
په پېښور کې د تحریک انصاف د ملي اسمبلۍ غړی او زوی یې تښتول شوي
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ملي اسمبلۍ غړی اقبال اپرېدی او زوی یې عرفان اپرېدی تېره شپه په پېښور کې له خپل کوره د مخ پټو وسلهوالو له خوا تښتول شوي دي. د نوموړي خپلوانو ویلي، وسلهوالو د حیاتاباد په سیمه کې د دوی پر کور چاپه وهلې او دواړه یې نامعلوم لوري ته لېږدولي دي.



















