
حکمتیار: د كابل او اسلاماباد ترمنځ روانه لانجه په حقیقت کې د ډیلي او اسلاماباد جنګ دی
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ روانه لانجه په حقیقت کې د ډیلي او اسلاماباد جګړه ده چې له کشمیر نه افغانستان ته انتقال شوې. هغه ویلي: «يوازې ناپوه او غرضي كسان به دا وايي او انګېري چې روانه لانجه د پاكستان او يوې افغانې ډلې لانجه ده».



















