
راپور: په افغانستان کې د طالبانو ضد وسلهوالو ډلو فعالیتونه پراخ شوي
د انټرنیشنل پالیسي ډایجسټ د راپور له مخې، د طالبانو ضد وسلهوالو ډلو د ۲۰۲۶ کال په اګست او سپتمبر کې په ۲۶ ولایتونو کې د ۱۱۹ بریدونو ادعا کړې ده. د دوی په وینا، په دغو بریدونو کې ۲۵۶ طالبان وژل شوي او ۲۵۶ نور ټپیان شوي، خو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.



















