
د ملګرو ملتونه: د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د پاکو اوبو او زده کړو بنسټونه پیاوړي شوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق (UN_STFA) وايي، د ګډو مداخلو له لارې یې هغو ټولنو ته بنسټیز خدمتونه رسولی، چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي باور صندوق (UN_STFA) وايي، د ګډو مداخلو له لارې یې هغو ټولنو ته بنسټیز خدمتونه رسولی، چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.

د طالبانو سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال په هلمند کې د یوې ولسي غونډې پر مهال د «اسلامي نظام» پر ملاتړ ټینګار کړی؛ خو دا څرګندونې په داسې شرایطو کې کېږي چې د هېواد دننه د سیاسي ګډون، اساسي حقونو او ټولنیزو ازادیو په تړاو پراخې نیوکې لا هم پر ځای دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې له بلخ، ارزګان، کندز، فراه، سرپل او پکتیا ولایتونو ۲۳۷ روږدي کسان وروسته له درملنې، خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) راپور ورکړی چې سږ کال ژمي کې یې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې۸۷زره او ۴۰۰ د غنمو کڅوړې کروندګرو ته په وخت د کر لپاره ورکړي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د نشهيي توکو پر ضد ځواکونو یې په فراه ولایت کې د نشهيي توکو د پروسس او تولید دوه فابریکې کشف او ویجاړې کړې دي. وزارت زیاتوي هم مهاله، په پنځو ولایتونو کې ۳۵ روږدي کسان راټول او د درملنې مرکزونو ته ور پېژندل شوي.

په کابل کې د ایران سفير عليرضا بیکدلي، د طالبانو د معادن او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري سره په لیدنه کې، د افغانستان د اوسپنې او تیلو کانونو کې د ایران د پانګونې وړاندیز وکړ. په لیدنه کې، د ایران سفیر د افغانستان کانونه د دواړو هیوادنو د همکارۍ پراختیا لپاره مناسبه زمینه وبلله.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت، د اسراییل له خوا د فدرالي جمهوریت سومالیا د «سوماله لیند» د سیمې د خپلواک دولت په توګه پېژندل په کلکه غندلي او دا یې د نړیوال قانون او د سومالیا د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون نن یک شنبه ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۶۸ کورنۍ چې ټول ۲۵۵۳ کسان کېږي، افغانستان ته جبري ستانه کړای شوي.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وایي چې په بغلان ولایت کې یې محتسبینو دوه کسان د شرابو د څښلو او پلور په جرم نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلي.

د طالبانو کورنیو چارو وزات وایي چې د کابل امنیه قوماندانۍ دوهمې امنیتي حوزې اړوند امنیتي ځواکونو هغه قاتل او دوه ملګري یې نیولي، چې څه موده وړاندې یې په جاده اسمايي سیمه کې یو تن وژلی و.

په پنجشیر کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایتکې یې، د لومړي ځل لپاره د بیروج کانونه پیژندلي او د دې ولایت د معدني سرچینو په نوملړ کې شامل شوي دي.

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو کار او ټولنیزو چارو ریاست د ۶۰ښځو لپاره د مسلکي خیاطۍ کورسونه پیل کړي، چې له مخې یې ګډونوالو ته د اړتیا وړ وسایل برابر شوي دي، خو د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه لا هم په ځای پاتې دي.

د ایران د تهران والي، محمدصادق معتمدیان، ویلي چې دغه هېواد د اوبو له سخت بحراني وضعیت سره مخ دی او د اوبو ناسم مدیریت د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو لامل شوی دی. هغه خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، ښايي ایران د پلازمېنې د بدلولو په اړه غور ته اړ شي.

د ایران د رېل پټلۍ، یوه لوړپوړي چارواکي جبارعلي ذاکري ویلي، چې تهران د افغانستان له لارې چین ته د نوي ټرانزیټي رېل پټلۍ د جوړولو امکانات ارزوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق په نورستان کې د طالبانو د ډلهییزې استعفا له راپورونو وروسته ویلي، چې د طالبانو په نظام کې اداري فساد، تبعیض او قومي تعصب زیات شوی او دا ډله د وېرې او زور له لارې واک چلوي.

په هرات ولایت کې د طالبانو د کانونو او صنعت خونې ویلي، چې په دې ولایت کې د غالیو او فرشونو د تولید شل فابریکې فعالیت کوي او د لوړ کیفیت لرونکو فرشونو او ماشيني غاليو له لارې د افغانستان نږدې نیمایي کورنی بازار تمویلوي.

اوکرایني رسنیو خبر ورکړی چې بېګاه شپه، ددغه هېواد بې پېلوټه الوتکو د روسیې په سمارا ولایت کې د سیزران د تېلو تصفیه خونو باندې برید کړی. راپورونه زیاتوي، د برید له امله په ښار برېښنا هم پرې شوې.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو د تایوان خپلواکي په هېڅ بڼه نه مني او دا ټاپو د چین نه بېلېدونکې برخه ګڼي. دا د روسیې هغه دریځ چې د سیمې پر سیاسي توازن او نړیوالو اړیکو اغېز لرلی شي.

یوه نړۍوال څېړنیز بنسټ په خپل کلني راپور کې افغانستان د نړۍ له شپږو ناامنه هېوادونو څخه یو بللی دی. له افغانستان وروسته یمن، د کانګو ډېموکراتیک جمهوریت، سوډان، روسیه او اوکراین چې جګړې پهکې روانې دي، د نړۍ تر ټولو ناامنه هېوادونه ګڼل شوي دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د افغانستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې ښې او پراخې شوې دي، خو د بهرنیو چارو وزیر یې بیا وايي، ایران له طالبانو سره پر ګڼو مهمو موضوعاتو اختلاف لري.

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان د پنجګور ولسوالۍ اړوند ایران پولې ته نږدې یې په استخباراتي عملیاتو کې څلور وسلهوال وژلي دي. پوځ دغه وژل شوي وسلهوال د ټيټيپي غړي بللي، په داسې حال کې چې د راپورونو پر بنسټ، ټيټيپي تر ډېره په پښتونخوا کې فعاله ده.