې د انرژۍ بیې مخ په لوړېدو دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو او غږونو کې د لوګر یو شمېر اوسېدونکو شکایت کړی، چې د طالبانو والي د ښار جوړونې له رییس سره په همغږۍ د پل علم د بابوس ویالې ترڅنګ څه دپاسه ۲۰۰ نومرې شنه سیمه د استوګنیزو نومرو په نامه د نږدې ۵ تر ۸ زره ډالرو په بدل کې وېشلې ده.

د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر وايي، چې په دغه ولایت کې د بیو د کنټرول او احتکار مخنیوي لپاره د نانوايانو، هوټلونو، قصابانو او د چرګانو اتحادیو پر مسوولینو یې ژمنلیکونه لاسلیک کړل. په دې وروستیو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي له احتکار څخه شکایت کوي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې د وري میاشتې له ۶مې نېټې څخه تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونو، زلزلو، د چت نړېدو، تالندې او برېښنا، د غره ښویېدنې او ډبرو ښویېدو له امله ۱۸۹ تنه مړه شوي، ۲۵۳ تنه ټپیان شوي او ۹ تنه لا درکه دي.

ترکیې د دوشنبې په ورځ وویل چې د ناټو متحدین باید په انقره کې د جولای میاشتې له سرمشریزې ګټه واخلي او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دې اړیکې له سره تنظیم کړي او په ایتلاف کې د امریکا د حضور کمېدو ته هم باید چمتو و اوسي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې ددغه وزارت وزیر ملاهدایت الله بدري د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره لیدلي او یاد ګروپ په افغانستان کې د ګازي سرچینو د لا ښه اکتشاف، استخراج او له هغو څخه د برېښنا د تولید پروپوزل ورسره شریک کړی دی.

د پاکستان د ګلګت بلتستان ایالت د دیامر ولسوالۍ اړوند چېلاس سیمه کې وسله والو د پولیسو پر موټر ډزې کړې دي او درې پولیس یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د میدان وردګو ولایت په سیداباد او د زابل ولایت په شاجوی ولسوالیو کې پنځه تنه د غلا او «اخلاقي فساد» په تور په ۳۹–۳۹ درو سزا او له دوو تر درې کلونو تنفیذي بند محکوم او سزاوې پرې عملي شوې دي.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې ددغه وزارت وزیر عبداللطیف منصور د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او سربیا هېوادونو له دیني عالمانو سره کتلي دي. منصور ویلي، چې په افغانستان کې« اسلامي نظام حاکم دی او ټول ولس ورسره په خوښۍ ولاړ دی».

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په کمو کلي کې ۶ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي او درې مېرمنې په برګمټال کې د زیږون پرمهال مړې شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یې د غیاث الدین په نامه هغه کس محکمې ته سپارلی، چې د پیغمبرۍ ادعا یې کړې ده. غیاث الدین په یوه ویډیو کې ویلي، چې «له خدای سره مې ملاقات شوی». طالبانو ویلي چې نوموړی له روغتیايي ارزونې وروسته محکمې ته سپارل شوی.

له پاکستان نه تازه ستانه شوي افغان کډوال وایي، چې د لنډي کوتل په حمزه پنډغالي کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو. دوی وایي، د یادو ستونزو له امله اړ وو چې د اداري لړۍ د بشپړېدو لپاره په ساعتونو انتظار وباسي او پاکستاني مامورینو د اداري چارو د چټکتیا په بدل کې له خلکو پیسې اخیستې.

په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت او په پېښور کې ددې ډلې د کونسلګرۍ یو ګډ پلاوي د اپرېل پر ۱۱مه او ۱۲مه د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت له نږدې کتلی دی.