
په افغانستان کې د قانونجوړونې تاریخچه
قانون جوړونه د انسانانو د ټولنیز ژوند لومړنۍ او بنسټي هڅه ده. په هرځای کې چې یوشمېر انسانان ګډ ژوند کوي، د خپل دغه ګډ ژوند لپاره ځینې اصول ټاکي، چې له مخې یې یو د بل په وړاندې خپل واکونه او مسئولیتونه وپېژني.

قانون جوړونه د انسانانو د ټولنیز ژوند لومړنۍ او بنسټي هڅه ده. په هرځای کې چې یوشمېر انسانان ګډ ژوند کوي، د خپل دغه ګډ ژوند لپاره ځینې اصول ټاکي، چې له مخې یې یو د بل په وړاندې خپل واکونه او مسئولیتونه وپېژني.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته د کونړ یو شمېر اوسېدونکو په خپلو پیغامونو کې ادعا کړې چې د دغه ولایت او د نورستان د ځینو سیمو ځنګلونه په پراخه کچه وهل کېږي او لرګي یې له قاچاقي لارو «په دولتي موټرو» کې لېږدول کېږي.

په کابل کې ایمرجنسي روغتون ویلي چې د دوشنبې په مازدیګر د کابل د دشت برچي د یوه ښوونځي مخې ته د چاودنې له امله ۳۵ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي. دغې ادارې ویلي چې ټول ټپیان د ۱۰ او ۱۴ کلونو ترمنځ ماشومان دي.

د ایران د جنوبي خراسان والي وايي، تهران د افغانستان د فراه او ایران د ماهیرود ترمنځ د ۱۲۰ کیلومتره ترانزیټي سړک د بشپړولو لپاره ۵،۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي. د نوموړي په وینا، د دې لارې ۵۳ کیلومتره برخه بشپړه شوې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو ده.

د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط او د نوې رامنځته شوې ډیموکراسۍ له ړنګېدو پنځه کاله تېر شوي دي. د افغانستان د دولت سقوط او د طالبانو واک ته رسېدو د هېواد د بېلابېلو نسلونو د ډېرو وګړو پر ژوند سیوری غوړولی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د کابل په شمع هدایت ښوونځي کې د چاودنې له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ښوونځي باید خوندي ځایونه وي او پر ماشومانو او ښوونیزو مرکزونو بریدونه د منلو وړ نه دي.

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، د افغانستان بحران یوازې د ښځو د زده کړو او حقونو مساله نه ده، بلکې د طالبانو د واک په جوړښت پورې اړه لري. هغه وايي، طالبان دې خبرو ته نه بلل کېږي او د خبرو ګټې دې ورته نه تشریح کېږي، ځکه دا کار به د مخالفانو په زیان تمام شي.

د کار نړۍوال سازمان (ILO) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کار بازار ته د ښځو لاسرسی په بېساري ډول محدود شوی او د ښځینه کاري ځواک کچه ۵.۱ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د سېشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کابل د دشت برچي سیمې په یوه ښوونځي کې د چاودنې په اړه څېړنې روانې دي. مجاهد ویلي، د دوی اټکل دا دی چې ښايي داعـش یا «له دې ډلې سره تړلو کړیو» دغه برید کړی وي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، له اروپايي ټولنې سره په همکارۍ یې له ایران او پاکستان نه تر ۳۹۳زره ډېرو راستنېدونکو کډوالو سره بېړنۍ مرستې کړې دي. اروپايي ټولنې ویلي، افغانستان لاهم د نړۍ تر ټولو پېچلو او اوږدمهاله بېځایه کېدو او بشري ناورین سره مخ دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د کابل په دشت برچي سیمه کې پرونۍ چاودنه غندلې او په اړه یې د بشپړې او خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، چې په یاده سیمه کې یوه ښوونځي ته نږدې بمي چاودنه «د اندېښنې وړ» وه.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د سوداګرو په یوې غونډه کې ویلي، چې دوی په یوازې د هېواد اقتصادي پرمختګ ټول بار پر خپلو اوږو نهشي اخیستی. هغه غوښتنه کړې، چې خصوصي سکتور دې هم په دې برخه کې خپل رول ادا کړي.

د پاکستان سترې محکمې الشفا روغتون ته د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د لېږدولو امر کړی او اجازه یې ورکړې، چې هغه په اونۍ کې یوه ورځ له خپلې کورنۍ سره وګوري.

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د شمال زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د مایار مېنې ښارګوټي په نوم ۳۰۰ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې.

د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو نږدېوالي لړۍ پر دوام، د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انند پراکاش په نوي ډیلي کې د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځمې کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.

د تیراه اغېزمنو لپاره د جوړ شوي غورځنګ لهخوا خپلو سیمو ته د بېځایه شویو خلکو د خوندي ستنېدو، مالي مرستو او نورو غوښتنو د حل لپاره د اګست په ۲۰مه په باړه پرېس کلب کې مشورتي لویه جرګه بللې ده.

د طالبانو برېښنا شرکت ویلي، چې دوی د پاور مشینز روسي کمپنۍ له يو پلاوي سره د ماهیپر، نغلو، سروبي، درونټې، چاریکار او جبل السراج، پارندې او بغلان برېښنا تولید فابریکو سربېره د شته تولیدي فابریکو تخنیکي ارزونو په اړه خبرې کړې دي. طالبانو له یادې کمپنۍ د پانګونې غوښتنه هم کړې ده.

د اسټرالیا په اډلېډ ښار کې یوشمېر افغانانو او د اسټرالیا دولتي چارواکو د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مې کلیزې په نمانځغونډه کې د افغان نجونو د زدهکړو پر ملاتړ ټینګار وکړ. ګډونوالو له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې مېشت ګڼ شمېر افغان کډوال په کلیوالو سیمو کې په کرنیزو چارو بوخت پاتې شوي او د کرنې سکتور لپاره یې د کار مهم ځواک برابر کړی دی. خو په تېرو څو کلونو کې د افغان کډوالو تر وتلو وروسته د نورو برخو ترڅنګ پر کرنیز سکتور د اغېزو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

فلمي اداکاره فرشته سلیماني هغه مهال د هنر ډګر ته راغله، چې طالبان لا په غرونو کې وو او افغانستان هڅه کوله پر پرده د هیلو، ازادۍ او د ښځو انځور وړاندې کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې نن سېشنبه (د زمري ۲۷مه) په ۶ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.